د ذرو تعجيل کوونکي ماشين

د ذرو تعجيل کوونکي ماشين (په انگرېزي: Particle accelerator) یو مشين دي چی بريښنايي بارلرونکي ذرو (لکه: بنيادي ذرات، یونيزو شويو اټمي هستو) ته د بریښنامقناطيسي میدان په مرسته انرژي ورکوي او سرعت یی زياتوي. د ځينو ذراتو سرعت کولای سی د نور سرعت ته نژدې ورسېږي. په اوس وخت کی دهاډرونو ستر تعجیل کوونکي ماشین چی په سويس کی وجود لري د نړی تر ټولو لوی د ذرو تعجیل کونکي مشين دي.