د ترټولو وروستی ګډ جد

په بیولوژی او جینولوژی کې، ترټولو وروستي ګډ پلار (MRCA)، وروستی ګډ پلار (LCA)، یا د ژوندیو سیټ کونسیټر ترټولو وروستی فرد دی چې له هغې څخه د سیټ ټول ژوندي موجودات منځ ته راځي. دغه اصطلاح د ارګانیزمونو پرځای د جینونو ګروپونو (هاپلوټایپس) نسب ته هم راجع کېږي.    

د افرادو د یوې ډلې MRCA ځینې وختونه، جوړې شوې شجرې ته په راجع کولو سره ټاکل کیدی شي. په عموم کې، د افرادو د لوی ګروپ، د دقیق MRCA پیژندل ناممکن دي، مګر د هغه وخت اټکل چې په کې MRCA ژوند کوي، ډیری وختونه معین کیدی شي. دا ډول  وخت خورا وروستي ګډ جد (TMRCA) اټکل کیدی شي چې د DNA ازموینې پایلو پراساس ورکړل شي او د تغییر کچه رامنځته کړي، لکه څنګه چې په جینیتیکي نسب کې، د یا غیر جنیټیک، ریاضیکي ماډل یا کمپیوټري ورته کولو ته په حواله عملي کیدای شي.  

په ژوندیو موجوداتو کې چې د جنسي تکثیر څخه کار اخلي، مورنی MRCA او پلرنی MRCA، MRCAs دي چې نفوس ته ورکړل شوي چې په ترتیب سره یوازې مورنی او پلرنی ارثیت په پام کې نیسي. د تعریف له مخې د نفوس MRCA  نظر دې ته چې مورنۍ دی  یا پلرنۍ دی، زوړ نه شي کیدای. د هومو ساپینس په قضیه کې، مورنۍ او پلرنۍ MRCA هم په ترتیب سره د "میتوکانډریل حوا" (mt-MRCA) او "Y-chromosomal Adam" (Y-MRCA) په نوم پیژندل کیږي. د انسان MRCA عمر ناڅرګند دی. دا د Y-MRCA یا mt-MRCA عمر څخه ډیر نه دی، چې شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰کاله اټکل شوی.

د انفرادي انسانانو یا کورنیو د نسبونو برعکس چیرته چې تاریخي نسب پیژندل کیږي، د ډول یا د تکسا (د کتګوری وېش) لوړو ګروپونو (سیستماتیک یا فیلوجنیټیکس) ترمنځ د اړیکو په نظر کې نیولو سره، نیکونه  په مستقیمه توګه د تشخیص یا پیژندلو وړ نه دي. دا د موجوده  ژونديو موجوداتو او  یا فوسیلونو په فیلوجنیټیک تحلیل کې د تکسا ترمنځ د اړیکو نمونو پراساس اټکلونه دي. وروستی نړیوال مشترک نیکه (LUCA) په ځمکه کې د ټول اوسني ژوند خورا وروستي مشترک نیکه دی او اټکل کیږي چې شاوخوا ۳.۵ تر ۳.۸ میلیارده کاله دمخه (په پالوارچین کې) ژوند  کړی وي. [۱][۲][۳]

بېلابېل ډولونه MRCA سمول

د ټولو بیولوژیکي ډولونو ترمینځ د فیلوجنیټیک اړیکو د بشپړ توضیح کولو پروژه د "ژوند ونې" په نوم یادیږي. په دې کې د ټولو فرض شوو کلاډونو (د مشترک پلار نسل) لپاره د  جدایي د دورو اټکل شامل دی، د مثال په توګه: د ټولو غوښه خوړونکو MRCA (د مثال په توګه د "پیشوګانو او سپیو MRCA") اټکل کیږي چې شاوخوا ۴۲ ملیونه کاله دمخه (Miacidae) بدل شوی وي. [۴]

د انساني تکامل له نظره، د وروستي ګډ نیکه نظریه د ریچارډ ډاوکنز (۲۰۰۴ ز) له خوا په Ancestor's Tale  کې د عمومي لیدونکو لپاره توضیح شوه.  ډاوکنز د عمر د ډیریدو په ترتیب کې د انسانانو "نیکونه" لیست کوي، لکه د انساني جنس ځانګړتیاړې (انسان - شیمپانزی) ، هومینین (انسان - ګوریلا)، د انسان جنس(انسان - اورنګوتان) ، هومینایډ (انسان - ګبون) او داسې نور په ۴۰ پړاوونو کې په مجموع کې چې وروستي نړیوال  نیکه ته (انسان - باکتریا) ته رسېږي.

د  یوه جمعیت( MRCA) چې د یوې واحدې جینیتیکې نښې له خوا پېژندل شوی سمول

دا هم ممکنه ده چې د بشپړ ارګانیزم پر ځای د انفرادي جینونو (یا د جینونو ګروپونو، هپلوټایپس) نسب په پام کې ونیسو. د امتزاج تیوري دا احتمالي ماډل تشریح کوي چې څنګه د دا ډول جینیتیکي نښه کوونکي د نفوس تاریخ ته نقشه ورکوي.

د ژونديو موجوداتو برعکس، یو جین د ژوندیو موجوداتو یو نسل څخه راتلونکي نسل ته یا د ځان د بشپړکاپي په توګه یا د لږ بدل شوي نسل د جینونو په توګه لیږدول کیږي. په داسې حال کې چې ژوندي موجودات د جنسي تکثر له لارې د نسب ګرافونه او د اولاد ګرافونه لري، یو جین د اجدادو یو واحد  ځنځير او د اولاد یوه ونه (طبقه بندی) لري. د یو ژوندی موجود چې د جنسي متقابل القاح (ایلوګامي) له خوا تولید شوی، لږترلږه دوه اجداد لري (د دوې نږدې والدین)، مګر جین تل په هر نسل کې یو جد لري. 

پلرني او مورني نسب( MRCA) سمول

د میتوکانډریل ډي ان اې ( (mtDNAد جنسي اختلاطاتو په مقابل کې تقریباً معافیت لري، برعکس د هستويDNA  چې په هغه کې کروموزومونه په ماندلي (Mendelian) وراثت کې سره ګډ کیږي او له سره ترکیب کیږي. له همدې امله، مایټوکاندریایي DNA، د مورنی ارث او د میتوکاندریا حوا (د افریقایي حوا په نوم هم پیژندل کیږي) چې د میتوکانداریایی DNA  د مسير له لارې د ټولو انسانانو خورا وروستي عام جد دی، موندلو لپاره کارول کیدی شي.

په ورته ډول، Y کروموزوم په نارینه فرد کې د یو واحد جنسي کروموزوم په توګه شتون لري او پرته له بیا ترکیب څخه نارینه اولادونو ته لیږدول کیږي. دا د پلرني ارثیت کشف کولو او د ادم Y-کروموزوم د پیدا کولو لپاره چې د Y-DNA مسیر له لارې د ټولو انسانانو خورا وروستي عام جد دی، کارول کیدی شي.

میتوکاندریایی حوا او Y- کروموزوم ادم د څیړونکو له خوا د جینولوژیکي DNA ازموینو په کارولو سره رامینځته شوي. میتوکاندریایی حوا اټکل کیږي شاوخوا  ۲۰۰،۰۰۰کاله دمخه ژوند کړی. یوه مقاله چې د ۲۰۱۳ ز په مارچ کې خپره شوې، د ٪۹۵  باور سره معلومه کړې  او دا چې د مطالعې په ارقامو کې هیڅ سیستماتیک غلطي شتون نه لري، Y- کروموزوم ادم د ۲۳۷،۰۰۰ او ۵۸۱،۰۰۰ کلونو ترمینځ دمخه ژوند کاوه.  [۵][۶]

له همدې امله د جنسي کروموزومونو له لارې د انسان نسب اټکل کول خورا پیچلي دي. که څه هم یو جنسي کروموزوم داسې جینونه لري چې له والدینو څخه اولادونو ته د یوازې له یوه پلار څخه د یوه خپلواک ترتیب له لارې لیږدول کیږي، جنیټیک ترکیب (کروموزومی تقاطع) د سلولي وېش په جریان کې د دواړه والدینو څخه د غیرخورنۍ کروماتیدونو جینونه ترکیب کوي، چې په دې توګه د کروموزوم جنیټیکي ترکیب بدلوي. [۷]

د MRCA اټکلونو ته وخت سمول

اټکل شوي چې د MRCA  ډولونو په مختلفو وختونو کې ژوند کړي. د MRCA (TMRCA)  د وخت اټکلونه هم د MRCA ډول په پام کې نیولو سره چې په مختلف ډول محاسبه کیږي. پلرنۍ او مورنۍ MRCAs (Mitochondrial Eve او Y-chromosomal Adam) د واحد جین د نښه کوونکو له خوا موندل شوي ، په دې توګه د دوی TMRCA د DNA د ازموینو د پایلو پراساس محاسبه کیږي او د تغییراتو اندازې را منځته کیږي، لکه څنګه چې په جینیتیکي سلسله کې تکرار کیږي.

د ټولو ژوندیو انسانانو MRCA (ډېر وروستي عام نسل د هر نسل په واسطه) وخت د جنیټیک له نظره نه شي موندل کېدای، ځکه چې د ډیری اجدادو DNA د څو سوه کلونو وروسته په بشپړ ډول له منځه تللې. له همدې امله، دا د غیر جنتيکي، ریاضيکي ماډلونو او کمپیوټري ورته والي پراساس محاسبه شوي.

له دې چې میتوکاندریایي حوا او Y- کروموزوم ادم د یو واحد پلرني کرښې له لارې د واحد جینونو په ذريعه موندل شوي، نو د دې جینیتیک MRCAs وخت به حتماً د جینولوژیکي MRCA لپاره له دې ډیر وي. دا ځکه چې یو واحد جین به د دواړو والدینو له لارې د معمول انساني جینولوژی موندلو په پرتله خورا ورو یو ځای کېږي. دا وروسته یوازې انفرادي انسانان په پام کې نیسي، پرته له دې چې په پام کې ونیول شي، چې ایا د محاسبه شوي MRCA څخه کوم جین واقعاً په اوسني نفوس کې په هر فرد کې ژوند کوي یا نه. [۸]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Brower AVZ, Schuh RT (2021). Biological Systematics: Principles and Applications (3rd edn.). Ithaca, NY: Cornell University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Doolittle WF (February 2000). "Uprooting the tree of life". Scientific American. 282 (2): 90–95. Bibcode:2000SciAm.282b..90D. doi:10.1038/scientificamerican0200-90. PMID 10710791. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Glansdorff N, Xu Y, Labedan B (2008). "The last universal common ancestor: emergence, constitution and genetic legacy of an elusive forerunner". Biology Direct. 3: 29. doi:10.1186/1745-6150-3-29. PMC 2478661. PMID 18613974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Eizirik, E.; Murphy, W.J.; Koepfli, K.P.; Johnson, W.E.; Dragoo, J.W.; O'Brien, S.J. (2010). "Pattern and timing of the diversification of the mammalian order Carnivora inferred from multiple nuclear gene sequences". Molecular Phylogenetics and Evolution. 56 (1): 49–63. doi:10.1016/j.ympev.2010.01.033. PMC 7034395. PMID 20138220. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mendez, Fernando; Krahn, Thomas; Schrack, Bonnie; Krahn, Astrid-Maria; Veeramah, Krishna; Woerner, August; Fomine, Forka Leypey Mathew; Bradman, Neil; Thomas, Mark; Karafet, Tatiana M.; Hammer, Michael F. (7 March 2013). "An African American paternal lineage adds an extremely ancient root to the human Y chromosome phylogenetic tree" (PDF). American Journal of Human Genetics. 92 (3): 454–59. doi:10.1016/j.ajhg.2013.02.002. PMC 3591855. PMID 23453668. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (primary source)
  6. Barrass, Colin (6 March 2013). "The father of all men is 340,000 years old". New Scientist. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Dawkins, Richard (2004). The Ancestor's Tale, A Pilgrimage to the Dawn of Life. Boston: Houghton Mifflin Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-618-00583-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Chang, Joseph T.; Donnelly, Peter; Wiuf, Carsten; Hein, Jotun; Slatkin, Montgomery; Ewens, W. J.; Kingman, J. F. C. (1999). "Recent common ancestors of all present-day individuals" (PDF). Advances in Applied Probability. 31 (4): 1002–26, discussion and author's reply, 1027–38. CiteSeerX = 10.1.1.408.8868 10.1.1.408.8868. doi:10.1239/aap/1029955256. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)