د اکتشاف دوره

د اکتشاف دوره (یا د موندنو پړاو) د لومړۍ معاصرې دورې لپاره یوه غیر رسمي او کمزورې تعریف شوې اصطلاح ده چې تر ډېره د بادبان (د باد لپاره مخصوصې کښتۍ) له دورې سره اړخ لګوي، چې د اروپا په تاریخ کې تقریباً له پنځلسمې پېړۍ تر اتلسمې پېړۍ پورې وخت ته ورګرځي، په هغو کې د سمندري سفر اروپایان په ټوله نړۍ کې د سیمو پر کشفیاتو بوخت شول چې ډېری یې له وړاندې استوګن شوي وو. اوس ځینې څېړونکي هغه د تماس یا د اروپا د پراختیا دوره بولي. [۱][۲]

د پرتګالیانو په مشرۍ بهر پراخ کشفیات د اروپا په کلتور کې د یوه ځواکمن فکتور په توګه څرګند شول، په ځانګړې توګه د اروپایانو ښکېلېدل او د امریکا د لویې وچې استعمار. همدا راز دا په ډېری اروپایي هېوادونو کې د حکومتي سیاست په توګه د ډېرېدونکي استعمار د منلو ښکارندويي کوي، له همدې امله ځینې وخت د اروپا د استعمار له لومړۍ څپې سره مترادف دی.

اروپایي اکتشافات تر مدیترانې بهر په 1336 کال کې کناري جزیرو ته د پرتګالیانو په سمندري سفرونو سره پیل شول. لږ وروسته د پرتګالیانو له‌خوا په اتلانتیک کې د مادیرا او ازورس د ټاپوګانو له موندل کېدو سره په 1419 او 1427 کلونو کې په ترتیب سره د پرتګال راج یا واکمنۍ ته لاره هواره شوه او وروسته په 1434 کال کې لوېدیځه افریقا په دې ډله کې راغله، تر هغه پورې چې په 1498 کال کې هند ته د واسکو داګاما په واسطه سمندري لاره جوړه شوه. د (اسپانیا) کاسټيلې پاچا یا واکمن د امریکا لویې وچې ته د 1492 تر 1504 کلونو تر منځ د کریسټف کولمب د اطلس اقیانوس د سفرونو او د فرډیناند مګیلان په واسطه د 1519 تر 1522 کلونو تر منځ د ځمکې پر کرې د لومړي دور وهلو (چې جوان سباستین الکانو بشپړ کړ) مالي ملاتړ وکړ. دغه اکتشافات په ټول اتلانتیک، هند او آرام اقیانوس کې د بېلابېلو سمندري اکتشافاتو او د امریکا په لویه وچه، آسیا، افریقا او استرالیا کې د ځمکنیو اکتشافاتو لامل شول چې د نولسمې پېړۍ تر پایه یې دوام وکړ او ورپسې په شلمه پېړۍ کې د قطبي سیمو اکشتافات وشول. [۳]

په بهر کې د اروپا اکتشافات د نړیوالې سوداګرۍ د ودې لامل شول. دغه راز اروپايي استعماري امپراتورۍ چې پخوانۍ نړۍ (اروپا، آسیا او افریقا) او نوې نړۍ (امریکا) همدارنګه استرالیا یې سره نښلولې چې کلمبیايي تبادلات یې رامنځته کړل او په هغو کې د دوو نیم‌کُرو تر منځ د بوټو، ژوو، خوړو، انساني نفوسو (د مرېییو په شمول)، د ساري ناروغیو او کلتور پراخ لېږد هم شامل و. د اکتشافاتو دورې او وروسته بیا اروپايي اکتشافاتو د نړۍ د نقشې اخیستو زمینه برابره کړه چې پایله یې د نوې نړۍ لید او د لرې پرتو تمدنونو اړیکه وه. په ورته وخت کې نوې ناروغۍ خپرې شوې او هغو خلکو ته یې ډېر زیان واړاوه چې له دې وړاندې له پخوانۍ نړۍ سره په اړیکه کې نه وو، مشخصاً د امریکا بومي خلک. په دې دوره کې مرېیتوب، استثمار، په زور د سیمو نیول، مخ پر وړاندې اقتصادي نفوذ او د اروپا په واسطه د اروپايي کلتور او تکنالوژۍ پراختیا او د بومي ټولنو استعمار هم موجود و.

مفهوم سمول

د اکتشاف مفهوم ډېر دقیق شوی او په مهم ډول د پړاوونو د دې ډل‌بندۍ د تاریخ اصلي اصطلاح ښيي. د «اکتشافاتو د دورې» اصطلاح په تاریخي ادبیاتو کې شته او لا هم معمولاً کارېږي. جي اېچ پري، په نورو ټکو دغه دوره د پېژندګلوۍ دوره هم بللې او دا استدلال کوي چې نه یوازې د اروپا د اکشتافاتو دوران په هغو سیمو کې و چې تر اوسه د هغوی لپاره آشنا نه وې، بلکې د جغرافیايي پوهې او تجربي علومو د پراختیا لامل هم شو. «دا د واک او د علومو، تکنالوژۍ او ورځني کار په اړه د تجربي راټولونو د علم لومړنۍ لویې بریاوې هم بلل کېږي چې د اوسنۍ لوېدیځې معاصرې نړۍ اساسي ځانګړنه بلل کېږي» انتوني پاګډن د اډمونډو اوګورمن د څېړنې په اړه دا د هغې بیانیې لپاره کاروي چې هغه ویلي وو «د ټولو اروپایانو لپاره د 1492 کال د اکتوبر میاشتې پېښې یو «کشف» و». اوګورمن لا ډېر استدلال کوي چې له نویو سیمو سره فزیکي او جغرافیايي مخامخ کېدل په خپل نړۍ لید کې د دې نوې پوهې د ادغام لپاره د اروپایانو د هڅو په پرتله لږ اهمیت لري، هغه څه چې هغه یې «د امریکا اختراع» بولي. [۴][۵][۶][۷][۸]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Nassaney, Michael Shakir (2014). Claire Smith (المحرر). "North America During the European Contact Period". Encyclopedia of Global Archaeology. New York, NY: Springer: 5350–5371. doi:10.1007/978-1-4419-0465-2_1641. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4419-0426-3. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Lesser Antilles in the Age of European Expansion". Cultural Survival. د لاسرسي‌نېټه Sep 9, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Butel, Paul (2002-03-11). The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-01044-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Washburn, Wilcomb E. (1962). "The Meaning of "Discovery" in the Fifteenth and Sixteenth Centuries". The American Historical Review. JSTOR. 68 (1): 1–21. doi:10.2307/1847180. ISSN 0002-8762. JSTOR 1847180. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Parry, J. H. (1973). The Age of Reconnaissance: Discovery, Exploration, and Settlement, 1450–1650. London: Cardinal. p. 13.
  6. O’Gorman, Edmundo. The Invention of America. An Inquiry into the Historical Nature of the New World and the Meaning of History. Bloomington, IN 1961, 9-47.
  7. Pagden 1993، ص. 6.
  8. Pagden 1993، صص. 5–6.