د فیلپین او امریکا جګړه

د فیلپین او امریکا جګړه یا د فیلپینو او امریکایانو جګړه (نننی فیلپین: ډیګمانګ فیلپینو- امریکانو)، چې پخوا د متحده ایالاتو له خوا د فیلپین بغاوت یا د تاګالوګ بغاوت په نامه یادېده. دا د لومړي فیلپیني جمهوریت او متحده ایالاتو ترمنځ وسله واله جګړه وه، چې د ۱۸۹۹ز کال د فبرورۍ له ۴مې تر د ۱۹۰۲ز کال د جولای تر ۲مې یې دوام وکړ. جګړه په ۱۸۹۸ز کال کې هغه مهال رامنځته شوه، چې متحده ایالاتو د فیلپین د خپلواکۍ د اعلامیې پرځای هغه د پاریس د تړون له مخې ضمیمه کړ او دا د هسپانیا- امریکا جګړې د پای ته رسولو لپاره له هسپانیا سره پای ته ورسېده. دغه جګړه ښایي د فیلپین د خپلواکۍ لپاره عصري مبارزه وه، چې په ۱۸۹۶ز کال کې د فیلپین له انقلاب سره د هسپانیې پر وړاندې پیل شوه او په ۱۹۴۶ز کال کې د متحده ایالاتو د حاکمیت له سپارلو سره پای ته ورسېده.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ۱۸۹۹ز کال د فبرورۍ په ۴مه د امریکا او فیلپین جمهوریت د ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه، چې د ۱۸۹۹ز کال د مانیلا د جګړې په نامه مشهوره شوه. د ۱۸۹۹ز کال د جون په ۲مه د فیلپین لومړي جمهوریت د متحده ایالاتو پر وړاندې په رسمي توګه جګړه اعلان کړه. د فیلپین ولسمشر ایمیلیو اګوینالډو د ۱۹۰۱ز کال د مارچ په ۲۳مه ونیول شو او جګړه په رسمي ډول د ۱۹۰۲ز کال د جولای په ۲مه د متحده ایالاتو په بریا پای ته ورسېده. په هر حال، ځینې هغه فیلپینې ډلې چې د کاتیپونان د پخوانیو تجربه کارو سرتېرو له خوا روزل شوې وې، د فیلپین انقلابي ټولنه یې جوړه کړه او د هسپانیې پر وړاندې یې انقلاب پیل کړ، دوی څو نور کلونه هم له امریکایي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړ. د دغو مشرانو له ډلې یو هم ماکاریو ساکای، چې د کاتیپونان یو تجربه کار غړی و، ده په ۱۹۰۲ز کال کې د اګوینالډو د جمهوریت پر خلاف د کاتیپونان په اوږدو کې د تاګالوګ جمهوریت تاسیس کړ، چې مشري یې هم پخپله کوله. نورو ډلو، لکه په سویلي فیلپین کې د مورو مسلمانانو او نیمه کاتولیک پولهان مذهبي خوځښتونو په لرې پرتو سیمو کې دښمنۍ ته دوام ورکړ. په سویل کې د مورو تر واک لاندې سیمو کې، چې د امریکایانو له خوا د مورو بغاوت په نامه یادېږي، د ۱۹۱۳ز کال د جون په ۱۵مه د بد باګساک په جګړه کې د خپلې وروستۍ ماتې سره پای ته ورسېد.[۹][۱۰]

د جګړې په پایله کې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰ فیلپیني ملکي وګړي ووژل شول، چې ډېری یې د قحطۍ او ناروغۍ له امله وو، نو په ټوله کې د مړینې شمېر تر یوه میلیونه رسېده. د جګړې په لړ کې ظلمونه او جنګي جرمونه ترسره شول، چې د دواړو اړخونو له خوا پکې شکنجه کول، د بدن د غړو غوڅول او اعدامونه شامل وو. د فیلپینیانو له خوا د چریکي جګړې تاکتیکونو متحده ایالات دې ته وهڅول، چې ډېری ملکي وګړي په زور سره اجباري کمپونو ته ولېږدوي، چېرې چې په زرګونه وګړي پکې وژل شوي وو او دوی د غچ اخیستنې او د ځمکې د سوځولو کمپاینونه پکې پیل کړل. د متحده ایالاتو له خوا د جګړې او ورپسې نیواک د ټاپوګانو کلتور بدل کړ، چې د پروتستانتیزم د ودې او د کاتولیک کلیسا د بې ثباته کېدو لامل شو او له دې سره ټاپوګانو ته د حکومت، زده کړې، سوداګرۍ او صنعت لپاره انګلیسي د رسمي ژبې په توګه معرفي شوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په ۱۹۰۲ز کال کې د متحده ایالاتو کانګریس د فیلپین ارګانیک قانون تصویب کړ، چې د فیلپین د مجلس جوړولو لپاره یې چمتو کړی و. د دغه مجلس غړي د نارینه وو له خوا ټاکل کېدل (ښځو د ۱۹۳۷ز کال تر ټولپوښتنې پورې د رایې ورکولو حق نه درلود). دغه قانون د جونز د ۱۹۱۶ز کال قانون (د فیلپین خپلواک قانون) پر ځای وټاکل شو، چې پکې د متحده ایالاتو له ژمنې سره سم فیلپین ته خپلواکي ورکول و. د مک دافي- ټایډینګز د ۱۹۳۴ز کال قانون (د فیلپین د خپلواکۍ قانون) په راتلونکي کال کې د فیلپین مشترک المنافع جوړه کړه، چې حکومت یې خپلواک شو او د یوې بشپړې خپلواکۍ پر لور یې یوه پروسه رامنځته کړه(لومړی د ۱۹۴۴ز کال لپاره جوړ شوی و، خو د دویمې نړیوالې جګړې او د جاپان له خوا د فیلپین د نیول کېدو له امله وځنډول شو). متحده ایالاتو په پای کې د مانیلا د تړون له لارې په ۱۹۴۶ز کال کې فیلپین ته بشپړه خپلواکي ورکړه.[۱۸]

د فیلپین انقلاب سمول

اندریس بونیفاسیو د مانیلا ګودام لرونکی او کارکوونکی و. د ۱۸۹۲ز کال د جولای په ۷مه هغه د کاټیپونان یو انقلابي سازمان جوړ کړ، ترڅو د وسله وال بغاوت له لارې له هسپانیوي استعماري واکمنۍ نه خپلواکي ترلاسه کړي. د ۱۸۹۶ز کال په اګسټ کې کاټیپونان د هسپانیوي چارواکو له خوا کشف شو او په دې توګه یې خپل انقلاب پیل کړ. جنګیالیو په کاویټ ولایت کې لومړنۍ بریاوې ترلاسه کړې. د کاویټ یو له خورا بانفوذه او نامتو مشرانو نه، امیلیو اګوینالډو د کاویټ ایل ویجو(نننی کاویټ)  ښاروال و، چې د کاویټ ولایت د ختیځې برخې پر ډېرو برخو یې کنټرول ترلاسه کړ. په پای کې اګوینالډو او د هغه ډلې د فیلپین د انقلاب مشري ترلاسه کړه. له هغه وروسته چې اګوینالډو د ۱۸۹۷ز کال د مارچ په ۲۲مه د تیجیروس په کنوانسیون کې د کاټیپونان پر ځای د انقلابي حکومت ولسمشر شو، نو د هغه حکومت د ۱۸۹۷ز کال د می په ۱۰مه تر یوې نمایشي محکمې وروسته بونیفاسیو د خیانت په تور اعدام کړ.[۱۹]

د جګړې خپرېدنه سمول

د فبرورۍ د ۴مې په ماښام ویلیم ډبلیو ګریسن، چې د نیبراسکا رضا کاره پیاده سرتېری و، په سانتا میسا کې د سوسیګو او سیلینسیو د سړکونو پر څنډو د جګړې لومړۍ ډزې وکړې. د ډزو په کولو سره یې فیلپیني ډګروال او یو بل فیلپیني سرتېری ووژل، فیلپیني تاریخ لیکونکي وایي، چې وژل شوي سرتېري بې وسلې وو. دغې کړنې د مانیلا د ۱۸۹۹ز کال جګړه پیل کړه. بله ورځ فیلپیني جنرال ایسیدورو تورس د اوربند اعلان وکړ، ترڅو له اګوینالډو نه جنرال اوټیس ته پیغام ورسوي، چې جګړه په ناڅاپي ډول پیل شوې وه او اګوینالډو غوښتل ترڅو دښمني سمدلاسه پای ومومي او د دوو مخالفو ځواکونو ترمنځ د بې طرفې سیمې په توګه پاتې شي. اوټیس دغه هڅې ونه منلې او ځواب یې ورکړ «جګړه چې څنګه پیل شوې هماغسې ناوړه به پای ته رسېږي». د فبرورۍ په ۵مه جنرال ارتور مک ارتر خپلو پوځیانو ته امر وکړ، چې د فیلپیني سرتېرو پر وړاندې پرمختګ وکړي، چې له دې سره په بشپړه توګه یوه وسله واله نښته پیل شوه. د جګړې لومړۍ فیلپینې مړینه سرجوخه اناستاسیو فلیکس د مورنګ کنډک نه د سراپیو نارویز په مشرۍ وه. د کنډک قوماندان ډګروال لوسیان سان میګویل و.[۲۰]

د جګړې رسمي پای سمول

د فیلپین ارګانیک قانون د ۱۹۰۲ز کال د جولای په اوله تصویب شوی و، دغه قانون د ولسمشر مک کینلي پخوانی اجرایوي فرمان چې د فیلپین دویم کمیسیون یې جوړ کړی و، تایید کړ. په دغه قانون کې دا هم ویل شوي وو، چې یوه مقننه قوه به جوړېږي، ترڅو د یوه ټاکل شوي پارلمان، د فیلپین مجلس او د فیلپین کمیسیون نه جوړ د سنا مجلس جوړ کړي. په دغه قانون کې فیلپینیانو ته د متحده ایالاتو د حقونو منشور هم شاملېده. د جولای په دویمه د متحده ایالاتو د جګړې وزیر ټیلیګراف وکړ، چې د متحده ایالاتو پر وړاندې بغاوت پای ته رسېدلی او د فیلپین په ډېری ټاپوګانو کې ولایتي ملکي حکومتونه تاسیس شوي، نو د نظامي والي دفتر هم لغوه شوی دی. د جولای په ۴مه ټيوډور روزویلټ، چې د ولسمشر مک کینلي تر وژلو وروسته ولسمشرۍ ته وټاکل شو، د هغه کسانو لپاره یې د عمومي بښنې اعلان وکړ، چې په جګړه کې یې برخه اخیستې وه.[۷]

د ۲۰۰۲ز کال د اپرېل په ۹مه د فیلپین ولسمشرې ګلوریا مکاپګل ارویو اعلان وکړ، چې د فیلپین – امریکا جګړه د ۱۹۰۲ز کال د اپرېل په ۱۶مه د جنرال میګول مالوار په تسلېمېدو سره پای ته ورسېده. هغې د دې نېټې سلمه کلیزه د ملي کاري رخصتۍ په توګه اعلان کړه او په بتنګاس ولایت او د بتنګاس، لیپا او تناون ښارونو کې یې د ځانګړې غیر کاري رخصتي په توګه اعلان کړه. [۲۱]

سرچينې سمول

  1. Multiple sources:
    • "Philippines Background Note". 2009-2017.state.gov. د لاسرسي‌نېټه March 17, 2021. Although Americans have historically used the term "the Philippine Insurrection," Filipinos and an increasing number of American historians refer to these hostilities as the Philippine-American War (1899–1902), and in 1999 the U.S. Library of Congress reclassified its references to use this term. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (Archived content; Information released online from January 20, 2009 to January 20, 2017)
    • Plante, Trevor K (2000). "Researching Service in the U.S. Army During the Philippine Insurrection". Prologue. Vol. 32 no. 3. National Archives and Records Administration. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Battjes 2011، ص. 74.
  3. Editors, History com. "Philippine independence declared". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  4. "Philippine-American War | Facts, History, & Significance | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "July 4, 1946: The Philippines Gained Independence from the United States". The National WWII Museum | New Orleans (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Randolph 2009.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Worcester 1914، ص. 293.
  8. Silbey 2008، ص. xv.
  9. Agoncillo 1990، صص. 247–297.
  10. Kalaw 1927، صص. 199–200.
  11. Dolan 1991 Early History
  12. Spencer C. Tucker (2009). The Encyclopedia of the Spanish-American and Philippine-American Wars: A Political, Social, and Military History. د کتاب پاڼې 477. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781851099528. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ron Briley (2019). Talking American History: An Informal Narrative History of the United States. د کتاب پاڼې 247. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781611395839. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Catherine Cocks; Peter C. Holloran; Alan Lessoff (March 13, 2009). Historical Dictionary of the Progressive Era. د کتاب پاڼې 332. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810862937. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Jane Dailey (2019). Building the American Republic, Volume 2: A Narrative History from 1877. د کتاب پاڼې 44. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226300962. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kenneth C. Davis (2015). The Hidden History of America at War: Untold Tales from Yorktown to Fallujah. د کتاب پاڼې 141. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781401330781. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dolan 1991 United States Rule
  18. (په August 8, 2014 باندې). The Road to Women's Suffrage in the Philippines.
  19. Agoncillo 1990، صص. 180–181.
  20. Agoncillo 1990، ص. 217.
  21. "Speech of President Arroyo during the Commemoration of the Centennial Celebration of the end of the Philippine-American War April 16, 2002". Official Gazette. Government of the Philippines. د اصلي آرشيف څخه پر April 4, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 17, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)