د ترافالګار جګړه

د ترافالګار جګړه (د ۱۸۰۵ کال د اوکټوبر ۲۱) د ناپولیني جګړو (۱۸۰۳ – ۱۸۱۵) د دریم ائتلاف (اګسټ – د ۱۸۰۵ کال ډسمبر) جګړې پر مهال د برېتانیې پادشاهۍ سمندري ځواکونو او د فرانسې او هسپانیې د سمندري ځواکونو د ګډو بېړیو تر منځ یوه سمندري نښته وه.   [۱]

په انګلستان باندې د ناپلیون د پلانونو یوه برخه دا وه چې فرانسوي او هسپانوي بېړۍ سره یو ځای شوې ترڅو د مانش کانال کنټرول په لاس کې ونیسي او د لوی پوځ (Grande Armée) لپاره خوندي لاره برابره کړي. د متفقینو بېړۍ د فرانسوي امیرالبحر پییر چارلز ویلینیو تر قوماندې لاندې د ۱۸۰۵ کال د اکټوبر په ۱۸ د هسپانیا په سویل کې د کادیز له بندر څخه حرکت وکړ. دوی د لارډ نیلسون په مشرۍ د برېتانوي بېړۍ سره چې په دې وروستیو کې د دغه ګواښ سره د مقابلې لپاره راغونډ شوي وو، په اطلس بحر کې د هسپانیې سویل لوېدیځ ساحل په غاړه، کیپ ټرافالګار ته نږدې مخامخ شول. 

د نیلسون د بېړیو شمېر کم ؤ چې د متفقینو ۳۳ بېړۍ او برېتانوي خط ۲۷ بېړۍ وي او د دواړو متفقینو په بېړیو کې لویه جنګي بېړۍ، هسپانوي سانټیسیما ټرینیډاډ (Santísima Trinidad) هم شامله وه. د دې نابرابرۍ هوارولو لپاره نیلسون خپلو بېړیو ته مستقیماً د متفقینو د جګړې لیکې په لور حرکت وکړ، په دې هیله چې لیکه ماته کړي. ویلینیو اندېښنه درلوده چې نیلسون ممکن دا تاکتیک وآزمایي خو د مختلفو لاملونو لپاره یې د دې پیښې د رامنځته کېدو په صورت کې هېڅ پلان نه درلود. دې پلان څه نا څه ښه کار وکړ؛ د نیلسون لیکو فرانسوي - هسپانوي بېړۍ په دریو برخو ووېشلې او د شا نیمه جبهه یې د ویلینیو له مخیکنۍ بېړۍ د بوسنتاور (Bucentaure) څخه جلا کړه. متفقینو مخکښو بېړیو په داسې حال کې چې د شا تګ هڅه یې کوله، حرکت وکړ او برتانویانو ته یې د خپلو پاتې بېړیو پر وړاندې لنډمهاله برتري ور په برخه کړه. د دې سختې جګړې په پایله کې متفقینو ۲۲ بېړۍ له لاسه ورکړې او انګریزانو هېڅ بېړۍ له لاسه ورنه کړه.  

دې تاکتیک د برېتانیې په لیکو کې مخکښې بېړۍ فرانسوي-هسپانوي لیکو ته په نږدې کېدو سره د څو بېړیو له سخت اور سره مخ کړې. د نیلسون خپله اچ.ام.اس. ویکټوري مخکینۍ لیکه رهبري کوله او تقریباً له ماتې سره یې مخ کړه. نیلسون د یوه فرانسوي ټوپکوال له خوا ووېشتل شو او د جګړې پای ته رسېدو لږ مخکې مړ شو. ویلینیو د خپلې مخکینۍ بېړۍ، بوسنتاور سره ونیول شو. هغه د نیلسون په جنازه کې برخه واخیسته پداسې حال کې چې په برتانیه کې مشروط بند ؤ. د هسپانیې بېړیو لوړ پوړی مامور، امیرالبحر فیدریکو ګروینا د فرانسوي – هسپانوي پاتې بېړیو (د بېړیو د شمېر له دریمې برخې) سره وتښتېد؛ دی د جګړې په وخت کې د وارد شوو ټپونو له امله پنځه میاشتې وروسته مړ شو.  

یادې بریا د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې د برېتانیې سمندري ځواکمنتیا تائید کړه او تر یوه حده د سمندري تاکتیک غالب اورتودوکس څخه د نیلسون د وتلو په واسطه ترلاسه شوه.   [۲]

مخینه   سمول

په ۱۸۰۵ کال کې، د ناپلیون بوناپارټ په مشرۍ د فرانسې لومړۍ سترواکي په اروپا برعظم باندې ځمکنی واکمن پوځي ځواک ؤ، پداسې حال کې چې د برېتانیې پاچاهۍ سمندري ځواک سمندرونه تر کنټرول لاندي لرل. د جګړې په ترڅ کې انګریزانو په فرانسه باندې سمندري محاصره ولګاوه، چې په سوداګرۍ یې اغېزه وکړه او فرانسويان یې د خپلو سمندري سرچینو د بشپړ تحرک څخه لېرې وساتل. د فرانسې د سمندري ځواکونو له محاصره څخه د ګڼ شمېر بریالیو تېښتو سره سره، برېتانویانو ته د لویې ماتې په ورکولو کې پاتې راغلل، برېتانویانو په نسبتاً اسانۍ سره د هېواد دننه او بهر د فرانسې په ګټو باندې د برید وس درلود.   [۳]

کله چې دریم ائتلاف د فرانسې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ، ناپلیون د آمین لنډمهالې سولې وروسته پر انګلستان باندې د برید خپل هوډ تازه کړ. د دې کار لپاره یې اړتیا درلوده چې ډاډ ترلاسه کړي چې شاهي سمندري ځواک د یرغلیزو وړو کښتیو چې د مانش کانال د کنټرول لپاره اړینې وې، د ګډوډۍ وس نه لري. 

د فرانسې اصلي بېړۍ د بریټاني په بریسټ او د مدیترانې ساحل په تولون بندر کې وې. د فرانسې د اطلس ساحل په نور بندرونو کې کوچنۍ دلګۍ وې. فرانسه او هسپانیه متحد وو، نو په کاډیز او فیرول کې مېشتې هسپانوي بېړۍ هم د لاسرسي وړ وې.   

انګریزان د سمندري افسرانو تجربه لرونکی او ښه روزل شوی پوځ درلود. برعکس، د فرانسې سمندري ځواک ځینې غوره افسران د فرانسې د انقلاب په لومړیو کې یا اعدام شوي وو یا یې خدمت پرېښودلی ؤ.  

مرستیال امیرالبحر پیري چارلز ویلینیو د لاتوش ترویل له مړینې وروسته د فرانسې د مدیترانې بېړیو قومانده په غاړه اخیستې وه. په ځواک کې زیات وړ افسران شته وو، خو دوی یا په بل ځای کې ګمارل شوي وو یا د ناپلیون له پامه غورځېدلي وو. ویلینیو په ۱۷۹۸ کال کې د نیل په جګړه کې د فرانسې له ماتې وروسته، د نیلسون او شاهي سمندري ځواک سره د مخامخ کېدو ځانګړې لېوالتیا نه وه ښودلې.  

په ۱۸۰۵ کال کې د ناپلیون سمندري پلان دا ؤ چې په مدیترانې او کاډیز کې فرانسوي او هسپانوي بېړۍ له محاصره څخه تېرې شي او په کارائیب کې د ځواکونو سره یوځای شي. بیا به دوی بېرته راستانه کېږي، په بریسټ کې به د بېړیو سره مرسته وکړي ترڅو له محاصرې څخه ووځي او په ګډه د شاهي سمندري بېړیو څخه مانش کانال پاک کړي او د یرغلیزو کښتیو لپاره خوندي لاره برابره کړي.  

د ویلینیو تعقیب   سمول

مرستیال امیرالبحر لارډ نیلسون د ۱۸۰۵ کال په پیل کې د برېتانوي بیړیو قومانده چې تولون یې محاصره کړ، په غاړه لره. ویلیام کارنوالس د کانال بېړۍ سره د بریسټ نږدې محاصره وساتله، برعکس نیلسون یوې لویې جګړې ته د فرانسويانو د هڅولو په هیله آزاده محاصره غوره کړه او ویې ویل؛ " که تاسو نه شی کړی چې په دښمن برید وکړی او د دې لپاره چې وکولی شی دښمن ته ورسېږی، باید اجازه ورکړی چې د تاسو خوا ته راشي." خو کله چې برېتانویان د طوفانونو له امله له اډې څخه ووتل، د ویلینیو بېړۍ په بریالیتوب سره د نیلسون بېړۍ څخه وتښتېده. نیلسون په دې تصور سره چې فرانسويان غواړي چې مصر ته لاړ شي، د مدیترانې لټونه پیل کړه، خو ویلینیو د دې پرځای خپله بېړۍ د جبل الطارق تنګۍ له لارې تېره کړه، په کاډیز کې یې د هسپانوي بېړیو سره لیدنه وکړه او د پلان سره سم یې کارائیب ته حرکت وکړ. کله چې نیلسون پوه شو چې فرانسویان د اطلس سمندر څخه تېرېږي، د هغوی په ​​تعقیب پسې روان شو.    [۴]

د ناسمو معلوماتو له وجهې په ویسټ انډیز کې یوازې د څو ورځو په توپیر سره د ده له لاسه ووتل.   [۵]

کادیز   سمول

ویلینیو ویسټ انډیز ته د انګلیسانو په راجلبولو سره له کارائیت څخه اروپا ته راستون شو او اراده یې درلوده چې په بریسټ کې محاصره ماته کړي. نیلسون چې لا تر اوسه د مصر په پار په ویره کې ؤ، مدیترانې ته راستون شو. له نېکمرغه ګړندۍ بادباندارې کښتۍ د هغه د پلانونو څخه بېرته د سمندریز ځواک ادارې خبر ورکاوه چې فرانسويان یې لیدلي چې د شمال په لور مخکې کې تلل. د دې استخباراتو په ترلاسه کولو سره لارډ براهام د دښمن ستراتیژۍ په ژوندی بڼه لېدلې او سمدلاسه یې امیرالبحر ویلیام کارنوالس ته امر وکړ چې خپله ډلګۍ د فیرول د مرستیال امیرالبحر سر رابرټ کالډر ډلګۍ سره یوځای کړي او اطلس ته له دېرشو څخه تر څلویښت ډلې وغځوي، ترڅو کانال ته د فرانسويانو د ننوتلو مخه ونیسي.[۶]

کالډر د فرانسويانو لاره ونیوه د کیپ فنیسټر د جګړې په ترڅ کې د بې پایله نښتې لامل شوه، په دې نښته کې دوې هسپانوۍ کښتۍ ونیول شوې. ویلینیو خپل پلان پرېښود او په شمالي هسپانیه کې فیرول ته راستون شو. هلته ناپلیون ورته امر ورکړ چې د اصلي پلان سره سم بریسټ ته لاړ شي.  

په برېتانیه باندې د ناپلیون د یرغل پلانونه په فرانسه کې د بولون څخه مخکې د لیکې د زیات شمېر کښتیو په درلودلو پورې تړلی ؤ. دې کار د ویلینیو د ۳۳ کښتیو ځواک ته اړتیا درلود ترڅو په بریسټ کې د مرستیال امیرالبحر ګانتوم د ۲۱ کښتیو ځواک او همدارنګه د کپتان الیمند په مشرۍ د پنځو کښتیو دلګۍ سره یوځای شي، چې هغه ته یې د لیکې د ۵۹ کښتیو ګډ ځواک برابراوه.  

کله چې ویلینیو د اګست په ۱۰ د فیرول څخه حرکت وکړ، د ناپلیون تر امر لاندې ؤ توڅو د شمال په لور بریسټ ته حرکت وکړي. د دې پرځای اندېښمن ؤ چې برېتانویان یې نظامي تمرین څاري، نو د اګست په ۱۱ د هسپانیې په سویل لویېدیڅ ساحل کې د کاډیز په لور روان شو. د ویلینیو د بېړۍ د نښو په نه لېدلو سره، د اګست په ۲۵ بولون ته نژدې د فرانسوي پوځ د یرغل دریو ځواکونو کمپ مات کړ او آلمان ته لاړ، هلته وروسته بوخت شو. دې کار د یرغل سمدستي ګواښ پای ته ورساوه.  

امیرالبحر لارډ نیلسون په همدې میاشت کې په سمندر کې له دوه کلنې دندې وروسته برېتانیې ته راستون شو. هغه ۲۵ ورځې په ساحل کې پاتې شو او خپلو هېوادوالو یې تود هرکلی وکړ. په کاډیز بندر کې د فرانسې او هسپانیې ګډو بېړیو په اړه برېتانیې ته د سپټمبر په ۲ خبر ورسېد. نیلسون اړ شو چې مخکې له دې چې خپله اچ. ام. اس ویکټوري کښتۍ یې حرکت ته چمتو شي، د سپټمبر تر ۱۵ پورې انتظار وکړي.  

کارنوالس د اګست په ۱۵ پرېکړه وکړه چې د مانش کانال د ساتنې له بېړیو څخه ۲۰ کښتۍ سویل ته ولېګي ترڅو په هسپانیه کې د دښمن له ځواکونو سره ښکېلې شي. دې کار کانال د لویو کښتیو له کمښت سره مخ کړ، چې د دې لیکې یوازې ۱۱ کښتۍ شته وې. دې لېګل شوي ځواک په ټرافالګار کې د برېتانوي بېړیو هسته جوړه کړه. دا بېړۍ د مرستیال امیرالبحر کالډر تر قوماندې لاندې د سپتمبر په ۱۵ کاډیز ته ورسېدې. نیلسون د سپتمبر په ۲۸ د قوماندې اخیستو لپاره د بېړیو سره یوځای شو.  

برېتانوي بېړیو د فریګت کښتۍ (چې چټکې، خو د جګړې د لیکو لپاره ډېرې کمزورې وې) کارولې، ترڅو په بندر باندې دوامداره څارنه ولري، پداسې حال کې چې اصلي ځواک د ساحل په لوېدیځ کې نږدې ۵۰ مایله (۸۰ کیلومتره) له لید لېرې ؤ. د نیلسون هیله دا وه چې د فرانسوي - هسپانوي ګډ ځواک بهر ته را وباسي او په پرېکنده جګړه کې یې ښکېل کړي. په بندر باندې د څاره ځواک مشري کپتان بلک ووډ کوله او د اچ.ام.اس. یوریلس قومانده یې په غاړه لره. د هغه د اوو کښتیو په دلګۍ کې پنځه فریګټ کښتۍ، یوه سکونر او یوه بریګټ کښتۍ شامله وه.  

د اکمالاتو وضعیت   سمول

په دې وخت کې د نیلسون بېړۍ د ذخیرې برابرولو ته ډېره زیاته اړتیا درلوده. د لیکې پنځه کښتۍ، اچ.ام.اس کوین، کیناپوس، سپنسر، زیلوس، ټیګره او فریګټ ام.اچ.اس انډیمیون د اکټوبر په ۲ د ریئر امیرالبحر سر توماس لوئس په مشرۍ جبل الطارق ته د اکمالاتو لپاره واستول شوې.   [۷]

دا کښتۍ وروسته په مدیترانې کې د کارواني دندې لپاره وګرځول شوې، که څه هم نیلسون تمه درلوده چې راستنې به شي. په ورته ډول د کپتان ریچارډ ګوډون کیټس تر مشرۍ لاندې اچ.ام.اس سوپرب د ویلینیو تعقیب په ګډون د څلور کلني سمندري سفر وروسته د بیا رغولو لپاره کښتیو ترمیم خونې ته واستول شوه او تمه کېده چې د بېړیو ځای ته چې هلته کیټس د نیلسون دوهم کس ؤ، راستنه شي، خو کښتۍ په وخت سره خوشې نه شوه. نورو برېتانوي کښتیو رسېدو ته دوام ورکړ او د اکټوبر تر ۱۵ پورې بېړۍ د جګړې لپاره بشپړه ځواکمنه شوه. نیلسون د کالډر مخکښه، د ویلز شهزاده ۹۸ ټوپک لرونکې بېړۍ هم له لاسه ورکړه، هغه دا بېړۍ هېواد ته ولېږه، ځکه چې کالډر د سمندري ځواک ادارې له لوري وغوښتل شو ترڅو د جولای په ۲۲ په کیپ فینسټر کې د نښتو په جریان کې د خپل ښکاره یرغل نه کولو له امله د نظامي محکمې ته ځواب ووايي.   [۸]

په ضمن کې د ویلینیو بېړۍ هم په کاډیز کې د اکمالاتو سخت کمښت سره مخ وه چې فرانسويان په اسانۍ سره نه شوی هوارولی ځکه چې دوی نغدې پیسې نه درلودې. د برېتانوي بېړیو له لوري محاصره د فرانسوي - هسپانوي متفقینو لپاره د زیرمو ترلاسه کول ستونزمن کړی ؤ او د دوی کښتۍ مجهزې نه وې. د ویلینیو کښتۍ هم د چلولو لپاره د اړین ځواک له دوه زرو څخه ډېر کسان کم درلودل. دا یوازینۍ ستونزې نه وې چې د فرانسوي - هسپانوي بېړۍ ور سره مخ وې. په لیکه کې اصلي فرانسوي کښتۍ د کلونو لپاره د برېتانیې د محاصرې له امله په بندر کې بندې پاتې وې او یوازې لنډ بریدونه یې کول. په فرانسوي خدمه کې کم تجربه کښتۍ چلونکي شامل وو او زیاتره خدمه کله چې سمندر ته رسېدل، اړ وو چې په څو مواردو کې د سمندري ځواک اصول زده کړي، ټوپک کارول له پامه غورځول کېدل. په اطلس سمندر کې ګړندي سفر او راستنېدل حیاتي اکمالات وکارول. د ویلینیو د اکمالاتو وضعیت د اکتوبر په میاشت کې په ښه کېدو شو، خو د نیلسون د راتګ خبر ویلینیو د بندر پرېښودو ته زړه نازړه کړ. د هغه کپتانانو په دې اړه رای اچونه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې په بندر کې پاتې شي.  

ناپلیون د سپټمبر په ۱۶ په کاډیز کې فرانسوي او هسپانوي کښتیو ته امر وکړ چې په لومړي مناسب فرصت کې سمندر ته لاړې شي، د لیکې له اوو هسپانوي کښتیو سره بیا په کارټاخنا کې یوځای شي، ناپلس ته لاړې شي او هغه سرتېري چې د هغه د ځواک د پیاوړتیا لپاره یې لېږدول، کښته کړي. بیا که د شمیر له پلوه د کمو برېتانوي بېړیو سره مخ شول، پرېکنده جګړه وکړي.  

سرچينې سمول

  1. "Napoleonic Wars". Westpoint.edu. U.S. Army. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bennet, Geoffrey (2004). The Battle of Trafalgar. England: Pen & Sword Books Limited, CPI UK, South Yorkshire.
  3. Kongstam, Angus (2003). "The New Alexander". Historical Atlas of the Napoleonic Era. London: Mercury Books. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 1904668046. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Rear Admiral Bertie". Naval Chronicle. 26: 23. 1811. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hannah. د کتاب پاڼې 106. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  6. Hannah, P. (2021). A Treasure to the Service; Admiral Keats. Adelaide: Green Hill. د کتاب پاڼې 186. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-922629-73-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. James p. 22
  8. Hannah, P. د کتاب پاڼي 120–4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)