د لمر ضد عینکې

Wearing sunglasses under direct sunlight: Large lenses offer good protection, but broad temple arms are also needed against "stray light" from the sides.

د لمر ضد معیاري عینکې انګلیسي: Sunglasses يو ډول عينکې دي چې سترګي د لمر د وړانو څخه ساتي.

د خدای پر راکړو نعمتونه شکر ایستل او ترې ساتنه کول زموږ دنده ده. څرنګه چې سترګې هم د بدن د نورو برخو په څېر د انسان په ژوند کې مهمې دي او له سترګو پرته د انسان ژوند نیمګړی دی، نو اړینه ده چې پر شتون یې شکر و ایستل شي او د روغتیا لپاره یې هڅه وکړو. دا چې موږ په یوه عننوي او سنتي ټولنه کې ژوند کوو، نو ډېر دې ته زړه نه ښه کوو چې عینکې په سترګو کړو؛ ځکه له دې وېره لرو چې ګواکې د کلیوالو، مشرانو، ملګرو او یا نورو عامو وګړو له غبرګون سره مخ نه شو. یا دا چې زموږ په ټولنه کې یوازې هغه کسان عینکې په سترګو کوي چې د کوم خاص منصب او دندې خاوند وي، راځئ سر له همدې ننه دغه څه ته د پای ټکی کېږدو او تر هر څه لومړی خپلې روغتیا ته ارزښت ورکړو. (د ژباړن خبرې) لمر ضد عینکې لکه د لمر ضد کرېمو په څېر ارزښتناکې دي، کله چې له کوره بېرون وځئ هرو مرو ترې ګټه واخلئ، سوځونکی او مخامخ لمر د سترګو لپاره ضرر رسوونکی دی؛ کله چې سترګې د لمر له UV شعاو سره مخ کېږي نو ښکاره خبره ده چې له کچې زیات زیان ورته رسوي. دا چې څه ډول د خپل ځان لپاره د لمر ضد عینکې غوره کړو، دغه لیکنه درسره مرسته کوي. زه چې کله هم په سفر او یا رخصتۍ باندې ځم، نو عینکې مې هرو مر په سترګو وي، له عینکو پرته هېڅ ځای ته سفر نه شم کولی، ان که برېتانیا ته هم وي؛ ځکه زه فکر کوم کېدای شي په هغو ورځو کې چې زه په برېتانیان کې وم، هومره ورېځ نه وي، نو عینکې مې له یاده نه وځي. د لمر ضد عینکو ځانګړنې د عینکو اخیستو تر ټولو سخته مرحله د ډېرو په منځ کې د یو جوړ ښو عینکو ټاکنه ده چې نن سبا په بازار کې پلورل کېږي، که غواړئ د ځان لپاره نوې عینکې واخلئ، نو طراحي، کیفیت او د لمر په وړاندې یې د سترګو ساتنه تر ټولو اړینې ځانګړنې دي. کیفیت: د لوړ کیفیت لرونکې عینکې کېدای شي تر ډېره دوام وکړي؛ ځکه خو وایي: ((ارزان بې علته او قېمته شی بې حکمته نه وي.))

ساتنه سمول

کومې عینکې چې تاسو یې د ځان لپاره خوښوئ، بايد د لمر پر وړاندې د UVA, UVB او UVC وړانګو د انعکاس وړتیا ولري؛ ځکه که تاسو دغه څه په پام کې ونیسئ نو ډاډه به یاست چې ستاسو سترګې نور د لمر پر وړاندې له هېڅ کوم ګواښ سره نه دي مخ. برنډ: ډېری کسان د برنډ لپاره ډېر ژمن وي؛ ځکه یا خو یې له دې برنډه یې ډېره ګټه اخیستې وي او هر څه یې خپله ازمویلي وي یا دا چې د بل له خولې یې ډېر صفتونه ورته شوي وي. یو څه ته مو باید پام وي، چې د یوې فابریکې جنس د تل لپاره په هماغه یو ډول نه وي، نو اړینه نه ده چې په برنډ پسې وګرځئ، په هرو هغو عینکو کې مو چې پورتنۍ ځانګړنې پیدا کړې غوره دي.

سرچينې سمول