د رڼا کږېدنه

کله چې موږ له ځمکې څخه یوه ستوري ته ګورو، نو د مهال له تېرېدا سره سم د لیدل شوي ستوري ځای له خپل اصلي ځای څخه یو لږ څه بدلون مومي. په اصل کې ستوری خپل ځای نه بدلوي، بلکې دا حالت دوه لاملونه لري، لکه: لومړی- د ستوري د رڼا ګړنديتوب محدود دی. دوهم- موږ له ځمکې څخه ستوري ته ګورو او ځمکه هم په تشیال کې د لمر شاوخوا په خوځښت کې وي. نو د دې مانا دا شوه چې ستوری خپل ځای نه بدلوي بلکې موږ په تشیال کې د ځمکې د خوځښت په لامل خپل ځای بدلوو. تر ټولو زیاته کږېدنه د یوه کال په مودې کې د لمر شاوخوا د ځمکې د چورلښت له کبله را منځته کېږي چې دې ته کلنۍ کږېدنه (annual aberration) وايي. د ځمکې ورځنی څرخلاو هم په دې کږېدنه کې یو څه ونډه لري چې دې ته ورځنۍ کږېدنه (diurnal aberration) وايي.

The apparent position of a star viewed from the Earth depends on the Earth's velocity. The effect is typically much smaller than illustrated.