د خاورې ککړتيا

د خاورې ککړتيا، د خاورې ناولتيا، يا د ځمکې ککړتیا د ځمکې د خرابېدو د یوې برخې په توګه د زينوبايوټک (انسان له خوا جوړ شوي) کیمياوي موادو د شتون يا د طبيعي ځمکې په چاپېريال کې  د نورو بديلونو د شتون له امله منځ ته راځي. لامل يې عموماً صنعتي کارونه، کرنيز کیمياوي مواد يا د فاضله موادو په ناسم ډول له منځه وړل وي. تر ټولو عام کیمياوي مواد چې دې چاره کې ښکېل دي، هغه پيټروليم هايډرو کاربن، پولی نيوکلير اروميتيکي هايډرو کاربن (لکه نيفتالين او بينزو (a) پايرين)، سالوينټس، د خځنده ګانو وژونکي درمل، «سرپل» او نور توکي دي. ککړتیا د صنعت تر کچې او کيمياوي مادې د سختوالي سره اړيکه لري. د خاورې د ککړتیا په اړوند اندېښنې په بنسټيز ډول د روغتيا په وړاندې د ګواښونو، د ککړې خاورې سره نېغ په نېغه اړيکه، د ککړتيا څخه پیدا کېدونکو بخارونو، يا د خاورې په داخل کې او لاندې اوبو برابرونکو کې د دويمې درجې ککړتيا، څخه پيدا کېږي. د ککړې خاورې د سيمو د نقشې جوړولو او په پايله کې يې پاکول هم وخت ته اړتيا لري او هم په لوړ قيمت تماميږي او د دې لپاره په ځمک پېژندنه، هايډرولوژي، کيميا، کمپيوټر نمونې جوړولو او چاپېرياليزه ککړتيا کې په GIS کې د مهارت او پوهې اړتيا ده، تر څنګ يې د صنعتي کيميا د تاریخ تعريف اړين دی.[۱][۲]

په شمالي امریکا او لويديځه اروپا کې د ککړې ځمکې اندازه تر ټولو زياته څرګنده ده، په داسې حال کې چې په دې سيمو کې ډيری هېوادونه د دې لباره حقوقي چوکاټ لري چې د دې چاپېريالي ستونزې لرونکې سيمې معلومې او د هغې چاره وکړي. مخ پر وده هېوادونو کې په کمې سختۍ سره منظم شوي دي، په داسې حال کې چې د هغوی له ډلې ځينې يې د صنعتي کېدو له مهم پړاو څخه تېر شوي دي.

لاملونه سمول

د خاورې ککړتيا د لاندې مواردو له امله پېښېدای شي (دا يو بشپړ فهرست نه دی).

  • مايکرو پلاستيک (پلاستيکي شيان).
  • د تېلو وتل.
  • کان کيندنې او نور درانده صنعتي کارونه.
  • شونې ده چې د کارونو او نورو فعاليتونو پر مهال چې په تصادفي ډول خپرېدل پيل شي.
  • تر ځمکې لاندې د زېرمو سولېدل او توګل کېدل (چې په دې کې د ځينو موادو د لېږد لپاره بمبې تېرول هم شامل دي).
  • تيزابي باران.
  • زياته کرنه.
  • کرنيز کيمياوي توکي، لکه: د خزنده ګانو وژونکي، د اضافي بوټو له منځه وړونکي درمل او ور سره:
  • پيټرو کيمياي مواد.
  • صعنتي پېښې.
  • د سړکونو اضافه مواد.
  • په ځمکه کې د سطحې د ناولو اوبو ننوتل.
  • چاوديدونکي توکي، کيمياوي وسايل او نور جګړه ييز وسايل.
  • د فضله موادو له منځه وړل.
    • د سون توکو او نفتو خالي کول.
    • هستوي فضله مواد
    • ځمکې ته نېغ په نېغه د صنعتي موادو خارجول.
    • د فضله موادو خالي کول.
    • د خزلو خښول او غېر قانوني خښول.
    • د ډبرو سکرو ايرې.
    • برېښنايي فضله مواد.
    • په هغو ډبرو ککړېدل چې په لوړه کچه زهرجن عناصر لري.
    • د موټرو په خوشې کولو سره، Cd، او Zn له امله په Pb سره ککړ شويو د ټيرونو د ماتېدو له امله.
    • د فوسل د خامو موادو په جلا کولو سره د هوا ککړتيا له زياتېدو څخه ککړېدل

تر ټولو زيات کيمياوي مواد چې په دې چاره کې ونډه لري، هغه پيټروليم هايډرو کاربن، سالوينټس، د خزنده ګانو وژونکي درمل، سرپ او نور درانده مواد دي.

هرهغه کارونه چې د خاورې د زياتې خرابېدو د بڼو لامل ګرځي (توږل کېدل، راټولېدل او داسې نور)، شونې ده چې په غېر مستقيم ډول (بالواسطه) د ککړتيا اغېزې لا پسې خرابه کړي چې په دې سره د خاورې بېرته اصلاح کول نور هم ستړي کوونکي ګرځي.

د تاريخ له مخې: د ډبرو سکرو د ايرو راټولېدل د استوګنيز، سوداګريز او صنعتي تودوخې لپاره کارول کېدل، تر څنګ يې د صنعتي پروسو لپاره لکه: د ډبرو او فلزاتو وېلې کول په هغو سيمو کې د ککړتيا يوه عامه سرچينه وه، کومې چې له شا اوخوا ۱۰۶۰ز کال مخکې صنعتي شوې وې. په طبيعي ډول د ډبرو سکاره د خپلو جوړېدو پر مهال د سرپو او «زينک» تر څنګ درانده فلزات هم تر کمې اندازې ټينګوي. کله چې د ډبرو سکاره وسوځول شي، د دې فلزاتو ډېری يې په ايرو کې سره ر اټول شي (سيماب ورڅخه مستثنا دي). شونې ده چې د ډبرو سکرو ايرې په پوره اندازه سرپ ولري چې «د ځانګړو خطرناکو فضله موادو» په توګه وبلل شي، په متحده ايالاتو کې د TCLP تګلارې په کارولو سره له 5 mg/l څخه د زياتو استخراج وړ سرپو لرونکي وي. پر سرپو سربېره، د ډبرو سکرو ايرې عموماً ډول ډول غلظت لري، چې د پام وړ يې څو هسته يي «اروماتيک هايډروکاربنونه» دي (PAHs د بېلګې په ډول، benzo(a)anthracene, benzo(b)fluoranthene, benzo(k)fluoranthene, benzo(a)pyrene, indeno(cd)pyrene, phenanthrene, anthracene او داسې نور). دا PAHs د انسانانو په بدن کې د سرطان جوړوونکو په توګه پېژندل شوي او په خاوره کې د هغوی د منل کېدو وړ راټولېدل عموماً شا او خوا 1 mg/kg دی. شونې ده چې د ډبرو سکرو ايرې او ځګ په خاوره کې د نيمه سپین رنګه (کريمي رنګه) رېګ د شتون، د خړې بدلې خاورې، يا (ډبرو سکرو ځګ) د پوکاڼيو، د کوچنيو ډبرو په اندازه  درېګ د شتون په نښو وپېژندل شي.

د فضله موادو تصفيه شوې خړې چې په صنعت کې د «بايو سولډز» په نوم پېژندل کېږي، د سرې په توګه د اختلاف موضوع ده. له دې امله چې هغه د فضله موادو د سمبالښت ضمني توليد دی، عموماً د نورې خاورې په مقابله کې زیاته ککړتيا لري، لکه ژوندي موجودات، خځنده وژونکي درمل او درانده فلزات.[۳]

په اروپايي ټولنه کې، د ښاري فضله موادو اوبو د سمبالښت لارښود، د فضله موادو ته اجازه ورکوي چې په ځمکه وشيندل شي. تمه کېږي چې په ۲۰۰۵ز کال کې به يې حجم دوه برابره او ۱۸۵۰۰۰ ټنه وچو جامدو ته ورسېږي. د نايټروجين او فاسفيټ د اندازې د زياتوالي له امله په هغې کې ښه کرنيزې ځانګړتياوې هم شته. په ۱۹۹۰/۱۹۹۱ز کلونو کې، ۱۳٪ لامده وزن لرونکي ۰.۱۳٪ په ځمکه شيندل شوي و؛ خو بيا هم تمه کېږي چې تر ۲۰۰۵ز کال پورې به دا دوه برابره لوړ شي. پلويان يې وايي چې دا چاره اداره کولو ته اړتيا لري، تر څو پيتوجينيکي (ناروغي پيدا کونکي) کوچني موجودات د اوبو په وړاندې رانه شي  او ډاډ حاصل شي چې د خاورې په پورتنۍ برخه کې درانده فلزات نه دي راټول شوي.[۴]

خځنده وژونکي او د ناوړه بوټو له منځه وړونکي درمل سمول

خځنده وژونکي درمل هغه ماده ده چې د خځنده ګانو د وژلو لپاره کارول کېږي. خځنده وژونکې درمل يوه کیمياوي ماده، بيالوژيکي وسيله (لکه وايرس يا باکتريا)، د ميکروبونو ضد، د عفوني کېدو ضد يا هغه وسيله ده چې د خځنده ګانو پر ضد کار ځینې اخستل کېږي. په خځنده ګانو کې حشرې، د بوټو پيتوجينونه، بدبوټي، تنپوستي، مرغۍ، تي لرونکي، کبان، نيماټودان (ګرد چينجي) او ميکروبونه شامل دي، کوم چې له انسانانو سره د خوراک لپاره سيالي کوي، شیان خرابوي، ناروغۍ خپروي يا د ناروغۍ لېږدونکي دي يا ستونزې پیدا کوي. سره له دې چې د خځنده وژونکو د کارولو ګټې هم شته، خو زيانونه هم لري، لکه په بالقوه ډول د انسانانو او نورو ژوندي موجوداتو سموميت (زهرجن کول).[۵][۶]

د بوټو له منځه وړونکي د ګنده بوټو د وژلو لپاره کارول کېږي، په ځانګړي ډول په پليو لارو او د وسپنې پر پټليو کې. دوی اکسين ته ورته دي او ډيری يې د خاورې د باکتریا په مټ د تجزيې وړ دي. په هر حال، یوه ډله چې له «تري نيتروتولوين» (2:4 D and 2:4:5 T) څخه اخستل شوي، ناخالص «ډيوکسين» لري، کوم چې ډېر زهرجن دي او ان په کم غلظت کې هم د مړينې لامل ګرځي. نور ګنده بوټي وژونکي «پاراکواټ» دي. دا ډېر زهرجن دي، خو دا د باکتريا د عمل له امله په خاوره کې په تېزۍ سره راټولېږي او د ځمکې ژوي نه وژني.[۷]

له خځزمده وژونکو ځينې د کروندو د خځنده ګانو څخه د خلاصون په موخه کار اخستل کېږي، کوم چې فصلونو ته زيان رسوي. خځنده نه یواځې ولاړو فصلونو ته زيان رسوي، بلکې زېرمه شويو غلو دانو ته هم زيان اړونکي دي او په تودو سيمو کې اټکل کېدای شي چې د غذايي موادو د زېرمه کولو په اوږدو کې د ټول توليد يو په درېيمه برخه يې له منځه ځي. د فونګي د وژونکو په څېر، په نولسمه پېړۍ کې کاريدونکي لومړۍ خځنده وژونکي درمل غېر عضوي وې، لکه پاريس ګرين او د ارسينيک (زرنيخ) نور مرکبات. له ۱۶۹۰ز کال راهيسې له نيکوټينو څخه هم کار اخستل شوی دی.[۸]

سرچينې سمول

  1. Risk Assessment Guidance for Superfund, Human Health Evaluation Manual, Office of Emergency and Remedial Response, U.S. Environmental Protection Agency, Washington D.C. 20450
  2. George, Rebecca; Joy, Varsha; S, Aiswarya; Jacob, Priya A. "Treatment Methods for Contaminated Soils – Translating Science into Practice" (PDF). International Journal of Education and Applied Research. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 4, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 19, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Snyder C (2005). "The dirty work of promoting "recycling" of America's sewage sludge". Int J Occup Environ Health. 11 (4): 415–27. doi:10.1179/oeh.2005.11.4.415. PMID 16350476. S2CID 45282896. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Free full-text Archived 2011-07-13 at the Wayback Machine. (registration required)
  4. Olawoyin, Richard; Oyewole, Samuel A.; Grayson, Robert L. (2012). "Potential risk effect from elevated levels of soil heavy metals on human health in the Niger delta". Ecotoxicology and Environmental Safety. 85: 120–130. doi:10.1016/j.ecoenv.2012.08.004. PMID 22921257. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Pesticides: MedlinePlus Medical Encyclopedia". medlineplus.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Pesticides". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Paraquat poisoning: MedlinePlus Medical Encyclopedia". medlineplus.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Tomizawa, Motohiro (2005). "Neonicotinoid insecticide toxicology: mechanisms of selective action". Annual Reviews. 45: 247–268. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)