د عربستان ټاپووزمه

عرب ټاپووزمه د لودیې اسیا ټاپووزمه ده چې د افریقا لویې وچې په شمال ختیځ کې د عربستان په صفحه کې موقعیت لري. دغه ټاپووزمه د ۳ میلیونه ۲۳۷ زره او ۵۰۰ کیلومتر مربع (۱ میلیون ۲۵۰۰۰۰ مایل مربع) مساحت په لرلوسره د نړۍ تر ټولو لویه ټاپووزمه ده.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

عربيه
ځمکه3.2 مليونn کيلوميټر2 (1.25 مليون ميل²)
ابادي~78 ميليون
خلکعربيان
هېوادونهکينډۍ:بحرین
کينډۍ:کوېت
 عمان
 قطر
کينډۍ:سعودي عربستان
 متحده عرب امارات
 يمن
This video was taken by the crew of Expedition 29 on board the ISS on a pass from Western Europe to the Arabian Peninsula.
د عربستان ټاپووزمه.

له جغرافیايي پلوه په عرب ټاپو وزمه کې کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان، عربي متحده امارات، یمن او د عراق او اردن سویلي برخې شاملېږي. تر ټولو لوی هېواد یې سعودي عربستان دی.[۸][۹]

عرب ټاپو وزرمه ۵۶ او ۲۳ میلیونه وړاندې کلونو ترمنځ د سره سمندرګي د جلا کېدو په پایله کې رامنځته شوې، چې له لوېدیځ او سویل لوېدیځ لوري له سره سمندرګي، له شمال ختیځ لوري له فارس خلیج او عمان خلیج، له شمال لوري له شام او بین النهرین او سویل ختیځ لوري له عرب سمندرګي او هند سمندر سره پوله لري. دغه ټاپووزمه د نفتو او طبیعي ګازو د پراخو زېرمو په لرلو سره په عربي نړۍ او نړیوال ډګر کې مهم جیوپولیټیک رول لوبوي.

له معاصر دوران مخکې، د ابن فقیه د تشرېح پر بنسټ، دغه سیمه په څلورو جلا برخو وېشل شوې وه: مرکزي فلات (نجد یا الیمامه)، سویلي عرب، البحرین (ختیځ عرب یا الاحصا) او حجاز (د لوېدیځو سواحلو تیامه).[۱۰]

جغرافیه

عرب ټاپووزمه، په اسیا لویه وچه کې موقعیت لري چې (د ساعت د عقربې له مخې) شمال ختیځ لوري ته یې د فارس خلیج، ختیځ پلو ته د هرمز تنګي او عمان خلیج، سویل ختیځ لوري ته عرب سمندرګی، سویل ته د عدن خلیج، ګواردافوی کانال او سومالي سمندرګی، سویل لودی لوري ته د باب المندب تنګي او دلوېدیځ او سویل لوېدیځ دواړو لورو ته یې سور سمندرګی موقعیت لري. د دغې ټاپووزمې شمالي څوکه د سوریې له صحرا سره وصلېږي چې پوله یې ناڅرګنده ده، په داسې حال کې چې د دغې ټاپووزمې شمالي پوله په عمومي بڼه د سعودي عربستان او کویټ ترمنځ د شمالي پولې په توګه په پام کې نیول کېږي.[۱۱]

د دغې ټاپووزمې ترټولو څرګنده ځانګړنه صحرا ده، په داسې حال کې چې په سویل لودی کې د غرونو لړۍ هم لري، چې د پاتې ټاپووزمې په پرتله په کې د اورښت کچه زیاته ده. حرات الشام یې لوی اورغوځونکی میدان دی چې د عربستان له شمال لودی نه تر اردن او د سوریې تر سویل پورې پراخ دی.[۱۲]

سیاسي پولې

د دغې ټاپووزمې جوړوونکي هېوادونه (د ساعت د عقربې له مخې له شمال نه جنوب ته) په ختیځ کې کویټ، قطر، عربي متحده امارات، په سویل ختیځ کې عمان، په سویل کې یمن او په مرکز کې یې سعودي عربستان موقعیت لري. د بحرین ټاپوییز هېواد د دغې ټاپووزمې په ختیځو سواحلو کې موقعیت لري. په ارخبیل سقطري سیمې باندې د یمن واکمني ته په پام، د دغې ټاپووزمې د جیوپولټیک ټولیزه طرحه سویل لوري ته د ګواردافوی کانال او سومالي سمندرګي په لور ده.[۱۳]

د دغې ټاپووزمې شپږو هېوادونو بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د خلیج همکاریو شورا (GCC) جوړه کړې.[۱۴]

سعودي عربستان د دغې ټاپووزمې لویه برخه جوړوي. په لویه کچه نفوس یې په سعودي عربستان او یمن کې مېشت دی. دغه ټاپووزمه د نړۍ په لویه کچه نفتي زېرمې لري. سعودي عربستان او متحده عربي امارات په سیمه کې له اقتصادي پلوه بډایه هېوادونه دي. قطر، په فارس خلیج کې د دغې لویې ټاپووزمې یوازنې هېواد او د عربي ژبې د تلویزیوني چینل الجزیره او د هغه د انګلیسي څانګې الجزیره انګلش کور دی. کویټ له عراق سره په پوله یو مهم ستراتیژیک هېواد دی چې د ایتلافي ځواکونو لپاره یو له اصلي ډګرونو نه دی چې په ۲۰۰۳ ز کال کې متحده ایالاتو له هغه ځایه په عراق برید وکړ.[۱۵]

نفوس

په داسې حال کې چې سعودي عربستان له تاریخي پلوه کم نفوس لري، خو د کاریګرو کډوالو د ورتګ او د زېږون د لوړې کچې له امله په پراخه کچه د نفوسو وده په کې د پام وړ ده. وګړي یې تر ډېره ځوان دي او د جنسیتي انحراف له مخې د نارینه وو نسبت په کې لوړ دی. په ډېرو برخو کې یې د سویلي اسیا وګړي د سیمه ییزو وګړو په پرتله زیات دي. څلور کوچني ایالتونه (د مساحت له مخې) چې د فارس خلیج په سواحلو کې موقعیت لري، د نړۍ په کچه د نفوسو زیاته وده لري. په هرو شلو کلونو کې یې د نفوسو شمېر درې چنده زیاتېږي. په ۲۰۱۴ ز کال کې د عرب ټاپووزمې د وګړو تخمینې شمېر ۷۷ میلیونه ۹۳۸ زره ۹۳۶ تنه (د کډوالو په ګډون) ښوول شوی. عرب ټاپووزمه د نړۍ په کچه په لویانو کې د تر ټولو نابرابره نسبت له امله مشهوره ده، په دې ډول چې په یو شمېر سیمو کې (په ځانګړې توګه په ختیځ کې) ښځې له ۲۰ کلونو نه تر ۲۹ کلنو او ۳۰ کلنو نه تر ۳۹ کلنو وګړو له څلورو برخو یوه جوړوي.[۱۶][۱۷]

د عرب ټاپووزمې تاریخچه

د اسلام ظهور

په اوومه میلادي پېړۍ کې د اسلام د سپېڅلي دین په ظهور سره اسلام د عرب ټاپووزمې د غالب دین په توګه راڅرګند شو. د اسلام پیغمبر حضرت محمد(ص) نږدې په ۵۷۰ ز کال کې په مکې ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ۶۱۰ ز کال کې یې په دغه ښار کې د اسلام تبلیغ پیل کړ، خو په ۶۲۲ ز کال کې یې مدینې ته هجرت وکړ. له دغه ځایه هغه او د هغه پیراونو عرب قبیلې د اسلام تر بیرغ لاندې یو موټی کړې او په عرب ټاپووزمه کې یې واحد اسلامي نظام رامنځته کړ.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د حضرت محمد(ص) له خوا په عرب ټاپووزمه کې د واحد اسلامي نظام له رامنځته کولو وروسته دغه نظام د راشدینو خلافت او امویانو د خلافت پر مهال د یوې پېړۍ په ترڅ کې د عربي ځواک د پیاوړتیا شاهد و چې له عرب ټاپووزمې نه یې د پراخې مسلمانې سترواکۍ په اډانه کې پراختیا ومونده او نفوذ یې د عربستان له ټاپو وزمې نه د هند د نیمه لویې وچې تر شمال ختیځ، مرکزي آسیا، منځني ختیځ، شمالي افریقا، سویلي روم (ایتالیا)، ایبري ټاپووزمې او پیرنه ته ورسېد.

په ۶۳۲ ز کال کې د حضرت محمد(ص) له رحلت وروسته، ابوبکر صدیق (رض) د مسلمانانو د مشر په توګه لومړی خلیفه شو، هغه له مرتدینو سره له جګړې وروسته (چې د رده جګړې په نوم یادېږي یا «له مرتدینو سره جګړه») د بیزانسانو په سترواکي برید وکړ. په ۶۳۴ ز کال کې د هغه له وفات وروسته عمر فاروق(رض) د هغه ځای ناستی خلیفه شو، چې ورپسې عثمان(رض) بن عفان او علي(رض) بن ابی طالب دغه ځای ونیو. د دغو څلورو خلیفه ګانو دوران ته د خلفای راشدینو یا «هدایت موندلو» خلافت ویل کېږي. د راشدینو د خلافت او له ۶۶۱ ز کال وروسته د هغوی د اموي ځای ناستو پر مهال عربو په چټکۍ سره د مسلمانانو تر ولکې لاندې له عربي نړۍ بهر خپل قلمرو پراخ کړ. د څو لسیزو په ترڅ کې مسلمانو ځواکونو د بیزانسانو لښکرو ته ماتې ورکړه او د فارس سترواکي یې هم له منځه یووړه، چې د ایبري ټاپووزمې لویه برخه قلمرو یې تر هند پورې ونیو. له دې وروسته د مسلمانې نړۍ سیاسي تمرکز نوو فتح شوو سیمو ته واوښت.[۲۳][۲۴][۲۵]

له دې سره، مکه او مدینه د مسلمانې نړۍ لپاره تر ټولو مهم ځایونه پاتې شول. قرآن کریم امر کوي چې هر په شرایطو برابر مسلمان چې مالي وړتیا یې ولري، باید په خپل ژوند کې یو ځل د اسلامي جنتري په ذوالحجې میاشت کې مکې معظمې ته ولاړ شي او د اسلام له پنځو بناوونه یوه چې حج دی، باید ترسره کړي. په مکې ښار کې مسجد الحرام (لوی جومات) چېرې چې کعبه شریفه موقعیت لري او په مدینې ښار کې مسجد النبوي (د پیغمبر(ص) جومات) چېرې چې نوموړی خاورو ته سپارل شوی، د اسلام سپېڅلی ځایونه دي. له همدې امله له اوومې میلادي پېړۍ راهیسې، له ټولې اسلامي نړۍ نه هر کال ګڼ شمېر مسلمانان د حج د مراسمو ادا کولو په موخه هلته ځي.[۲۶][۲۷]

دعربي ټاپووزمې موقعيت اوقومونه

د عربو موقعيت

العرب په لغت كې دښتو، ډاگونو او هغه وچو ځمكو ته ويل كيږي چې نه په كې اوبه وي او نه بوټي. عربي جزيره او د دې سيمې اوسيدونكي له ډيرې پخوا زمانې راهيسې پدې نامه ياديږي.

د دې جزيرې لويديځ ته سره بحيره او د سينا ټاپوزمه، ختيځ ته خليج او د عراق جنوبي زياتره برخې، جنوب ته عربي بحيره چې له بحرالهند نه امتداد مومي، او شمال ته يې شام اوعراق (كه څه هم هلته د پولو په هكله اختلاف وجود لري) پروت دى. مساحت يې د يو مليون متر مربع او يو ميليون او درى سوه زره ميله مربع تر منځ اټكل شوی دى. داجزيره د طبيعي جغرافيايي موقعيت له پلوه ډيره ارزښتناكه ده. چارچاپيره يې داسې پراخه او ارتې دښتې او ريگستانونه دي چې دې جزيرې ته يې د يوې داسې پخې كلا بڼه وركړې ده چې يرغلگر ورباندې په آسانۍ سره تسلط او قبضه نشي کولاى، همدا وجه ده چې ددې سيمې خلك له ډيرې پخوا زمانې راهيسې پخپل ژوند او كارونو كې آزاد او خود مختاره دي. كه دا دښتې او ريگستانو نه نه واى نو بيا د عربو له وسه نه وه پوره چې د خپلو پولو نه اخوا پرتو دوو لويو امپراطوريو حملې او يرغلونه په شا وتمبوي او يا د هغوى له تسلط نه آزاد پاتې شي. له بله پلوه دا جزيره د نړۍ د مشهورو وچو په مينځ كې پرته ده او له هغو ټولو سره د وچې او اوبو له لارې تړل شوې ده، په دې معنى چې په شمال كې له افريقا، شمال ختيځ كې له اروپا، او لويديځ كې له عجمو، منځني او نژدې ختيځ او همداسې له هند او چين سره لاره لري. همدا راز د اوبو له لارې له دې ټولو وچو نه كښتۍ او بحري جهازونه سيخ سيده د دې جزيرې بندرگاه ته راتلى شي. او د همدې جغرافيايي موقعيت له بركته د عربي جزيرې شمالي او جنوبي برخو په تيره زمانه كې د مختلفو ولسونو لپاره د وركړې راكړې (تجارت) فرهنگ، ديانت، هنر، فن او علم د يوه لوى مركز حيثيت درلود.

عربي قومونه

تاريخ پوهانو عربي قومونه د عربو د اصل او نسل په اساس په دريو برخو ويشلي دى:

  1. (البائدة ) له مينځه تللي عربان: دا هغه پخواني عربان دي چې په هكله يې پوره تاريخي معلومات په لاس نه دي راغلي، او دا لكه د عاد، ثمود، طَسْم، جَدِيس، عِمْلاق، أُمَيْم، جُرْهُم، حَضُور، وَبـَـار، عَبِيل، جاسم، حَضْرَمَوت او نور قومونه.
  2. عاربة عربان: دوى د يَشْجُب بن يَعْرُب بن قَحْطان اولاده ده، او قحطاني عربان ورته ويل كيږي.
  3. مستعرب عربان: دوى د اسماعيل (عليه السلام) اولاده ده او عدناني عربان بلل كيږي.

د عاربة عربانو (قحطان پښه) اصلي ځاى يمن دى. دسبأ بن يشجب بن يعرب بن قحطان‏ له اولادې نه زياتې قبيلې لري، خو دوه قبيلې يې حِمْيَر بن سبأ، اوكَهْلان بن سبأ ډيرې مشهورې دي، او نورې يوولس يې دومره شهرت نه لري. او دغه عربان د سبأ له اولادې نه پرته نورې قبيلې نه لري. الف: حِمْيَر بن سبأ، چې مشهورې كورنۍ يې :

  1. قُضَاعة‏:‏ او له هغې نه بَهْراء، َبِلىٌّ، القَيْن، كَلْب، عُذْرَة او وَبَرَة‏ منځته راغلې.
  2. السَّكاسِك‏:‏ دا د بنو زيـد بـن وائلة بن حمير کورنۍ ده، او د زيد لقب سکاسک و. او دوى د كِنْدة له سکاسک نه بيل قوم دى‏.‏
  3. زيــد الجمهــور‏:‏ او پښې يې حمير الأصغر، سبأ الأصغر، حضور، او ذو أصبح‏ دي.‏

ب: كَهْلان بن سبأ، مشهورې كورنۍ يې دا دي: هَمْدان، ألْهَان، الأشْعَر، طيئ، او مَذْحِج ‏[‏له مذحج‏ نه:‏ عَنْس او النَّخْع‏]‏، او لَخْم ‏[‏له لخم‏ نه:‏ كندة، او له كندة‏ نه :‏ بنو معاوية، السَّكُون او السكاسك‏]‏، او جُذَام، عاملة، خَوْلان، مَعَافِر، او أنمار ‏[‏او له أنمار‏ نه:‏ خَثْعَم، بَجِيلَةَ، او له بجيلة نه‏:‏ أحْمَس‏]‏ او الأزْد، ‏[ا‏و له الأزد‏ نه:‏ الأوس، الخزرج، خُزَاعة او د جَفْنَة اولاده چي د شام پاچايان وو او آل غسان‏ شهرت لري]‏‏.‏ د كهلان كورنۍ پخوا له يمن نه وتلې او د جزيرې په مختلفو برخو كې خورې شوي دي زياتره يې له عرم سيلاب نه مخكې هغه وخت له يمن نه ووتلې كله چې روميانو مصر او شام ونيول او د يمن په تجارتي بحري لارو يې هم قبضه ولگوله، د وچې لارې يې هم گډې وډې كړې. ددې تر څنگ د كهلان او حمير كورنيو خپل مينځي جگړې او مقابلې هم د دې سبب شوې چې كهلان وطن پريږدي او د حمير قبيله پخپل ځاى پاتې شي.

  1. Hopkins, Daniel J.; Staff, Merriam-Webster; 편집부 (2001). Merriam Webster's Geographical Dictionary. Merriam-Webster (الطبعة Third). د کتاب پاڼې 61. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0877795469. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Arabia | peninsula, Asia". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Niz, Ellen Sturm (2006-04-10). Peninsulas (په انګلیسي ژبه کي). Capstone. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780736861427. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. McColl, R. W. (2014-05-14). Encyclopedia of World Geography (په انګلیسي ژبه کي). Infobase Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780816072293. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Condra, Jill (2013-04-09). Encyclopedia of National Dress: Traditional Clothing Around the World [2 Volumes] (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313376375. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Dodge, Christine Huda (2003-04-01). The Everything Understanding Islam Book: A Complete and Easy to Read Guide to Muslim Beliefs, Practices, Traditions, and Culture (په انګلیسي ژبه کي). Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781605505459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . 15 Largest Peninsulas in the World. WorldAtlas.
  8. Zaken, Ministerie van Buitenlandse (2017-05-14). "Kingdom of Saudi Arabia - Doing business in the Gulf region - netherlandsworldwide.nl". www.netherlandsworldwide.nl (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Geopolitics of the World System – Page 337, Saul Bernard Cohen – 2003
  10. Ibn al-Faqih (c. 903). Mukhtasar Kitab al-Buldan (په العربية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  11. "Arabia". Britannica Online Encyclopedia. 
  12. Weinstein, Y. (1 January 2007). "A transition from strombolian to phreatomagmatic activity induced by a lava flow damming water in a valley". Journal of Volcanology and Geothermal Research. 159 (1–3): 267–284. Bibcode:2007JVGR..159..267W. doi:10.1016/j.jvolgeores.2006.06.015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. McLaughlin, Rob. "The Continuing Conundrum of the Somali Territorial Sea and Exclusive Economic Zone." The International Journal of Marine and Coastal Law 30.2 (2015): 305-334.
  14. A.S. Alsharhan, Z. A. Rizk, A. E. M. Nairn [et al.], 2001, Waterology of an Arid Region, Elsevier.
  15. "Arabian Peninsula Countries 2021". worldpopulationreview.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The World Fact book". Central Intelligence Agency. 2007-08-07. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اگسټ ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Alrouh, Hekmat, Awatef Ismail, and Sohaila Cheema. "Demographic and health indicators in Gulf Cooperation Council nations with an emphasis on Qatar." Journal of Local and Global Health Perspectives (2013): p 4
  18. Uerpmann, Hans-Peter; Usik, Vitaly I.; Parker, Adrian G.; Marks, Anthony E.; Jasim, Sabah A.; Armitage, Simon J. (2011-01-28). "The Southern Route "Out of Africa": Evidence for an Early Expansion of Modern Humans into Arabia". Science (په انګلیسي ژبه کي). 331 (6016): 453–456. Bibcode:2011Sci...331..453A. doi:10.1126/science.1199113. ISSN 0036-8075. PMID 21273486. S2CID 20296624. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "First human migration out of Africa more geographically widespread than previously thought". Eurek Alert. 9 April 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Roberts, Patrick; Stewart, Mathew; Alagaili, Abdulaziz N.; Breeze, Paul; Candy, Ian; Drake, Nick; Groucutt, Huw S.; Scerri, Eleanor M. L.; Lee-Thorp, Julia; Louys, Julien; Zalmout, Iyad S.; Al-Mufarreh, Yahya S. A.; Zech, Jana; Alsharekh, Abdullah M.; al Omari, Abdulaziz; Boivin, Nicole; Petraglia, Michael (29 October 2018). "Fossil herbivore stable isotopes reveal middle Pleistocene hominin palaeoenvironment in 'Green Arabia'". Nature Ecology & Evolution. Nature. 2 (12): 1871–1878. doi:10.1038/s41559-018-0698-9. hdl:10072/382068. PMID 30374171. S2CID 53099270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Scerri, Eleanor M. L.; Shipton, Ceri; Clark-Balzan, Laine; Frouin, Marine; Schwenninger, Jean-Luc; Groucutt, Huw S.; Breeze, Paul S.; Parton, Ash; Blinkhorn, James; Drake, Nick A.; Jennings, Richard; Cuthbertson, Patrick; Al Omari, Abdulaziz; Alsharekh, Abdullah M.; Petraglia, Michael D. (29 November 2018). "The expansion of later Acheulean hominins into the Arabian Peninsula". Scientific Reports. 8 (1): 17165. Bibcode:2018NatSR...817165S. doi:10.1038/s41598-018-35242-5. PMC 6265249. PMID 30498259. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Saudi Arabia's Qassim stone axe find points to prehistoric 'crossroads'". Arab News. 2 January 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. See:
    • Holt (1977a), p.57
    • Hourani (2003), p.22
    • Lapidus (2002), p.32
    • Madelung (1996), p.43
    • Tabatabaei (1979), p.30–50
  24. See: Holt (1977a), p.57, Hourani (2003), p.22, Lapidus (2002), p.32, Madelung (1996), p.43, Tabatabaei (1979), p.30–50
  25. L. Gardet "Islam". Encyclopaedia of Islam Online.  
  26. Farah, Caesar (1994). Islam: Beliefs and Observances (5th ed.), pp.145–147 کينډۍ:ISBN
  27. Goldschmidt, Jr., Arthur; Lawrence Davidson (2005). A Concise History of the Middle East (8th ed.), p.48 کينډۍ:ISBN