د اروپایي اتحادیې تاریخچه


اروپايي اتحادیه یو جیوپولیټیکي بنسټ دی چې د اروپا لویې وچې لویه برخه تر خپل پوښښ لاندې لري. دغه اتحادیه له ګڼ شمېر هوکړو وروسته جوړه شوې چې په دغه بهیر کې یې پراخوالی او یا هم ترې جلا والی تجربه کړی، چې له ۶ غړو هېوادونو څخه ۲۷ ته چې د اروپا لویې وچې نږدې ټول هېوادونه په کې شاملېږي پراختیا موندلې ده.

د فدرېشن، کانفدرېشن او ګمرکي ټولنو له نظریاتو جلا، لکه:  څه ډول چې وېنسټون چرچېل په ۱۹۴۶ ز کال کې "اروپا د متحده ایالاتو" غوښتنه کړې وه، د اروپایي ټولنې اصلي پراختیا په یو فراملي (له ملي کچې لوړ) بنسټ ولاړه وه چې وکولای شي، " جګړه له تصوره لرې او له مادي پلوه ناشونې" کړي. د غړو هېوادونو ترمنځ دیموکراسي هغسې چې رابرت شومان (Robert Schuman) او نورو مشرانو د شومان په اعلامیه (۱۹۵۰ ز کال) او د اروپا په اعلامیه (۱۹۵۱ز کال) کې څرګنده کړې وې، پیاوړې کړې ده. دغه اصل د اروپا د ډبرو سکرو او پولادو د کمېټې (ECSC) (۱۹۵۱ ز کال)، د پاریس د هوکړې (۱۹۵۱ ز کال) او وروسته د روم د هوکړې (۱۹۵۸ ز کال) په زړه کې ځای درلود، چې له امله یې د اروپا اقتصادي کمېټه (EEC) او د اروپا د اټومي انرژۍ کمېټه (EAEC) جوړه شوه. په داسې حال کې چې په ۲۰۰۲ ز کال کې ECSC له منځه ولاړه ، خو EAEC سره له دې چې غړي او اړوند بنسټونه یې وېشل شوي وو، خپل جلا قانوني هویت وساته.[۱][۲][۳]

په ۱۹۹۲ ز کال کې ماستریخت هوکړې (Maastricht Treaty) اروپايي اتحادیه د کورنیو او بهرنیو چارو په ګډون د هغو له بنسټیز سیستم سره د اروپایي ټولنې په خوا کې رامنځته کړه، چې په وار سره د اروپایي واحد پولي واحد، اویورو (په ۱۹۹۹ ز کال کې رامنځته شو) د جوړېدو لامل شو. د ماستریخت هوکړه، د امستردام (۱۹۹۷ ز کال)، نایس (۲۰۰۱ ز کال) او لیسبون (۲۰۰۷ ز کال) د هوکړو په وسیله اصلاح شوې.

  د معاملاتو پراختیا: ۱۹۷۳-۱۹۹۳ز سمول

له هراړخیزو خبرو اترو او د فرانسې په ولسمشرۍ کې له بدلون وروسته، ډنمارک، آیرلنډ او بریتانیا (له ګیبرالتر یا جبل الطارق سره) د ۱۹۷۳ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه له اروپایي ټولنې سره یوځای شول. دا د څو پراختیاوو لومړی ځل و چې د اتحادیې د سیاست سیمه یې جوړه کړه. په ۱۹۷۹ ز کال کې اروپايي پارلمان، خپلې لومړۍ مستقیمې ټاکنې د عمومي رایو په کارولو سره ترسره کړې. ۴۱۰ استازي  یې وټاکل، چې بیا یې وروسته د اروپا د پارلمان لومړنۍ ښځینه مشره سیمون وېل (Simone Veil) وټاکله.[۴]

د ۱۹۸۱ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه یې د یوځای کېدو له غوښتنې شپږ کاله وروسته، د یونان په یوځای کېدو سره پراختیا وده وکړه. په ۱۹۸۲ ز کال کې، وروسته له هغه چې ګرینلنډ له ډنمارک څخه په داخلي چارو کې حاکمیت ترلاسه کړ، له ټولنې څخه یې د وتو لپاره رایه ورکړه. هسپانیه او پرتګال په درېمه پراختیا کې د ۱۹۸۶ ز کال د جنوري په لومړۍ  نېټه له ټولنې سره یوځای شول ( په ۱۹۷۷ ز کال کې یې د یوځای کېدو غوښتنه کړې وه).[۵][۶]

د کمیسیون لپاره تازه ګمارل شوو مشر ژاک دیلورز (Jacques Delors) او دیلورز د کمیسیون په ۱۹۸۶ ز کال کې د ټولنو له خوا د اروپا د بیرغ د جوړولو مشري پر غاړه لرله. د ادغام له هوکړې وروسته، د هوکړو په لومړۍ بیا کتنه کې، مشرانو د ۱۹۸۶ ز کال په فبروري میاشت کې واحد اروپايي قانون (Single European Act) لاسلیک کړ، چې په ځانګړي ډول د خارجي سیاست په برخه کې د ټولنې د واکونو د پراختیا په ګډون ګڼ شمېر بنسټیز اصلاحات یې رامنځته کړل. دا د واحد بازار د جوړولو په برخه کې تر ټولو اړین ګام و چې د ۱۹۸۷ ز کال په جولای کې پلی شو.[۷][۸][۹]

جوړښت: ۱۹۹۳ – ۲۰۰۴ ز کال سمول

د ۱۹۹۳ ز کال د نومبر په لومړۍ نېټه، د دریم ډیلورز کمیسیون له مخې د ماستریخت هوکړې اغېزمنه بڼه خپله کړه، اروپايي اتحادیه (European Union) د هغې د داخلي او بهرنیو چارو په ګډون د هغو له بنسټیز سیستم (pillar system) سره د اروپايي ټولنې (European Community) په خوا کې جوړه شوه. د ۱۹۹۴ کال په اروپایي ټاکنو کې سوسیالیست ګروپ په پارلمان کې د لوی ګوند په توګه خپل ځایګی وساته. شورا ژاک سانتر (Jacques Santer) د کمیسیون د مشر په توګه وړاندیز وکړ، خو هغه د نوماندۍ لپاره د دویمې ټاکنې په توګه په پام کې ونیول شو او د ده موقعیت یې کمزوری کړ. پارلمان په محدوده بڼه سانتر ومانه، خو د هغه کمیسیون له ده کلک ملاتړ وکړ چې، په ۴۱۶ موافقو او ۱۰۳ مخالفو رایو سره وټاکل شو. سانتر اړشو، څو د ماستریخت هوکړې له مخې له خپلو نوو واکونو څخه په ګټنې  سره د خپلو کمېشنرانو په ټاکلو کې ډېر کنټرول ولري. هغوی د ۱۹۹۵ ز کال د جنوري په ۲۳ مه کار پیل کړ.[۱۰][۱۱][۱۲]

د ۱۹۹۴ ز کال په مارچ میاشت کې، د اتریش، سویډن او فینلنډ د یو ځای کېدو خبرې هم پای ته ورسېدې. په ورته مهال ناروې، آیسلنډ او لختنشتاین د اروپا په اقتصادي سیمه کې (چې د ۱۹۹۴ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه د اجرا وړ وګرځېده) ور ګډ شول، هغه سازمان چې د اروپا د آزادې سوداګرۍ د ټولنې غړو هېوادونو ته یې واحد اروپايي بازار ته د لارموندنې اجازه ورکوله. راتلونکی کال، د شېنګن هوکړه، د اوو غړو ترمنځ تر سره شوه، چې د ۱۹۹۶ ز کال تر پایه پورې یې نږدې ټولو نورو هېوادونو ته پراختیا ومونده. د۱۹۹۰ لسیزه، د یورو د لا زیاتې ودې شاهده وه. د ۱۹۹۴ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه د اروپایي اتحادیې د پیسو او اقتصاد د اتحادیې دویم پړاو د اروپا د پولي انستیتیوت یا سازمان په جوړېدو پیل شو او د ۱۹۹۹ ز کال په پیل کې د اروپا د مرکزي بانک په پرانیستل کېدو سره یورو د دغې ټولنې د پولي واحد په توګه رامنځته شوه. د ۲۰۰۲ ز کال د جنوري په لومړۍ  نېټه د یورو بانک نوټونه او سیکې په بشپړ ډول د پخوانیو پولي واحدونو پر ځای بازار ته وړاندې شوې.

د ۱۹۹۰ مې لسیزې پر مهال، په بالکان کې شخړو د اروپایي اتحادیې د ګډې خارجي او امنیتي پالیسۍ (CFSP) د ودې انګېزه رامنځته کړه. د شخړو په پیل کې اروپایي اتحادیه په غبرګون ښوولو کې پاتې راغله او له هالنډ څخه د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو هم ونه شو کولای په بوسنیا او هرزګوینا کې د سربیناکا د عامه وژنې (Srebrenica massacre)(جولای ۱۹۹۵ ز کال) مخه ونیسي، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې په ټولیزه توګه لویې وژنې وې. په پایله کې د شمالي اتلانتیک پیمان (ناټو) اړ شو، په جګړه کې لاسوهنه وکړي، په دواړو لورو یې فشار راووړ، چې د خبرو مېز ته کښېني. له بهرني سیاست څخه د اروپایي ټولنې دغه لومړۍ تجربه د دې لامل شوه چې، د امستردام په هوکړه کې په باندني سیاست ډېر ټینګار وشي (چې د لوړ پوړي استازي چوکۍ یې جوړه کړه).[۱۳]

له دې سره، په ۱۹۹۹ ز کال کې د بودیجې کړکېچ، په ټولو بریاوو اغېز وکړ. پارلمان د ۱۹۹۶ ز کال د کمیسیون بودیجه د ناسم مالي مدیریت، چل ول او خپلوۍ پاللو له امله رد کړه. له دې سره چې پارلمان د کمیسیون ایستلو ته چمتووالی ونیو، د سانتر ټول کمیسیون استعفا ورکړه. په راتلونکو ټاکنو کې سوسیالیستانو خپل د لسیزو پخوانی ځایګی د خلکو ګوند ته پرېښود او راتلونکي پرودي کمیسیون (Prodi Commission) په چټکۍ سره د اروپا د چل ول ضد دفتر (European Anti-fraud Office) جوړ کړ. د امستردام د هوکړې د نوي ځواک له مخې یو شمېر کسانو پرودي (Prodi) د 'اروپا لومړنی لومړی وزیر' وباله. د جون په ۴ مه، خاویر سولانا (Javier Solana) د شورا د عمومي منشي او د اروپا د ګډ بهرني او امنیتي سیاست لپاره د لوړپوړي پیاوړي شوي استازي په توګه په کوزو کې مداخله ومنله – سولانا د یو شمېر کسانو له خوا د اروپا د بهرنیو چارو لومړنی وزیر ګڼل کېږي. د ۲۰۰۱ ز کال د فبروري په ۲۶ مه د نایس هوکړه (Nice Treaty) لاسلیک شوه، چې د ۲۰۰۳ ز کال د فبروري په لومړۍ نېټه د اجرا وړ وګرځېده او د ۲۰۰۴ کال له پیل وړاندې یې د ۱۰ نوو غړو هېوادونو لپاره وروستي چمتووالي برابر کړ.[۱۴][۱۵][۱۶]

له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتل (برېکسیټ): ۲۰۱۶ – ۲۰۲۰ ز کال سمول

د ۲۰۱۶ ز کال د جون په ۲۳ مه ، د بریتانیا وګړو له اروپايي ټولنې څخه د وتو په تړاو، په ټول پوښتنه کې رایه ورکړه، چې له امله یې د اروپایي ټولنې لومړنی او تر ننه یوازنی غړی هېواد و چې د اروپایي ټولنې د هوکړې (TEU) ۵۰ مه ماده یې وکاروله. رایې له اروپایي ټولنې څخه د وتلو په ګټه وې، چې ۵۱.۹ سلنه له وتو سره موافقې او ۴۸.۱ سلنه مخالفې رایې وې. له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل، د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري په ۳۱ مه نېټه بشپړ شول.[۱۷]

سرچینۍ سمول

  1. "Schuman Project". schuman.info. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Schuman Project". schuman.info. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Schuman Project". schuman.info. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. The first enlargement cvce.eu
  5. The new European Parliament cvce.eu
  6. Negotiations for enlargement cvce.eu
  7. Single European Act cvce.eu
  8. Miklós Németh in Interview, Austrian TV - ORF "Report", 25 June 2019
  9. „Der 19. August 1989 war ein Test für Gorbatschows“ (German - August 19, 1989 was a test for Gorbachev), in: FAZ 19 August 2009.
  10. 1993 europa.eu
  11. Characteristics of the Treaty on European Union cvce.eu
  12. "The crisis of the Santer Commission". Centre Virtuel de la Connaissance sur l'Europe (CVCE). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. The Treaty of Amsterdam ena.lu
  14. Ringer, Nils F. (February 2003). "The Santer Commission Resignation Crisis" (PDF). University of Pittsburgh. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hoskyns, Catherine; Michael Newman (2000). Democratizing the European Union: Issues for the twenty-first Century (Perspectives on Democratization). Manchester University Press. د کتاب پاڼي 106–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7190-5666-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Topan, Angelina (30 September 2002). "The resignation of the Santer-Commission: the impact of 'trust' and 'reputation'". European Integration online Papers. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Labour leadership & Hammond in China – BBC News" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)