د جنسيت مساوات

د جنسيت مساوات چې د جنسي مساوات يا د جنسونو مساوات په نوم هم پېژندل کېږي، د اقتصادي ګډون او پریکړې نيولو په ګډون د جنسيت په پام کې نيولو پرته سرچينو او موکو (فرصتونو) ته د مساوي اسانتيا او د جنسيت په پام کې نيولو پرته د بېلابېلو چلندونو، هيلو او اړتياوو مساوي ارزښت ارزولو حالت دی.

د جنسيت مساوات موخه په داسې حال کې چې د جنسيت بې طرفي او د جنسيت مساوات هغه کړنې او د فکر کولو لارې دي، چې موخې ته په رسېدلو کې مرسته کوي. د جنسيت برابري چې په يو ټاکل شوي حالت کې د جنسيت توازن اندازه کولو لپاره کارول کېږي، کولای شي د جنسيت مساوات په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي، مګر په خپله موخه نه ده. د جنسيت مساوات يوازې د استازيتوب مساوات نه دی؛ بلکې دا په کلکه د ښځو حقونو پورې تړل دياو زياتره د پاليسۍ بدلونونو ته اړتيا لري. تر ۲۰۱۷ ز پورې د جنسيت مساوات لپاره نړيوال غورځنګ د ښځو او نارينه وو ترڅنګ د جنسيتونو وړانديز يا د جنسيت له دويال (جفت) څخه بهر د جنسيت پېژندنه نه ده ثبت کړې.

يونيسف وايي چې:  "د جنسيتي برابرۍ معنا دا ده چې ښځې او نارينه، نجونې او هلکان له يو شان حقونو، سرچينو، موکو او خونديتوب څخه خوند اخلي. دا د دې غوښتنه نه کوي، چې نجونې او هلکان يا ښځې او نارينه دې يو ډول وي يا دې له دوی سره بېخي ورته (مشابه) چلند وشي".[۱]

په نړيواله کچه د جنسيتي برابرۍ تر لاسه کول، د ښځو او نجونو په وړاندې د جنسي قاچاق، د ښځو وژنې، د جګړې په وخت کې جنسي تاوتريخوالي، د جنسيت د معاشونو توپير او د ظلم د نورو تاکتيکونو په ګډون د زيان رسوونکو کړنو له منځه وړلو ته هم اړتيا لري. UNFPA وويل چې :  "له  ډېرو نړيوالو تړونونو سره سره چې د دوی بشري حقونه تائیدوي، مېرمنې لا هم د نارينه وو په پرتله خورا بې وزلې او نالوستې دي. دوی د جاېداد مالکيت، بانکي حساب درلودل، روزنې او ګومارنې ته لږ لاسرسی لري. دا تر يوې اندازې پورې د ښځو لپاره د ټاکل شوو لرغونو کليشو څخه وده کوي، چې له مخې يې ښځې د کورنۍ د ډوډۍ ګټونکو پر ځای د ماشوم پالونکو او د کور جوړوونکو په توګه پېژندلېکېږي. دوی د نارينه وو په پرتله، په سياسي توګه لږې فعالې او د کورني تاوتريخوالي ډېرې قربانيانې دي".[۲][۳][۴]

تر ۲۰۱۷ز پورې د جنسيت مساوات، د ملګرو ملتونو د اوولس تحمل وړ پراختيا موخو (SDG 5) پینځمه برخه ده. د جنسيت نابرابري، هر کال د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د بشري پراختيا د راپورونو له مخې اندازه کېږي.

تاريخ سمول

کريسټين ډي پيزان (Christine de Pizan) د جنسيت د برابرۍ لومړنی مدافع په خپل کتاب (د ښځو د ښار کتاب) ۱۴۰۵ ز کې ويلي دي چې: د ښځو ظلم په غير منطقي تعصب باندې ولاړ دی. نوموړی په ټولنه کې ډېری پرمختګونو ته اشاره کوي، چې کېدای شي د ښځو له خوا رامينځته شوي وي.[۵][۶]

شيکرز سمول

شيکرز (Shakers) د انجيل يوه ډله ده، چې د جنسونو بېلول او سخت برهمنې يا لونډتوب يې تمرين کړل. دوی د جنسيت مساوات لومړني تمرين کوونکي وو. په ۱۷۷۴ز کې امريکا ته د هجرت کولو د مخه د انګلستان په شمال لويدیځ کې د کويکر (Quaker) ټولنې څخه بېل شول. په امريکا کې په ۱۷۸۸ز کال د شيکرانو (Shakers) د مرکزي وزارت مشر جوزف ميچام (Joseph Meacham) يوه څرګندونه درلوده، چې جنسيت بايد مساوي وي. هغه بيا لوسي رايټ (Lucy Wright) د خپلې ښځينه همکارې په توګه وزارت ته راوړه او په ګډه يې ټولنه بيا جوړه کړه، چې د جنسیتونو حقونه برابر کړي. ميچام (Meacham) او رایټ (Wright) د مشرتابه ټيمونه جوړ کړل، چې هر مشر چې د نارينه وو د روحاني هوساينې سره معامله کوله، د يوې ښځينه مشرې سره ملګری و، چې ښځينه همکارې به د ښځو لپاره هم ورته کار کاوه. د پادرې هر نارينه مرستيال به د ښځينه مرستيالې سره ملګرتيا کوله. نارينه د نارينه وو څارنه درلوده او ښځو د ښځو څارنه کوله. ښځې له ښځو سره ژوند کاوه او نارينه د نارينه وو سره ژوند کاوه. په شيکرز (Shakers) ټولنه کې يوه ښځه بايد د کوم نارينه له خوا کنټرول يا ملکيت نه وي. په ۱۷۹۶ ز کې د ميچم (Meacham) له مړينې وروسته، رايټ (Wright) په ۱۸۲۱ ز کې د هغې ترمړينې پورې د شيکر وزارت مشر شو.

شيکرز (Shakers) له ۲۰۰ کلونو څخه زيات، د جنسيت متوازن مشرتابه غوندې بڼه ساتلې. دوی د ښځو د حقونو د نورو مدافعينو سره په ګډه کار کولو سره مساوات ته وده ورکړه. په ۱۸۵۹ز کې شيکر ايلډر فريډريک ايونز (Shaker Elder Frederick Evans) خپل باورونه په زور سره بيان کړل او ويې ليکل چې:  شيکرز "لومړنۍ وه چې ښځه يې د غلامۍ له هغه حالت څخه چې نور ټول مذهبي سیستمونه يې (لږ يا ډېر) هغې ته سپاري‎، راواېسته. له نارينه سره د هغوی د ورته والي له مخې يې، په سازمان او پوهنځيو کې د خدای او طبيعت دواړو د غوښتنې پر بنسټ د ښځو د عادلانه او مساوي حقونو د خونديتوب لپاره کار وکړ". ايونز (Evans) او د هغه همکارې مشرې انټوينيټ ډولټل (Antoinette Doolittle) په ۱۸۷۰ز کلونو کې د متحده ايالاتو په شمال ختيځ کې د ويناوالو په پليټ فارمونو (عامل سيستم) کې د ښځو د حقونو مدافعينو سره يوځای شول. د شيکرانو يوه ليدونکي (ويزيټور) په ۱۸۷۵ز کې وليکل:[۷]

هر جنس د خپل عمل په مناسبه ساحه کې کار کوي. په ترتيب کې د نارينه لپاره د ښځې مناسب تابعيت، توپير او درناوی شته او د نارينه لپاره د هغې په ترتيب کې [ټينګار اضافه شوی]؛ نو ځکه چې د دې ټولنو په هره يوه کې " د ښځو د حقونو" لېوال مدافعين کېدای شي، دلته د دوی د نظريې عملي احساس ومومي.[۸]

شيکرز (Shakers) د امريکايي ټولنې په څنډه کې، د يوې بنسټپالې مذهبي ډلې څخه ډېر وو. دوی د جنسونو مساوات په عمل کې راولي. شيکرز (Shakers) د جنسيت مساوات د لاسته راوړلو او دا چې څنګه يې تر لاسه کولای شو، په اړه بحث او اشاره کړې ده.[۸]

په پراخه ټولنه کې د جنسيت مساوات پر لور غورځنګ، د ۱۹مې پېړۍ په وروستيو کې، په لويديځ کلتورونو کې د رایې ورکولو غورځنګ سره پيل شو، چې ښځو ته د رايې ورکولو او د ټاکل شوي دفتر د ساتلو اجازه ورکول يې غوښتل. په دې موده کې د ښځو د ملکيت په حقونو کې د پام وړ بدلونونه هم ليدل شوي دي، په ځانګړي ډول د دوی د مدني حالت په اړه. (د بېلګې په توګه: د واده شوو ښځو د ملکيت قانون ز۱۸۸۲.

له جګړې وروسته دوره سمول

له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې، د ښځو د آزادۍ غورځنګ او فيمينيزم، د ښځو د حقونو د پېژندلو لپاره يو عمومي غورځنګ رامينځته کړ. ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو، څو کنوانسيونونه تصويب کړي، چې د جنسيت مساوات ته وده ورکوي. دا کنوانسيونونه، د ټولو هېوادونو له  خوا په يو ډول نه دي منل شوي او په کې شامل دي:

  • په زده کړه(تعليم )کې د تبعيض ضد کنوانسيون، په ۱۹۶۰ز کې تصويب شو او په ۱۹۶۲ز او ۱۹۶۸ز کې نافذ شو.
  • د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو کنوانسيون (CEDAW) په ۱۹۷۹ز کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تصويب شو. دا د ښځو د حقونو د نړيوال قانون په توګه تشرېح شوی، چې په ۳ سپتمبر ۱۹۸۱ ز کې نافذ شو.
  • د ويانا اعلامیه او د عمل برنامه، د بشري حقونو اعلامیه چې د ۱۹۹۳ ز کال د جون په ۲۵ د اطريش په ويانا کې د بشري حقونو په نړيوال کنفرانس کې د توافق له مخې تصويب شوه. د ښځو حقونه په ۱۸ بند کې مطرح شوي دي.[۹]
  • د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو اعلامیه، په ۱۹۹۳ ز کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تصويب شوه.[۱۰]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. LeMoyne, Roger (2011). "Promoting Gender Equality: An Equity-based Approach to Programming" (PDF). Operational Guidance Overview in Brief. UNICEF. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Meriküll, Jaanika; Mõtsmees, Pille (2017-09-04). "Do you get what you ask? The gender gap in desired and realised wages". International Journal of Manpower. 38 (6): 893–908. doi:10.1108/ijm-11-2015-0197. ISSN 0143-7720. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Fineman, Martha (2000). "Cracking the Foundational Myths: Independence, Autonomy, and Self-Sufficiency". Journal of Gender, Social Policy and the Law. 8: 13–29 – عبر HeinOnline. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Gender equality". United Nations Population Fund. UNFPA. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Eisler, Riane (2007). The Real Wealth of Nations: Creating a Caring Economics. د کتاب پاڼې 72. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781576753880. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. de Pizan, Christine (2001), "From The Book of the City of Ladies (1404)", Available Means, University of Pittsburgh Press, د کتاب پاڼي 33–42, doi:10.2307/j.ctt5hjqnj.11, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8229-7975-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Evans, Frederick William (1859). Shakers: Compendium of the Origin, History, Principles, Rules and Regulations, Government, and Doctrines of the United Society of Believers in Christ's Second Appearing. New York: D. Appleton & Co. د کتاب پاڼې 34. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Glendyne R. Wergland, Sisters in the Faith: Shaker Women and Equality of the Sexes (Amherst: University of Massachusetts Press, 2011).
  9. United Nations High Commissioner for Refugees. "Vienna Declaration and Programme of Action". United Nations High Commissioner for Refugees. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Organization of American States (August 2009). "Follow-up Mechanism to the Belém do Pará Convention (MESECVI): About the Belém do Pará Convention". Organization of American States. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)