د زمزم څاه سمول

د زمزم څاه د مکي مکرمي په ښار په مسجد الحرام کي موقیعت لري. د زمزم څاه د مسجد الحرام له تاریخي ځایونو څخه دې چي د اسماعیل څاه، حفیره، عبدالمطلب، شفاء، سقم، عافیه، میمونه، طعم، برکة، برة، په نومونو هم پیژندل کېږي. د زمزم څاه د کعبي په اتلس مترۍ کي د ابراهیم مقام ته نژدې تر مځکه لاندي قرار لري چي اوبه یې د پمپ په وسیله پمپ کېږي او د نلونو او پېپونو په وسیله تر زیارت کونکو رسېږي. د زمزم څاه دمسجد الحرام په ختیځه څنډه کي قرار لري چي د ابراهیم، اسماعیل، او هاجرې له تاریخي پېښي سره تړاو لري د مسلمانانو په عقیده د زمزم څاه د معجرې په ډول زرګونه کاله مخکښي د ابراهیم په زمانه کي د هغه تږې زوی اسماعیل ته د جبرایل په وسیله رامنځته سو. هر کال د حج یا عمرې د تر سره کولو په وخت کي په میلینونه خلګ د زمزم د اوبو لېدو ته ورځي تر څو د زمزم د څاه اوبه وچښي د عربستان د هېواد د قانون له مخي د زمزم د څاه اوبه په هیڅ صورت د عربستان څخه د باندې د خرڅلاو اجازه نه لري

د زمزم لغات معنا سمول

د زم لغات په اوستایي او پهلوي ژبو کي د ژمې او یخنې په معنا دې او زم د یو ځای کولو یا ټولو په معنا هم راځي

د زم زم څاه پېدایښت سمول

له اسلامي کیسو څخه، کله چي ابراهیم خپله ښځه او زوی په دښت کي پرېښودل نو هغوي تږي سوه او هاجره د اوبو په لټه د صفا او مروا د غره په منځ کي ځغستل په پای کي جبرایل خپل وزر یا پښه له مځکي سره ووهل او د زمزم چینه د اسماعیل او هاجرې د ژغورني لپاره را منځ ته سوه.

د زم زم چينه مخېنه سمول

د زم زم چيني له پېدا کېدو وروسته د زمزم څاه نښانې له منځه ولاړې تر څو چي بېا عبدالمطلب هغه و کېنده او له هغه وخته تر اوسه حاجیان د زمزم له اوبو څخه ګټه اخلي. د مسجدالحرام په مختلفو ځایونو کښي د زمزم د اوبو لوښې اېښودل سوي چي له اوبو څخه ډکېږي. دا یوازنی څاه و چي مکې ته یي اوبه ورکولې چي له هغه وروسته نور څاه ګان هم په مکه او شا و خوا کي جوړ سوه. په اول کي د زمزم څا ه دوي لاري درلودي یوه د اوبو څښلو او بله د پرېوللو چي یو ساده او په کاڼو پوښل سوي څا ه و. په ۱۴۹ هجرې سپوږمېږ کال د ابو جعفر منصور عباسي خلیفه په وخت کي یوه کاشي سوې قبه چي له مرمرو جوړه وه په څاه باندي جوړه سوه. په ۱۵۳ ه س کال المهدي خیلفه د زم زم څا ه بېا جوړ کړ او قبه یې د ساج د درختې له لرګې څخه جوړه کړه چي په موزايک شکل نقاشي سوې وه چي یوه ګنبده پر څاه او بله غټه ګنبده یې د حاجیانو د اوبو څښلو په اطاق ودرول. په ۲۱۳ ه س کال بیا جوړونه په څاه باندي وسوه او د معتصم د خلافت په وخت کي بیا ګنبده د مرمرو له ډبرې څخه جوړه سوه. فهد بن عبدالعزيز د خپلي پاچاهې په وخت کي امر وکړ چي د زم زم اوبه له مکې څخه وه مدینې ته انتقال کړي تر څو حاجیان په نبوي مسجد کي هم د زمزم له اوبو څخه برخمن سي او تر نن ورځې دوام لري. د دغه څاه موجودیت ددې سبب سو چي د مکې خلګ په قریشو کي د ځانګړې منصب یعني سقاویت خاوندان سي.

سرچینې سمول

https://fa.m.wikipedia.org/wiki/چاه_زمزم