د فلپين ولسمشر

د فلپين ولسمشر د فلپين د حکومت او دولت مشر دی. ولسمشر د فلپين د حکومت د اجرائيه څانګې مشري کوي او د فلپين د وسله وال ځواک اعلی سر قوماندان دی. ولسمشر نېغ په نېغه د خلکو له خوا ټاکل کېږي او د دوو ملي اجرائيوي چارواکو له جملې يو دی، دويم يې د فلپين مرستيال ولسمشر دی، خو څلورو مرستيالو ولسمشرانو د مودې له پوره کولو مخکې مړينې يا استعفا له امله د ولسمشرۍ چوکۍ بې له دې چې وټاکل شيو دا چوکۍ اشغال کړې ده.

فلپينيان عموماً خپل ولسمشر ته په خپله سيمه ييزه ژبه کې « pangulo or presidente» نوم اخلي. ولسمشر يواځې يو ځل د شپږ کلونو لپاره ولسمشري کولای شي. هر چا چې له څلورو کلونو څخه زيات وخت د ولسمشر په توګه کار کړی وي، د دويم ځل لپاره بيا نه شي ټاکل کېدای. د ۲۰۱۶ز کال د جون په ۳۰مه نېټه، «روډريګو ډوټريټي» د فلپين د اوسني او شپاړسم ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

سيمه ييزه نوم اېښودنه سمول

په فيلپينو ژبه (فلپيني ژبه) کې چې د فلپين له دوو رسمي ژبو يوه ده، ولسمشر ته د « pangulo» نوم اخلي. د «بيسايان» په څېر د فلپين په نورو ژبو کې د ولسمشر لپاره د « presidente» نوم عام دی، په داسې حال کې چې فيلپينيان، له انګليسي ژبې سره د ويو کوډ ته بدلون نه ورکوي.

تاریخچه سمول

لومړي جمهوريتونه سمول

د بونيفيشيو ټاګالوګ جمهوريت سمول

شونې ده چې ځينې نور خلک د بديل په توګه د دې دفتر د پيلوونکو په توګه وبلل شي، خو د دې اصلاحاتو لپاره د ټاکل شويو تعريفونو پورې اړه لري. انډريس بونيفاسيو د متحد فلپين د لومړي ولسمشر په توګه بلل کېدای، ځکه  چې هغه «کاټي پونن» درېيم پياوړی ولسمشر و (په اسپانوي کې: Presidente Supremo; Filipino: Kataas-taasang Pangulo)، کاټي پونن يوه پټه انقلابي ټولنه وه، کومې چې د ۱۸۹۶ز کال د اګست په مياشت کې په څرګند ډو لد اسپانوي نېوکګر حکومت پر ضد بغاوت پيل وکړ، هغه دا ټولنه په انقلابي حکومت بدله کړه، په داسې حال کې چې خپله «د خپلواک ملت/خلکو ولسمشر و» (په فلپيني ژبه کې: Pangulo ng Haring Bayan). په داسې حال کې چې د «کاټي پونن» اصطلاح (او «پياوړی ولسمشر» لقب) په خپل ځای پاتې شول، د بونيفاسو حکومت، همدا راز د «ټاګالوګ» جمهويت په نوم هم پېژندل کېږي (په هسپانوي کې: República Tagala; Filipino: Republika ng Katagalugan)، او د «هارينګ بيان» يا «هارينګبيان» د «جمهوريت» د بديل په توګه غوره شو چې د لاتيني ژبې له « res publica» رېښو څخه اخستل شوی دی. په داسې حال کې چې د « Supremo» ټکی د نورو خلکو په اوسنيو معاصرو تاريخونو کې لنډ کړای شو، د فلپين په دوديز تاریخ کې نوموړی په همدې بنسټ يواځې په همدي لقب وپېژندل شو چې دا ټکی خپله هم د وروسته «ولسمشر» د ټکي په خلاف د «پياوړي مشر» د معنا په توګه وپېژندل شو، خو لکه څنګه چې فلپيني تاریخ پوه «ژوا چوا» يادونه کړې ده، بونيفاسيو ځان ته د « Suprem» لقب نه اخيست، بلکې ځان يې د « Kataas-taasang Pangulo» (چې معنا يې ده اعلی ولسمشر)، « Pangulo ng Kataas-taasang Kapulungan » (د اعلی مجلس مشر) يا « Pangulo ng Haring Bayan» (د خپلواک ملت/خلکو ولسمشر) په نوم یاداوه، لکه چې د هغه په خپلو لیکنو کې هم د دې شواهد شته.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

که څه هم د « Tagalog » په ټکي سره د «تګالوګ» خلکو ته اشاره کېږي، کومه چې  يوه ځانګړې قومي ژبنۍ ډله ده او تر ډېره بريده په سويلي «لوژون» کې ژوند کوي، بونيفاشيو د  « Tagalog» اصطلاح د «ټګلاوګ جمهوريت» کې وکاروله، تر څو له هسپانویانو پرته، چا چې نيواکګر اصلیت درلود، د فلپاين نور ټول خلک د فلپاين د اوسېدونکو په توګه وښيي، د فلپين د ملت او خلکو په اړوند خپل اند ته يې د «خپلواک ټاګالوګ ملت/خلک» يا په ډېر دقيق ډول «د ټاګالوګ خلکو خپلواک ملت» په توګه اشاره کوله (چې په فلپيني ژبه کې يې: Haring Bayang Katagalugan، باله)، په حقيقت کې دا ټکی د «ټاګالوګ جمهوریت» يا په ډېر دقيق ډول د «د ټاګالوګ ملت/خلکو جمهوريت» اصطلاحاتو سره مترادف دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د فلپيني تاريخ پوه «امبيت اکامپو» په باور: بونيفاسيو د تېرولسمشر په توګه د شمېرلو مطلب دا دی چې «ميکاریو ساکي» او «ميګويل مالوار» هم بايد ولسمشران وبلل شي، ځکه چې «ساکي» د بونيفاسيو د ملي ټاګالوګ جمهوريت تصور ته دوام ورکړ او «مالوار» د فلپين جمهوريت ته دوام ورکړ، کوم چې د «ايميليو اګوينالډو» په مشرۍ د ګڼو حکومتونو ختمېدل، چا چې د بونيفاسيو خای ونیو او له «اګوينالډو» له نیول کېدو وروسته «مالوار» واک په لاس کې واخيست. له دې سره سره، د بونيفاسيو د زوزات په ګډون، داسې غوښتنې کېږي چې اوسنی حکومت «بونيفاسيو» د لومړي فلپيني ولسمشر په توګه ومني. په ۱۹۹۳ز کال کې، تاريخ پوهانو هر یو « Milagros Guerrero»، « Emmanuel Encarnacion » او « Ramon Villegas» د ملي تاریخي انستيتيوت (اوس د فلپين ملي تاریخ کميسيون) څخه غوښتنه وکړه چې بونيفاسيو د لومړي فلپيني ولسمشر په توګه ومني، خو دې انستيتيوت دا غوښتنه رد کړه او دليل يې ورکړ چې بونيفاسیو ان د «کاټي پونان» لومړی مشر هم نه و، بلکې « Deodato Arellano» لومړی مشر و.[۱۴][۱۵]

په ۲۰۱۳ز کال کې، د مانيلا ښار شورا يو قرارداد تصويب کړ، ملي حکومت يې وهڅاوه چې بونيافسو د ټاګالوګ جمهوريت د لومړي ولسمشر په توګه اعلان کړي، څوک چې د فلپين د ټول مجمع الجزاير اصلي اوسېدونکو ته منسوب دی. په ۲۰۱۳ز کال کې یو بل جلا قرارداد د فلپين د تاریخي ټولنې له خوا لاسليک شوی و، په کوم کې چې د هغه وخت د فلپين له ولسمشر «درېیم بينيګنو اکوينو» څخه په ټينګار سره غوښتنه شوې وه چې بونيفاسيو د فلپين د لومړي ولسمشر په توګه وپېژني. په همدې کال کې، د فلپین د استازو د مجلس استازو، د مجلس يو قرارداد تصويب کړ چې هڅه يې کړې وه، بونيافسيو د لومړي ولسمشر په توګه وپېژندل شي. په ۲۰۱۶ز کال کې دې ته ورته يو بل قراردا هم ثبت شوی و.[۱۶][۱۷]

د  NHCP د «مارلون کاډيز» له مخې: دا اداره د رېښتينې او روښانه مطالعې انتظار باسي، په کومه کې د لومړي ولسمشر په توګه د بونيفاسيو د حيثيت په اړوند نوي شواهد او تر څنګ يې د پوهانو تشرېحات وي.[۱۸]

د اګويناډو حکومتونه او لومړی جمهوريت سمول

د ۱۸۹۷ز کال د مارچ په مياشت کې، د هسپانيې په وړاندې د فلپين د لومړي اوښتون پر مهال، د «کاويټ» په «ټيرجيروز» کې د «تيرجيروز» په مجلس کې «اميلو اګوينالډو» د نوي انقلابي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو. د نوي حکومت مطلب دا و چې د «کاټي پونن» ځای ونيسي. دې په څرګند ډول ته د «فلپین جمهوريت» (په هسپانوي کې: Republica Filipina) (د فلپین نجمهوريت) (هسپانوي: Republica de Filipinas) او «د ټولو ټاګالوګس حکومت» يا «د ټولو ټالګالوګ ملت/خلکو حکومت» (په فلپیني کې: Pamahalaan ng Sangkatagalugan).[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

څو مياشتې وروسته په نومبر کې اګوينالډو يو ځل بيا په «Biak-na-Bato, Bulacan» ولسمشر وټاکل شو چې د منظم «فلپين جمهوريت» (په هسپانوي کې: Republica de Filipinas) مشري يې کوله، چې اوس به عمومي توګه د «د بيک-نا-باټو جمهوريت» په توګه پېژندل کېږي. په همدې بنسټ اګوينالډو د «بيک-نا-باټو» تړون لاسليک کړ او د ۱۸۹۷ز کال په پای کې هانګ ته تبعيد کړای شو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ۱۸۹۸ز کال د اپريل په مياشت کې، د هسپانيې او امريکا جګړه پيل شوه او له دې وروسته د متحده ايالاتو سمندري جنګي بېړۍ «اسياټيک سکواډرون» د فلپين پر لور روانه شوه. د ۱۸۹۸ز کال د مۍ مياشتې په لومړۍ نېټه د مانيلا خليج په جګړه کې، امريکايي سمندري ځواک په پرېکنده ډول هسپانوي سمندري ځواک ته ماتې ورکړه. اګوينالډو د متحده ايالاتو په يوه سمندري بېړۍ کې فلپين ته ستون شو او انقلاب يې بیا راژوندی کړ. نوموړي د ۱۸۹۸ز کال د مۍ په ۲۴مه نېټه ديکتاتوري حکومت جوړ کړ او د ۱۸۹۸ز کال د جون په ۱۲مه نېټه يې د فلپين خپلواکي اعلان کړه. په دې لنډه موده کې هغه د «ديکتاتور» لقب خپل کړ او په دې ډول د خپلواکۍ  اعلان هغه ته منسوبيږي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې سمول

  1. Pedrosa, Carmen N. (2018-12-01). "Was Andres Bonifacio the 1st Philippine president?". Philstar.com. The Philippine Star. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Recognition sought for Bonifacio as first Tagalog Republic president". The Manila Times (په انګلیسي ژبه کي). 2013-11-29. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Bonifacio's claim: Tagalog Republic". Philippine Daily Inquirer (په انګلیسي ژبه کي). 2014-12-26. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Po, Julie L. (2013-05-12). "Lessons from Gat Andres' death". Philippine Daily Inquirer (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Abad, Roderick (2017-11-30). "Bonifacio descendant wants government to recognize him as first PHL president | Roderick Abad". BusinessMirror (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Chua, Xiao (2018-11-30). "Bonifacio did not call himself Supremo". ABS-CBN News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Supremo's supreme love". Philippine Daily Inquirer (په انګلیسي ژبه کي). 2020-11-30. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Musico, Jelly (2018-11-30). "Filipinos honor 'Father of Philippine Revolution'". www.pna.gov.ph (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Borromeo & Borromeo-Buehler 1998, p. 25 (Item 3 in the list, referring to Note 41 at p.61, citing "This article underscores the existence of a de facto revolutionary government (with Bonifacio as its president) that antedated the revolutionary government in Cavite based upon the controversial Tejeros Convention. An attempt to change the official date of the Cry [see Cry of Pugad Lawin] from 23 to 24 August 1896 during a committee hearing on Senate Bill No. 336, held on 17 August 1993, apparently failed.". Sulyap Kultura. National Commission of Culture and the Arts, Philippines. 1 (2). 1996. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)); ^ Borromeo & Borromeo-Buehler 1998, p. 26, "Formation of a revolutionary government"; ^ Borromeo & Borromeo-Buehler 1998, p. 135 (in "Document G", Account of Mr. Bricco Brigado Pantos).
  10. Halili & Halili 2004, pp. 138–139.
  11. (په November 27, 2007 باندې). Bonifacio for (first) president. GMA News{{dead link|date=February 2022
  12. * Guerrero, Milagros; Schumacher, S.J., John (1998). Reform and Revolution. 5. Asia Publishing Company Limited. د کتاب نړيواله کره شمېره 962-258-228-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  13. * Guerrero, Milagros; Encarnación, Emmanuel; Villegas, Ramón (1996). "Andrés Bonifacio and the 1896 Revolution". Sulyap Kultura. National Commission for Culture and the Arts. 1 (2): 3–12. د اصلي آرشيف څخه پر April 2, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 2, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  14. Ambeth Ocampo (په May 11, 2010 باندې). Bonifacio, First President of the Philippines?. Philippine Daily Inquirer (via PressReader).
  15. Tolentino, Reina C.; Ignacio, Reicelene Joy (2016-08-29). "Militants want Bonifacio declared first president". The Manila Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Geronimo, Jee Y. (2013-10-12). "His Excellency, President Andres Bonifacio?". Rappler (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "House Resolution No. 285" (PDF). House of Representatives of the Philippines. 2016-08-30. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Tolentino, Reina C.; Ignacio, Reicelene Joy (2016-08-29). "Militants want Bonifacio declared first president". The Manila Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Tejeros Convention | Presidential Museum and Library" (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Ambeth Ocampo (May 11, 2007). "Looking Back: Election fraud at the Tejeros Convention". د اصلي آرشيف څخه پر June 30, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  21. Stickney, Joseph L. (1899). War in the Philippines: And Life and Glorious Deeds of Admiral Dewey. A Thrilling Account of Our Conflicts with the Spaniards and Filipinos in the Orient... (په انګلیسي ژبه کي). Monarch. د کتاب پاڼې 314. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Abueva, Jose V. (2014-03-22). "Our only republic". Philippine Daily Inquirer (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. David, Randy (2010-12-19). "Jacinto". Philippine Daily Inquirer. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۱ – عبر PressReader. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Philippine History -- The Biak-na-Bato Republic of 1897". www.msc.edu.ph. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Chronology for the Philippine Islands and Guam in the Spanish-American War - The World of 1898: The Spanish-American War (Hispanic Division, Library of Congress)". Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Malindog-Uy, Anna (2020-08-30). "Can "Rev-Gov" Heal All In The Philippines?". The ASEAN Post (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ramos, Fidel V. (1997-11-02). "Speech of President Ramos on the centennial of the Biak-na-Bato Republic". Official Gazette of the Republic of the Philippines. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 2019-02-13 باندې). The mock Battle of Manila Bay (2). Manila Standard.
  29. Whitener, Barbara. "UofL Libraries: Government Resources: History: Spanish-American War". library.louisville.edu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Regalado, Felix B., and Quintin B. Franco (1973). History of Panay. Jaro, Iloilo City: Central Philippine University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Ocampo, Ambeth R. (2017-07-12). "When Aguinaldo visited Singapore". Philippine Daily Inquirer (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Philippine History -- The Dictatorial Government of Aguinaldo in 1898". msc.edu.ph. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Emilio Aguinaldo y Famy, U.S. Library of Congress.
  34. Tan, Michael L. (2021-07-07). "July the 4th". Philippine Daily Inquirer (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)