د ایبریا شبه الجزیره

د ایبریا شبه الجزیره (/aɪˈbɪəriən/)، [a] چې د ایبیریا په نامه هم پیژندل کیږي، د اروپا په سویل لویدیځه برخه کې واقع شوې شبه الجزیره ده، چې د اوراسیا تر ټولو غربي یا لویدیځه برخه مشخصوي. دا سیمه په اصل کې د هسپانیې او پرتګال هېوادونو تر منځ وېشل شوې ده، چې د دې هېوادونو لویه برخه او دغه راز د فرانسې د سویلي برخې یوه کوچنۍ برخه او جبل الطارق هم په کې شامل دي. دا سیمه شاوخوا ۵۸۳،۲۵۴ کیلومتر مربع مساحت لري، چې (۲۲۵،۱۹۶ مایل مربع) کېږي. دغه راز یاده سیمه شاوخوا ۵۳ میلیونه نفوس لري او د مساحت له پلوه د اسکندنویا له شبه الجزیرې څخه وروسته د اروپا دویمه لویه شبه الجزیره بلل کېږي.[۱][۲]

نوم سمول

یوناني نوم سمول

د ایبریا کلمه د لاتیني «Hiberia» کلمې څخه اخیستل شوی نوم دی، چې د لرغوني یونان د Ἰβηρία (Ibēríā) له کلمې څخه یې سرچینه اخیستې ده. دا نوم د روم سترواکۍ لاندې یوناني جغرافیه پوهانو په وسیله هغه څه ته د اشاره کولو لپاره کارول کېږي، چې نن ورځ په انګلستان کې د ایبریا شبه الجزیرې «Iberian Peninsula» په نامه یادېږي. په هغه وخت کې دا نوم د یوه ځانګړي جغرافیایي واحد یا یوه ډله جمعیت څرګندوونکی نه و. همدا نوم د ایبریا سلطنت یا پادشاهۍ لپاره کارول شوی و، چې په اصلي او بومي توګه په قفقاز کې د «Kartli» په نامه پېژندل کېږي او هغه مرکزي سیمه وه، چې وروسته بیا د ګرجستان په سلطنت یا پادشاهۍ بدله شوه. استرابون هغه څوک و، چې په لومړي ځل یې د پیرینیس په وسیله د «Keltikē» له ګول څخه د «ایبریا» د نقشې راپور ورکړ او په هغه ځای کې یې د سول لویدیځ برخې (چې هغه یې لویدیځ بولي) ټوله وچه سیمه پکې شامل کړه. د رومي سترواکۍ په راپرځېدو یا سقوط او دغه راز د رومي ژبو په تثبیت کېدو سره د «Iberia» کلمه د رومي ژبې د «Hiberia» کلمې او د یوناني ژبې د «Ἰβηρία» کلمې پورې دوام ورسېده.[۳][۴][۵][۶]

لرغوني یونانیانو د مدیترانې لوی سیند له لارې غرب ته د سفر په لړ کې د ایبریا شبه الجزیرې ته ورسېدل، چې له فنقیانو یې د دې شبه الجزیرې په هکله اورېدلي و. د ملیتوس ښار هکاتائوس لومړنی شخص و، چې د ایبریا اصطلاح په کارولو سره پېژندل شوی و، هغه د مسیح له میلاد څخه شاوخوا ۵۰۰ کاله مخکې د ایبریا اصطلاح ولیکله. د هالیکارناسوس هیرودوت د فوقیانو په هکله وایي چې: «دوی هغه څوک و، چې یونانیان یې له ایبریا سره اشنا کړل...». د سټرابون په وینا مخکنیو تاریخپوهانو د ایبریا کلمه د هېواد په معنا «چې د Ἶβηρος اړخ» (Ibēros, the Ebro) کارولې ده، چې د رون سیند تر شمالي برخې پورې یې اړوند بللې؛ خو په هغه وخت کې یې پیرینیس Pyrenees د حد او پولې په توګه وټاکلو. پولیبیوس د دې حد او پولې درناوی کوي؛ خو ایبریا تر جبل الطارق پورې د مدیترانې د یو اړخ په توګه بولي؛ حال دا چې د اطلس اقیانوس برخه یې نوم نه لري. هغه په یوه بله برخه کې وایي، چې ساګونتوم «د سمندر په غاړه د هغو غونډیو په لمن کې موقعیت لري، چې ایبریا او سلتیبریا له یو بل سره نښلوي».[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

سټرابون کاریتانیان «Carretanians‎» د «ایبری ذخایرو» اړوند خلکو په توګه یادونه کوي، چې په پیرنه کې استوګن دي او له سلتیانو یا سلتیبريانو څخه توپیر لري.

رومي نومونه سمول

د چارلز اېبل په وینا یوناني او لاتیني دواړو ژبو کې لرغونې سرچینې « Hispania او Hiberia» یا (یوناني: لیبریا Iberia) د مترادفاتو په توګه کاروي. د کلمو ګډوډۍ او بې نظمي د سیاسي او جغرافیايي لیدلورو د ناهمغږۍ او نامنسجم والي له امله وې. د هیبریا Hiberia لاتیني کلمه د ایبریا Iberia له یوناني کلمې سره ورته ده، چې د کلمې په ریښتینې معنا د «د هیبریانو ټاټوبي» په توګه معنا کېږي. دا کلمه د هیبروس سیند «چې اوسمهال Ebro یا Ebre نومېږي» له کلمې څخه اخیستل شوې. له همدې امله هیبر (ایبری Iberian) د هغو خلکو د نومولو اړوند اصطلاح په توګه کارول کېږي، چې د اېبرو سیند نېږدې برخو کې یې ژوند کاوه. په رومي ادبیاتو کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰ م.ز کال کې د دې اصطلاح یادونه د انیووس په نامه نامتو تحلیلګر شاعر په وسیله وشوه. دغه راز ویرجیېل په خپل اثر جورجېکس Georgics کې ولیکل «impacatos (H)iberos» چې د (بې قراره ایبري) په معنا دی. دغه راز د روم جمهوریت د وروستیو دورو نورو رومي جغرافیه پوهانو او نثر لیکونکو دا ټوله شبه الجزیره د هیسپانیا په نامه یاده کړې ده.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د لرغوني یونان او روم په دوره کې د هسپریا نوم هم د ایټالیا شبه الجزیري او هم د ایبري شبه الجزیرې لپاره کارول کېده. په دویم مورد کې هسپریا التیما Hesperia Ultima (په لرې لویدیځه برخه کې خپل موقعیت ته اشاره کوي) په رومي لیکوالانو کې د لومړني مورد د ابهام ختمولو یوې بڼې په توګه څرګندېږي، همدا رنګه د روم لرغونې دورې راهیسې یهودیانو شبه الجزیرې ته د سېفراډ نوم ورکړ.[۱۸][۱۹]

کله چې له سیاسي پلوه یې لرغونو کارتاژي سیمو ته لېوالتیا پیدا کړه، نو رومیانو د نېږدې لپاره د « Hispania Citeriorاو Hispania Ulterior» او د لرې لپاره د «Hispania» نومونو کارول پیل کړل. په هغه وخت کې هیسپانیا له درې رومي برخو یا ولایتونو څخه جوړه شوې وه؛ چې هسپانیا باتیکا، هسپانیا تاراکوننسیس او هسپانیا لوزیتانیا و. سټرابون په دې هکله وایي، چې رومیانو رومیان هسپانیا او ایبریا لفظونه په مترادفه توګه کاروي او د نېږدې شمالي سیمو او لرې سویلي سیمو تر منځ توپیر کوي. (د ایبریا نوم یو ډول مبهم و او دغه راز په قفقاز کې د ایبریا د پادشاهۍ او سلطنت نوم هم و).[۲۰]

هره ژبه چې په عمومي توګه به دې شبه الجزیره کې پرې خبرې کېدلې، ټولو یې ډېر ژر خپل ځای لاتیني ژبې ته پرېښود، پرته د Vascones له ژبې چې د ‎پیرېنیس خنډ یا سد په وسیله د یوې منزوي ژبې په توګه وساتل شوه.

نوی یا معاصر نوم سمول

د ایبري شبه الجزیرې «Iberian Peninsula» نوې ی مدرنه کلمه په ۱۸۲۳ ز کال کې د ژان باپتیست په نامه یو فرانسوي جغرافیه پوه په وسیله د هغه په «Guide du Voyageur en Espagne» اثر کې رامنځته شوه. تر دې نېټې مخکې جغرافیه پوهانو د «هسپانیا شبه الجزیره» یا «د پیرنه شبه الجزیره» اړوند اصطلاحات کارول.[۲۱]

ریښه پېژندنه / ایتمولوژي سمول

د ایبري شبه الجزیرې تل د اېبرو له سیند (Ibēros په لرغوني یونان کې او Ibērus یا Hibērus په لاتین کې) سره تړاو لرلی دی. دا ټولنه دومره مشهوره وه، چې توضیح او بیانول یې ډېر سخت او لویه اړتیا شوې وه. د بېلګې په توګه ایبریا په سټرابون کې «د ایبیروس دا اړخ» یو هېواد و. پیلینې تر هغې برخې پورې مخته ځي، چې ادعا کوي یونانیانو د هیبروس سیند له امله «ټوله هسپانیا» د هیبریا په نامه نومولې ده. دا سیند په ۲۲۶ م.ز کال کې د ایبرو تړون په ترڅ کې د روم او کارتاژ تر منځ څرګند شو او په ایبرو کې یې د کارتاژینیانو لېوالتیا وټاکله. د تړون تر ټولو بشپړه شرح او توضیح کې چې په هغه کې آپیان ذکر شوی دی، هلته د «Ibērus» کلمه کار اخیستل شوی دی. دې پولې ته په اشارې سره پولیبیوس داسې وایي، چې د دې شبه الجزیري اصلي او بومي نوم ایبر «Ibēr» دی، چې په ظاهري توګه اصلي کلمه ده او د یوناني یا لاتیني ژبې وروستاړی «os» یا «us» ترې لیرې شوی دی.[۲۲][۲۳][۲۴]

تاریخ پوهان او جغرافیه پوهان د دې اصلي اوسیدونکو لومړنۍ لړۍ د اوسنۍ سویلي هسپانیې څخه د اوسنۍ فرانسې تر سویلي برخې پورې د مدیترانې ساحل اوږدو کې راولي او د داسې لوستونکي خط په بېلګو سره یې په یوه نه پېژندل شوې ژبه بیانوي او روښانه کېږي، چې «ایبري» نومېږي. دا چې آیا دا بومي او اصلي ده یا د یونانیانو په وسیله د ایبرو په څنډو کې هغوی ته ورکول شوي دي، دا موارد ټول نا پیژندل شوي پاتې دي. په پولیبیوس کې اعتبار او باور د ریښې پېژندنې په برخه کې ځانګړي محدودیتونه رامنځته کوي؛ که چېرې دا ژبه ناپېژندل شوې پاتې شي، نو د ګڼ شمېر کلمو لکه ایبر کلمې معنا به هم ناپېژندل شوې پاتې شي. په معاصر یا مدرن باسک کې د ایبر ibar کلمه د «درې» یا «اوبه لرونکي بند یا میدان» په معنا ده، حال دا چې ایباي ibai د «سیند» په معنا ده؛ خو داسې هېڅ دلیل او ثبوت نشته، چې د ایبرو سیند ایتمولوژي یا ریښه پېژندنه له دې باسکي نومونو سره یوځای او مرتبط کړي.[۲۵]

ماقبل التاریخ / له تاریخه مخکې سمول

له ډبرو مخکې دوره / Palaeolithic سمول

لکه څنګه چې د آتارپورکا په غرونو کې د موندل شویو سیمو پاتې شونې یې ښيي، لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه کاله کېږي، چې د ایبري په شبه الجزیره کې د همو جنیس غړي ژوند کوي. د دې سیمو له ډلې یو هم د ګران دولینا غار یا مغاره ده، چې په ۱۹۹۴ ز کال کې د هومینېن شپږ داسې سکلیټونه پکې وموندل شول چې د ۷۸۰،۰۰۰ تر یو میلیون کاله مخکې زمانې پورې اړوند و. کارپوهانو په دې هکله داسې بحث کړی دی، چې  آیا دا سکلیټونه د هومو ریکتوس Homo erectus‎، هومو هایدلبېرګېنسس Homo Heidelbergensis بڼو یا هم د هومو انېسیسور Homo Antecessor نوې بڼې پورې اړوند دي. [۲۶]

سرچينې سمول

  1. Triviño, María; Kujala, Heini; Araújo, Miguel B.; Cabeza, Mar (2018). "Planning for the future: identifying conservation priority areas for Iberian birds under climate change". Landscape Ecology (په انګلیسي ژبه کي). 33 (4): 659–673. doi:10.1007/s10980-018-0626-z. hdl:10138/309558. ISSN 0921-2973. S2CID 3699212. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lorenzo-Lacruz او نور 2011، ص. 2582.
  3. Claire L. Lyons; John K. Papadopoulos (2002). The Archaeology of Colonialism. Getty Publications. د کتاب پاڼي 68–69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89236-635-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Strabo. "Book III Chapter 1 Section 6". Geographica. And also the other Iberians use an alphabet, though not letters of one and the same character, for their speech is not one and the same. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Charles Ebel (1976). Transalpine Gaul: The Emergence of a Roman Province. Brill Archive. د کتاب پاڼي 48–49. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-04384-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ricardo Padrón (1 February 2004). The Spacious Word: Cartography, Literature, and Empire in Early Modern Spain. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 252. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-64433-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Carl Waldman; Catherine Mason (2006). Encyclopedia of European Peoples. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 404. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-2918-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Strabo (1988). The Geography (په پخوانۍ يوناني و انګلیسي ژبه کي). II. Horace Leonard Jones (trans.). Cambridge: Bill Thayer. د کتاب پاڼې 118, Note 1 on 3.4.19. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Herodotus (1827). The nine books of the History of Herodotus, tr. from the text of T. Gaisford, with notes and a summary by P. E. Laurent. د کتاب پاڼې 75. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Geography III.4.19.
  11. III.37.
  12. Charles Ebel (1976). Transalpine Gaul: The Emergence of a Roman Province. Brill Archive. د کتاب پاڼي 48–49. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-04384-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Félix Gaffiot (1934). Dictionnaire illustré latin-français. Hachette. د کتاب پاڼې 764. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Greg Woolf (8 June 2012). Rome: An Empire's Story. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-997217-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Berkshire Review. Williams College. 1965. د کتاب پاڼې 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Carlos B. Vega (2 October 2003). Conquistadoras: Mujeres Heroicas de la Conquista de America. McFarland. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-8208-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Virgil (1846). The Eclogues and Georgics of Virgil. Harper & Brothers. د کتاب پاڼې 377. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789644236174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Vernet Pons 2014، ص. 307.
  19. Vernet Pons 2014، ص. 297.
  20. Geography III.4.19.
  21. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  22. III.3.21.
  23. "Polybius: The Histories: III.6.2". Bill Thayer. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. White, Horace; Jona Lendering. "Appian's History of Rome: The Spanish Wars (§§6–10)". livius.org. د کتاب پاڼي Chapter 7. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Morris Student Plus, Basque-English dictionary
  26. Adams 2010، ص. 208.