د امریکا د لویې وچې تاریخ

د امریکا لویې وچې (شمالي، سویلي او مرکزي امریکا او کارابین) له تاریخ وړاندې پېر له آسیا څخه د یخبندان د عصر په اوج کې دغو سیمو ته د وګړو له کډوالۍ پیلېږي. عام باور پر دې دی چې، د خلکو دغه ډلې تر هغه مهاله چې په لسمه پېړۍ کې له ایسلنډ څخه د لیف اېرکسون ترمشرۍ لاندې خلک دغې لویې وچې ته ورسېدل او په ۱۴۹۲ ز کال کې د کریسټوفر کولمبوس تر سفر پورې له "پخوانۍ نړۍ" جلا شوې ډلې وې.

د امریکا د بومي وګړو نیکونه پالئو سورپوستي و؛ هغوی ښکاریان – راټولوونکي و چې، شمالي امریکا ته یې کډه کړې وه. تر ټولو مشهور نظر دادی چې، کډوال له بېرنجیا څخه، له هغې ټوټې وچې څخه چې اوس مهال په برېنګ تنګه کې د شمالي منجمد اقیانوس په واسطه پوښل شوې، د امریکا لویې وچې ته راغلي و.

په ۱۴۹۲ ز کال کې د کریستوفر کولمبوس له سمندري سفرونو وروسته، په پیل کې د هسپانیې، ورپسې د پرتګال، انګلستان، فرانسې او جرمني استعمارچیان دغې نوې نړۍ ته راورسېدل او د سیمو په فتح کولو او په هغو کې له استوګن کېدو وروسته یې، په دغه لویه وچه کې د پام وړ فزیکي او کلتوري لیدلوري رامنځته کړل. هسپانیې د اوسني وخت د امریکا د متحده ایالاتو ډېری سویل لویدیځې برخې، فلوریډا او له کارابین څخه د سویلي امریکا تر څوکې پورې په خپله مستعمره کې راوستل. پرتګال بیا په اوسني برازیل کې مېشت شو په داسې حال کې چې انګلستان د امریکا په ختیځو سواحلو، د آرام سمندرګي په شمالي سواحلو او د اوسنۍ کاناډا ډېرې برخې تر استعمار لاندې راوستې. فرانسې په کیوبیک او د کاناډا په ختیځو برخو کې ځای خپل کړ، چې اوس مهال د امریکا مرکزي ایالتونو ته اړوندېږي. هالنډ په نیو هالنډ کې ( د نیوامستردام  اداري مرکز یا اوسنی نیویارک)، د کارابین په یو شمېر ټاپوګانو او د سویلي امریکا په شمال کې یو شمېر برخې ونیولې.

د امریکا په لویه وچه کې اروپايي نیواک دې ته زمینه برابره کړه، څو اصلي امریکایان، اروپایان او افریقایان، د هغوی کلتورونه او بنسټونه یو په بل کې ګډ شي، چې له امله یې ګڼ شمېر کلتورونو، تمدنونو او په پایله کې نوو دولتونو وده وکړه. په امریکایي کلتور کې د استعمار اغېزې په معمارۍ، مذهب، خوړو، هنر او په ځانګړې توګه په ژبه کې په ښکاره ډول څرګندېږي، چې تر ټولو زیات یې د هسپانوي ژبې (۳۷۶ میلیونه ویونکي)، د انګلیسي (۳۴۸ میلیونه) او پرتګالي (۲۰۱ میلیونه) دي. د استعمار دورې نږدې درې پېړۍ دوام وکړ، د ۱۶ مې پېړۍ له پیل څخه د ۱۹ مې پېړۍ تر پیل پورې، تر هغه مهاله، کله چې برازیل او نورو لویو هسپانوي الاصله امریکايي ملتونو خپلواکي واخیسته. د امریکا متحده ایالاتو ډېر ژر په ۱۷۷۶ ز کال کې له لویې بریتانیا خپلواکي واخیسته، په داسې حال کې چې، کاناډا په ۱۸۶۷ ز کال کې فدراله واکمني او په ۱۹۳۱ ز کال کې یې په قانوني توګه خپلواکي ترلاسه کړه. یو شمېر نور هېوادونه، د ۱۹ مې پېړۍ تر پایه خپلو اصلي اروپايي هېوادونو ته اړوند و، لکه کیوبا او پرتوریکو چې تر ۱۸۹۸ ز کال پورې هسپانیې ته اړوند وو. نورو وړو برخو لکه ګیانا (Guyana) د ۲۰ مې پېړۍ په نیمايي کې خپلواکي واخیسته، پداسې حال کې چې د کارابین یو شمېر ټاپوګان او فرانسوي ګیانا (French Guiana) تر اوس مهاله د اروپايي ځواکونو برخه پاتې شوې دي.

شلمه پېړۍ سمول

شمالي امریکا سمول

شمالي امریکا د لویې بریتانیا د برخې په توګه، کله چې په ۱۹۱۴ ز کال کې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه، کاناډا په دغه جګړه کې ښکېل شوه. کاناډا د جګړې په پیل کې په یپرېس (Ypres) کې د وژونکي ګاز د برید په ګډون د جګړې د لومړنیو پړاونو دروند بار پر غاړه واخیست. تلفات زیات شول، دولت اړ شو چې نوي سرتېري جذب کړي، پداسې حال کې چې له دغې چارې سره ډېری فرانسوي الاصله کاناډایان مخالف و په اجباري ډول د سرتېرو راغونډولوپه ۱۹۱۷ ز کال کې کړکېچ جوړ کړ او د مونټریال په واټونو ګڼ شمېر بغاوتونه رامنځته شول. په ګاونډي نیو پونډلنډ(Newfoundland) کې د سومي (Somme ) جګړې په لومړۍ ورځ نوې واکمنۍ له ویجاړونکې ماتې سره مخ شوه.

د امریکا متحده ایالات تر ۱۹۱۷ ز کال پورې تر هغه مهاله چې له انتانت (Entente) ځواکونو سره یوځای شوه له جګړې لرې پاتې و. د امریکا متحده ایالاتو وکولای شول چې په ۱۹۱۹ ز کال کې د پاریس د سولې په کنفرانس کې چې د دوه نړیوالو جګړو ترمنځ یې اروپا ته نوې څېره ورکړه مهم رول ولوبوي. مکسیکو د جګړې برخه نه وه، ځکه هغه مهال دغه هېواد د مکسیکو په انقلاب کې ښکېل و.

۱۹۲۰ مې لسیزې د امریکا او په لږ کچه د کاناډا لپاره د هوساینې فرصتونه رامنځته کړل. خو په ۱۹۲۹ ز کال کې د وال سټریت د اسهامو د بازار د سقوط (Wall Street Crash) او وچکالۍ له امله د امریکا په متحده ایالاتو او کاناډا کې د اقتصادي ستونزو پړاو پیل شو.له ۱۹۳۶ ز کال څخه تر ۱۹۴۹ کال پورې د مکسیکو کاتولیک ضد دولت پر وړاندې، په ځانګړې توګه د ۱۹۱۷ کال د مکسیکو په اساسي قانون کې د دیني مقرارتو پر ضد احکامو سره په اړیکه پراخ ولسي پاڅون رامنځته شو.

مرکزي امریکا سمول

د یوې تلپاتې سیاسي اتحادیې د ماتې سره، د مرکزي امریکا د بیاځلي یو موټي کېدو مفهوم، له دې سره چې د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو له خوا ورسره چندان لیوالتیا نه وه خو بیا هم کله کله دا مفهوم مطرح کېده. له ۱۸۵۶ ز کال څخه تر ۱۸۵۷ کال پورې دغې سیمې بریالی پوځي ایتلاف د امریکايي کړکېچ جوړونکي ویلیام واکر د برید د دفع کولو په موخه جوړ کړ. نن ورځ، ټولو پنځه هېوادونو د دوو بیرونۍ آبي لیکو لرونکی بیرغونه چې په منځ کې سپینه لیکه لري اوچت کړي څو د پخواني فدرال رول څرګند کړي.(کوستاریکا چې په سنتي ډول د دغو پنځو هېوادونو له ډلې له ادغام سره ستونزه لري، په ۱۸۴۸ ز کال کې یې په خپل بیرغ کې د آبي کرښې رنګ په تېز کولو او همدارنګه د دوه سرو کرښو په زیاتولو، د فرانسوي درې رنګه بیرغ په افتخار په خپل بیرغ کې بدلون راوړی).

په ۱۹۰۷ ز کال کې د مرکزي امریکا د عدالت محکمه جوړه شوه. د ۱۹۶۰ ز کال د ډسمبر په ۱۳ مه، ګواتیمالا، الاسلوادور، هندوراس او نیکاراګوا د مرکزي امریکا ګډ مارکېټ ("CACM") جوړ کړ. کوستاریکا د خپلې اقتصادي ودې او سیاسي ثبات له امله وه نه غوښتل چې په CACM کې برخه واخلي. د CACM موخه د پیاوړي سیاسي اتحاد رامنځته کول او د وارداتي اقتصادي سیاست پر ځای د صنعتي اقتصادي سیاست پیاوړي کول دي. دغې پروژې چټکې اقتصادي بریاوې رامنځته کړې خو په ۱۹۶۹ ز کال کې د الاسلوادور او هندوراس ترمنځ د فوټبال جګړې وروسته دغه مارکېټ وتړل شو. د مرکزي امریکا پارلمان له ۱۹۹۱ ز کال څخه یوازې مشورتي رول لري. کوستاریکا په مکرر ډول له دغه سیمه ییز پارلمان سره یوځای کېدل رد کړي، هغه پارلمان چې د مرکزي امریکا د پخوانۍ اتحادیې څلور هېوادونه، پاناما او د دومنیکن جمهوریت یې غړیتوب لري.

سویلي امریکا سمول

په ۱۹۶۰ مه او ۱۹۷۰ مه لسیزو کې د ارجنټاین، برازیل، چلي او یوروګوای دولتونه د امریکا متحده ایالاتو سره د همغږو پوځي دیکتاتوریو له خوا وشیندل شوې. دغو دیکتاتوریو په لسګونو زره  سیاسي بندیان ونیول، چې ډېری یې اعدام او یا هم ووژل. په اقتصادي بڼه هغو د نوو لېبرال اقتصادي سیاستونو اړخ ونیو. هغوی د سړې جګړې پر مهال، د امریکا د ملي امنیت له دکتورینو څخه د داخلي شیندل کېدوڅخه د مخنیوي په برخه کې ګټه وکړه. د د د۰ ۱۹۸مې لسیزې او ۱۹۹۰ مې لسیزې ترمنځ پیرو (Peru) له داخلي کړکېچ رنځېده. انقلابي خوځښتونه او ښي اړخ پلوه پوځي دیکتاتورۍ عامې وې، خو له ۱۹۸۰ مې لسیزې وروسته، د دیموکراسۍ جوړونې څپه په دې لویه وچه کې رامنځته شوه، چې له امله یې اوس مهال دیموکراتیکه واکمني پراخه شوې.

سرچينې سمول