د افغانستان لومړی وزير

د افغانستان د لومړي وزیر (دري: رئیس الوزرای افغانستان) چوکۍ (بست) د افغانستان د کابینې یوه چوکۍ ده. دغه چوکۍ په ۱۹۲۷ ز کال کې د افغانستان د پاچا له خوا د یوې رسمي چوکۍ په توګه رامنځته شوه. د دغه ځایګي ساتونکي تر ۱۹۷۳ ز کال پورې هغه مهال چې د افغانستان پاچهي نظام پای ته ورسېد، تر ډېره د سلاکارانو په توګه و. په ۱۹۸۰ مه ز لسیزه کې دغه ځایګي د حکومت په سر کې ځای درلود. دغه چوکۍ د متحده ایالاتو له برید وروسته هغه مهال له منځه ولاړه، کله چې په ولسمشریز ډول د دولت بنسټ کېښودل شو او له ۲۰۰۴ ز کال نه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې یې دوام وکړ. له افغانستان نه د متحده ایالاتو له وتو او د طالبانو له یوځل بیا واکمنېدو وروسته دغه چوکۍ بیاځلي رامنځته شوه.

د ۲۰۲۱ ز کال د سپټمبر په اوومه نېټه طالب چارواکو چې د افغانستان په ډېرۍ برخو یې واک درلود، ملا محمد حسن اخوند د افغانستان د اسلامي امارت د بیاځلي واکمن شوي لنډ مهالي دولت د لومړي وزیر (رئیس الوزرا) په توګه وټاکه. دولت د اسلامي امارت د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده تر څار لاندې دی.[۱]

تاریخچه سمول

پاچهي سمول

د وزیرانو د شورا مشر لومړی وزیر نه، بلکې پاچا و. یوازې د هغه (پاچا) د غیابت پر مهال به لومړي وزیر د یادې شورا سرپرستي کوله.

تر ۱۹۶۳ ز کال پورې، پاچا محمد ظاهر شاه خپل خپلوان د لومړي وزیرانو په توګه ټاکل. پاچا محمد ظاهرشاه واک درلود چې لومړی وزیر ګوښه او یا وټاکي. له ۱۹۶۳ ز کال وروسته دغې چارې بدلون وکړ او څرګنده یې کړه چې، د افغان حکومت مشر لومړی وزیر دی او حکومت له وزیرانو جوړ دی. دا لومړی ځل و چې پاچا ظاهر شاه په حکومتي چارو کې مهم رول نه لوباوه او هغه یې یوې ټاکل کېدونې ادارې ته پرېښودې. په داسې حال کې چې نوموړي څرګنده کړه چې، دوی نه شي کولای، د خپلو دندو پرمهال په نورو چارو لاس پورې کړي.

د ۱۹۶۴ ز کال اساسي قانون، لومړي وزیر ته دا واک هم ورکړ چې د پاچا د مړینې په حالت کې ټاکنیز پلاوی (الکترال کالج) احضار کړي. لومړی وزیر یوازې د خپلو دندو او د حکومت د عمومي پالیسي اړوند ولسي جرګې ته په ځواب ویلو مکلف و.[۲]

دیموکراتیک جمهوریت سمول

د ۱۹۷۸ ز کال په اپریل میاشت کې د افغانستان ولسمشر محمد داوود خان په یوه کودتا کې چې د ثور د انقلاب پیلامه وه ووژل شو. د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند هماغه کال د لومړي وزیر دفتر بېرته پرانیست چې د ۱۹۸۰ مې ز لسیزې تر پایه پاتې شو.

ولسمشر د لومړي وزیر د ټاکلو واک درلود، چې هغه بیا په خپل نوبت سره د وزیرانو شورا جوړوله. د دغې شورا (وزیرانو شورا) له مخې اعلان شوې دندې د داخلي او خارجي سیاستونو جوړول، د اقتصادي پراختیايي پروګرامونو او دولتي بودیجې جوړول او عمومي نظم ټینګښت و.

د ۱۹۸۷ ز کال د اساسي قانون له مخې، ولسمشر اړ و چې د حکومت جوړولو په موخه لومړی وزیر وټاکي. لومړي وزیر واک درلود چې حکومت منحل کړي. د دیموکراتیک جمهوریت په دوره کې یو شمېر ولسمشران د لومړي وزیرانو په توګه هم و. په افغانستان باندې د شوروي اتحاد په برید سره لومړي وزیر نور د حکومت په سر کې ځای نه درلود. د خلکو د دیموکراتیک ګوند مشر او د دولتي امنیتي خدمتونو (خاد) مشر زیات واک درلود.

د ۱۹۹۰ ز کال اساسي قانون څرګنده کړه چې، یوازې په افغانستان کې زېږېدلي افغان وګړي کولای شي، دغه چوکۍ خپله کړي، دا هغه څه و چې په پخوانیو سندونو کې نه وو څرکند شوي.

اسلامي دولت سمول

د محمد نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته، یو انتقالي حکومت جوړ شو. په دې ترتیب سره د لومړي وزیر دفتر یوځل بیا د افغانستان په تاریخ کې مهم رول ولوباوه.

په دغه دوره کې د ولسمشر او لومړي وزیر ترمنځ تلپاتې ستونزو شتون درلود. دولت وشیندل شو او له ۱۹۹۲ ز کال نه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې اغېزمن مرکزي حکومت شتون نه درلود. له همدې امله دغې چوکۍ تر ډېره تشریفاتي بڼه لرله او دولت ډېر لږ واک درلود.

اسلامي امارت سمول

د لومړي وزیر عنوان هغه مهال چې په ۱۹۹۶ ز کال کې د افغانستان د اسلامي امارت طالب ځواکونو کنټرول ترلاسه کړ لغوه شو. د طالبانو د رهبر مرستیال د خپل حکومت په ټوله موده کې د لومړي وزیر په توګه ګڼل کېده. په ۲۰۰۱ ز کال کې د محمد رباني له مړینې وروسته، طالبانو پریکړه وکړه، څو دغه دفتر بیا جوړ نه کړي.[۳]

هغه دولت چې د ۱۹۹۷ ز کال تر سپټمبر پورې طالبانو چپه کړی و او په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو د واکمنۍ ترله منځه تلو یې بغاوت کاوه، په خپل حکومت کې یې لومړی وزیر درلود، خو دغه بست لغوه شوی و.

د ۲۰۲۱ ز کال د سپټمبر په ۷ مه نېټه، طالبانو یوځل بیا د لومړي وزیر بست رامنځته کړ.

د لومړیو وزیرانو نوملړ سمول

د افغانستان شاهي دوره (۱۹۲۶-۱۹۷۳ ز کال) سمول

  • شیر احمد، ۲۵ اکتوبر ۱۹۲۷– جنوري ۱۹۲۹ ز کال.
  • شیر ګیان، جنوري ۱۹۲۹ – ۱ نومبر ۱۹۲۹ ز کال.
  • محمد هاشم خان، ۱ نومبر ۱۹۲۹ – ۹ مۍ ۱۹۴۶ ز کال.
  • شاه محمود خان، ۹ مۍ ۱۹۴۶ – ۷ سپټمبر ۱۹۵۳ ز کال.
  • محمد داوود خان، ۷ سپټمبر ۱۹۵۳ – ۱۰ مارچ ۱۹۶۳ ز کال.
  • محمد یوسف، ۱۰ مارچ ۱۹۶۳ – ۲ نومبر ۱۹۶۵ ز کال.
  • محمد هاشم میوندوال، ۲ نومبر ۱۹۶۵ – ۱۱ اکتوبر ۱۹۶۷ ز کال.
  • عبدالله یکتا، ۱۱ اکتوبر ۱۹۶۷ – ۱ نومبر ۱۹۶۷ ز کال.
  • محمد نور احمد اعتمادي، ۱ نومبر ۱۹۶۷ – ۹ جون ۱۹۷۱ ز کال.
  • عبدالظاهر، ۹ جون ۱۹۷۱–۱۲ نومبر ۱۹۷۲ ز کال.
  • محمد موسی شفیق، ۱۲ نومبر ۱۹۷۲ –۱۷ جولای ۱۹۷۳ ز کال.

د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت (۱۹۷۸- ۱۹۹۲ ز کال) سمول

  • نورمحمد ترکي، ۱ مۍ ۱۹۷۸–۲۷ مارچ ۱۹۷۹ ز کال.
  • حفیظ الله امین، ۲۷ مارچ ۱۹۷۹–۲۷ ډسمبر ۱۹۷۹ ز کال.
  • سلطان علي کشمند، ۱۱ جون ۱۹۸۱ – ۲۶ مۍ ، بیاځلي: ۲۱ فبروري ۱۹۸۹ – ۸ مۍ ۱۹۹۰ ز کال.
  • محمد حسن شرق، ۲۶ مۍ ۱۹۸۸ – ۲۱ فبروري ۱۹۸۹ ز کال.
  • فضل حق خالقیار، ۸ مۍ ۱۹۹۰ – ۱۵ اپرېل ۱۹۹۲ ز کال.

د افغانستان اسلامي دولت (۱۹۹۲- ۱۹۹۶ ز کال) سمول

  • عبدالصبور فرید کوهستاني، ۶ جولای ۱۹۹۲ – ۱۵ اګست ۱۹۹۲ ز کال.
  • ګلبدین حکمتیار، ۱۷ جون ۱۹۹۳ – ۲۸ جون ۱۹۹۴ ؛ بیاځلي: ۲۶ جون ۱۹۹۶ – ۱۱ اګست ۱۹۹۷ ز کال.
  • دولت ارسلا رحماني، ۲۸ جون ۱۹۹۴ – ۱۹۹۵ زکال.
  • احمدشاه احمدزی، ۱۹۹۵ – ۲۶ جون ۱۹۹۶ ز کال.
  • عبدالرحیم غفورزی،۱۱ اګست ۱۹۹۷ – ۲۱ اګست ۱۹۹۷ ز کال.

د افغانستان اسلامي امارت (۱۹۹۶- ۲۰۰۱ ز کال) سمول

  • ملا محمد رباني، ۲۷ سپټمبر ۱۹۹۶ – ۱۳ اپرېل ۲۰۰۱ ز کال.
  • مولوي عبدالکبیر، ۱۶ اپرېل ۲۰۰۱ – ۱۳ نومبر ۲۰۰۱ ز کال.

د افغانستان اسلامي امارت (۲۰۲۱ ز – تر اوسه) سمول

  • ملا محمد حسن اخوند، ۷ سپټمبر ۲۰۲۱ – تر اوسه.

پېښلیک سمول

بادشاهت سمول

کينډۍ:آرنۍ

اسلامي امارت سمول

د دولت مشر سمول

(په رېبند تاریخ کې د عملا دفتر تداووم په گوته شوی)

# نوم زوکړه-مړینه دنده ترلاسه کول دنده پرېښودل سیاسي گوند
د افغانستان بادشاهت
1 Sardar Shir Ahmad   شاوخوا 1885–? 25 اکتوبر1927 جنوري1929 خپلواک
د افغانستان امارت
2 Shir Giyan   Died 1929 جنوري1929 1 نومبر1929 خپلواک
د افغانستان بادشاهت
3 محمد هاشم خان 1885–1953 1 نومبر1929 می1946 خپلواک
4 شاه محمود خان 1890–1959 می1946 7 سپټمبر 1953 خپلواک
5 محمد داوود خان 1909–1978 7 سپټمبر 1953 10 مارچ1963 خپلواک
6 محمد یوسف   1917–1998 10 مارچ1963 2 نومبر1965 خپلواک
7 محمد هاشم میوندوال   1919–1973 2 نومبر1965 11 اکتوبر1967 خپلواک
(until 1966)
Progressive Democratic Party
عبدالله یکتا1   1914–2003 11 اکتوبر1967 1 نومبر1967 خپلواک
8 محمد نور احمد اعتمادي   1921–1979 1 نومبر1967 9 جون 1971 خپلواک
9 عبدالظاهر   1910–1982 9 جون 1971 12 نومبر1972 خپلواک
10 محمد موسی شفیق 1932–1979 12 نومبر1972 17 جولای 1973 خپلواک
د افغانستان جمهوریت
Post Abolished (17 جولای 1973 – 27 اپریل 1978)
د افغانستان ډیموکراټیک جمهوریت
11 نور محمد ترکی 1917–1979 1 می1978 27 مارچ1979 د خلک ډیموکراټیک گوند
(Khalq faction)
12 حفیظ الله امین 1929–1979 27 مارچ1979 27 ډیسمبر1979 د خلک ډیموکراټیک گوند
(Khalq faction)
13 ببرک کارمل 1929–1996 27 ډیسمبر1979 11 جون 1981 د خلک ډیموکراټیک گوند
(Parcham faction)
14 سلطان علي کشمونډ 1935– 11 جون 1981 30 نومبر1987 د خلک ډیموکراټیک گوند
(Parcham faction)
د افغانستان جمهوریت
سلطان علي کشمونډ 1935– 30 نومبر1987 26 می1988 د خلک ډیموکراټیک گوند
(Parcham faction)
15 محمد حسن شرق 1925– 26 می1988 21 February 1989 خپلواک
(14) سلطان علي کشمونډ 1935– 21 February 1989 8 می1990 د خلک ډیموکراټیک گوند
(Parcham faction)
16 فضل حق خالقیار 1934–2004 8 می1990 15 اپریل 1992 د خلک ډیموکراټیک گوند
(Parcham faction)
(until 1990)
د وطن ډیموکراټیک گوند
د افغانستان اسلامي دولت
17 عبدالصبور فرید کوهستاني   1952–2007 6 جولای 1992 15 اگست 1992 Hezb-e Islami Gulbuddin
18 گلبدین حکمتیار دوتنه:Gulbuddin Hekmatyar 1947– 17 جون 1993 28 جون 1994 د افغانستان اسلامي حزب
ارسلا رحماني2   1937–2012 28 جون 1994 1995 د اسلامي دعوت گوند
احمد شاه احمدزی3   2021-1944– 1995 26 جون 1996 د اسلامي دعوت گوند
(18) گلبدین حکمتیار دوتنه:Gulbuddin Hekmatyar 1947– 26 جون 1996 27 سپټمبر 1996 Hezb-e Islami Gulbuddin
د افغانستان اسلامي امارت
19 ملا محمد رباني 1956–2001 27 سپټمبر 1996 13 اپریل 2001 Taliban
مولوي عبدالکبیر4 1958/1963– 16 اپریل 2001 13 نومبر2001 Taliban
د افغانستان شمالي ټلواله
I گلبدین حکمتیار دوتنه:Gulbuddin Hekmatyar 1947– 27 سپټمبر 1996 11 اگست 1997 د افغانستان اسلامي حزب(حکمتیار)
(Northern Alliance)
II عبدالرحیم غفورزی   1947–1997 11 اگست 1997 21 اگست 1997 شمالي ټلواله
III عبدالغفور روان فرهادي   1929– 21 اگست 1997 13 نومبر2001 Northern Alliance
د افغانستان انتقالي اسلامي دولت
20 عبدالغفور روان فرهادي   1929– 13 نومبر2001 22 ډیسمبر2001 شمالي ټلواله
Post Abolished (22 ډیسمبر2001 – 7 ډیسمبر2004)
د افغانستان اسلامي جمهوریت
Post Abolished (7 ډیسمبر2004 – اوسمهال)

یادونې سمول

  1. Abdullah Yaqta was prime minister in an acting capacity.
  2. Arsala Rahmani was prime minister in an acting capacity.
  3. احمد شاه احمدزی was prime minister in an acting capacity.
  4. Mawlawi Abdul Kabir was prime minister in an acting capacity.

دا هم وگورئ سمول

بهرنۍ اړیکې سمول

کينډۍ:AfghaniPrimeMinisters

  1. (په 2021-09-07 باندې). Taliban announce new government for Afghanistan.
  2. کينډۍ:Country study
  3. (په 20 April 2001 باندې). Muhammad Rabbani, Advocate of Some Moderation in Taliban.