د زړه او رگونو غونډال

زړه او رگونو غونډال د زړه چې يو عضلي پمپ دی او رگونو څخه جوړ غونډال دی چې دنده يې د بدن ټولو برخو ته د وينې رسول دي. اکسیجن په وینه کی د سږو له لارې جزبیږی وینه د زړه څخه تر ټولو لوی شریان یعنی شریان ابحر (آيورټا) په واسطه له زړه څخه وځي چې وروسته له نورو شریانونو څخه تېریږی چی بلآخره دبدن بېلابېلو ژونکو او ووبونو ته رسیږی هغه غشاء چی د زړه شاوخوا یې پوښلی دی د پېريکارد پوښ (پرده) په نوم یادیږي. زړه د ټټر د هډوکو او پښتیو تر شا پروت دی.