د روسیې له فدراسیون سره د کریمیې تړښت

روسیې د ۲۰۱۴ ز کال په فبروري او مارچ میاشتو کې په کریمیه ټاپووزمې برید وکړ او هغه یې له اوکراین جلا کړه. دغه چاره د ۲۰۱۴ ز کال د اوکراین له انقلاب (Revolution of Dignity) وروسته ترسره شوه چې د روس- اوکراین د پراخې شخړې یوه برخه ده.

د ۲۰۱۴ ز کال د فبروري په ۲۲-۲۳ مه نېټه، د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د خپلو امنیتي ادارو له مشرانو سره د اوکراین له واکه لرې کړای شوي ولسمشر ویکتوریوناکوېچ د ایستلو په اړه ټوله شپه غونډه لرله. د دغې غونډې په پای کې پوتین څرګنده کړه چې:«موږ باید له روسیې سره د کریمیه په بېرته یوځای کولو کار پیل کړو». د فبروري په ۲۳ مه نېټه د کریمیه په سواستوپل ښار کې د روسیې د ملاتړو لاریونونه پیل شول. د فبروري په ۲۷ مه نېټه نقاب لرونکو روسي ځواکونو چې هېڅ نښه یې نه لرله، د کریمیه د عالي شورا (پارلمان) ودانۍ او ټولې هغې ستراتیژیکې برخې ونیولې، چې له امله یې په کریمیه کې د روسیې پلوي سرګي اکسیونوف حکومت واکمن شو، د کریمه د حالت اړوند ټول پوښتنه ترسره شوه او د ۲۰۱۴ ز کال د مارچ په ۱۶ مه نېټه د کریمیه خپلواکي اعلان شوه. روسیې د ۲۰۱۴ ز کال د مارچ په ۱۸ مه نېټه په رسمي ډول کریمیه د روس د دوو فدرال واحدونو په توګه – د کریمیه جمهوریت او د سواستوپل فدرال ښاراعلان کړل. له تړښت وروسته، روسیې په سیمه کې د اټومي ګواښونو له شتون نه په ګټنې سره، په دغه ټاپووزمه کې خپل پوځي شتون پراخ کړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

اوکراین او ګڼ شمېر نورو هېوادونو دغه تړښت وغانده او هغه یې د نړیوالو قوانینو او هغو هوکړو نه سرغړونه وبلله، چې روسیې د اوکراین د ځمکني خوندیتوب اړوند لاسلیک کړې وې؛ په دغو هوکړو کې، په ۱۹۹۱ ز کال کې د Belavezha هوکړه ،چې له مخې یې مشترک المنافع هېوادونه رامنځته شول، د ۱۹۷۵ زکال د هلسنکي هوکړه، په ۱۹۹۴ ز کال کې د امنیتي تضمینونو اړوند د بوداپست یادښت او په ۱۹۹۷ ز کال کې د روسیې د فدراسیون او اوکراین ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ هوکړه شاملېږي. دغه چاره د دې لامل شوه چې د G8 ډلې نور غړي هېوادونه په دغه ډله کې د روسیې غړیتوب وځنډوي او ورپسې یې په دغه هېواد د بندیزونو لومړی پړاو اعلان کړ. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم دغه ټول پوښتنه او تړښت رد او د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره یې د «اوکراین ځمکنی یووالی د هغو د نړیوالو په رسمیت پېژندل شوو پولو له مخې» تائید کړ. د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړه لیک، «څرګنده کړه چې دغه ټول پوښتنه اعتبار نه لري او نه شي کولای د [کریمه] د وضعیت د بدلون بنسټ وګرځي» له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې له روسیې سره دغه الحاق په رسمیت وه نه پېژني او نه یې هم د رسمیت پېژندلو اړوند کومه ژمنه وکړي. په ۲۰۱۶ ز کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو ځل بیا د دغه الحاق په رسمیت نه پېژندل تائید کړل او د «اوکراین د قلمرو – د کریمه خپلواک جمهوریت او د سواستوپل ښار لنډ مهالی اشغال» یې محکوم کړ.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د روسیې حکومت د «الحاق» له عنوان سره مخالفت څرګند کړ او پوتین له دغې ټول پوښتنې نه د خلکو د خود ارادیت د اصل پر بنسټ ننګه وکړه.[۱۷][۱۸]

نړیوال غبرګونونه سمول

د دغه تړښت اړوند، په پراخه کچه نړیوال غبرګونونه څرګند شول. د ۲۰۱۴ ز کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبلۍ د ۱۹۳ هېوادونو په اسمبلۍ کې د ۱۰۰ موافقو، ۱۱ مخالفو او ۵۸ ممتنع رایو سره هغه غیر الزامي پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د مسکو په ملاتړ د کریمیه دتړښت ټول پوښتنه باطله اعلان کړه. د هغه اقدام له مخې چې د لیتوانیا د ولسمشر له خوا یې ملاتړ وشو، متحده ایالاتو په هغو کسانو باندې چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا یې نقض او یا یې هم په کې مرسته کړې وه بندیزونه ولګول. اروپايي اتحادیې هم د اقتصادي چارو او ویزې اړوند موضوعاتو په اړه له روسیې سره خبرې وځنډولې او د روسیې د شتمنیو د کنګل کولو په ګډون یې په نږدې راتلونکي کې په دغه هېواد د سختو بندیزونو لګولو ارزونه پیل کړه. په ورته مهال جاپان هم په پوځي، فضایي، پانګونې او ویزې اړوند برخو کې له روسیې سره خبرې وځنډولې. بریتانیا د کریمه ټول پوښتنه «د خندا وړ»، «غیرقانوني» او «نامشروع» وبلله.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

اروپايي کمیسیون د ۲۰۱۴ زکال د مارچ په ۱۱ مه نېټه پرېکړه وکړه، چې د همدغه کال دننه د بشپړې آزادې سوداګرۍ هوکړه له اوکراین سره لاسلیک کړي. د مارچ په ۱۲ مه نېټه اروپايي پارلمان د کریمیې د خپلواکۍ ټول پوښتنه چې پر باور یې په کې لاسوهنه شوې او د نړیوالو او اوکراین له قوانینو سره په ټکر کې وه؛ رد کړه. د پرمختللو هېوادونو جي اووه ډلې (له روسیې پرته د جي اته ډله) د روسیې د محکومیت اړوند مشترکه اعلامیه ورکړه او څرګنده یې کړه چې: په جون میاشت کې په سوشي کې د پلان شوې جي اته ناستې لپاره به تیاري نیول ودروي. ناټو په کریمیه کې د روسي ځواکونو ښکېلتیا وغندله او څرګنده یې کړه چې: دغه چاره د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي. په ورته مهال اروپايي شورا د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ. ویشګراد ډلې غړو هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له روسیې وغوښتل، څو د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او له اوکراین نه یې وغوښتل چې، خپلې لږه کۍ ډلې په پام کې ونیسي، څو له دې زیات نور هم حالت خراب نه شي. دغو هېوادونو له روسیې وغوښتل، د اوکراین قوانینو، نړیوالو قوانینو او د ۱۹۹۴ ز کال د بوداپست د یادښت مفاداتو ته درناوی وکړي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

چین وویل:«موږ د اوکراین خپلواکي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو». د دغه هېواد یو ویاند د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د چین د نه لاسوهنې پر باور ټینګار وکړ او د خبرو اترو غوښتنه یې وکړه.[۳۳][۳۴]

هند په سوله ييز ډول، د دغه حالت د حل غوښتنه وکړه. سوریې او وینزویلا دواړو په څرګند ډول د روسیې له پوځي اقدام نه ملاتړ وکړ. سوریايي ولسمشر بشارالاسد وویل چې: هغه «په دوست هېواد اوکراین کې د امنیت او ثبات د ټینګښت» په برخه کې د پوتین له هڅو ملاتړ کوي، ورته مهال وینزویلايي ولسمشر نیکولاس مادرو د اوکراین «ډېره – ملت پاله» (ultra-nationalist) کودتا وغندله. سریلانکا د یانووکویچ ګوښه کول له اساسي قانون سره په ټکر کې وبلل او په کریمه کې یې د روسیې اندېښنې موجه وبللې.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټسک د اروپايي ټولنې د انرژي په پالیسي کې د بدلون غوښتنه وکړه، ځکه پر باور یې د روسیې ګازو ته د جرمني اړوندتیا کېدلای شي، اروپا له ګواښونو سره مخا مخ کړي.[۳۹]

د ۲۰۱۴ ز کال د مارچ په ۱۳ مه نېټه، د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل د روسیې دولت ته خبرداری ورکړ که چېرې د اوکراین په اړه خپل لیدلوري ته بدلون ور نه کړي له امله به یې د روسیې لپاره لوی سیاسي او اقتصادي ګواښ رامنځته شي، په داسې حال چې د جرمني او روسیې ترمنځ اقتصادي اړیکو په پام وړ ډول د هر ډول بندیزونو ګواښ را کم کوه.[۴۰]

وروسته له هغه چې روسیې په رسمي ډول کریمیه له ځان سره یو ځای کړه، یو شمېر له دې اندېښمن و چې کېدای شي ورته چاره په نورو برخو کې هم ترسره کړي. د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار تونی بلینکن وویل چې: هغه روسي ځواکونه چې د اوکراین په ختیځو پولو کې راغونډ شوي، کېدای شي، د دغه هېواد ختیځو برخو ته د ننوتو په موخه چمتووالی ونیسي. روسي چارواکو څرګنده کړه چې :روسي ځواکونه به نورو برخو ته دننه نه شي. په اروپا کې د ناټو ځواکونو لوړپوړي قوماندان او د متحده ایالاتو د هوايي ځواکونو جنرال فیلیپ ام. بردلاو خبرداری ورکړ چې: دغه ځواکونه په هغه موقعیت کې دي چې کولای شي، د مولداوی روسي ژب ویونکی، جلاغوښتونکی ولایت ترانس نیستریا ونیسي. د مولداوي ولسشمر نیکولای تیموفتي روسیې ته خبرداری ورکړ چې خپل نړیوال ځایګي ته د زیان رسولو نه د مخنیوي په موخه دغه هڅه و نه کړي.[۴۱][۴۲][۴۳]

د اپرېل په ۹ مه نېټه، د اروپايي شورا پارلماني اسمبلۍ روسیه د رایې ورکولو له حق محرومه کړه.[۴۴]

د اګست په ۱۴ مه، هغه مهال چې ولادمیر پوتین له کریمې څخه لیدنه کوله، له کریمې هاخوا نورې هڅې یې رد کړې. هغه ژمنه وکړه چې په اوکراین کې د نښتو د ختمولو په موخه به له هرې لارې چارې کار واخلي.[۴۵]

سرچینې سمول

  1. (په 8 March 2015 باندې). Putin describes secret operation to seize Crimea. Yahoo News.
  2. (په 2015-03-15 باندې). Putin was ready to put nuclear weapons on alert in Crimea crisis. Financial Times.
  3. Simon Shuster (په 10 March 2014 باندې). Putin's Man in Crimea Is Ukraine's Worst Nightmare.
  4. (په 13 March 2014 باندې). RPT-INSIGHT-How the separatists delivered Crimea to Moscow. Reuters.
  5. Ilya Somin (په 6 May 2014 باندې). Russian government agency reveals fraudulent nature of the Crimean referendum results.
  6. Про дострокове припинення повноважень Верховної Ради Автономної Республіки Крим [On the dissolution of the Verkhovna Rada of the Autonomous Republic of Crimea]. Verkhovna Rada of Ukraine (په یوکرائني ژبه کي). 15 March 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Four years since Russia's illegal annexation of Crimea". Government.no. 14 March 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 9 March 2015 باندې). Putin reveals secrets of Russia's Crimea takeover plot. BBC News. (په 9 March 2014 باندې). Putin says plan to take Crimea hatched before referendum. Reuters.
  9. ""Russia Threatens Nuclear Strikes Over Crimea"". The Diplomat. 11 July 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Oleksandr Turchynov (20 March 2014). Декларація "Про боротьбу за звільнення України" [Declaration "On the struggle for the liberation of Ukraine"] (په یوکرائني ژبه کي). Parliament of Ukraine. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Fred Dews (په 19 March 2014 باندې). NATO Secretary-General: Russia's Annexation of Crimea Is Illegal and Illegitimate. Brookings
  12. Bruno Waterfield; Peter Dominiczak; David Blair; The Daily Telegraph (24 March 2014). "Russia Temporarily Kicked Out of G8 Club of Rich Countries". Business Insider. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "UN General Assembly adopts resolution affirming Ukraine's territorial integrity". China Central Television. 28 March 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "United Nations A/RES/68/262 General Assembly" (PDF). United Nations. 1 April 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "A/RES/71/205 – E – A/RES/71/205". undocs.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "General Assembly Adopts 50 Third Committee Resolutions, as Diverging Views on Sexual Orientation, Gender Identity Animate Voting – Meetings Coverage and Press Releases". United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 16 March 2014 باندې). Crimeans vote over 90 percent to quit Ukraine for Russia.
  18. Boris N. Mamlyuk (6 July 2015). "The Ukraine Crisis, Cold War II, and International Law". The German Law Journal. SSRN = 2627417 2627417. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 27 March 2014 باندې). U.N. General Assembly declares Crimea secession vote invalid. Reuters.
  20. (په 20 March 2014 باندې). Russia sanctions 9 US officials in response to US sanctions on Russian officials. CNBC.
  21. "Executive Order 13660 – Blocking Property of Certain Persons Contributing to the Situation in Ukraine" (Press release). White House Office of the Press Secretary. 6 March 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 6 March 2014 باندې). EU Slaps Initial Sanctions on Russia. ABC News.
  23. (په 4 March 2014 باندې). Sanctions threat grows as Ukraine tensions rise. Mainichi Shimbun.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  24. "Japan imposes sanctions against Russia over Crimea independence". Fox News Channel. 18 March 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Position of the United Kindown about the Crimean referendum". Bloomberg News. Bloomberg. 14 March 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. . EU to offer 500 million euros of trade benefits to Ukraine. Reuters.
  27. "Ukraine: MEPs call for firm action on Russia to prevent further escalation". European Parliament. 12 March 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 2 March 2014 باندې). Lawmakers call for suspension of Russia from G8, swift action against Putin. Political ticker. CNN
  29. (په 2 March 2014 باندې). Russia G8 status at risk over 'incredible act of aggression' in Crimea, says Kerry.
  30. "North Atlantic Council statement on the situation in Ukraine". Nato.int. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "PACE: News". Assembly.coe.int. 22 November 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Statement of the Prime Ministers of the Visegrád Countries on Ukraine" (Press release). Hungary: Prime Minister's Office. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 6 March 2014 باندې). Russia may find ally in China – albeit a passive one for now. CNN
  34. (په 6 March 2014 باندې). China's Soft 'Nyet' To Russia's Ukraine Intervention.
  35. (په 2017-01-27 باندې). Ukraine lauds India for support over Crimea. The Hindu.
  36. "Syria's Assad expresses support to Putin on Ukraine". euronews. 18 May 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Putin on Ukraine Supported by China-Syria-Venezuela Minority". Bloomberg News. 12 March 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 13 March 2014 باندې). Sri Lanka regrets removal of Ukrainian president. Business Standard.
  39. (په 13 March 2014 باندې). Russia risks political and economic damage over Ukraine, says Merkel. The Guardian.
  40. (په 27 March 2014 باندې). German business concerns grow over Russia ties. Financial Times.
  41. (په 24 March 2014 باندې). Russian troops poised to 'run' into Moldova, Nato commander warns.کينډۍ:Cbignore
  42. (په 18 March 2014 باندې). Președintele Nicolae Timofti avertizează Rusia să nu încerce să anexeze regiunea transnistreană.
  43. (په 19 March 2014 باندې). Chișinăul vrea să știe unde se va opri Rusia.
  44. Rfe/Rl (10 April 2014). "PACE Deprives Russia of Voting Rights". Radio Free Europe/Radio Liberty. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 14 August 2014 باندې). Putin talks of peace in annexed Crimea. ABC (AU)