د احد غزا

د بعثت د وخت يوه غزوه

د احد غزايا د احد غره په لمن کې د ازادۍ د چاپېريال دفاع: د هجرت درېم كال هم د هجرت د دويم كال په څېر له پېښو ډك دى. كه په دويم كال كې د بدر غزا وشوه؛ نو پر درېم كال د احد غزا پېښه شوه، چې دواړه د اسلام له مهمو غزاګانو څخه دي؛البته د هجرت پر درېم كال يوازې د احد غزا نه وه شوې؛بلكې د “بحران”، “حمرالا اسد” غزاګانې او يو لړ “سريې” هم وشوې، چې موږ دلته يوازې د احد پر غزا رڼا اچولې ده.

د جګړې لګښت پر قريشو و سمول

له پخوا راهيسې د انقلاب او پاڅونو تخم په مكه كې كرل شوى و، د مړيو د وېرې مخنيوي،په قريشو كې د غچ اخستنې اور ولګاوه او د مکې خلك د مدينې او “عراق” د لارې په بنديدو خپه وو،چې “كعب اشرف” دا اور پو او تازه كړ؛ نو ځكه “صفوان بن اميه” او “عكرمه بن ابي جهل”، “ابوسفيان” ته وړانديز وكړ،چې د قريشو مشران او ننګيالي د سوداګريز كاروان په دفاع کې وژل شوي؛نو چا چې په كاروان كې مال درلود؛ د جګړې پېسې دې وركړي. “ابوسفيان” ورسره ومنله او عملي يې کړه. د قريشو مشرانو، چې د بدر په جګړه كې د مسلمانانو مېړانه او ځان تېرېدنه ليدلې وه؛ نو لازم يې ګڼل دا ځل له “محمد” سره مخ كېدو ته داسې منظم لښكر جوړ كړي،چې د عربو قبايلو ډېرى ننګيالي پکې وي. “عمروعاص” او څو نورو دنده واخسته،چې د “كنانه” او “ثقيف” پر ټبرونو وګرځي او مرسته ترې وغواړي او ننګيالي يې په راز راز وسلو سمبال كړي او ورته ووايي:د جګړې لګښت پر قريشو دى،تاسې يوازې له قريشو سره په جګړه کې مرسته وكړئ. هغوى تر ډېرو هلو ځلو وروسته د “كنانه” او “تهامه” له ټبرونو جنګيالي راټول كړل او لښكر يې جوړ كړ، چې شمير يې کابو ۴۰۰۰ تنو ته رسېده؛ يعنې ۴۰۰۰ تنه يوازې سړي وو او كه د ښځو شمېر هم ورسره كړو؛ نو خورا زياتېږي. د عربو دود و،چې په څه نا څه پلمه يې ښځې هم د جګړې ډګر ته راكښلې؛خو دا ځل په خپله د بوت لمانځيو عربو ښځو په جګړه كې ګډون وكړ او نقشه يې دا وه،چې ښځې دې د جګړې په ډګر كې سندرې او ټپې ووايي او په لمسوونكيو خبرو دې “قريش” غچ اخستو ته راوهڅوي او ښځې يې ځكه راوستې وې،چې د خپلو جنګيالو د تېښتې لار ونيسي؛ځكه كه جنګيالى وتښتي؛نو ښځې به يې بنديانې شي،چې دا خبره د عربو غيرت نه منله. په دې جګړه كې زيات مريان هم راوستل شوي وو،چې غوړې غوړې وعدې وركړ شوې وې. “وحشي ابن حرب حبشي” د “مطعم” مريى و، چې د جګړې په ځانګړې وسله كې، په “زوبين” كارولو كې يې خورا مهارت درلود او ورته يې ويلې وو: كه “محمد”،”علي” يا “حمزه” دې وواژه؛ نو ازاد به دې كړو. كفارو تر ډېرو هلو ځلو وروسته لښكر راټول كړ،چې ۷۰۰ تنه زغرو، ۳۰۰۰ اوښان، ۲۰۰ سپاره او پلي پکې وو.

د پېغمبر اکرم استخبارات خبر وركوي سمول

“عباس”، د پېغمبر اکرم تره،چې واقعي مسلمان و؛خو خپل دين يې نه ښكاره كاوه،پېغمبر اکرم د قرېشو له جنګي نقشې خبر كړ.”عباس” په خپل لاس ليک وليكه، مهر يې كړ او د “بني غفار” د ټبر يو سړي ته يې وركړ چې دا ليک په درېو ورځو كې يې پېغمبر اکرم ته ورسوه. دې سړي پېغمبر اکرم ته په داسې وخت كې ليك ورساوه، چې پېغمبر اکرم له ښاره بهر په باغونو كې و.تر سلام او ادب وروسته يې ليک وركړ. پېغمبر اکرم ليك ولوست؛خو د محتوا او منځپانګې په باب يې خپلو يارانو ته هېڅ و نه ويل. “مغازي واقدي” ( ۱/ ۲۰۳ ) او ځينې نور سيره ليكونكي عقيده لري، چې ليک پېغمبر اکرم ته هغه وخت راورسېد،چې په جومات كې و او “ابي بن كعب” ورته ولوست،چې البته دا نظر واقعيت ته نږدې دى؛ځكه په تاريخ كې نه دي ليكل شوي، چې پېغمبر اکرم لوستى دى. ښكاره ده، چې رسول اکرم بايد ژر تر ژره خپل ياران د دښمن له نقشې خبر كړي واى؛نو ځكه ويل كېږي: ښار ته چې راستون شو؛ ليک يې خپلو يارانو ته ولوست.(۱۹۰)

د قريشو د لښكر روانېدل سمول

د قريشو لښكر وخوځېد او څه موده وروسته “ابواء” ته، چې د پېغمبر اکرم مور حضرت “آمنه بي بي” پکې ښخه وه ورسېد. د قريشو بې سرو او بې ادبو ځوانانو ټينګار وكړ، چې د پېغمبر اکرم د مور قبر راوسپړي او د مور مړى يې ترې راوباسي؛خو په هغوى كې ځينو لرليدو وويل، چې كه دا كار مو وكړ؛نو دود به شي او كېداى شي له “بني بكر” او”بني خزاعه” وو مو زموږ دښمنان مړي راوباسي . د پنجشبې ورځ او د “شوال” پينځمه وه، چې پېغمبر اکرم “انس”، “مونس” او د “فضاله” زامن له مدينې بهر ولېږل، چې ځان د قريشو پر احوال پوه كړي. هغوى خبر راووړ،چې د قرېشو لښكر مدينې ته نږدې رارسېدلى او خپل څاروي يې د مدينې په پټيو كې خوشې كړي دي. حضرت “حباب بن منذر” هم خبر راووړ،چې لښكر مدينې ته رانږدې شوى او د پنجشنبې پر مازيګر مدينې ته د قرېشو رانږدې كېدل او د احد په سيمه كې ځاى پر ځاى كېدل تاييد شول.

مسلمانان له دې وېرېدل، چې “قرېش” د شپې پر مدينه بريد و نه کړي او پېغمبر اکرم ته زيان و نه رسوي؛نو ځكه د “اوس” او “خزرج” وسله والو ځوانانو ځينو شپه په جومات او ځينو د ښار په خوله كې تېره كړه، چې شپه په خير تېره شي او پوځي لارې چارې غوره كړي.

د احد سيمه سمول

“وادي القرى” اوږده او لويه دره ده،چې د “شام” تجارتي لار يې په “يمن” پورې تړله. په هر ځاى كې به،چې د ژوند اسانۍ وې؛ نو د عربو ټبرونه او يهود به پکې مېشتېدل؛نو ځكه په دې دره کې ځينې كلي جوړ شوي وو، چې دېوالونه يې د تيږو وو او مركز يې “يثرب” و، چې بيا يې نوم “مدينة الرسول” شو او څوك به،چې له مكې څخه مدينې ته راتلل؛ نو اړ و، چې د جنوب له لوري ورته راننوځي؛خو دا چې په سيمه كې كانكر وو؛نو د لښكرتون پر ځاى كول، پکې ستونزمن و؛ نو ځكه د قريشو لښكر مدينې ته راورسېد،لار يې كږه كړه او د شمال خوا ته ولاړل او د احد د غره تر څنګ په “وادي عقيق” كې ځاى پر ځاى شول. دا سيمه هواره او د خرما باغونه پکې وو؛ نو هر ډول پوځي فعاليت ته چمتو وه او مدينه هم له همدې لوري ډېره زيانمنېدونكې وه؛ځكه طبيعي خنډونه په کې لږ وو. د قرېشو لښكر د هجرت پر درېم كال، د “شوال” پر پينځمه د پنجشنبې پر ورځ د احد د غره تر څنګ ځاى پر ځاى شو.

پېغمبر اکرم هماغه ورځ او د جمعې پر شپه په مدينه كې پاتې شو او د جمعې پر ورځ يې پوځي شورا جوړه كړه او داچې څرنګه بايد دفاع وكړو، له پوځي كارپوهانو او افسرانو سره يې سلا مشوره وكړه.

دفاع ته مشوره سمول

پېغمبر اکرم د خداى له لوري دنده درلوده،چې په پوځي مسئلو او هغه ته ورته مسئلو كې له خپلو يارانو سره مشوره وكړي او د كار په څرنګتيا کې تررې مشوره واخلي،چې له دې لارې خپلو لارويانو ته د حق غوښتنې، واقعيت پالنې او ولسواكۍ درس وركړي؛خو آيا پېغمبر انو ته به له دې مشورو ګټه هم لاس ته راتله او كه نه؟ آيا د هغوى افكارو به ورته ګټه رسوله او كه نه؟ ددې پوښتنو ځواب د كلام د علم پوهانو وركړى او لوستونكي دې د عقايدو او مذاهبو كتابونه ولولي.

پوځي شورا سمول

پېغمبر اکرم په هغه غونډه کې،چې پکې د اسلام افسران او ننګيالي سرتېري راټول شوي وو،وويل:(( افسران او سرتېري دې د اسلام دفاع ته خپل وړانديزونه راوړاندې كړي.)) “عبدالله بن ابى”،چې د مدينې له منافقانو و،د کلا وړانديز يې وكړ، چې مسلمانان دې له مدينې ونه وځي او له برجونو او كورونو دې د دفاع لپاره ګټه واخلي او ښځې دې د كوټو او برجونو له سرونو، كفار په تيږو وولي او سړي دې په كوڅو كې لاس پر لاس له كفارو سره وجنګېږي. “عبدالله بن ابى” خبره داسې پېل كړه:((موږ به پخوا له كلا نه د دفاع لپاره ګټه اخسته او ښځو به هم د كوټو له سرونو له موږ سره مرسته كوله؛نو ځكه مدينه د هېچا په لاس كې نه وه لوېدلې،تر اوسه دښمن راباندې نه دى برلاس شوى او موږ هم،چې له دې لارې د مدينې دفاع كړې؛نو دښمن ته مو ماتې وركړې او چې له ښاره وتلي يو؛نو تاوان مو كړى دى.)) د انصارو او مهاجرو بوډاګانو دا وړانديز ومانه؛خو ځوانانو په تېره بيا هغوى،چې د بدر په جګړه كې يې ګډون نه و كړى او د جګړې فكر يې په مغزو كې و،له دې وړانديز سره مخالفت وښود او و يې ويل:((داسې دفاع كول دښمن لا نور هم ډاډه كوي او هغه وياړ مو،چې د بدر په جګړه كې لاس ته راوړى،له لاسه وركوئ، دا د شرم خبره نه ده،چې زموږ جنګيالي سرتېري په كورو كې كېني او دښمن ته اجازه وركړي كور ته راننوځي. په بدر كې مو سرتېري تر نن ډېر لږ وو؛خو سره له دې مو جګړه وګټله.موږ بې صبره دداسې ورځې په تمه وو،چې اوس هغه ورځ خداى راوستې ده.)) د اسلام ستر افسر؛ حضرت “حمزه” اسدالله وويل: ((قسم پر هغه خداى،چې قرآن يې نازل كړى دى،نن به خواړه و نه خورم، چې له ښاره و نه وځم او له دښمن سره و نه جنګېږم.)) پايله دا چې د اسلام لښكر بايد له ښاره ووځي او په مېړانه له ښاره بهر له دښمن سره وحنګېږي. (۱۹۱) او همداسې ما د “منافقان در تاريخ اسلام” په كتاب كې ثابت كړي، چې د “عبدالله بن ابى” وړانديز خطرناک و؛ځكه کېداى شول،كه دښمن ښار ته راننوتى واى؛ نو د منافقانو كورونه يې د سنګر په توګه كارول او د مدينې يهود هم له دښمن سره يو لاس كېدل.

شهادت ته پچه سمول

د “خثيمه” په نامه زړور بوډا راپاڅېد او و يې ويل:(( د خداى استازيه! قريشو يو كال زيار اېستلى او له ځان سره يې د عربو نور قبائل هم يو لاس كړي،كه موږ د ښار دفاع ته و نه وځوو؛نو کېداى شي مدينه كلابنده كړي او دا هم شونې ده، چې بيا له محاصرې لاس واخلي او مکې ته ستانه شي؛خو پردې كار موږ په خپله هغوى ته مېړانه وركوو او په راتلونكې كې به يې له بريدونو په امان كې نه يو. زه پردې خبره ډېر خپه يم،چې د بدر په جګړه كې مې ګډون ونه کړای شو،حال دا چې ما او زوى مې دواړو د زړه له كومې غوښتل د بدر په جګړه كې ګډون وكړو او هر يو دې كار ته ناکراره وو، چې زوى مې د بدر په جګړې كې ګډون وكړ. د بدر د جګړې پر مهال مې خپل زوى ته وويل:” ته ځوان يې.پر زړه خورا ارمانونه لرې،کړاى شې د ځوانۍ ځواک په بل كار ولګوې او له هغې لارې د خداى رضا لاس ته راوړې؛خو پر ما عمر تېر دى او راتلونكې مې روښانه نه ده؛ نو پکار ده زه په دې سپېڅلې جګړه (بدر) كې ګډون وكړم او ته زما د پاتې شونيو خيال وساتې”؛ خو زوى مې د جهاد پر تګ دومره ټينګار وكړ، چې دواړو پچه واچوله.پچه زما د زوى په نامه راووته، د بدر په جګړه كې يې ګډون وكړ او شهيد شو. بېګا دلته د قريشو د كلابندۍ خبرې وې او زه هم پردې خيال ويده شوم، چې زوى مې په خوب كې وليد،چې د جنت په باغونو كې ګرځي او د جنت مېوې خوري په مينه ناك غږ يې راته وويل: “پلار جانه! تا ته په تمه يم.”رسول اکرمه! ږيره مې سپينه شوې،هډوكي مې اوبه شوي، له تاسې هېله لرم، چې له خدايه راته شهادت وغواړې.)) (۱۹۲) تاسې د اسلام د تاريخ په پاڼو كې داسې ځانتېري زيات ليدلي؛خو هغه ښوونځي،چې پر “معاد” ايمان اوعقيده نه لري، د “خثيمه” په څېر كسان نشى روزلاى او داسې كسان،چې په ژړا شهادت غواړي،يوازې د خداى او د پېغمبرانو په ښوونځيو كې روزل كېږي؛ خو په صنعتي نړۍ کې، چې افسرانو ته ووينئ؛ نو موخه يې يوازې ماديات او ښه ژوند لاس ته راوړل دي؛ نو ځكه كوښښ كوي خپل ځانونه له مرګه وژغوري؛ خو د پېغمبرانو په ښوونځيو كې جګړې،يوازې د خداى رضا ته وي او كه دا موخه په شهادت لاس ته راوړل كېږي؛نو الهي سرتېري خپل سرونه په تلي كې ږدي او هر ډول خطر ته په ډاډه زړه وردانګي.

د غونډې پايله سمول

پېغمبر اکرم د ټولو وړانديزونه واورېدل او پايله يې دا شوه، چې په ښار كې پاتې نه شي او بهر ووځي. البته دا هم غوره نه وه، چې د حضرت “حمزه” او حضرت “سعد بن عباده” د وړانديز په پرتله، د “عبدالله بن ابى” په څېر منافق وړانديز ومنل شي او كه له دې خبرې هم تېر شو؛ لاس په لاس جګړه كې او ښځو ته په جګړه كې ونډه وركول او دښمن ته لار پرانستې پرېښوول،د مسلمانانو د کمزورۍ نښه وه،چې د بدر د جګړې له ځواک ښوونې سره يې اړخ نه لګاوه.

پېغمبراکرم پوځي جامې واغوستې سمول

پېغمبر اکرم، چې دفاعي تاكتيك غوره كړ؛پاڅېد او كور ته ننوت، “زغره” يې واغوسته،توره يې راځوړنده كړه، ډال يې په ځان پورې وتاړه،غشي يې پر اوږه كړل او نېزه يې په لاس كې راواخسته او له وره راووت. [د افغانستان سرښندويه ملت له “محمدي ښوونځي” په الهام د پخواني شوروي د ګوډاګيانو او يرغلګرو پر ضد په مړانه وجنګېد او د “سوسيال استکبار” پوځي طلسم يې مات کړ؛خو افسوس چې د بې اتفاقۍ له امله يې لاسته راغلې برياوې له لاسه ووتلې.]ژباړن ددې نندارې كتلو مسلمان ولړزول؛ ځكه ځينو انګېرله،چې پېغمبر اکرم له مدينې پر بهر جګړه خوښ نه دى او هغوى ناحقه پېغمبر اکرم دباندې وتو ته اړ کړ؛نو ځکه د خپلې خبرې اخستو ته يې وويل:(( موږ د دفاع په تاكتيك کې ستا نظر ته ګورو،كه بهر وتلو ته چمتو نه ياست او سلا نه ويني؛نو همدلته به پاتې شو.)) پېغمبر اکرم ورته وويل:((پېغمبر چې زغره واغوسته؛ نو غوره نه ده له دښمن سره بې جګړې يې راوباسي.)) (۱۹۳)

پېغمبر اکرم له مدينې بهر وځي سمول

پېغمبر اکرم د جمعې لمونځ وكړ او له لښكر سره،چې شمېر يې زرو تنو ته رسېده،له مدينې د احد پر لور ووت او هغه كسان،چې عمر يې خام و؛ لكه “اسامه”، “زيد بن حارثه” او “عبدالله بن عمر” له ځان سره بو نه تلل؛ خو “سمره” او “راعف” دوه ځوانانو ، چې لا ۱۵ كلن هم نه وو، په جګړې كې ګډون وكړ؛ځكه په غشيو وېشتلو كې يې خورا مهارت درلود. دا وخت هغو يهودانو، چي له “عبدالله بن ابى” سره هم ژمني وو، هوډ وکړ په جګړې کې ګډون وكړي؛خو چې د اسلام سرتېري “شوط” (د مدينې او احد تر منځ سيمه) ته ورسېدل،”عبدالله بن ابى” په دې پلمه وګرځېد،چې پېغمبر اکرم د تنكيو ځوانانو وړانديزونو ته اهميت وركړى. همداسې ۳۰۰ اوسيان، چې د “عبدالله بن ابى” هم ټبري وو بېرته وګرځېدل؛ نو ځكه په دې جګړه كې نه يهودو ګډون وكړ او نه منافقانو.

پېغمبر اکرم او يارانو يې غوښتل خپله لار لنډه كړي او ژر خپل غونډ ته ورسېږي؛نو ناچار شول د “مربع” نومي منافق له باغه تېر شي،ځېل يې وکړ او دا،چي د اسلام سرتېري يې له باغه تېر شوي وو،ډېر غوسه  شو او پېغمبر اکرم ته يې كنځل وكړې. د پېغمبر اکرم يارانو غوښتل هماغلته يې ووژني؛خو پېغمبر اکرم وويل: (( له دې ځېلي سره كار مه لرئ.)) (۱۹۴)

دوه ځانتېري سرتېري سمول

پېغمبر اکرم په يوه سيمه كې د خپلو سرتېرو د پريټ او رسم ګذشت معاينه وكړه. ځلندې څېرې او د تورو پړكا يې له لرې ښكارېدې. د پېغمبر اکرم لښكر د عمر له پلوه له يو بله خورا توپير درلود. په دې لښکر کې زاړه او بوډاګان هم وو او داسې كسان هم وو،چې لا تنکي هلکان وو او لا پينځلس كلنۍ ته هم نه وو رسېدلي؛خو پوښتنه راپيدا کېږي چې دوى څه راهڅولي وو،چې جګړې ته لاړ شي؟ ځواب يې دا دى، چې له “توحيد” او” كمال” سره مينې دلته راوستي وو. دې موضوع ثابتولو ته مې د يو بوډا او يو ځوان سرتېري کيسه راخيستى، چې د واده يې يوه شپه تېره شوې وه: ۱ _ “عمرو بن جموع” شا ټيټى بوډا و،چې مادي ځواک يې له لاسه وركړى و او پښه يې هم معيوبه وه او څلور زلمي زامن يې د اسلام دفاع ته لومړۍ كرښې ته ولېږل. زړه يې خوشحاله و،چې زامن يې د خداى لپاره توره وهي، له ځان سره يې وويل:((له جګړې ډډه كول د انصاف خبره نه ده، ولې داسې نېكمرغي له لاسه وركړم.)) خپلوانو يې مخه ونيوه، چې جګړې ته ولاړ نه شي، ورته يې وويل: (( ته د اسلام پوځي قوانينو،له هر ډول كاره معاف كړى يې))؛خو د خپلوانو خبرو قانع نه کړ او په خپله پېغمبر اکرم ته ورغى او ورته يې وويل:((خپلوان مې جهاد ته نه پرېږدي، ستاسې نظر څه دى؟ زه د شهادت ارمان لرم،غواړم د جنت پر لور والوځم.)) پېغمبر اکرم ورته وويل:((خداى ته په معذورو كې شمېرلى يې او غاړه دې خلاصه ده.)) (۱۹۵) هغه زارۍ وكړې.حال دا چې خپلوان يې ترې راتاو وو،پېغمبراکرم ورته وويل:((مخه يې مه نيسئ، پر ېږدئ، چې د اسلام په لار كې شهيد شي.)) بوډا چې له كوره ووت؛و يې ويل:((خدايه كور ته مې راستون نه کړې .خدايه! توفيق راكړې په لار كې دې مړ شم.)) بوډا به په جګړه کې برېدونه کول او ويل يې: ((د جنت هيله لرم))،يو زوى يې هم ورپسې و او بريدونه يې كول، دواړه دومره وجنګېدل چې شهيدان شول او بل زوى يې “عبدالله” هم په دې جګړه كې شهيد شو . (۱۹۶) ۲ _حضرت “حنظله” ،چې عمر يې لا څلرويشت كلنۍ ته هم نه ورسېدلى،چې د ((يخرج الحى من الميت=له ناپاكه پلرونو،پاك زامن پيدا كوي)) آيت مصداق و. “ابوعامر” چې د پېغمبر اکرم دښمن و، پلار يې هم د احد په جګړه كې د كفارو په لښكر كې ګډون كړى و. “ابوعامر” د اسلام له اورنيو دښمنانو و، چې “قريش” يې جګړې ته راهڅولي وو او تر وسه وسه يې له اسلام سره يې دښمني كوله . هغه د “ضرار” جومات، چې د نهم هجري كال په پېښو كې مو راوړې دى بنسټګرو. د زويولۍ او پلار ولۍ مينه ددې لامل نه شوه،چې حضرت “حنظله” په دې جګړه كې ګډون و نه کړي. پر هغه ورځ چې د احد جګړه پېښه شوه؛نو پر شپه يې د حضرت “حنظله” د “عبدالله ابى” له لور سره واده و او د ناچارۍ له مخې يې پر هماغه شپه واده وكړ او له خپلې مېرمنې سره يې پر هماغه شپه كوروالى وكړ؛ خو چې د جهاد غږ يې واورېد؛نو بل ډول شو. د پېغمبر اکرم په اجازه يوه شپه په مدينه كې پاتې شو او پر سبا يې د جګړې ډګر ته ولاړ. علامه “مجلسي” وايي چې: (( د نور سورت ۶۲ آيت د هغه په باب نازل شوې دى. إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= مؤمنان يوازې هغه دي،چې پر خداى او د هغه پر پېغمبر يې ايمان راوړى او چې كله په يو ټولنيز كاركې له هغه سره وي؛نو بې له اجازې يې چېرې نه ځي، هغوى چې له تا اجازه اخلي (؛نو) په رښتيا يې پر خداى او د هغه پر پېغمبر ايمان راوړى دى؛ نو چې كله هغوى د خپل كوم كار لپاره له تا اجازه وغواړي؛ نو چا ته چې دې خوښه شي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه، بېشكه چې خداى بښونكى (او) مهربان دى. (۱۹۷) پېغمبر اکرم ورته د واده مراسمو ته يو شپه اجازه وركړه. سهار وختي، حضرت “حنظله” مخکې له دې، چې د جنابت غسل وكړي، د جګړې د ډګر پر لور مخه کړه. له كوره چې ووت؛نو ناوې يې ورپسې ژړل او ترې يې غوښتل،چې يوه شېبه صبر وكړي،ښځې يې څلور تنه شاهدان كړل، چې بېګا هغې او مېړه يې كوروالى كړى دى. حضرت “حنظله” له كوره ووت.ناوې هغوى څلورو تنو ته كتل او ورته يې وويل: (( بېګا مې خوب وليد،چې اسمان وچاود او مېړه مې ورننووت او بيا د اسمان چاود ټپ شو؛ ما چې دا خوب وليد؛احساسوم مېړه مې په جګړه كې شهيدېږي.)) حضرت “حنظله” ځان لښكر ته ورساوه،سترګې يې پر “ابوسفيان” ولګېدې،چې د لښكرو په منځ كې يې هلې ځې كولې. حضرت “حنظله” په خپله توره غوښتل “ابوسفيان” ووهي؛خو توره ولاړه او د “ابوسفيان” د اس شاته ولګېده او “ابوسفيان” له خپل اسه راوغورځېد. “ابوسفيان” چغې او سورې كړې،چې څو قريشي ځوانان يې مرستې ته راغلل. “شدادليثي” پر حضرت “حنظله” بريد وكړه او “ابوسفيان” له منګولو ووت. د كفارو د لښكر نېزه وال پر حضرت “حنظله” بريد وكړه او نېزه يې د حضرت “حنظله” پر بدن ښخه کړه. حضرت “حنظله” سره له دې، چې ټپي شوى و،په هغه نېزه وال پسې شو او په توره يې وواژه او په خپله هم د هماغه ټپ له امله پر ځمكه راوغورځېد. پېغمبر اکرم وويل:((ما وليدل، چې پرېښتو “حنظله” ته غسل وركړ؛ نو ځكه يې ورته “غسيل الملائكه” وايه.)) “اوسيانو” به چې خپلې وياړنې شمېرلې؛ نو ويل يې :((“حنظله” له موږ ځنې دى، چې پرېښتو ورته غسل وركړ.)) “ابوسفيان” به ويل: ((هغوى د بدر په جګړه كې زما زوى “حنظله” وواژه؛ نو ما هم د احد په جګړه كې د مسلمانانو “حنظله” وواژه.)) دا ناوې او ښاوى عجيبه كسان وو؛ځكه دواړه د اسلام په لار كې له ځانه تېر وو؛ خو د دواړو پلرونه د اسلام سخت دښمنان وو،د ناوې پلار “عبدالله بن ابى” د مدينې د منافقانو مشر و او د ښاوي پلار “ابي عامر” و، چې د جاهليت د وخت راهب و او د اسلام له راتلو وروسته، له مشركانو سره يو ځاى شو او “هرقل” يې د اسلام ځپلو ته راوباله.(۱۹۸)

د دوو لښكرو مخامختيا سمول

د شوال پر اوومه د هجرت پر درېم كال د اسلام لښكر له كافرو سره مخ شو. د اسلام لښكر د احد غره په لمن کې غونډ جوړ كړ؛ خو په غره كې “كنډو” و او ددې احتمال و، چې كفار د شا كنډو له لارې پر مسلمانانو بريد وکړي؛نو پېغمبر اکرم ددې خطر مخنيوي ته دوې ډلې غشي ايشتونكي، په كنډو كې پر غونډۍ ځاى پر ځاى كړل او بولندوى “عبدالله جبير” ته يې وويل:((تاسې په خپلو غشيو دښمن له دې ځايه وشړئ او پرې نه ږدئ له شا بريد وكړي،موږ جګړه وګټله او که مو بايلوده؛ خو تاسې له خپل ځايه مه خوځېږئ.

د سرتېرو د جنګي روحيي غښتلې كول سمول

پېغمبر اکرم د سرتېرو جنګي روحيي ته ځانګړې پاملرنه درلوده او دا ځل هم،چې ۷۰۰ مسلمانان د ۳۰۰۰ كفارو مقابلې ته راغلي وو؛نو رسول اکرم د سرتېرو د جنګي روحيې د پياوړتيا لپاره ورته يې په زړه پورې وينا وكړه. د اسلام ستر تاريخ پوه؛واقدي وايي:((پېغمبر اکرم پينځوس غشي وېشتونكيو ته دنده وركړه،چې د “عينين” په تنګي كې ودرېږي. د احد غره ته يې شا كړه او مخ پر مدينې پلى روان و او د خپلو سرتېرو ليکي يې جوړولې او د هر افسر ځاى يې ټاكه. يوه ډله يې مخکې كړه او بله شاته. پېغمبر اکرم د سرتېرو د ليكو سمون ته دومره پام درلود،چې د كوم سرتېري اوږه به،چې مخکې يا شاته وه؛نو سموله يې. پېغمبر اکرم د سرتېرو د ليكو تر سمون وروسته وويل: ((ما ته چې خداى د څه سپارښتنه کړې، تاسې ته يې وايم،د خداى حکم ومنئ او ورسره له مخالفته ځان وژغورئ……له دښمن سره مبارزه كول سخت كار دى او خورا زحمت غواړي او هغه كسان پرېږدئ،چې د دښمن پر وړاندې درېږي؛خو هغوى چې خداى ورته لارښوونه کړې وي او ځواک يې وركړى وي؛ځکه خداى له هغوى سره مل دى،چې حکم يې مني او شيطان د هغوى ملګرى دى، چې له خداى سره مخالفت كوي… له هر څه د مخه په جهاد كې استقامت او زغم ولرئ،چې له دې لارې د خداى ژمنه دركړ شوې،چې نېكمرغيو ته ورسېږئ،د وحې راوړونكي جبراييل راته وويل:”هېڅوك به مړ نه شي، تر څو يې چې خپله وروستۍ روزي نه وي خوړلې”…..او تر هغه، چې د بريد حكم نه وي شوى؛نو بريد ونه کړئ.)) (۱۹۹)

دښمن خپلې ليکې جوړوي سمول

“ابوسفيان” خپل لښكر درې برخې كړ: پلي زغره وال، يې په منځ كې كړل،يوه ډله يې د “خالد بن وليد” په بولندويۍ په ښي اړخ كې ځاى پر ځاى كړه،يوه ډله يې د”عكرمه” په بولندويۍ كيڼ لور ته وټاکله او همداسې څو تنو ته يې بيرغونه وركړل او له لښكره مخکې يې ودرول او ورته يې (چې ټول د “بني عبدالدار” له ټبره وو) وويل:((د لښكر برى د بيرغچيانو په استقامت پورې اړه لري او موږ د بدر په جګړه كې د بيرغچيانو د نه زغم له امله ماتې وخوړه او كه د “بني عبدالدار” ټبر د بيرغ په ساتنه كې مېړانه و نه ښووه؛ نو موږ به دا ستر وياړ يو بل ټبر ته وركړو.)) د “ابوسفيان” دې خبرې د “طلحه ابن ابي طلحه” په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله؛بې ځنډه مخکې ولاړ او غږ يې كړ:((يو دې جګړې ته رامخې ته شي.))

غيرتي كول سمول

مخکې له دې،چې جګړه پېل شي،پېغمبر اکرم توره رواخيسته او د خپلو سرتېرو د ننګولو لپاره يې ورته وويل:(( څوك دى، چې توره واخلي او حق يې پر ځاى كړي.)) ځينې راپاڅېدل؛ خو رسول اکرم ورته توره ورنه کړه. بيا “ابوجاذبه” راپاڅېد،چې ننګيالى سرتېرى و او ويې ويل: ((ددې تورې حق څه دى؟ او څرنګه يې حق ادا کړاى شو؟)) پېغمبر اکرم وويل:((دومره پرې وجنګېږئ،چې كږه شي.)) “ابوجاذبه” وويل:((حاضر يم حق يې پر ځاى كړم. )) بيا يې د مرګ سور دسمال پر سر وتاړه او توره يې د پېغمبر اکرم له لاسه واخسته او “ابوجاذبه” دسمال پر سر وتاړه؛نو مانا يې داوه: څو چې ژوندى وي؛نو جنګېږي به؛د مغرور زمري په څېر ګرځېده او كوم وياړ، چې ور پر برخه شوى و،ډېر خوشحاله و او په سور دسمال ډېر ښکلي ښكارېده. (۲۰۰) په رښتيا د هغه لښكر ننګولو ته،چې خداى ته جنګېږي، دا غوره لار وه. د پېغمبر اکرم موخه د “ابوجاذبه” هڅول نه وو؛ بلكې له دې لارې يې نور هم هڅول او پوه يې كړل،چې هر يو دې مېړانه وښيي او ځان دې د داسې مډال مستحق كړي. حضرت “زبير بن عوام”، چې په خپله ننګيالى سرتېرى و، له دې چې پېغمبر اکرم ورته توره نه وه وركړې،خورا خپه و؛نو ځکه يې له ځان سره وويل: ((زه بايد “ابوجاذبه” تعقيب كړم،چې د مېړانې کچه يې ووينم)). هغه وايي:(( په “ابوجاذبه” پسې وم او د كفارو هر ننګيالى به،چې مخې ته ورته؛ نو ژوندى ترې نه پاتې كېده.)) بيا وايي: (( د كفارو په لښكر كې يو پهلوان و،چې د مسلمانانو له ټپيانو يې سر غوڅاوه، دې پېښې ډېر خپه كړم،چې له نېكه مرغه دا پهلوان د “ابوجاذبه” پر مخ ورغى؛سره ونښتل، چې څه شېبه وروسته،”ابوجاذبه” وواژه. ” ابوجاذبه” وايي:((يو مې وليد،چې “قريش” له مسلمانانو سره جګړې ته راهڅوي،ورپسې ورغلم؛نو په خپل سر يې،چې د تورې سيورې وليد؛نو چغې يې كړې. ناڅاپه پوه شوم، چې هغه “هند” د “ابوسفيان” ښځه او معاويه مور ده. غوښتل مې و يې وژنم؛ خو له ځان سره مې وويل:د رسول اکرم د تورې ارزښت تر دې ډېر اوچت دى،چې د هغې په څېر ښځه پرې ووژنم.)) (۲۰۱)

د جګړې پيل سمول

جګړه “ابوعامر” پېل كړه. هغه د “اوس” له ټبره و او د اسلام سر سخت مخالف و، چې له مدينې تښتېدلى و او مکې ته يې پناه وړې وه او په دې جګړه كې يې له ځان سره پينځلس تنه هم راوستي وو. ” ابوعامر” ګڼله، چې كه اوسيان يې وويني؛ نو د پېغمبر اکرم له ملاتړه به لاس واخلي؛نو ځكه يې لومړى جګړې ته راودانګل؛ خو چې مسلمانانو وليد؛نو هر يوه پرې لعنت ووايه او څو شېبې وروسته يې د جګړې ډګر پرېښود.(۲۰۲) د احد په جګړه كې د څو سرتېرو ځان تېرېدنه په تاريخ پوهانو كې مشهوره ده، چې په دوى كې حضرت علې تر نورو خورا ځلېدلى و. حضرت “ابن عباس” وايي:((په ټولو جګړه كې د مسلمانانو بيرغچي علي (ک) و او بيرغچي به تل مېړنى ټاكل كېده او د احد په جګړې كې هم د مهاجرو بيرغ د علي (ک) په لاس كې و.)) او د ډېرو تاريخپوهانو د وينا له مخې:((چې کله حضرت “مصعب بن عمير”(رض) شهيد شو؛نو پېغمبر اکرم د مسلمانانو بيرغ حضرت علي (ک) ته وركړ.)) “بلاذري” وايي: ددې علت، چې بيرغ يې لومړى “مصعب” ته وركړى و دا و، چې هغه د “بني عبدالدار” د ټبر و او بيرغچيان هم له همدې ټبره وو. “طلحة ابي طلحة” ته يې “كبش الكتيبه” وايه،چې په جګ غږ يې وويل:(( د “محمد” يارانو! منطق مو دا دى، چې زموږ (د كفارو) مړي به دوزخ ته ځي او ستاسې (د مسلمانانو) مړي به جنت ته ځي؛نو څوك شته چې جنت ته يې ولېږم يا څوك شته،چې ما دوزخ ته ولېږي؟)) غږ يې د جګړې په ډګر كې انګازې كولې. حضرت علي (ک) ورمخې ته شو او تر څه شېبې جګړې وروسته يې “طلحه ابي طلحه” وواژه. بيرغ دوو وروڼو ته يې پرله پسې وركړل شو، چې دواړه د حضرت “عاصم بن ثابت” په غشي ووژل شول. د دويم خليفه تر مړينې وروسته، په شورا كې د حضرت علي (ک) له خبرو ګټه اخستل كېږي،چې وايي:د قريشو لښكر نهه تنه بيرغ ته ساتلي وو،چې كه يو مړ شي؛نو بل ته به بيرغ سپارل كېږي ،تردې چې ټول خلاص شول او دا ټول مېړني د “بني عبدالدار” له ټبره وو، چې ټول د علي (ک) په توره و وژل شول. بيا د قريشو بيرغچي تور حبشي مريى شو،چې نوم ېې”صواب” و. هغه غښتلې جثه درلوده،بيرغ يې راوخېست او جګړې ته يې سيال وغوښت، چې هغه هم د حضرت علي (ک) د تورې په ګوزار ووژل شو. حضرت علي (ک) په هغه غونډه كې،چې د رسول اکرم ياران پکې راټول وو، وويل:(( ايا يادېږي مو چې تاسې مې د “بني عبدالدار” د ټبر د نهو بيرغچيانو له شره خلاص كړئ.)) ټولو يې خبره تصديق كړه. (۲۰۳) يو ځل بيا حضرت علي (ک) وويل: (( يادېږي مو،چې د نهو تنو تر ووژلو وروسته،چې “صواب” ميدان ته راغى او يوازېنۍ موخه يې دا وه، چې پېغمبر اکرم ووژني او دومره غوسه و،چې له خولې يې ځګونه راوان وو او سترګې يې له غوسې سرې اوښتې وې، تاسې ټولو چې وليد،ووېرېدئ او پر شا ولاړئ؛خو ورمخې ته شوم او پر ملا مې وواهه او ووژل شو.)) په جرګه كې ناستو د حضرت علي (ک) خبره تائيده كړه.

هغه ملت چې د شهوت لپاره جنګېږي سمول

له هغو شعرونو چې “هندې” او نورو ښځو د قريشو سرتېرو هڅولو او ننګولو ته ويل، معلومېږي،چې هغوى معنويت،پاكۍ، ازادۍ او اخلاقي فضائلو ته نه جنګېدل؛بلکې جګړې ته راپارونکي يې شهوت او مادي مسايل وو. موږ هم دلته د هغو شعرونو ژباړه راوړى ده: ((په موږ كې ځينې د”طارق” لوڼې يو او پر ګران بيه فرشونو ګرځو، كه له دښمن سره وجنګېدئ؛نو درسره به څملو او كه دښمن ته مو شاكړه؛نو موږ به هم درنه جلا شو.)) دا روښانه ده،چې د دواړو لښكرو ترمنځ ډېر توپېر دى؛ يو شهوت ته او بل خداى ته جنګېږي. د همدې دوو بېلابېلو انګېزو پايله وه، چې د “علي”،”حمزه”،”ابوجاذبه” او “زبير”(رضى الله عنهم) او… په مېړانه قريشو لښكر خپله وسله پرځمګه پرېښووه او پښې يې سپكې كړې او يو بل وياړ هم د مسلمانانو پر وياړنو ور زيات شو. (۲۰۴)

تړلې لیکنې سمول

د بدر غزا د خندق غزا د حنین غزا د احزاب غزا احد غزا

سرچینې سمول

۱۹۰_ بحار ۲۰/ او همداسې د كتاب د ليكونكى “در مكتب وحې” كتاب ۱۹۱_ “مغازى واقدى، ۱/ ۲۱۱ ۱۹۲_. بحارالانوار ۲/ ۱۲۵ ۱۹۳_ مغازى واقدى ۱/ ۲۱۴ او طبقات كبرى ۲/ ۳۸ ۱۹۴_ سيره ابن هشام، ۲/ ۶۵ ۱۹۵_ (سوره فتح / ۱۸) ۱۹۶_ سيره ابن هشام، ۲/ ۹٫ ۱۹۷_ سوره نوره ۶۲ آيت او بحار الانوار ۲۰/ ۵۷ ۱۹۸_ اسدالغابه، ۲/ ۵۹ ا، بحارالانوار، ۲۰/ ۵۷ ۱۹۹_ مغازى واقدى ۱/ ۲۲۱-۲۲۱ ۲۰۰_ سيره ابن هشام ۲/ ۶۶ ۲۰۱_ سيره ابن هشام، ۲/ ۶۸-۶۹ ۲۰۲_ سيره ابن هاشم، ۲/ ۶۸ – ۶۹ ۲۰۳_ بحار ۲۰/ ۵۱ ۲۰۴_ سيره ابن هشام ۲/ ۶۸ او تاريخ طبرى ۲/ ۱۹۴