د افغانستان اقتصاد

د یوې ټولنې اقتصادي او ټولنیز تحول او بدلون د هغې په اقتصادي اړیکو پورې تړاو لري. دنړۍ زیاتره هېوادونه د تولید د عواملو د نامتوازنې توزیع له کبله یو له بل سره تړلي دي. یوتر بله د هېوادونو اقتصادي تړاو دومره غښتلی دی چې حتی په زیاتره مواردو کې دسرحدېستونزو او سلیقوي اختلافاتو شتون هم نشي کولای د تجارتي اړیکو د لارې خنډ واقع شي . لکه څنگه چې وویل شول د جوامعو اقصتادي انکشاف د هیوادونو تر منځ د روابطو په تحکیم پورې اړه لري، هغه څه چې دورته شرایطو په تحکیم کې رغنده رول لري، له تجارت څخه عبارت دی،ځکه سوداگري او تجارت دهېوادونو د نژدېوالي عمده عنصر او دهغوی له باندني سیاست سره نه شلیدونکي اړیکي لري. نو د هېوادونو د اقتصادي ودې په گړندي توب کې تجارت د یوې مهمې وسیلې په توگه عمل کوي. د وریښمو له لارې د معبر په حیث د افغانستان تاریخې سابقې ته په کتنې سره، د پیړیو په اوږدو کې د ختیځ او لوېدیځ د تجارتي کاروانونو مسیر وه، او له همدې کبله افغانستان په عنعنوې توگه د شیانو د لیږد رالیږد او تبادلې په برخه کې طولاني سابقه لري. د سمندري مواصلاتو له کشف نه وړاندې د تجارتي اموالو حمل او نقل یوازې د وچې له لارې تر سره کیده، او هغه مهم معبر چې د هغې زمانې په تجارتې پراختیا کې یې رغنده رول درلود، د وریښمو له لارې څخه عبارت دی. له دغې لارې څخه په وریښمو برسیره ، په افغانستان کې معدني، نباتې او حیواني محصولات هم مختلفو هېوادونو ته صادریدل، چې بیا وروسته د سمندريلار و له انکشاف سره دغه مسیر متروک شو او د ډیرو کلونولپاره له گاونډیو هیوادونو سره د افغانستان تجارت محدود شو چې تر اتلسمې پیړۍ پورې یې دوام وکړ. له نولسمې پیړۍ وروسته تجارت بیا وده وکړه او د تنباکو، بادامو، پستو، مندکو، میوو، ژوندیو حیواناتو، چاقوگانو ، غالیو، وړیو، پوستین، ټغرونو او پنبې په څیرد افغاني توکوصادرېدل بهرنې نړۍ ته پیل شول.....[۲] په همدې ترتیب په هغه زمانه کې دافغانستان ورادات لکه څنگه چې فیشر (Fisher) د افغانستان او منځنۍ اسیا د مسلي تر عنوان لاندې په خپله رساله کې یادونه کړیده، شالونه، جامې، وړین توکي، چای، قند، چیني لوښي، هگۍ ، د وریښمو چنیجي او داسې نورو څخه تشکیلیدل ...[۳] افغانستان د جنوب شرق له لور تر هند د شمال شرق له لوري تر چین، د شمال له لوري تر روسیې او د غرب له لوري تر ایران پورې تجارتي روابط درلودل . په 1919 میلادی کې د افغانستان د استقلال له تامین کیدلو وروسته د نورو تحولاتو ترڅنگ د هېواد تجارتي روابطو هم پراختیا وموندله، له بېلابېلو هېوادونوسره تجارتي تړونونه لاسلیک شول ، یو شمېر شرکتونه ایجاد شول او تجارت خورا ښآیسته بڼه غوره کړه. د تجارتي قوانینو له تدوین سره په ځينې تجارتي توکیو باندې محصولات لږ شول او د ځینو نورو پر وړاندې خو بیخې له منځه ولاړل. د کورنیو محصولاتو د حمایت او ژغورني په موخه د ورته یا مشابه وراداتو په وړاندي گمرکي محصولات او تعرفې اضافه شوي. ...[۴] له گاونډیو هېوادونو سره د زمانې په مختلفو نقطو کې تجارتي روابط متفاوت دي. له گاونډیو هیوادونو ، خصوصاً له پاکستان، ایران او روسیې سره دتجارتي اړیکو څرنگوالې رغنده رول لوبولای دی. یوازنی هېواد چې زموږ په گاونډ کې پروت دی هندوستان دی چې سیاسي او اقتصادي اړیکي یې تل روښانه او پرمختلونکي دي. له چین سره د ورته اړیکو په برخه کې ویلای شو چې پدې وروستیو کلونو کې زیات ښه والی پکې رامنځته شویدی.

د افغانستان وټه
وټير پوړ91 م
ارزافغانۍ (AFN)
مالي کال21 مارچ - 20 مارچ
سوداګريز سازمانونهسارک, ايکو, او همدارنگه د شانگهای د همکاريو سازمان او د سوداگرۍ نړيوال سازمان سره هم خبرې روانې دي.
GDP$29.99 بيليونه (2011 اټکل.)
GDP وده7.1% (2011)
GDP پر برخېکرهڼه: 34.9% رغاوه: 25% چوپړتياوې: 40% (2008)
ډډون (CPI)7.7% (2011 اټکل.)
د بېوزلی کرښې
لاندې وګړي
36% (2009)
کارګريزځواک د دندو له مخېکرهڼه 78.6%, رغاوه 5.7%, چوپړتياوې 15.7% (2009)
آر رغاونېپه کوچنې کچه توليدات اوبدانه, سابون, فرنيچر, پڼې, کيمياوي سره , اغوستن, د خوړو توليد, بې الکوله څښاک, کاني اوبه, سمنټ; په لاس اوبدل شوې غالۍ; طبعي گاز, د ډبرو سکاره, مس
سوداګريزو چارو کې
آسانتياوې
160م[۱]
بهرونې$571 ميلونه (2010)
بهرونکي توکياپيم, مېوه او جنغوزې, افغاني غالۍ, وړۍ, مالوچ, او قيمتي ډبرې
د بهرونې آر شريکپاکستان 25.9%, هند 25.5%, د امريکا متحده ايالات 14.9%, تاجيکستان 9.6%, جرمني 5% (2010)
راوړنې$5.3 بيليونه (2008)
د راوړنې توکيماشين آلات اور نور پانگه يز توکي, خواړه, اوبدانه او پټرول توليدات; ډېری مصرفي توکي
عوايد$2.587 بيليونه (2009 د مالي مرستو په کډون)
د مالوماتو آر سرچينه: CIA World Fact Book
All values, unless otherwise stated, are in US dollars

له گاونډیو هېوادونو سره د افغانستان موجوده تجارتي اړیکي

هغه اهمیت ته په کتو سره چې اقتصاد په نړیوالو روابطو او تحولاتو کې پیدا کړیدی،هېوادونه هڅې کوي تر څو یو تربله خپلمنځي تجارتي اړیکي او روابط سره نژدې کاندي. افغانستان هم د هغو سیاسي تحولاتو د اثر له کبله چې په دې وروستیو کې رامنځته شويدي، وکړای شول له ټولو گاونډیو هېوادونو سره غوره تجارتي اړیکي ولري. د افغانستان د گاونډيو هېوادونو د صادراتي اموالو میزان زیات شوی دی. څنگه چې افغانستان د خوراښه اقتصادي ظرفیت لرونکی دی، کولای شي د گاونډيو هېوادونو تر منځ د تجارتي فضا درامنځته کیدلو په برخه کې مهم رول تر سره کړي. خو افغان لوري ته د گاونډیو کتل او بدل ذهنیت د پاملرني وړ موضوع ده چې گاونډیان تر ډیره افغانستان ته له اقتصادي لیدلوري څخه نه، بلکې له سیاسي بعد څخه گوري. که چیرته په تجارتي او اقتصادی اړیکو کې سیاسي علاقې او سلیقه کمرنگه شي، د دغو گاونډيو هېوادونو ترمنځ ورته اړیکي پیاوړي کیدلای شي او افغانستان په سیمه کې د تجارتي فضا د بهبود په برخه کې خپل مهم نقش تر سره کولای شي. همدا شان نن ورځ افغانستان د تجارت له نظره یو لیبرال هېواد دی، پداسې حال کې چې گاونډي هېوادونه یې له حمایوی تجارتي سیاست څخه پیروي کوي چې دغه سیاست په افغانستان کې د داخلي تولید او استخدام د زیاتوالې هڅې له ستونزې سره مخ کولای شي.

له پاکستان سره تجارتي اړیکي

پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې له فرهنگي او مذهبې لحاظه سره تړلي دي خو له سیاسي لحاظه تل یو د بل په مقابل کې قرار لري. د غه سیاسي تقابل د هغوی تر منځ په تجارتي اړیکو باندي منفې سیوری غوړولی دی. د افغانستان او پاکستان تجارتي اړیکې په تیرو وختونو کې د ساړه جنگ دسیاسي دلایلو له کبله چندان تودې نه وې، خو له حاکم رژیم څخه د پاکستان ملاتړ د دغو دواړو هېوادونو د دوستانه روابطو د برابرولو لپاره لار هواره کړه چې په اساس یې د دواړو هیوادونو تر منځ تجارتي بهیر هم تغیر وکړ، د دغو دوو هیوادونو تر منځ اوسني تجارت د ورته اړیکو پایله گڼل کېږي. هغه احصایه چې د ډیلي ټایمز په اخبارکې پاکستان کې نشر شوې ده، د دې ښودنه کوي چې په 2005 کال کې له پاکستان څخه افغانسنان ته صادریدونکو توکیو ارزښت 66 ملیونه امریکائی ډالرو او یا 71200 بلیونه پاکستانیو روپیو ته رسیده. چې پدې لړ کې له پاکستان څخه د وریجو د صادارتو ارزښت 2,412 بیلیون پاکستانیو روپوته رسیده چې د 2004 کال په پرتله د 645 میلینو زیاتوالي ښودنه کوي. په ورته توگه په 2005 کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته د وریجو د صادارتو کچه 5,421 بیلیون روپیو ته رسیدله چې د 2004 کال په پرتله 2,687 بیلیونه زیاتوالی پکې لیدل کېږي که چېرته له پاکستان څخه افغانستان ته د صادریدونکو توکیو لست ته ځیر شو، لیدل کيږې چې دا یو اوږد لست دی چې په 2006 کال کې یې مجموعي ارزښت 418.77 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیده. پاکستان ته د افغانستنان صادرات هم مخ په زیاتیدو دي. پاکستان ته د صادراتو رقم د افغانستان د صادراتو د جدول په سر کې ځای لري. په 2005 ام کال کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو مجموعه 264.6 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیدله چې تر تولو ستره برخه یې له لاندې صادراتي توکیو څخه تشکیلیدله: پنبه 1.21 زره ټنه چې مجموعې ارزښت یې 1.37 میلیونه امریکایې ډالرو ته رسېده، وړۍ او پوستکي 0.67 زره ټنه چې ارزښت یې 1.34 ملیون ډالروته رسیده، کولمې 5.45 زره حلقې چې ارزښت یې 0.19 میلونه ډالرو ته رسیده،شحمي حبوبات 0.38 زره ټنه چې ارزښت یې 0.32 ملیون ډالر، طبې بوټي 7.29 زره ټنه چې ارزښت یې 5.93 زره ډالرو ته، وچې او تازه میوي 95.56 زره ټنه چې ارزښت یې 85.66 ملیون ډالروته او بلاخره غالۍ او ټغرونه ول چې شمېر یې 1445.5 زره متر مربع او ارزښت یې 143.7 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیده. سمندري لارې ته د افغانستان نه لاس رسی او په وچه باندې د دغه هېواد چاپیره کیدل د افغانستان له سترو تجارتي ستونزو څخه شمېرل کېږي. سمندر ته افغانستان د رسیدلو تر ټوله اسانه او نژدې لاره له پاکستان څخه تېریږي او په ځانگړي توگه د کراچۍ له بندر څخه عبارت ده. سره لدې چې په 1958 ام کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو لړمهم ترانزیټي قرار دا دونه تر سره شوی او مرعې الاجرا دي، خو په عمل کې لا هم خورا زیاتې ستونزې شتون لري. د یادونې وړ ټکی دا دې چې د پاکستان دولت له همدغې ترانزیټي لارې څخه د افغانستان په ضد د اقتصادي او سیاسي فشار د وسیلې په توگه استفاده کوي، په داسې حال کې چې په راتلونکي کې دغه میتود زیات گټور نشی ثابتدیلای. ځکه لکه مخکې چې ورباندې بحث وشو افغانستان د منځنۍ او جنوبې اسیا تر منځ د تجارت د لارې په سر باندې واقع دی ، نو پاکستان هم د ورته سیاست د تعقیب کولو په صورت کې نشي کولاې خپل اموال د افغانستان له لارې څخه د منځنۍ اسیا هیوادونو ته صادر کړي. د دې تر څنگ د چابهار د بندر د تاسیساتو د رغونې هڅې د افغانستان لپاره د ترانزیټ او سمندر ته د لاس رسي یو غوره بدیل دی، نو د همدغه اجبار او واقعیت له کبله دغه هېواد، پاکستان اړ دی چې افغانستان ته دترانزیټي لارې په اوږدو کې کوم خنډ او ستونزه ایجاد نکړي. یوه بله موضوع چې د بحث وړ گڼل کېږي، دا ده چې د هغو اموالو یوه زیاته برخه چې د افغانستان لپاره یا د افغانستان په نامه واردیږي، په افغانستان کې نه مصرفیږي، بلکې پاکستان ته قاچاق کېږي. سره لدې چې افغانۍ تجار له ورته معاملې څخه سود مند کېږي، خو په نهایت کې دغه معامله د دواړو هېوادونو په گټه نده. څه چې غواړو اضافه کړو دا ده چې په افغانستان کې د نوي حکومت او نسبې سولې له ایجاد سره د نړیوالې ټولنې په مرسته د زیاتو تجارتي روابطو زمینه برابره شویده او افغاني سوداگر کولای شي نړیوالو بازارونو ته لاس رسی پیدا کړي.

له ایران سره سوداگریزې اړیکي

د ژورو کلتوري او فرهنگي اړیکو له کبله ایران د افغانسان د روابطو په برخه کې ځانگړی مقام لري. پدې برسیره چې ایران د افغانستان د تجارتي لوریو یو مهم هېواد دی، د طالبانو له سقوط او په افغانستان کې د نوي سیاسي نظام د کار له پیل وروسته له غربي گاونډیانو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا د یادونې وړ ده. په 2006 م کال کې له ایران څخه افغانستان ته دوارداتو مجموعه 188.68 میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیدله چې له چین، جاپان او پاکستان څخه ورسته د وراداتو څلورم ستر رقم دی. په 2006 کال کې د ایران له هېوا دڅخه افغانستان ته په عمومي توگه ماشین آلات او ترانسپورتي وسایط وارېدېدل چې ارزښت یې 6.8 ملیونه ډالرو ته رسیده، د نفتي موادو او روغنیاتو ارزښت یې 30.6 ملیون ډالرو، د فلزاتو او فلزي محصولاتو ارزښت یې 42.2 میلیونه ډالرو، د ټایر او ټیوب ارزښت یې 3.34 ملیونډالر، د ساختماني موادو ارزښت یې 4.1 ملیونډالرو، د ارتزاقې موادو ارزښت یې 7.97 ملیونډالرو، د منسوجاتو ارزښت یې 1.7 ملیون ډالرو، د درملو ارزښت یې 4.1 ملیونډالرو، البسه یې 1.26 ملیونډالرو، قرطاسیه یې 0.33 میلیون ډالرو او تلویزیون یې 7.4 میلیون ډالرو ته رسیدل. خو ایران ته د افغانستان د صادراتو کچه نژدې له نشت سره برابره ده . په 2006 میلادي کال کې له افغاسنتان څخه ایران ته د وړیو د صادراتو مقدار 0.32 زره ټنو ته چې مجموعې ارزښت یې 0.54 ملیون ډالره کیده، د پنبې صادارات چې مجموعې مقدرا یې 0.6 زره ټنه او ارزښت یې 0.06 ملیون ډالر،شحمي حبوبات چې مقدار یې 4.3 زره ټه او ارزښت یې 3.12 ملیون ډالر، طبې بوټي چې مقدار یې 0.45 زره ټه او ارزښت یې 0.28 ملیون ډالره، وچه میوه چې مقدار یې 0.11 زره ټنه او ارزښت یې 0.11 ملیون امریکایي ډالرو ته رسیده، صادر شویدي. چې له افغاسنان څخه ایران ته د صادر شویو توکیو مجموعې ارزښت 5.44 میلیون ډالرو ته رسیده. پدې صورت کې که چیرته له ایران سره د افغانستان تجارتي بېلانس محاسبه کړو، نو په 2006 م کال کې یو بدمرغه کسر پکې لیدل کېږي.سره لدې چې زموږ د شرقې گاونډي په توگه ایران تل غواړي زموږ بازارونه په خپله ولکه کې وساتي چې د نوې نظام په لمړیو کې ایران ته له اړوند موخې سره په تړاو غوره فرصت برابر وو، خو وضعیت ورځ تر بلې تغیرکوي او فعلاً د افغانستان په مارکیټونو کې د ایراني توکیو اخستونکي مخ په کمیدو دي چې تر ټولو څرگند دلیل یې له نورو هیوادونو څخه د باکیفیته او ورته ارزانه موادو واردیدل او د ایراني تولیداتود کیفیت ښکته کیدل دي. د دې تر څنگ دوهم دلیل له افغانستان سره د ایران د ناسمې تجارتي پالیسي له اثراتو څخه عبارت دی.

د چین له هېواد سره د افغانستان تجارتي روابط

له چین سره د افغانستان تجارتي اړیکي نژدې دوه زره کاله سابقه لري. دوریښمو مشهوره لاره چې د چین دتجارتي مالونو کاروانونه به د افغانستان له لارې تیریدل، نن ورځ د چین هېواد د یوه نوي اقتصادي ځواک په څیر را څرگند شویدی. چینایې امتعې دنړې لري بازارونه هم تسخیر کړیدي. افغانستان هم د چینایې مالونه ښه مشتري یا اخستونکیی دی. د افغانستان د گاونډیانو له ډلې څخه چین هغه هېواد دی چې صادرات یې له افغانستان سره صعودي قوس لري او کال په کال ښه والی پکي را منځته کېږي. څنگه چې په 2005 م کال کې افغانستان ته د چین د صادراتو کچه 3.7 میلیونه ډالره وه، په 2006 ام کال کې له دغه هېواد څخه افغانستان ته صادراتو کچه نژدې 474.59 ډالر ته زیاته شویده چې د گاونډیانو په منځ کې دغه د صادراتو تر ټولو ستر رقم گڼل کېږي. په عمومي توگه د چین له هېواد څخه افغانستان ته صنعتي توکي، استهلاکي مواد او ساختماني مواد صادریږي. چین ته د افغانستان صادرات تر دریو قلمونو زیات ندي چې مجموعه یې په 2006 ام کال کې ایله 24 میلیونه افغانیو ته رسیدله چې پدې لړ کې د وړیو ونډه 0.08 میلیون ډالره، د پوستوکو ونډه 0.14 میلیون ډالري او د غالیو او ټغرونو ونډه 0.02 میلیون ډالرو ته رسیدله.

له تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان تجارتي اړیکي

تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان د افغانستان گاونډي هېوادونه دي چې نژدې 500 کیلو متره اوږده پوله ورسره لري. د شوروې اتحاد د حاکمیت په وخت کې چې دغه هېوادونه یې هم برخه گڼل کیده، سیاسي او تجارتي روابط د ماسکو له لوري تامین کیدل. کله چې شوروې اتحاد ړنگ شو، دغو هېوادونو د مستقل هېواد په څیر خپل هویت تر لاسه کړ. دغو هیوادونو د داخلي جنگ په کلونو کې تر ډیره ځایه د سیاسي نفوذ له ویرې زموږ له هېواد سره غړند تجارتی روابط پآلل، یوازنی هېواد ترکمنستان و چې له طالبانو سره یې سیاسي او تجارتي اړیکې پرانیستي وې چې پدې برخه کې هم ممکن له ترکمنستان څخه پاکستان ته د غازو د نل لیکي د غزولو هیلو رغنده رول درلود چې د مختلفو هیوادونو گټی پکی نغښتی وي.په افغانستان کې د موقت حکومت له استقرار څخه وروسته له پورته یادو شویو هېواددونو سره د افغانستان اړیکي مخ په ښه کیدو شوې چې له افغانستان سره یې د تجارتي معاملاتو او تبادلاتو مجموعه په لاندې ډول تخمین کړو: چې له اوزبکستان ، تاجکستان او ترکمنستان څخه د وارداتي اقلامو مجموعه په ترتیب سره په 2005 ام کال کې 204 ملیون 30 ملیون و 33 ملیون ډالره وه. معمولاً له دغو هېوادونو څخه ترانسپورتي وسایط، نفتي مواد او روغنیات، ساختماني مواد او وسایل، خوارکي توکي او داسي نور شیان وارېدېدل. افغانستان دغو هېوادونو ته وچې او تازه میوي، غالۍ او ټغرونه، پوستکي او طبې نباتات صادرول. نا ویلي دې نوي پاتې چې له یادو شویو هېوادونو څخه د بریښنا د انرژۍ واردول د دغو هېوادونو مهم صادراتي قلم تشکیلوي. نن ورځ د دې هڅه کېږي چې د تاجکستان برق په لمړي سر کې کابل او له هغه وروسته هغو ولایاتو ته وغزول شي چې د برق لین ور څخه تیریږي. له هغو ټولو اړیکو سره سره چې پورته ور څخه یادونه وشوه، له دغو هېوادونو سره د پراخو امکاناتو با وجود تجارتي اړیکو چندان پرمختگ ندی کړی چې علت یې یوازې په سیاسی مسایلو کې لټولای شو.

د هند له نیمي وچې سره د افغانستان سوداگریزې اړیکې

له هندوستان سره د افغانستان سوداگریزې اړیکې تل غښتلي پاتې شویدي او یوه اوږده سابقه لري. د وخت له تیریدلو سره د پام وړ پر مختگ پکې تر سترگو کېږي. د تیرو وختونو په متمادې کالونو کې هند د افغانسان په خارجې تجارت کې لمړی ځای درلود، د هند بازارونه د افغاني میوه جاتو او طبې بوټو د خرڅلاو لپاره تر ټولو مناسب بازارونه دي . هغه توپیر چې د گاونډیو هیوادونو په پرتله له هند سره په تجارتي اړیکو کې لیدل کېږي دا دې چې په افغانسان کې د حکومتونو او نظامونو څرنگوالي پدې ډول اړیکو باندې چندان اثر ندی شیندلای او دغه اړیکې په ورته توگه ثابتې پاتې شویدی. البته د طالبانو د رژیم په وخت کې دغه اړیکې نسبتاً غړندې وې چې هغه هم د هند او پاکستان تر منځ له سیاستي ترینگلیتا څخه منځته راغلي وې. د هند او افغانستان تر منځ د تجارتي اړیکو د پراختیا په لاره کې تر ټولو ستر خنډ له ترانزیټي ستونزو څخه عبارت دی. لکه مخکې چې هم ورنه یادونه وشوه، د پاکستان او هند تر منځ ترینگلي سیاسي روابط د دې لامل گرزي چې له هند څخه افغانستان ته او یا له افغانستان څخه هند ته د اموالو د لیږد را لیږد پروسه ټکنۍ کړي. پدې صورت کې دغه دواړه هیوادونه یا خو له هوایې لارې خپل تجارت ته دوام ورکوي او یا د ایران د بندر عباس له لارې څخه استفاده کوي چې د فاصلې د لري والي او ترانسپورتي لگښت د زیاتوالي له امله د شیانو په قیمت باندي منفې تاثیر غورزوي. په 2006 ام کال کې له هند څخه افغانستان ته دوارد شویو توکیو ارزښت نژدې 124.7 میلیونه امریکایې ډالرو ته رسیده او په ورته توگه له افغانستان څخه هند ته د واردیدونکو توکیو مجموعې ارزښت 79.36 ملیون ډالرو ته رسیده چې د نورو گاونډیو هېوادونو په پرتله د تجارت د غوره بېلانس څرگندونه کوي.

له روسیې سره دافغانستان سوداگریزې اړیکي

د افغانستان او روسيې تجارتي اړیکي تاریخي سابقه لري. دغه اړیکي د طالبانو له حکومت څخه پرته په بل هر نظام کې مناسبې پاتي شویدی. د دغو اړیکو د ښه والي په برخه کې بېلابېل عوامل رول لري چې دترانزیټي ستونزو نه شتون، سیاسي اړیکي، د بیلابیلو قرضونو ورکول او په ځانگړې توگه بارتري تجارتي اړیکي چې له دواړو لوریو د صادراتو تضمین کوي، د یادولو وړ دي. څنگه چې په شوروي اتحاد کې د مرکزي اقتصاد سیستم حاکم وو، نو همدغه لامل وو چې ټول تجارتي روابط د حکومت له لوري تامین کیدل، همدغه لامل و چې هغه وخت کې له روسیې سره سوداگریزې اړیکي د دولت له لوري تر سره کیدلې، خو نن ورځ دغه تجارت د هغه هېواد له خصوصي شرکتونو سره تر سره کېږي. هغه مهم صادراتي اقلام چې افغانستان یې روسیې ته استوي، له وچې میوې، زیتون، غالیو، پوستکو او داسې نورو څخه عبارت دی. له روسیې څخه زموږ د هېواد واردات په عمومي توگه له نفتي موادو، اهن چادر، سیخ گول، غوړیو، بورې، صابن، برقې سامان آلاتو او داسې نورو څخه عبارت دي. په 2005 کال کې د افغانستان له لوري روسیې ته د صادریدونکو اجناسو مجموعي ارزښت 13 میلون ډالر وه چې په همدې کال کې له روسیې څخه د افغانستان د وارداتو ارزښت 227 میلیون ډالر ته رسیده. د مرکزي آسیا او جنوبي اسیا تر منځ د ترانزیټي لویې لارې په توگه د افغانستان اهمیت: افغانستان نن ورځ غواړي یو ځل بیا د خپل جغرافیایې موقیعت له نظره د اسیا د محور د ارتباطي پله په څیر هغه ډول رول تر سره کړي، لکه په پخوانیو وختونو کې چې د وریښمو مشهور معبر یا لارې در لوده. افغانساتان د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د شیانو د لیږد را لیږد تر ټولو غوره لاره گڼل کېږي. منځنۍ آسیا چې نژدې څلور میلیونه کیلومتر مربع خاوره احاطه کوي، د نفتو، گازو، اوسپني، مسو، سرو زرو، سربو، یورانیمو، المونیم، قیمتي تیږو، او داسې نورو په څیر له طبعې منابعو څخه تر لاسه کیدونکي پراخ صادراتي اقلام لري او همدا شان د شیانو د بازار له لحاظه پراخ اهمیت لري. همدغه لامل دی چې بېلابېل هېوادونه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاس رسي او ننوتلو هڅي کوي. افغانستان له سوداگریز پلوه د خپل ستراتیژيک موقعیت له کبله چې لري یې، د یوه مناسب مدیریت په ترڅ کې کولای شي د لیوالو هیوادونو له اقتصادي او تجارتي غرایزو څخه غوره استفاده وکړي او په پایله کې د سیمې له هیوادونو سره تجارتي، کلتوري او د پانگې اچونې روابط منځته راوړي. افغانستان هڅه کړیده تر څو پدې برخه کې امکانات او اسانتیاوې برابري کړي. د حلقوي سرکونو اعمار چې گاونډي هیوادونه یو له بل سره نښلوي، خورا اهمیت لري. له ازبکستان څخه د تورخم تر سرحد پورې د اوسپنې دپټلۍ غزولو، له ایران څخه تر هر ات پورې د ورته پټلۍ غزولو او له پاکستان څخه تر چمن یا سپین بولدک پورې د اورگاډي د پټلۍ غزولو په څیر عملي اقدامات د ورته مدعا څرگندي بیلگې دي. افغانستان د هغه د جغرافیایې موقیعت له لحاضه منځنۍ اسیا ته ننوتلو تر ټولو اسانه او مهم معبر دی او کولای شي له منځنۍ اسیا څخه جنوبې اسیا ته د تجارتي پوتانسیل په لیږدولو کې مهم اوبارز رول تر سره کړي.

د افغانستان اقتصادی تاریخچه

صادرات

واردات

نن ورځ افغانستان د پاکستاني، چینایي او ایراني توکیو او اجناسو په مهم استهلاکي بازار باندې بدل شویدی. ځکه د اوږدې جگړې په ترڅ کې د هېواد زېر بنایي تاسیسات له منځه ولاړل، داخلي تولیدات کم شول او د هېواد اقتصاد تر ډیره ځایه په سوداگرۍ باندې اتکا ته اړ شویدی. د باندنۍ سوداگرۍ بېلانس له بده مرغه د وران کسر ښودنه کوي. سره لدې چې له یوه کاله تر بل کاله په هغه کې بدلون را منځته کېږي، خو لدې سره سره دغه تجارت یوازې واردات په بر کې نیسي، چې زموږ خلکو ته له ضرر پرته هیڅ ډول فایده نشي ور په برخه کولای. ځکه پدې صورت کې له افغانستان څخه نغدې پیسې یا سرمایه لیږدول کېږي او افغانستان کومه داسې عایداتي منبع نلري چې دغه ثروت بهیدنه جبران کړای شي. له گاونډیو هېوادونو څخه زموږ هېواد ته د اموالو صادرات، د داخلي محصولاتو د ودې له نظره زموږ اقتصاد ته سخته ضربه ورکړیده. ځکه له همدې کبله زموږ هېواد په مصرفي مارکېټ باندې بدل شوی دی، د اموالو کیفیت ښکته شویدی چې په غیر مستقیمه توگه د افغانستان د داخلي صنعت لپاره یوه ماتې گڼل کېږي. که چیرته موږ عملي ابتکارات تر لاس لاندې ونیسو، د خفیفه صنایعو په برخه کې لنډ مهاله گټورې فابریکې تاسیس کړو او د لبنیاتو، د حیواناتو د روزنې د فارمونو په څیر د غذایې موادو او پلاستیکي تولیداتو پروژې ترلاس لاندې ونیسو، نو له یوه لوري د هېواد والو د اشتغال لامل گرزي او له بل لوري د گاونډیو هېوادونو د بې کیفیته اموالو له وارېدېدلو څخه مخنیوی کېږي. پدې صورت کې بهر ته د افغانستان د سرمایې د وتلو مخنیوی هم کېږي او دغه سرمایه د افغانستان په قلمرو کې په جریان کې لویږي، یوازې د یوه افغان له لاسه د بل افغان لاسته په دوراني توگه انتقال مومي چې د اقتصادي پرمختگ اساس گڼل کېږي. تر څو چې د هېواد اقتصاد یوازې په خارجي تجارت باندې متکي وي او داخلي تولیدات وده ونکړي، نو د اقتصادي نیک مرغۍ خوب مو هیڅکله هم په حقیقت باندې نشي بدلیدلای.

تولیدات

فابریکی

خام مواد

کرڼه او مالداری

د افغانستان پورونه

د افغانستان د جمهوریت پورونه

افغانستان ۱۲،۳۲ میلیارده ډالره پوروړۍ دی. ۱۲،۳۱ میلیارده ډالره د کومک ورکونکو هیوادونو لخوا بخښل سوی دی. ددی جملی څخه زیات پور افغانستان ته د روسیې لخوا ورکړۍ شوی دی.

هغه خارجی پورنه چی د افغانستان اسلامی جمهوریت په نږدی راتلونکۍ کی باید ورکړی یا ورته وبخښل شی په لاندی ډول دی.

  1. د کویټ حکومت پرمختیایی صندوق پور چی ۲۱٬۹ میلیونه امریکای ډالره کیږی
  2. د ایران دولت پور چی ۹٬۹۹ میلیونه امریکای ډالره کیږی
  3. د اوپک پرمختیای صندوق پور چی ۱٫۹۴ میلیونه امریکای ډالره کیږی .
  4. د بلغاریا پور چی ۵۱٬۰۴ میلیونه امریکای ډالره کیږی . (د کابل حرارتی برق له بابته )

هغه باندینی پورونه چی د افغانستان اسلامی جمهوریت ته بخشل شوی دی ، د بخښیدو تاریخ سره.

  1. د چین حکومت د ۲۰۰۴ کال د مارچ په میاشت کی ۱۸٫۸۰ میلیونه امریکای ډالره خپل پور افغانستان ته وبخښل.
  2. د ډانمارک حکومت ۵ میلونه کروڼه چی ۰٫۹ میلیونه امریکای ډالره کیږی افغانستان وبخښل .
  3. د سلواک حلکومت ۲۰۰۵ کال د جنوری په میاشت خپل ۲۹٫۳۴ میلیونه امریکای ډالره پور افغانستان ته وبخښل.
  4. د جرمنی حکومت ۲۰۰۲ کال د سپټمبر په میاشت کی خپل ۶۷٫۵۱ میلیونه امریکای ډالره پور افغانستان ته وبخښه.
  5. د آلمان دولت د ۱۳۸۵ کال د کب په میاشت کی خپل ۲۹٫۶ میلیونه امریکای ډالره پور افغانستان وبخښه.
  6. د روسیې دولت د ۲۰۰۷ کال د اگوست په میاشت خپل ۱۰۳۱۶٫۲۲ میلیونه (۱۰،۵ میلیارده ) امریکای ډالره پور ( د افغانستان په تاریخ تر ټولو ډیر پور بخښونکی هیواد) افغانستان ته وبخښل .
  7. د سعودی عربستان دولت ۲۰۰۸ کال د جنوری په میاشت کی خپل ۲۴ میلیونه امریکای ډالره پور افغانستان ته وبخښه .
  8. د عراق دولت د ۲۰۰۸ کال د می په میاشت کی خپل ۹٫۵ میلیونه امریکای ډالره پور افغانستان ته وبخښه .
  9. د کروشیا دولت خپل ۰٫۴۹ میلیونه امریکای ډالره پور افغانستان وبخشل .
  10. نړویوال پرمختیای بانک د ۲۰۱۰ کال د می په میاشت کی ۶۹٫۸ میلیونه امریکای ډالره پور افغانستان ته وبخښل .
  11. د متحده ایالات دولت خپل ۱۰۸٫۵ میلیونه ډالره پور د ۲۰۱۰ کال د جون په ۲۲ نیټه افغانستان ته وبخښه.
  12. د جرمنی پخوانی ډیموکراټیک جمهوریت خپل پورونه چی امریکای ډالره کیده ، د ۲۰۱۰ کال د مارچ په ۱۷ نیټه افغانستان وبخښه .[۵]

د افغانستان بانکداری سیستم

په افغانستان کی د بانکداری تاریخچه

 
د کابل بانک نوی تعمیر، کابل ښار ښکلا بخښلی

د افغانستان د اقتصادی خصوصیاتو تشریح کنونکی جدول

سرچیني او اخځلیکونه

  1. "Doing Business in Afghanistan 2012". World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. داکتر علی جهان خانی و داکتر پارسایان، پول ارز وبانکداری تهران سال 1385 .
  3. اسناد ارایه شده از جانب نماینده گی بانک جهانی در کابل سال 1385
  4. استفاده از معلومات انترنتی در مورد بانک جهانی 1385 .
  5. "افغانستان پخوانی اونوی پورنه د کریم پوپل لیکنه د آریای په سایټ کی". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

  1. پوهاند عبدالله حقایقی، پوهنوال دکتور عبدالقیوم عارف استادان پوهنحی اقتصاد پوهنتون کابل مبادی علم مالی کابل سال 1387
  2. پوهندوی سید مسعود استاد پوهنحی اقتصاد پوهنتون کابل پول کریدت بهار سال.1387
  3. پوهندوی سید مسعود استاد پوهنحی اقتصاد پوهنتون کابل بانکداری جوزای سال.1384
  4. پوهنمل محمد عارف غوثی قاموس اقتصاد مطبعه دولتی کابل سال 1352 .
  5. نصیر احمد احمدیار تحلیل احصایوی تجارت خارجی افغانستان اکادمی علوم افغانستان کابل سال 1382 .
  6. محمد ناصر استانکزی، وضع تجارت خارجی افغانستان اکادمی علوم افغانستان کابل.1382
  7. سالنامه تجارت خارجی احصائیه مرکزی سال 1385 .
  8. وزارت تحصیلات عالی و مسلکی، پوهنتون کابل اقتصاد جهانی تحت نظر سید غلام رسول اصغری و عزیز اریانفر.
  9. نریوال اقتصاد څانگه: د تجارت اقتصاد مؤلف: عبدالغفور امینی