د روسيې دولتي کتابتون

د روسیې دولتي کتابتون ، په روسي ژبه کې (Российская государственная библиотека) پخوانی نوم يې د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد د ولاديمير ايليچ لېنین په نامه کتابتون» . د کتابتون دغه نوم د ۱۹۹۴ زېږدي کال د جنوري پر ۲۹ بدل او د روسیې د دولتي کتابتون په نامه ونومول شو . د روسیې دولتي کتابتون ددغه هېواد تر ټولو لوی کتابتون گڼل کيږي . په دغه کتابتون کې د نړۍ د ۳۶۷ ژبو بهرني لاسوندونه او کتابونه شتون لري . د کتابتون د کتابونو پر زېرمه سربېره ، په هغه کې یولک او پنځوس زره نقشې ، درې لکه پنځوس زره نوټونه او ثبت شوي غږيز لاسوندونه ، کمپېښه کتابونه ، د نوماندۍ رسالې ، ورځپاڼې او نور لاسوندونه خوندي دي . په دې کتابتون کې د یو شمېر کتابونو ډېرې کمپېښه نسخې خوندي دي : لکه د ۱۰۹۲ زېږدي کال انجيل ، د ۱۴ پېړۍ پای او پېنځلسمې پېړۍ په سر کې ليکل شوی انجيل او داسې نور . چاپي کتابونه پکې د ۱۶ پېړۍ له دویمې نیمايي نه راهیسې شتون لري . روسي مهالنۍ ، له هغه شمېر نه «مسکوفسکيې ويدوموستي» له ( ۱۷۵۶ ) ز کاله راهیسې خوندي دي . د روسیې فدراسیون د ۱۹۹۴ / ۱۲ / ۲۹ نېټې د تصویب شوي او منل شوي قانون له مخې ، په روسیه کې د هر چاپ شوي کتاب او نورو ټولو چاپ شویو توکيو یو یو ټوک او یوه یوه گڼه هرو مرو باید دغه کتابتون ته ورکړ او په هغه کې خوندي شي . په هغه ځای کې چې اوسمهال پکې د روسیې د دولتي کتابتون ودانۍ ولاړه ده ، د ۱۵۶۴ ز کال د اپرېل تر ۱۸ د میخاییل تېمریوکوویچ چېرکاسکي کور وو ، خو د ۱۵۶۶ ز کال په مني کې د روسیې د وخت پاچا یوان گروزني د ځان لپاره نوی مېشتځای جوړ کړ . د کتابتون نوم د پېښليک په اوږدو کې ډېر ځله بدل شوی ، چې دلته يې موږ په لنډ ډول بیانوو : -​ پر ۱۸۲۸ ز کال د روسیې د وخت پاچا لومړي نیکولای له خوا امر صادر شو ، چې د رومیانڅېفسکي موزیم په نامه کتابتون جوړ شي .

  1. پر ۱۸۳۱ ز کال د دولتي شورا له خوا کتابتون ته بودیجه حواله او د هغه لپاره کارکوونکي وگومارل شول .
  2. پر ۱۸۶۳ – ۱۸۶۴ ز کلونو موزیم – کتابتون له سانت پیتربورگ ښار څخه مسکو ته راولېږدول شو .
  3. پر ۱۸۶۴ – ۱۹۱۳ ز کلونو د مسکو ولسي او رومیانڅېفسکي موزیم په نامه یادېده .
  4. پر ۱۹۱۳ – ۱۹۱۷ د مسکو امپراتوري او رومیانڅېفسکي موزیم په نامه .
  5. پر ۱۹۱۷ – ۱۹۲۵ ز کلونو د رومیانڅېفسکي دولتي موزیم په نامه .
  6. پر ۱۹۲۴ – ۱۹۲۵ ز کلونو د و . ای . اولیانوف ( لېنين ) په نامه د روسیې ولسي کتابتون .
  7. پر ۱۹۲۵ – ۱۹۹۲ ز کلونو د و. ای . لېنين په نامه د شوروي اتحاد دولتي کتابتون .
  8. له ۱۹۹۲ ز کاله راهیسې د روسیې دولتي کتابتون په نامه یاديږي .
د روسيې دولتي کتابتون

په کتابتون کې د خوندي شویو چاپي توکيو د زېرمو شېمر :

  1. کتابونه او کتابگوټي «براشیوري» - ۶ ، ۱۷ ميليونه ټوکه .
  2. مجلې - ۱۳ میلیونه ټوکه .
  3. ادامه لرونکې خپرونې – ۴، ۱ ميليونه ټوکه .
  4. ورځپاڼې - ۵ ، ۶۸۷ زره گڼې .
  5. نوټي چاپي توکي ( دلته لکه چې موخه د موسیقۍ له نوټونو څخه ده ) - ۶ ، ۳۷۲ زره .
  6. کارتوگرافيکي چاپي توکي – ۳، ۱۵۱ زره .
  7. په پاڼو کې چاپ شوي متنونه - ۱، ۱ میليون ، او داسې نور .

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Российская_государственная_библиотека