د شمالي قطبي دایره

قطبي دایره د دوو قطبي کړیو څخه یوه ده او لکه څنګه چې د ځمکې په نقشه کې ښودل شوې، د عرض البلد د پنځو لویو کړیو څخه ترټولو وړاندې شمالي دایره ده. دا ترټولو شمالي نقطه په نښه کوي چې په کې د غرمې د لمر مرکز یوازې د دسمبر په بدلون کې د لید وړ دی او سویلي نقطه چې په کې د نیمې شپې د لمر مرکز یوازې د جون په بدلون د لید وړ دی. د دې کړۍ شمال ته سیمه د قطب په نوم یادېږي او جنوب ته سیمه یې د شمالي معتدل زون په نوم یادېږي. [۱] [۲][۳]

لمر، لکه څنګه چې د قطب څخه لیدل کېږي، لږترلږه په کال کې یو ځل د ۲۴ پرله پسې ساعتونو لپاره د افق پر سر ولاړ وي (او له همدې امله په نیمه شپه کې د لید وړ دی) او لږ تر لږه په کال کې یو ځل د ۲۴ پرله پسې ساعتونو لپار تر افق لاندې ولاړ وي (او له همدې امله په غرمه کې د لید وړ نه وي). دا حالت په همدې ډول په سویلي قطب کې، د سویلي قطب په ورته دایره کې، څرګندېږي.

د قطبي دایرې موقعیت ثابت نه دی او دا مهال د استوا کرښې شمال لور ته په ۶۶ درجو، ۳۳ دقیقو او ۴۸.۹ ثانیو (66°33′48.9″) کې تېرېږي. عرض البلد یې د ځمکې په محوري انحراف پورې اړه لري، چې د ۴۱۰۰۰ کلونو په موده کې د دوه درجو څخه په زیاته حاشیه کې نوسان کوي، چې د سپوږمۍ له مدار څخه د سمندري جذر او مد د قوې له امله دی. په پایله کې، قطبي دایره اوس مهال په کال کې نږدې د ۱۴.۵ مترو (۴۸ فوټو) په سرعت سره شمال خواته بدلون مومي. [۴][۵]

ریښه پېژندنه سمول

د  arctic کلیمه یا شمالي قطب، د یوناني کلیمې ἀρκτικός (arktikos: د خرس ته نږدې، یا شمالي په معنا ده) اخستل شوې او همدارنګه د ἄρκτος کلیمې (arktos: خرس) څخه اخیستل شوې ده.  [۶][۷]

د نیمې شپې لمر او قطبي شپه سمول

قطبي دایره په شمالي نیمه کره کې ترټولو سویلي عرض البلد دی چې په کې د لمر مرکز په دوامداره توګه د افق څخه پورته یا لاندې د ۲۴ ساعتونو لپاره پاتې کېږي؛ له همدې امله، لږ تر لږه په کال کې یو ځل د قطبي دایرې په هر ځای کې د لمر مرکز په نیمه شپه کې لید وړ دی او لږترلږه دا مرکز یو ځل په غرمه کې نه لیدل کېږي.[۸]

دا پېښې په مستقیم ډول په قطبي دایره کې، په اصل کې، په کال کې یو ځل پېښېږي: په ترتیب سره د جون او دسمبر په میاشتو کې. خو د اتموسفیر د انکسار او ځلوبو له امله، او همدارنګه د دې لپاره چې لمر د دایرې په توګه ښکاري، نه د یوې نقطې په توګه، د نیمې شپې د لمر یوه برخه کېدای شي د شمالي اوړي د بدلون په شپه تر ۵۰ دقیقو (۹۰ کیلومتره، ۵۶ مایله) پورې د قطبي دایره په سویل کې ولیدل شي؛ په ورته ډول، د شمالي ژمي د بدلون په ورځ، د لمر یوه برخه کېدای شي د قطبي دایرې شاوخوا پنځوس دقیقي شمال لور ته ولیدل شي. دا د سمندر په سطحه صدق کوي؛ دا حدود د بحر له سطحې څخه په لوړوالي کې لوړېږي، که څه هم په غرنیو سیمو کې زیاتره وختونه د حقیقي افق مستقیم لید شتون نلري.

بشري هستوګنه سمول

د اقلیم له امله، یوازې شاوخوا څلور میلیونه وګړي د قطبي دایرې په شمال کې ژوند کوي؛ خو ځینې سیمې د زرګونو کلونو لپاره د بومي خلکو له لوري تر استوګنې لاندې دي، چې نن ورځ د سیمې د نفوس ۱۰٪ جوړوي. د قطبي دایرې په شمال کې ترټولو لویې ټولنې په روسیه، ناروې او یوه په سویډن کې موقعیت لري: مرمانسک (۲۹۴۳۷۴ نفوس)، نوریلسک (۱۷۸۰۸۱)، ترومسو (۷۵۶۳۸)، ورکوټا (۵۸۱۳۳)، بوډو (۵۲۳۵۷)، هارسټاد (۲۴۷۰۳) او کیرونا (۲۲۸۴۱). روانیمي (۶۲۶۶۷) په فنلینډ کې د قطبي دایرې په نږدې شاوخوا کې ترټولو لوی استوګن ځای دی چې د کرښې په سویل کې ۶ کیلومتره (۴ مایله) پروت دی. په روسیه کې سالیخارد (۵۱۱۸۶) په نړۍ کې یوازینی ښار دی چې په مستقیم ډول په قطبي دایره کې پروت دی.  [۹]

په مقابل کې، د شمالي امریکا ترټولو لویه ټولنه د قطبي حلقې شمال کې، سیسیمیوټ (ګرینلینډ) دي، چې نږدې ۵۰۰۰ اوسیدونکي لري. په متحده ایالاتو کې، د الاسکا اوتکیاګویک د قطبي دایرې په شمال کې ترټولو لوی استوګن ځای دی چې نږدې ۴۰۰۰ اوسیدونکي لري. په کاناډا کې ترټولو لوی دا ډول ټولنه په شمال لوېدیځ سیمو کې انوویک ده، چې په کې ۳۲۰۰ وګړي ژوند کوي. [۱۰][۱۱]

سرچينې سمول

  1. "40 days without the sun. How? Polar Night begins in Murmansk". Auroravillage.info. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Burn, Chris. The Polar Night (PDF). The Aurora Research Institute. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. NB: This refers to the true geometric center which actually appears higher in the sky because of refraction by the atmosphere.
  4. "Obliquity of the Ecliptic (Eps Mean)". Neoprogrammics.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Berger, A. L. (1976). "Obliquity and Precession for the Last 5000000 Years". Astronomy and Astrophysics. 51 (1): 127–135. Bibcode:1976A&A....51..127B. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Liddell, Henry; Scott, Robert. "Arktikos". A Greek–English Lexicon. Perseus Digital Library. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Liddell, Henry; Scott, Robert. "Arktos". A Greek–English Lexicon. Perseus Digital Library. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Burn, Chris. The Polar Night (PDF). The Aurora Research Institute. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Всеволод Липатов (2011-04-26). "Город на Полярном круге". ToGeo.ru (په روسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Marsh, William M.; Kaufman, Martin M. (2012). Physical Geography: Great Systems and Global Environments. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-76428-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Nuttall, Mark (2004). Encyclopedia of the Arctic Volumes 1, 2 and 3. Routledge. د کتاب پاڼې 115. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1579584368. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)