د داخلي احتراق انجن

د داخلي احتراق انجن (internal combustion engine ) یا (ICE) یا (IC engine) د حرارت داسې انجن دی چې د احتراق په خونه کې، چې د متحرک فلویید د جریان سرکټ یوه بنسټیزه برخه ده، تیل د اکسیډ کوونکي (معمولا هوا) سره په کې سوځي. د داخلي احتراق په انجن کې د حرارت لوړې درجې او د لوړ فشار ګازونو انبساط چې د احتراق په واسطه تولید کېږي، د انجن په ځینو برخو باندې مستقیم ځواک پلی کوي. دا ځواک عموماً په پسټونونو (پسټوني انجن)، د توربین پرې (ګازي توربین)، څرخ (وانکل انجن)، یا نوزل (جټ انجن) کې کارول کېږي. دا ځواک محرکه انرژي ته د کیمیاوي انرژي د بدلولو په پایله کې جز ته د یوه مشخص واټن په اندازه حرکت کوي، محرکه انرژي د هر هغه څه د وړلو، حرکت کولو یا ځواک ورکولو لپاره کارول کېږي، چې انجن ورسره نښلی وي. دا ډول انجن د بهرني احتراق انجن ځایناستی شو، ځکه چې په کې د انجن وزن یا اندازه ډېر مهم وو.  [۱][۲][۳]

د سوداګرۍ له پلوه د داخلي احتراق لومړی بریالی انجن اتین لنوار (Étienne Lenoir له خوا د ۱۸۶۰ کال شاوخوا کې  جوړ شو او د داخلي احتراق لومړی عصري انجن د نیکولاس اوټو له خوا په ۱۸۷۶ کال کې جوړ شو (اوټو انجن وګورئ).   [۴]

د داخلي احتراق انجن اصطلاح معمولا هغه انجن ته اشاره کوي، چې احتراق په کې متناوب وي، لکه ډېر پېژندل شوي څلور دورییز او دوه دورییز پسټوني انجنونه، همدارنګه شپږ دوییز پسټوني انجن او وینکل څرخنده انجن. د داخلي احتراق انجنونو دوهمه طبقه د مسلسل احتراق څخه کار اخلي: ګازي توربینونه، جټ انجنونه او زیاتره راکټ انجنونه، چې هر یو د داخلي احتراق انجنونه په طبقه بندۍ کې راځي، لکه څنګه چې مخکې بیان شول. توده وسله هم د داخلي احتراق انجن یوه بڼه ده، که څه هم  د یوه ډېر ځانګړی ډول څخه دي چې د هاوان او د الوتکې ضد توپونو په څېر وسلو ترڅنګ، معمولا د یوې جلا کټګورۍ په توګه شمېرل کېږي.  [۵]

برعکس، د خارجي احتراق په انجنونو لکه د بخار یا سټرلینګ په انجنونو کې انرژي هغه متحرک فلویید ته لیږدول کېږي چې د احتراق محصولاتو سره کډ، مخلوط یا په کې شامل نه وي. د خارجي احتراق انجنونو په متحرک فلوییدونو کې هوا، ګرمې اوبه، تر فشار لاندې اوبه یا حتی مایع سوډیم چې په اېشوبي کې تودیږي، شامل دي.  

پداسې حال کې چې ګڼ شمېر ثابتې کارونې شته دي، د داخلي احتراق زیاتره انجنونه په ګرځنده کارونو کې کارول کېږي او د وسایطو لکه موټرونو، الوتکو او کښتیو لپاره د انرژي لومړنۍ سرچینه ده. 

د داخلي احتراق انجنونه عموماً د فوسیل سونګ توکو لکه طبیعي ګاز یا د نفتي محصولاتو لکه پټرول، ډیزل یا د سونګ تېلو په وسیله تغذیه کېږي. د تجدید وړ سونګ لکه بایوډیزل د احتراقي سوند (compression ignition) انجنونو کې او بایو ایتانول یا ETBE (ethyl tert-butyl ether) کې چې د جرقه سوند (spark ignition) انجنونو کې د بایو ایتانول څخه تولید شوي، کارول کېږي. د ۱۹۰۰ کال په لومړیو کې د ډیزلي انجن مخترع، روډولف ډیزل، د خپلو انجنونو د چلولو لپاره د مومپلیو تېلو څخه کار اخیست. د تجدید وړ سونګ توکي معمولا د فوسیل سونګ سره مخلوط کېږي. هایډروجن چې ډېر کم کارول کېږي، د فوسیل سونګ یا د تجدید وړ انرژۍ څخه لاسته راتلی شي.   [۶]

تاریخچه  سمول

بېلابېلو ساینس پوهانو او انجنیرانو د داخلي احتراق انجنونو په پراختیا کې ونډه درلوده. جان باربر په ۱۷۹۱ کال کې ګازي توربین جوړ کړ. توماس ميډ په ۱۷۹۴ کال کې ګازي انجن په خپل نوم ثبت کړ. همدارنګه رابرټ سټریټ په ۱۷۹۴ کال کې د داخلی احتراق انجن په خپل نوم ثبت کړ او دا لومړی انجن هم ؤ چې مایع سونګ يې کارول، او پدې وخت کې یې یو انجن جوړ کړ. جان سټیونز په ۱۷۹۸ کال کې لومړی امریکایی احتراقي انجن جوړ کړ. په ۱۸۰۷ کال کې، فرانسوي انجنرانو نیسفور نیپس ( هغه شخص چې انځوراخیستنه یې اختراع کړه) او امپلانډ د ګرد کنټرول شوو چاودنو، د پېرولوفور (Pyréolophore) په کارولو سره، هغه اختراع چې د ناپلیون بونپورټ په نوم ثبت شوې، د داخلي احتراق انجن لومړنۍ بېلګه په لاره واچوه . دې انجن په فرانسه کې په جنوبي سیند باندې یوې کښتۍ په حرکت راوسته. په همدې کال کې سویسي انجنیر، فرانسواس اسحاق دي ریواز د هایدروجن پر بنسټ د داخلي احتراق انجن اختراع کړ او دې انجنن ته یې د برېښنايي جرقې په وسیله محرکه ځواک وکړ. دي ریواز خپله اختراع په ۱۸۰۸ کال کې په یوه لومړنی متحرک واسطه " د نړۍ د داخلي احتراق لومړي موټر" کې نصب کړه. سامئول براون په ۱۸۲۳ کال کې د داخلي احتراق لومړی انجن په خپل نوم ثبت کړ ترڅو په صنعت کې ځنې کار واخیستل شي.   [۷][۸][۹]

په ۱۸۵۴ کال کې په برېتانیه کې، د ایټالیایوي اختراع کوونکو، یوجینیو بارساني او او فیلیس مټکوچ دا تصدیق نامه: "د ګازونو د چاودنې په واسطه د محرکه ځواک ترلاسه کول" ترلاسه کړه. د اختراع د ثبت د رسمي مهر ادارې دوی ته په ۱۸۵۷ کال کې " د ګازونو څخه د محرکه ځواک ترلاسه کولو لپاره پرمختللې دستګاه " اختراع لپاره ۱۶۵۵ شمېره ثبت تصدیق کړ.  برسانتي او مټکوچ په فرانسه، بلجیم او پیدو مونت کې د ۱۸۵۷ او ۱۸۵۹ کلونو تر منځ د ورته اختراع لپاره نورې ثبتونې ترلاسه کړې. بلجیمي انجنیر جان جوزف اتین لنویر د داخلي احتراق ګاز سونده انجن تولید کړ. نیکولس اوټو په ۱۸۶۴ کال کې د اتموسفیریز ګاز لومړی انجن په خپل نوم ثبت کړ. امریکایي جورج بریټون په ۱۸۷۲ کال کې د داخلي احتراق مایع سونده سوداګریز انجن اختراع کړ. نیکولس اوټو په ۱۸۷۶ کال کې د ګوټلب ډیملر او ويلهام مېباخ سره کار پیل کړ او د تراکمي چارج، څلور سایکلیز انجن یې په خپل نوم ثبت کړ. کارل بنز په ۱۸۷۹ کال کې  دوه دورییز معتبر پټرولي انجین په خپل نوم ثبت کړ. وروسته، بنز په ۱۸۸۶ کال کې د داخلي احتراق انجن سره د ماشین لومړی سوداګریز تولید پیل کړ، په دې ماشین کې  درې څرخه ماشین، څلور سایکلیز انجن او د موټر چوکاټ یو واحد انجن جوړاوه. روډولف ډیزل په ۱۸۹۲ کال کې د تراکمي چارج، احتراقي تراکم لومړی انجن رامنځته کړ. رابرټ ګواډارډ په ۱۹۲۶ کال کې د مایع سونګ لومړی راکټ په لاره واچاوه. هینکل هي ۱۷۸ په ۱۹۳۹ کال کې د نړۍ لومړۍ جټ الوتکه شوه.   [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ریښه پېژندنه   سمول

یو وخت د انجن کلمه (د پخوانۍ فرانسوي له لارې، د لاتین کلمې ingenium څخه اخیستل شوې چې د "وړتیا" په معنی ده) د هر ډول ماشین آلاتو په معنی وه – دا مفهوم په هغو اصطلاحاتو لکه د وره ماتولو وسیله (siege engine) کې ژوندی پاتې دی. "موټور" (له لاتین motor کلمې څخه اخیستل شوې چې د "متحرک" په معنی ده) هر هغه ماشین ته ویل کېږي چې میخانیکي ځواک تولیدوي. په دودیز ډول، برېښنایي موټورونو ته  "انجنونه" نه ویل کېږي؛ که څه هم د احتراق انجنونه اکثراً د "موټورونو" په نوم یادیږي. (برېښنايي انجن هغه لوکوموټیو ته اشاره کوي، چې د برېښنا په واسطه کار کوي.)  

په کښتۍ چلولو کې د داخلي احتراق انجن چې د کښتۍ په بدنه کې نصب شوی، انجن بلل کېږي، خو هغه انجنونه چې په ټرانسوم کې نصب دي، موټورونه بلل کېږي.  [۱۸]

کارونې   سمول

د متقابل پسټون انجنونه د ځمکې او اوبو وسایطو لکه د موټرونو، موټرسایکلونو، کښتیو او تر یوه حده د لوکوموټیو (ځینې برېښنایي دي خو په زیاتو کې ډیزلي انجنونه کارول شوي) لپاره د ځواک ترټولو عامه سرچینه ده. په یو شمېر موټرونو، الوتکو او موټرسایکلونو کې د ونکل طرحې څرخنده انجنونه کارول کېږي. دا وسایط په ټوله کې د داخلي احتراق انجن وسایطو (internal-combustion-engine vehicles) یا (ICEV) په نوم پیژندل یادیږي.  [۱۹][۲۰][۲۱]

چېرې چې د توان پر وزن لوړو نسبتونو ته اړتیا وي، هلته د داخلي احتراق انجنونه د احتراق توربینونو په بڼه یا ځینې وختونه د ونکل انجنونو په بڼه څرګند کېږي. ځواکمنو الوتکو کې معمولا د داخلي احتراق انجن کارول شوی، چې ممکن یو متقابل انجن وي. په الوتکو کې کولی شي پرځای یې د جیټ انجنونه وکاورل شي او په چورلکو کولی شي پر ځای یې د توربوشفټونو څخه کار واخلي، چې دواړه د توربینونو ډولونه دي. مسافر وړونکې الوتکې د محرکه ځواک د چمتو کولو سربیره، کولی شي د داخلی احتراق یو جلا انجن د مرستندویه ځواک واحد په توګه وکاروي. د ونکل انجنونه په زیاتره بې پیلوټه الوتکو کې نصب شوي. 

د داخلي احتراق انجنونه لوی برېښنایي جنراتورونه چلوي چې بریښنایی شبکو برېښنا برابروي. دوی د احتراق توربینونو په بڼه کې د ۱۰۰ میګاواټو په حد کې د معمولي برېښنا تولید سره موندل کېږي. د ترکیبي سایکل برېښناکوټ د حرارت  لوړې درجې بخار خپرېدنې څخه کار اخلي ترڅو د بخاري توربین د چلولو لپاره اوبه جوش او زیاتې تودې کړي. لذا مؤثریت لوړ دی، ځکه چې یوازې د احتراق انجن په پرتله د سونګ څخه ډېره انرژي استخراج کېږي. د ترکیبي سایکل برېښناکوټ د ۵۰ سلنې څخه تر ۶۰ سلنې پورې مؤثریت لري. ثابت انجنونه لکه د ګازي انجنونه یا ډیزلي جنراتورونه په کمه اندازه  د هغو سیمو د برېښنایي ځواک برابرولو یا ملاټړي ځواک لپاره کارول کېږي، چې د برېښنایی شبکې سره تړلې نه دي. 

کوچني انجنونه (معمولا د ۲-دوریز دیزلي/پټرول انجنونه) د چمن ماشینونو، تار تریمرونو، برېښنايي اره، د باد ماشین، د مینځلو د فشار ماشین، د واورې موټرسایکل، جیټ سکیز، د کښتۍ بهرنی موټور، کوچني موټرسایکل او موټرسایکلونو لپاره د برېښنا یوه مروجه سرچینه ده. 

طبقه بندي  سمول

د داخلي احتراق انجنونو د طبقه بندۍ لپاره ډېرې ممکنې لارې شته دي.  

متقابل سمول

د دورو د شمېر له مخې: 

  • دوه دورییز انجن 
    • کلرک سایکل[۲۲]
    • ډې سایکل
  • څلور دورییز انجن (اوټو سایکل) 
  • شپږ دورییز انجن  

د احتراق د ډول له مخې:  

  • د تراکمي احتراق انجن  
  • د جرقه يي احتراق انجن ( معمولا د پټرولي انجنونو په بڼه موندل کېږي) 

د میخانیکي/ترموډینامیک سایکل په واسطه (له دغو سایکلونو څخه اکثراً کار اخیستل، خو معمولا په هایبرېډي وسایطو او همدارنګه په نورو وسایطو کې چې د سونګ مؤثریت په پار تولید کېږي، موندل کېږي):   [۲۳]

  • د اټکنسن سایکل 
  • د مېلر سایکل  

څرخنده سمول

  • ونکل انجن

مسلسل احتراق  سمول

  • د ګازي توربین انجن 
    • ټوربوجټ، د پر مخ وړونکي نوزل په وسیله کار کوي 
    • \توربوفن، د ګرد باد پکې په وسیله کار کوي 
    • توربوپروپ، د کانال نه لرونکو پرو په وسیله معمولا پرو د تغییر وړ زاویې سره کار کوي 
    • توربوشفټ، هغه ګازي توربین دی چې د فشار پر ځای د میخانیکي تورک لپاره په ښه بڼه جوړل شوی
  • رمجټ، چې توربوجټ ته ورته دی، خو په هوا باندې د فشار راوړلو لپاره د فشار ماشین پرځای د واسطې له سرعت څخه کار اخلي.       [۲۴]
  • سکرمجټ، د رمجټ بل ډول دی چې د مافوق صوت احتراق څخه کار اخلي. 
  • راکټي انجن   

سرچينې سمول

  1. "Internal Combustion Engine Basics". US: Vehicle Technologies Office. 2013-11-22. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Internal Combustion Engine". US: Glenn Research Center, NASA. 2021-05-13. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite report
  4. "History of Technology: Internal Combustion engines". Encyclopædia Britannica. Britannica.com. 
  5. Pulkrabek, Willard W. (1997). Engineering Fundamentals of the Internal Combustion Engine. Prentice Hall. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-570854-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Rudolf Diesel - an overview | ScienceDirect Topics". Sciencedirect.com. 2016-01-01. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Pyréolophore: a new engine principle". Nicéphore Niépce's House Museum. 2021-02-17. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Pyreolophore engine". Paléo-Energétique. 2019-09-09. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Eckermann, Erik (2001). The World History of the Automobile. Germany: Society of Automotive Engineers. د کتاب پاڼې 371. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7680-0800-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Day, Lance; McNeil, Ian (11 September 2002). Biographical Dictionary of the History of Technology. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-65020-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Alfred Ewing, J. (20 June 2013). The Steam-Engine and Other Heat-Engines. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-61563-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Jaffe, Robert L.; Taylor, Washington (25 January 2018). Physics of Energy. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-01665-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Cite patent
  14. "The invention of the internal combustion engine. A spark of italian creativity" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The patents". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Étienne Lenoir". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Who invented the automobile?". The Library of Congress. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ فبروري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "World Wide Words: Engine and Motor". World Wide Words. 1998-12-27. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. James, Fales. Technology Today and Tomorrow. د کتاب پاڼې 344. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Armentrout, Patricia. Extreme Machines on Land. د کتاب پاڼې 8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. M. A. DeLuchi (1991). Emissions of Greenhouse Gases from the Use of Transportation Fuels and Electricity: Main text. Center for Transportation Research, Argonne National Laboratory. د کتاب پاڼي 100–. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Two Stroke Cycle Diesel Engine". First Hand Info. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Haseli, Yousef. "Atkinson Cycle". Science Direct. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hall, Nancy. "Editor". NASA. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)