دځنګل ايکالوژي

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپېريال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

د ځنګل ايکالوژي تعریف سمول

forest ecology دا د هغه اړيکو د مطالعې پورې اړه لري کوم چې د ځنګل د ځانګړو ونو او د هغوی د محيط تر منځ اوهمدارنګه د ځنګليء د ونو (نباتاتو) او د هغوی دمحيط دمختلفو اجزاء تر منځ موجود وي،

 
The Daintree Rainforest in Queensland, Australia

دځنګل دچاپيريال برخې سمول

Tree ecology or forest auto ecology سمول

دا د هغه اړيکو د مطالعې پوری اړه لري. کوم چې د ځنګل د يويځانګړې ونې او محيطي فکتورونو تر منځ شتون لري. يا هم د محيطي فشارونو په وړاندي د يوې ونې عکس العمل مطالعه کوي.

Forest Synecology سمول

دا د مختلف النوعه يا هم هم نوعه ځنګلي ونو تر منځ او د همدانګه دمحيطي فکتورونو په وړاندي د دوي مجموعي عکس العمل.د خپريد داړيکوله مطالعې څخه عبارت ده دخپريدنې،توپير،د ودي د اندازي،رقابت،د نباتاتو سره د مرستي،د دوی بقا،تسلسل ،جوړښت او غذايې ځنځير او داسي نورو په توګه مشخصي پيښي شتون لري چې د ونو د نفوسو،ټولنې او ايکوسيتم ځانګړني (مشخصات) دي.نوموړي پيښي (پديدي) د ځنګل دSynecology لاندې شميرل کيږي.يا مطالعه کيږي. دغه پوهه مونږ ته دا راښايئ چې ولي ځنګل شتون لري او څه وظيفه سره ته رسوي اوڅرنګه ځنګي نباتات په مختلفو سيمو کې خپريږي او په څه ډول ترې قوي،ګڼ او ښه ځڼګل جوړيږي،چې مونږ ېې نن ورځ ليدلې شو.ددې پرته دامونږته هغه لارې چارې راښايي چې په مرسته يي مونږ کولی شود ځنګل د ودي په وړاندې موجودوستونزومخه ونيسو،روغتيا ته يې لاښه والی ورکړو،قوت يې زيات او توليديي ظرفيت يې ګړندی کړو.او دا موږ ته د هغه نباتاتو د له منځه وړلوپه هکله لارښوونی کوي،چې په ځنګل کې بي فايدي او زيان رسونکي وي وي،لکه لرګينې هرزه ګياوي،فنګسي پتوجنونه،د حشرآتو آفتونه او خوله لګوونکې حيوانات او داسي نور...

Autoecology سمول

دا په عمومي توګه محيطي فکتورونه اودنباتاتوتوافق ترمطالعې لاندې نيسي.چې د لا پوهاوي لپاره هر يو په لاندې ډول روښانه کيږي.

محيطي فکتورونه سمول

د نورو ژونديو اورګانيزمونو په څير ونې (نباتات) هم په قوي توګه د محيطي فکتورونو (فشارونو) پواسطه تر اغيزي لاندې راځي. نوموړي فکتورونه ډير شمير سره موجود دي. د يادولو وړ ده چې هر يو د دې فکتورونو څخه دري(۳)حدونه لري.اصغري يعني ټيټه اندازه هغه ده چې د هغې څخه ښکته نباتات ژوند نشي کولای.لوړه يعني اعظمي اندازه هغه ده چې د هغې څخه پورته نباتات ژوندي نشي پاتي کېدلی او هم متوسطه اندازه د هغه اندازې څخه عبارت ده چې د نباتاتو ژوند پکې په ښه توګه تر سره کېږي،چې د نباتاتو د ژوند د بقا لپاره د دوی ډير ارزښت په پام کې نيول کېږي.متوسطه اندازه د هميشه لپاره د دووسختو حدونو په منځ کې واقع کېږي مګر با الکل په منځنۍ نقطه کې نه واقع کېږي. نوموړي محيطي فکتورونه هر وخت په مساوي حال کې نه وي يعني د دوي اهميت بدليدونکی دی او د دوی د متوسطي اندازي او د موجودي اندازی د پراخوالي د تفاوت په واسطه پاکل کېږي.د دغې فکتورونو د ارزښت تغيريدنه د نباتاتو په نوعو، د هغوی په عمر، د ودي حالت او د کال په موسم پوري اړه لري .ونې هم په دي فکتورونو باندې متقابله اغيزه کوي.ذکر شوي فکتورونه هم په يو بل باندي اغيزه کوي اوديوبل تراغيزې لاندې راځي چې په زياتره حالاتوکې ديوبل نيمګړتياپوره کوي.ځينې له دې فکتورونو څخه ونې سمدستي تراغيزي لاندې راولي خوځينې بيا په ځنډ سره يعني تره يو څه مودي وروسته ددې سره سره ځينې فکتورونه که له منځه ويوړل شي خواغيزه يي دليدو وړ نه وي. پداسي حال کې چې دځينې نورو فکتورونواغيزي د ډير وخت لپاره پاتي کېږي.چې تل د ليدو وړ وي .په نوموړو فکتورونو باندې د آسانه پوهې لپاره دغه بې شميره فکتورونه په لاندې پينځو ګروپونو باندې طبقه بندي کيږي. اقليمي فکتورون (رڼا، د تودوخي درجه، لنده بل (رطوبت)، اورښت او داسي نور....). خاورين فکتورونه (د خاورې ژوروالی، د خاورې ذرات، ساختمان، زهکشي، په خاوره کې موجود غذائي مواد او داسي نور. فزيوګرافيکءفکتورونه د ځمکې ميلان، د ځمکې اړخ ،ارتفاع،عرض البلد او داسي نور. ژوندي فکتورونه (ونې، حشرات، حيوانات، انسانان او داسي نور. (د ځنګل اور کنترول شوې سوځيدنه) نوموړي ذکر شوي پينځه فکتورونه په لاندې ډول څيړل کيږي. ==== اقليمي فکتورونه === = دغه فکتورونو کېلمر (رڼا)، تودوخه، لنده بل، اورښت، اتموسفير او داسي نور شامل دي.نوموړي فکتورونه بي له شکه په ټولو فکتورونو کې ډير مهم دي . په اقليمي فکتورنو کې اورښت په استوائي او نيمه استوائي سيمو کې ډير مهم دي او همدارنګه په معتدلواوالپائن سيمو کې رڼا تر ټولو مهمه ده. دلمر رڼا د ضيائي ترکيب د عمليې د اجرا کولو لپاره ډيره ضروري ده ، چې دا د ځنګل د ودې په مختلفو اړخونو باندې اغيزه کوي لکه : کېفيت، زياتوالی، د ورځي اوږدوالی او د کال مجموعي ډيرښت .ځنګلي ونې په عمومي توګه دوه ډوله دي.

۱ــ د سيورو نه زغموونکې (اوږدي وده کونکې ونې). 

۲ــ د سيورو زغمونکې (وړي يا متوسطي ونې). د تيغ وهلو په وخت کې ټولي ونې د سيوري په مقابل کې مقاومت (زغم) لري . د ونو د رنګي کولو او غوڅولو په وخت کې زڼا ونو ته تنظيميدلی شي . د خاوري او د هوا د حرارت درجه د ونو د ژوند په ټولو مرحلو اغيزه کوي . د حرارت د درجي زياتوالی د نباتاتو د ژوند لپاره ډير مهم دی خو د نباتاتو د توليد د زياتوالی لپاره متوسطه مناسبه تودوخه ګڼل شوی ده ونې د خپلي ودي په لومړيو مرحلو کې د حرارت د درجي د زياتوالی سره ډير حساسيت ښائي . د تودوخي کمه درجه هم د نبات وده محدودوي.د حرارت د درجي ناڅاپي تغير د تدريجي تغيراتو په نسبت ډير زيان لري.د حرارت د درجي زياتيدنه د ځمکې سطحي ته نږدي د نبات لپاره ډيره شديده وي.د سيوري برابرول په وښو او پاڼو سره، د ځمکې پوښل او د لنده بل ساتل د خاوري په سطحه باندې د حرارت د درجي زياتوالی کمولی شي. د اورښت (ترسب) په نسبت په ځمکه باندې څو فکتورونه د ونو لپاره ډير مهم دي . د ډير اورښت لرونکې سيمي هميشه لپاره ګڼ ځنګلونه لري.د اورښت مجموعي اندازي زياتوالی، تکرار (سرعت)، د نباتاتو بقا او وده مشخصوي.او دوامداره اورښت د نورو ټولو مرحلو څخه ډير مفيد او مؤثر (تأثير لرونکی) دی. د اتموسفير د ډيرو اجزاؤ څخه نسبتي لنده بل، CO2، او د باد سرعت په نسبتي توګه د نبات د ودي لپاره مهم دی.ګرم، وچ او تيز بادونه ځوان نيالګي وژني او د نباتاتو وده ودروي. اقليمي فکتورونه

خاوري فکتورونه سمول

د اورښت په څير خاوره هم د نبات د ودي لپاره مهم فکتور دی . د خاوري فزيکې اجزاوي (برخي) لکه ژوروالی،د خاوري سيوری،د خاوري زهکشي (زيم ايستنه)د خاوري د نورو اړخونو په نسبت ډير مهم دی . د ونې ريښي د نباتاتو د ريښو په نسبت په عمومي توګه ډيري ژوري وي او دا ډير مقدار خاوره د اوبو او غذائي موادو په تلاش کې راسپړي .ژوري خاوري په زياته اندازه لنده بل او غذايي مواد لري چې د ريښو اړتياوي نشي پوره کولي.په دغه قسم خاورو کې ونې د يو څه وخت لپاره وچې پاتي کېږي.د خاوري خاليګاوي (سوري) ډير مهم دي او دا د خاوري د ذراتو، ساختمان، عضوي موادو او په خاوره کې د بيولوژيکې فعاليتونو شدت وظيفه ده. تخته شوي او سطحي خاوره ډير مشکلات رامنځته کوي لکه:د خاوري تخريب، د رطوبت کموالی، د غذائي موادو کمښت او د خاوري د حرارت د درجي ناڅاپي تغيريدل يا بدلون رامنځته کېدل، په خاوره کې داوبو ودريدل (ډنډيدل) په خاوره کې په زياته پيمانه مشکلات رامنځته کوي،چې دا په آبيارۍ کې غير منظموالی راولي او په خاوره کې د سلوپ د طبيعي زهکشۍ کې کمښت رامنځته کېږي . که څه هم ونې د اوبو د ډنډيډلو څخه خوښي نه وي خو بيا هم دوی وروسته د حالاتو سره په سمون کې ډيري اوبه د خاوري څخه حاصلوي او بيا د کرلو او نورو استعمالولو لپاره فائيده مند وي.

فزيوګرافيک فکتورونه سمول

د ځمکې بڼه يعني شکل او د ځمکې سلوبونه د نبات په وده باندې غير مستقيمه اغيزه لري . د ځمکې لوړي ژوري، د سلوب راټيټيدل، د سلوب د ميلان اندازه او د ميلان slope ډول د ځمکې د بڼي مهمي اجزاوي دي.د ځمکې بڼي (شکلونه) د حرارت د درجي، د خاوري په لنده بل،د ودي د موسم په دوران او اورښت او داسي نورو باندې ډير قوي تغيرونکې اغيزه لري.

ژوندي فکتورونه سمول

ونې په پرله پسي توګه د نورو ونو، نباتاتو، هرزه ګياؤ، فنګسونو، حشراتو، حيواناتو، انسانانو او داسي نورو په واسطه د اغيزي لاندې راځي ، چې نوموړي ونې د بوزغلي يا د نيالکې د کرلو په وخت کې د دي فکتورونو ته ډير حساس وي . ځواني ونې د حيواناتو د څريدلو او پښو لاندي راځي د موږکانو پواسطه خوړل کېږي، د ماشومانو پواسطه زيانمن کېږي او کرنيزو عملياتو په وخت کې د نه پاملرني پواسطه زيانمن کېږي . د ونو او هرزه بوټو تر منځ رقابت د هرزه بوټو د پاسنيو برخو د قطع کولو په واسطه کميدلی شي.د سيوري د خطر د له منځه وړلو لپاره د بيکاره ونو د څانګو پريکونه او رنکړي کونه تر سره شي. د مختلفو ژونديو فکتورونو پواسطه ونو ته زيان بايد په صحيح توګه مشخص او وپيژندل شي تر څو د دې دپازه د استفادي وړ لاري جاري پکار واچول شي . همدارنګه ژوندي فکتورونه په نباتاتو مثبتي اغيزي هم لري.ځمکني چنجيان، ګونګټي، خزندګان او موږکان خاوره ازادوي . په ونو کې د حيواناتو څريدنه د هغوی د فضوله موادو پواسطه د خاوري غذائي مواد اضافه کوي او د خپلي کړۍ پواسطه هرزه بوټي شنډوي.د Mycorrhyzae فنګسونه منرالي مواد او اوبه جذبوي او بيا يې نبات ته ورکوي.بکترياوي د اتموسفير نايتروجن جوړوي او بيا يې نبات ته ليږدوي.

د سوځولو فکتورونه يا عوامل سمول

د ځنګل طبيعي اور او همدارنګه کنترولي سوځونه د نبات په وده ډيره اغيزه کوي. د تکراري اورونو پواسطه ونې او علفي نباتات د ناخوښو بوټو څخه پاکېږي . سوځيدنه نبات ته هغه غذايئ مواد برابروي کوم چې په فضوله موادو کې وي.دا فکتورونه د لرګينو نباتاتو او وښينو نباتاتو تر منځ په توازن ساتلو کې ډير مؤثر وي.د ځنګل په Auto ecology کې د نباتاتو (ونو) او محيطي فکتورونو تر منځ د اړيکو پراخوالی او ډول څرګند او مشخص کېږي . د دې علاوه د دي اړيکو تنظيمونه او د دې د فايدو استعمالول زده کېږي او هم د ځنګلونو د خپرولو اساسات او د صحت د لوړولو شرايط مونږ ته ښائي . د دې معلوماتو په اساس مونږ کولی شو چې په اطمنان سره د نباتاتو د نوعو ډولونه په کاميابۍ سره په يوه ساحه کې ور اوځو او د دي د ودي د اندازي او د حاصل ورکولو د توان په هکله پيشبيني کولی شو.د ځنګل ايکولوژي د طبعي منابعو د ساتلو او د ځنګل د حاصل د توان د لوړولو لپاره ډيره مهمه ده.

توافق سمول

 
Redwood tree in northern California forest, where many trees are managed for preservation and longevity

يا د يوي سيمي سره د نبات جوړ راتلل (توافق) ژوندي موجودات په تدريجي توګه د محيط په تغيرولو سره ځان تغيروي او د نوموړي تغير شوي محيط سره بيا ځان برابروي . دغه پروسه چې د محيط په تغيرولو سره تدريجي بيا برابريدنه (توافق) يا سمون رامنځته کېږي ، چې د evolution يا تدريجي تکامل په نوم ياديږي. نوموړي پروسه د موجودو جينونو د تکراري تنطيمونې او د زوجي تکثر په وخت کې د جينونو د ناڅاپي بدلون په اساس رامنځته کېږي. د تدريجي تکامل اخري نتيجه د يوي سيمي سره د نبات په ښه سمون يا تغير کې واضح کېږي؛ کوم چې د دي نباتاتو د بقاء مواقع زياتوي.نوموړي توافقونه Adaptation (جوړ راتلل) په مارفولوژيکې،فزيالوژيکې يا سلوکي (عارني) وي.ټول توافقونه نباتاتو سره د محيطي فکتورونو په وړاندې په جوړ راتلو کې کومک کوي. __A د يوې سيمي سره په مارفولوجيکې بوګه جوړ راتلل a. Chilpineډبل پوستکې(pinusroxurghi) ساقي نبات د اور څخه ساتي. b. د کېکر (Acacia nilotica) په ښاخونو اغزي، دري پاڼي او نريو ښآخونو د څريدلو څخه ساتي. c. د (Salvadoreoleoides) Van وړي، سختي او ډبلي پاڼي د تبخير زيانونه کموي. d. د Bargad هوايي ريښي او د Timur هوايي ريښي چې د اتموسفير اکسيجن جذبوي او په جبه زارو يا نمناکو ځمکو کې يي لاندينيو ريښو ته انتقالوي. e. د Simal په لاندنيو ساقو باندې Buttresses نباتات د باد او طوفان په وړاندې ساتي . __B په فزيالوجيکې توګه د يوې سيمي سره جوړ راتلل a. د Jand مقاومت د وچکالۍ په وړاندي د (Calligonumpolyghonoides)phog b. د(Typhaangustifolia) Dib او (willow) مقاومت د اوبو د جبي په وړاندې. c. د (Azadiracutaindica) Neem د (Neriumodorium) kaner او داسي نورو د پاڼو څخه د کېمياوي زهرو ترشح کېدل نبات د حيواناتو د خوړلو څخه ساتي. d. د چارمغز (Juglansregia) د ريښو پواسطه د زهري مرکباتو ترشح کېدنه د نورو نباتاتو ريښي کمزوري کوي او وژني ئي. __C سلوکې جوړ راتلل (Behavioural adaptation) a. د پاڼي ريژونکو نباتاتو د پاڼو لوئيدل د تبخير زيان هم کموي. b. د (Albizzalebbelk) Siris د پاڼو د شپي لخوا نه قات کېدنه د تبخير زيان کموي. c. د 15-20 (Dendrocalamysstrictus) Bamboos کاله وروسته د ډير شمير ګلانو نيونه. d. د توت (Morus alba) د سيوري په مقابل کې مقاومت چې د ډيرو ونو د سيورو لاند‎ې وي. د مرغيو کوچ چې يو عادتي توافق دی د نورو حيواناتو سره په څنګ کې مرغۍ د خپل ژوند د بقاء او ودي لپاره ښو او مناسبو ځايونو ته کوچ کوي لکه د مثال په توګه بطۍ (هيلۍ) چې په مني کې پاکستان ته ځي او ژمی دلته تيروي خو په پسرلي کې روسيي ته ځي او هلته اوړی تيروي.

Synecology سمول

په عمومي توګه نوموړی مضمون لاندې موضوعات رانغاړي:

د ځنګل ويشل (خپريدل سمول

 
Forest ecologists are interested in the effects of large disturbances, such as wildfires. Montana, United States.

دا په يوه سيمه کې د مختلفو ونو کرلو ته منسوبيږي چې نوموړي موضوع د نباتاتو د ژوند د بقاء او پراخوالي کې ورسره مرسته کوي ، چې نباتات عموماً په لاندې نمونو سره کرل کېږي. (بي هدفه يا ګډوډ کرنه) II. دا په هغه وخت کې تر سره کېږي کله چې تخمونه کوچني وي او په آسانۍ سره د باد پواسطه د يو ځای څخه و بل ځای ته ځي او ساحه يو شان او شودياره وي لکه د سيند غاړه، د غونډۍ غاړه او يا د شګي غونډۍ وتي . III. منظمه او خالصه ساحه (سم يا زياته فاصله لرونکې دي): IV. دا په هغه سيمو کې وي کومي چې ډيري تپي او کنډرونو له وجي تغيروونکې وي . يا هم هغه سيمه چې د هغې خاوره سطحي او وچه وي او نباتات پکې ډيره وده نشي کولی . نو په دي سيمه کې نباتات په موازی يا غير موازي لائينونو (خطونو) کې په مصنوعي يا طبعي شکل سره کرل کېږي. V. د نباتاتو ګڼ والی (هغه ساحه چې نباتات پکې فاصله نلري): VI. دا په هغه وخت کې کېږي چې نباتات په غير زوجي ډول سره تکثيريږي کله چې ټول محيط شديد (سخت) وي او نبات پکې وده نشي کولی يا هم په هغه وخت کې دا پروسه عملي کېږي چې نږدي نباتات د سخت اقليم څخه د ساتني لپاره يا د خارجي مداخلي څخه ساتني ته ضرورت ولري . د نباتاتو ګڼوالی کېدای شي چې ډير يا لږ وي ، د دې ګڼوالی کېدای شي چې منظم يا ګډوډ وي خو دا د نباتاتو په نوعو او محيطي تغيراتو پوري اړه لري. VII. Dense carpet (په پراخه سيمو کې چې نباتات هيڅ فاصلي ونه لري): دا پروسه هغه وخت تر سره کېږي کله چې نباتات په ډيري اندازي سره ډيريږي او خاوره خالصه وي او ښه لنده بل او حاصلخيزه وي لکه د خاره سيمو باراني ځنګل د تازه سطحي اوبو جهيل يا ورشو او داسي نور..

د ونو ګڼوالی سمول

(Density) دا د مختلفو نباتاتو په نږديوالی او ګڼوالی پوري اړه لري . دا د يو نبات په خاصو نوعو باندې دلالت کوي چې د يوې سيمي سره سمون خوري او په نوموړي سيمه کې خپريږي . د دې اندازه د يوې سيمي د نباتاتو په شمير پوري اړه لري . د نباتاتو ګڼوالی د نباتاتو د ټولني او نفوسو يوه مهمه بڼه ده ، ځکه چې د دې د حاصل د ورکولو توان ښائي.

د نبات عمر يا د خپريدلو اندازه او يا هم د جنس نسبت سمول

په synecology کې د نباتاتو د نوعو د ټولني خپريدل په انفرادي توګه په مختلفو صنفونو د نباتاتو د عمر يا اندازي ويشل هم يو مهم شکل (بڼه) ده . د نباتاتو خاصه خپريدنه د زړو ونو په ثبات باندې دلالت کوي او د نباتاتو غير معينه خپريدنه د پخوا (زړو) نباتاتو په غير منظموالی باندې دلالت کوي . همدا شان د مذکر او مؤنث نبات خاص نسبت د نباتاتو د بقاء او د دوی د ټولني د پرمختيا لپاره هم ضروري ده دا په هغه نباتاتو کې صدق کوي چې جدا د مذکر او مؤنث آلي لري لکه کجوري، Jajaba, Papaya او داسي نور...

د نباتاتو تر منځ توپير سمول

دا د نباتاتو په هغه شمير پوري اړه لري چې د نباتاتو په يوه ټولنه کې موجود وي . د لږ توپير لرونکې د نباتاتو ټولنه موږ ته دا راښائي چې په محيط کې يو څه غلطي شته او نبات د محيطي فشارونو سره مخ دی . د دي څخه علاوه دا ښاېي چې يواځي يوه نوعه د نبات په ذکر شوي فکتورونو کې مناسب وي چې په پای کې سيمه نيسي. د يو يا ډيرو محيطي فشارونو موجوديت لکه: وچوالی، د خاوري مالګينتوب، د اوبو ډنډ کېدل او ژوندي فکتورونه او يا هم د هوا ککړتيا چې په ناڅاپي توګه د ښو نباتاتو د نوعو شمير کموي.د نباتاتو د يوی ټولني توپيرکمووي او دا په خالص ځنګل باندي اړوي . د ډير شمير نباتاتو موجوديت په يوه سيمه کې دا راښائي چې سيمه د نبات د ودي لپاره ښه ده . په عمومي توګه د نباتاتو د يوي ټولني د توپير يا د ګډ ځنګل د معلوماتو لپاره د دي طريقي څخه کار اخيستل کېږي ، چې که چېري د ي،ې سيمي 90%ونې په يوه نبات پوري اړه ولري نوا دا خالص ځنګل بلل کېږي ، خو که چېري 11% ونې په يوه نبات پوري اړه ولري نو دا ګډ يا مخلوط ځنګل ګڼل کېږي.د ډير توپير لرونکې يا مخلوط ځنګلونه په عمومي توګه په سختۍ سره اداره کېږي او د نوموړي ځنګل د نباتاتو تر منخ د توازن ساتل ډير سخت وي . دا مشکلات د دوي د مختلفو ودو او انکشاف د اندازو څخه پيښښږي.

د Bio diversity د ساتنی ارزښت (اهميت) سمول

دا توپير (نه ورته والی) د خاوري او د محلي اقليم له وجي رامنځته کېږي . د محيط سره د نه ورته والي له امله طبيعت هم داسی حيوانات او نباتات برابر کړي دي چې د دي توپيرونو سره برابر دي . د نباتاتو او جيواناتو هره نوعه او ورايټي د يو بل څخه په جنيکې توګه جدا اوو توپير لرونکې دي خو د سيمي سره برابر وي . که چېري کوم محيطي بدلون د يوي خاصي نوعي لپاره وژونکی وي نو کېدای شي چې همدغه محيطي تغير (بدلون) د نورو مشابه نوعو لپاره لږ ضرر رسوونکی يا فايده مند شي. نو د بعضو نوعو د نباتاتو يا حيواناتو د وژلو خطر په يوه سيمه کې نه وي

Succession سمول

په يوي نوعي پسي د بلي کرل په ځنګل کې د دي دا معنا ده چې که چېرته يوه نوعه د نبات وکرل شي نو د هغې پر ځای د وخت په تيريدو سره بله نوعه وکرل شي . دا يوه طبعي پروسه ده او دا د خاوری او د وړی سيمي د اقليم د تغير پواسطه پيښيږي، چې دوي په خپله د نباتاتو د زرغو بندو او حيواناتو پواسطه واقع کېږي . که چېرته مونږ يوه کرنيزه سيمه د کرلو څخه پريږدو نو د لنډ موسم نباتات او ي، کلن هرزه بوټي او واښه به دا سيمه ونېسي .نو په يو نوعي د نبات پسي د بلي نوعي کرنه هميشه لپاره ښه حاصل ورکونکې او ثابت وي نو Succession خاوره جوړوي او microclimate يا د کرنيزي سيمي اقليم اصلاح کوي

Primary Succession سمول

کله چې يوه نوي رابرسيره شوي سيمه چې د (غونډيو غاړي، بيخه شوی لاوا، د سيند بستر، د شګو دښته، د بحر غاړه او بيکازه کرنيز ځمکه وي) د کرلو لپاره آماده شي او کله چې محيطي فکتورونه د نبات د ټوکېدلو لپاره لږ يا ډير د خوښي وړ وي نو ي، څو يو کلن يا د لنډ وخت نباتات (هرزه بوټي ) په نوموړي سيمه باندي یرغل کوي او په تيزي سره يي نيسي ، چې دا نباتات د دي خاصيتونو پواسطه پيژندل کېږي: ټيټ قد . ۲) نرم نسجونه او ويښين وي .۳) د ژوند دوران يي لاند او ژر تر ژره ګلان نيسي . ۴) تيزه او چټکه وده لري . ۵) بي شميره واړه (کوچني ) واړه او سپک وزن لرونکې تخمونه توليدوي ، چې نوموړي نوعي (بوټي) په چټکۍ سره د نورو يو شان بوټو سره يو ځای کېږي . دغه ډول بوټي نوي سيمي په پراخه توګه ښيي او د شديدو محيطي فشارونو په وړاندي مقاوم دی . نوموړي نوعي د شديدو فشارونو څخه وړاندي ځان غايبوي او د فشارونو په تګ سره بيا راښکاره کېږي. د دي نوعو ډيښت په عمومي توګه د تخمونو په بڼه دي د غله جاتو او نورو نباتاتو هرزه بوټي په دی نباتاتو پوري اړه لري . دغه نباتات په تدريجي توګه تر يوي اندازي پوري خاوره اصلاح کوي چې په نتيجه کې د کر د ساحي اقليم او ساحه هم يو څه اندازه اصلاحک کوي چې د سيمي په دغه کم انکشاف او اصلاح کې يو څو نرو ي، کلن، دوه کلن او څو کلن نباتات د يوي څه مودي وروسته نوموړي سيمي ته معرفي کېږي .چې د وخت په تيريدو سره دوه کلن ، څو کلن واښه د کر ساحه نيسي او اصلي حمله کوونکې او لومړني غالبه هرزه بوټي شنډيږي او د دوي شمير راکميږي. د دي په بر له دوه کلن او څو کلن هرزه بوټي د چټک حرکت له وجي ساحه نوره هم اصلاح کوي . دغه اصلاح شوي سيمه به کراره سره څو کلنو هرزه بوټو لپاره لاره خلاصوي او دا سيمه نيسي . مخکېني هرزه بوټي ضعيفه کېږي او اوسپني واښه قوي او ګڼ کېږي . چې دغه لرګين بوټی د دي توان لري چې ساحه پّ مؤثره توګه اصلاح، کنترول، او وپوښوي . د خاوري ساختمان، د خاوري ذري، د خاوري په پروفايل کې د منرالونو ويش د خاوري درجه حرارات، د خاوري ژوي، او د خاوري د سطحي اقليم د تغيريدلو په واسطه دا ټول اصلاح کېږي . د دي ونو وده د لاندې خواصو په واسطه ځانګړي کېږي.

الف : ونې د لوړ قد لرونکې وي . ب: د سختو لرګينو ساقو او نسجي شاخونو لرونکې وي . ج:د ژوند اوږده موده لري . د: په کراره سره وده کوي . هـ : په عمومي توګه په محدود شمير سره لوی تخمونه توليدوي . د دغي نباتاتو نوعي په زياتي اندازي سره د ساحي په اصلاح کولو او ساتلو کې مؤثري دي نوموړي نباتات د تخمو څخه تر لوړو محيطي فشارونو په وړاندي مقاومت لري . د نباتاتو دغه وده په عمومي توګه ډيره ثابته وي ، چې د نباتاتو توپير او مجموعي کتله (حجم) ډير لوړ وي . په عمومي ډول د نباتاتو وده د محدودو منابعو څخه د ګټي اخيستلو لپاره په زياتو طبقو کې ځان منظم کوي . پورتني ذکر شوي تدريجي مقاوم تغير او ساحي انکشاف او وده چې د جاري انکشاف په لوري لارښوونه د (Primary Succession) په نوم ياديږي.

شا تګ (مخ په ځوړ حرکت) سمول

هر کله چې يو Succession د شديدو خارجي محيطي فکتورونو پواسطه اغيزمن شي نود نباتاتو وده زيانمنه کې.ي او مخ په وړاندي Succession شاته ځي ، چې په بعضي وخت کې د صفر نقطي ته راځي ، چې دغه سرچپه تغير (بدلون) ته Retrogression وايي . برسيره په دي د ودي په کمزوري کېدو دا خاوره هم کمزوری کوي. Retrogression د Succession سره مخالف دی . چې په دي حالت کې د يوي ودي ځای د يو بل خارجي منفي فشار پواسطه نيول کېږي . لکه سوځيدنه، د حيواناتو پواسطه د خپو لاندي راوستل، د اوبو ډنډ کېدنه، د خاوري مالګينتوب، تخريب او نور...) . Succeding وده هميشه لپاره ناوړه وي .Retrogression د نباتاتو د ودي د خرابولو څخه علاوه خاوره او اقليم هم ويجاړوي.

Secondary Succession سمول

هر کله چې محيطي فشارونه ضعيفه يا نه ښکاره کېږي نو Succession vegetation د هغه مرحلي څخه بيا پيل کېږي د کوم ځای څخه چې پيدا شوي دي . چې دغه Succession په زړه سيمه (ساحه ) کې د پيل کېدونکې نقطي په نوم څو قسمه وده لري ، چې دي ه دوهمي Succession وائي . په دي مرحله کې پيل کېدونکې نقطه کله کله د صفر د نقطي څخه وي . دوهمي Succession د لومړني Succession په نسبت تيز وي ، چې د دي دا وجه ده چې د دوهمي Succession سيمه په عمومي توګه د لومړني Succession په نسبت ښه وي . په حقيقي نړۍ کې دوهمي Succession ډير زيات واقع کېډونکی وي او ابتدائي (primary Succession) کم پيښيږي

Climax Vegetation سمول

د يوي سيمي وده د وخت په تيريدلو سره د ونو په ګڼوالي او توپير سره متغير کېږي . خاوره، محلي اقليم او نور محيطی فکتورونه يا عوامل د دي ودي پواسطه په دوامداره توګه اصلاح کېږي . د يوې سيمي د نيولو په لومړيو مرحلو کې يو کلن بوټي ځواکمن وی ، چې بيا په تدريجي توګه د دي ځای د دوه کلنو او څو کلنو بوټو پواسطه نيول کېږي ، چې په آخر کې ونې او لوی بوټي وده کوي.د ذکر شويو شرائيطو لاندې د نباتاتو دغه وده ښه وي او دي ته Climax vegetation وايي ، چې climax وده او د ځنګل وده Forest vegetation سره مترادفي کلمي دي . په سختو شرائيطو کې د نباتاتو هغه شمير چې په climax وده کې وي کېدای شي چې کم شي.

د Climax د ودي ډولونه (Types of Climax Vegetation) په لوند، لنده بل لرونکې، نيمه لنده بل لرونکې خاره ، نيمه خاره او مرطوب معتدل اقليمونو کې Climax وده هميشه لپاره يو ځنګل دی . دا هميشه لپاره د ډيرو څو کلونو نباتاتو طبقه ئي وده ده چې د ځمکني نباتاتو څخه پيل او تر لوړو ونو پوري رسيږي ، چې په دي کې په يوه واحده ساحه کې د نباتاتو شمير ډير زيات وي چې عموماً د دي وده ډيره ګڼه او حجمي وي چې په دې وده کې د ونو پاڼي عموماً زياتي وي. سره د دي چې ځانګړي سيمي دي چېرته چې يو يا څو محيطي فکتورونه يا عوامل د اصغري او اعظمي اندازو سره په تماس کې وي او د ډيرو نباتاتو د ودي مخنيوي کوي چې د ا د Climaxودي د يو يا څو نوعو ښوونه کوي . د يخ او وچ اقليم لرونکې سيمي او بحري سيمو غاړي د دي سيمو مثالونه دي چېرته چې د Climaxوده لرونکې د ي، يا دوو نوعو لرونکې دي . په بعضي نورو سيمو کې د شديدو محيطي فشارونو په نتيجه کې Succession هيڅکله هم د ځنګل مرحلي ته نشي رسيدلی او تقريباً د وښو په مرحله کې د دي وده ودريږي . په بعضي حالاتو کې Climaxځنګل د خلاصو بيکاره ونو د ځنګل څخه عبارت دی ، چې د هغې سره د ډبلو وښو ټاټوبی هم بولي . په ډيرو يخو اقليمي کې فقط نا منظم واړه بوټي د Climaxودي (ځنګل) بڼه لري.

رقابت Competition سمول

کله چې د ډير شمير ونو نيالګي د دوهم ځل لپاره په يوه سيمه کې روزل کېږي د دوي څخه ټول هيڅکله خپل پخوالی ته نه رسيږي . ډيري له دوی نه په انفرادي توګه د ودي په مختلفو مرحلو کې له منځه ځي (وچېږي) . د دې د له منځه تګ ډير علتونه شته دی لکه د خلکو پواسطه د ونو قطعه کول، د باد يا طوفان پواسطه د پاسنيو برخو له منځه تګ، د حيواناتو پواسطه تخريب او هم د حشراتو او فنګسونو پواسطه د نباتاتو له منځه تګ د دوی د مرګ ډير علتونه دي. سره د دي چې د دي مهم سبب (علت) د ضروري منابعو محدوده عرضه ده (رڼا، اوبه) . د دي تقاضا د هميش لپاره ډيره وي او عرضه ېي کمه وي چې د وخت په تيريدلو سره دا خاليګاه زياتيږي . نباتات د پورتنيو منابعو څخه د استفادي لپاره کوشش کوي چې بعضی نباتات له دوی څخه کاميابيږي او بعضی له دوي نه رقابت کوي چې کاميابه (غالبه) نباتات د Dominants يا Co. Dominants او ناکامه نباتات د Sub + dominants يا شنډ په نوم ياديږي. د هم نوعه نباتاتو تر منځ رقابت ډير زيات وي . په يو خالص ځنګل کې ټولي ونې (نباتات) په يو وخت او يو ځای کې يوې خاصي منبعي (سرچېنی) ته اړتيا او ضرورت لري . او په مخلوط ځنګل کې د مختلفو نباتاتو نوعي (مختلف النوعه) شايد چې مختلفو منابعو ته په مختلفو وختونو او ځايونو کې ضرورت ولري. نو په دي خاطر د مختلف النوعه نباتاتو د بقاء او ژوند لپاره د ځوانو کمزورو ونو تدريجي لمنځّ تګ د طبعي رنګي کوونې يا Natural thinning په نوم ياديږي . ځنګلپوهانو د دې کېفيت په کار اچولو کې کوښښ کړی دی او په کاميابۍ سره ئي ټاکلي شمير ځوان نيالګي مخکې د آخري لمنځه تګ څخه په تخميني توګه له منځه وړي دي چې دي ته مصنوعي رنګي کوونه يا Artificial thinning وايي. دغه طريقه ځنګل کرونکو ته منخکې د وخت څخه عايد ورکوي.او د ولاړو ونو په وده ښه اغيزه کوي او هم دوي له رقابت څخه خلاصوي .مصنوعي رنګي کوونه په اصل کې د طبعي ړنګي کوونې وړاندوينه ده او د نباتاتو تر منځ رقابت کموي .د طبعی ړنګي کوونې څخه علاوه د رقابت د خلاصون يوه بله لاره د ځمکو د طبقو جوړونه ده.مختلفي ونې خپل ځان په طبقو کې ځای په ځای کوي،چې دوی د پورتنۍ برخي په نسبت د ځمکې لاندې برخي ته ترجيح ورکوي او د دوی تر منځ د تيغ وهلو ګل کېدلو د منرالو جذبولو طريقي د يو بل څخه په مختلف شکل وي.

د نباتاتو تر منځ ګډ ژوند سمول

(متقابلي مرستي) يا دوه اړخيزه مرستي هم نوعه يا مختلف النوعه نباتات او اورګانيزمونه د هميش لپاره خپل ځانونه په رقابت او وژلو کې نه مصرفوي؛ بلکې دوی د دوه اړخيزه همکارۍ بيلا بيل شکلونه هم ښائي چې دا ډول کېقيت پّ يو مخلوط ځنګل کې د مختلف النوعه نباتاتو او حيواناتو تر منځ په خاص ډول ښکاره وي . د ليګوميناشي نباتات لکه (Acacia modest a), (Dilbergiasissoo), (Acacia nilotica),(Leucocephala) او (prosopis cineraria) او داسي نور چې د نايتروجن نصبونکې بکترياؤ سره مرسته کوي چې د هوا نائيتروجن د نباتاتو لپاره نصبوي او هغه په قند بدلوي. تقريباً ټولي د pinus نوعي د بيلابيلو فنګسونو (Mycorrhyzae) سره مرسته کوي ، چې د خپلو بقاياؤ له لارې په شديدو سيمو کې اوبه او منرالونه د نباتاتو لپاره تهيه کوي او په قندونو او انزائيمونو ئي بدلوي . يو بل مثال د دوه اړخيزو مرستو دا دی چې نباتات يو بل د باد او طوفان څخه ژعوري . په يو مخلوط ځنګل کې د مختلفو نباتاتو نوعي د ټاکلي مودې څخه وروسته په زياته اندازي سره يو ځای تخم توليدوي. بعضي حشرات قندونه او داسي نور مواد د کېکرو څخه اخلي او نورو نباتاتو ته ئي انتقالوي تر څو د حيواناتو د څريدلو او مرغيو څخه وساتل شي . بعضي له دغه مرستو څخه د نباتاتو او حيواناتو د ژوند لپاره حتمي وي خو بعضي بيا اختياري او تر يوې اندازي پوري وي . دا مرستي او کومکونه د محيط سره تغيريږي.

د نباتاتو نفوس/ټولنه د ودې اندازه سمول

نباتات خپل نفوس د زوجي تکثر او غير زوجي تکثر له لارې ډيروي او د دوی حجم او د ودي اندازه د مسير او جهت له لارې ډيريږي.د نفوس د توليدولو حقيقي اندازه د يو وخت څخه و بل وخت ته تغيريږي او دا په لاندې فکتورونو پورې اړه لري. i. د زوجي توليدونکو پخو حجرو مساوي ونډه (تناسب). ii. د ښځينه او نارينه برخو تناسب. iii. د حجرو د توليد توان. iv. د محيط وړتيا يا مناسب محيط.

د نباتاتو بقاء يعني پائيښت سمول

نه يواځي د ځوانو نباتاتو نيالګي کوم چې په ورکړل شوی ساحه کې ځان رسوي وده او ځان پخوالی ته رسوي؛ بلکې ډير له دوی څخه د پرمختګ د مرحلي په لاره کې وېل کېږي ( له منځه ځي) . د دغه بيلابيلو نباتاتو نوعي جې د مرګ د دي مرحلي څخه ځان اوباسي او پخوالي ته ځان رسوي دي ته بقا يا survival وايي. د نباتاتو د مختلفو نفوسو د ژوند لپاره د درې اساسي ځانګړتياوي په لاره اچول کېږي. a) د ودي په لومړۍ مرحله کې کم پايښت او د عمر په نيماېي او آخر کې لوړ پايښت لري، چې نباتات په عمومي توګه دا ځانګړنه (طرحه ) تعقيبوي. b) د ودي په مختلفو مرحلو کې تقريباً يو شان د پايښت Survival اندازه لري، چې بحري ژوندي موجودات دا طرحه تعقيبوي. c) د ژوند په نيماېي او پای کې لوړ پايښت لري(ډيره کمه مړينه) او د ژوند په آخر کې کم پايښت او زياته مړينه لري ، چې په پرمختللو هيوادونو کې د انسانانو نفوس دا طرحه تعقيبوي. لکه څرنګه چې مخکې ذکر شو چې نباتات لومړنۍ طرحه تعقيبوي نو د ځنګل د روزني او محافظوي لاري بايد چې د نوي ځنګل پّ لومړنيو کلونو کې پکار واچول شي تر څو د ځوانو نيالګيو سره مرسته وشي ځکه چې خطرونه معمولاً د ودې په لومړيو کلونو کې وي نو په دي برخه کې اکولوجي مونږ ته د نباتاتو د يو خاص نفوس د انکشاف لپاره په خاص وخت کې د مناسبو لارو چارو د تر سره کولو سپارښتنه کوي.

اداره Organization سمول

د يوي ټولني مجموعي نوعي يو بل سره مخلوط (ګډ) نه وي بلکې د يو بل څخه جلا وي او د تنظيمونکې کنترول څخه نه دي وتلي . عام فکر چې د ځنګل قانون د بي قانونه سره مساوي دی(په ځنګل کې هيڅ قانون نشته) . د يو ځنګل يا ټولني مختلفي نوعي د نباتاتو په منظمه توګه سره يو ځای کېږي . يو ځنګل د ټولو ونو پواسطه نيول کېږي چې په هغې کې په ټاکلي شمير نباتاتو او د وښو ودي ته اجازه ورکول کېږي،چې دغه نباتات د ځنګل محيط کنترولوي د لرګين نباتاتو وده د وښينو نباتاتو ودې ته زمينه برابروي. شنه نباتات د يو ځنګل په بيلابيلو طبقو کې ځان ځای پ ځای کوي چې دغه ډول ريښي د خاورو او ريښو سره موجودی وي او په پای کې د مختلفو نباتاتو د نوعو ريښي په ژوروالي کې ځي . د ځنګل نباتات خپله غذا د کاربن ډای اکسائيد او اوبو څخه د لمر د رڼا په موجوديت کې اخلي او د ټاکلي شمير مرغيو، حيواناتو، خزنده ګانو، حشراتو، فنګسونو او بکترياؤ او داسي نورو سره په غذا کې مرسته کوي چې دوی د نبات خواړه مصرفوي. د دي څخه علاوه د ځنګل مختلفي نوعي د فعاليتونو د طرز او وخت د تنظيم ځان سموي، چې غذا د دوران، اوبو د دوران، غذائي شبکه او د انرژي برابرول د دې مغلق organization يو څو مثالونه دي . د ځنګلونو اداره کونه د نباتاتو تر منځ رقابت کموي او د دوی ثبات، ارزښت، د ژوندي پاتي کېدو توان او د حاصل د ورکړي توان زياتوي.

غذائي ځنځير Food chain سمول

د يو ځنګل د بيلابيلو نباتاتو پواسطه غذا په مصرف رسيږي چې دا د ټول سيستم د ساتني او قوت ښوونه کوي ، چې دا غذائي ځنځير په لاندې توګه ذکر کېږي. د لمر انرژي ـــــ CO2 + Water + Minerals + sunlight a. ابتدائي توليدونکې نباتات يا شنه نباتات : b. د دې غذائي ځنځير د غير عضوي موادو د خوړو د ترکېب څخه پيليږي.د دې غذا يوه برخه خپله د دوی پواسطه مصرفيږي چې نور زيات د وښو خوړونکو لپاره برابريږي،چې د دي غذا يوه برخه د بيکاره نسجونو په توګه د تجزيه کوونکو او خوړونکو حيواناتو لپاره اماده کېږي. c. دوهمي توليدونکې (د وښو خوړونکې، څريدونکې حيوانات او حشرات): d. دغه غذا د شنو نباتاتو پواسطه توليديږي او د دې يوه برخه په ضايعاتو بدليږي او د دې يوه برخه په مغلق او ښه خوندوره غذا بدليږي او د بدن په انساجو بدليږي. e. درييمي توليدونکې (غوښه خوړونکې حيوانات،پرازيتونه،ښکاريان): دغه مصرفونکې غذا د وښو خوړونکو نباتاتو پواسطه جوړيږي او د دې يوه برخه د غوښه خوړونکو حيواناتو د خوراک لپاره په فضوله موادو بدليږي او يوه برخه يي د دوی د بدن د انساجو په جوړولو کې برخه f. هغه ځناور چې د مړو ځناورو غوښه خوري (مرداره خوړونکې حيوانات، مرغان، حشرات او داسي نور. دغه مصرفونکې خواړه د مړو وښو خوړونکو نباتاتو او مړو غوښه خوړونکو حيواناتو له جسمونو څخه جوړ شوي دي چې د دې يوه برخه په غاېيطه موادو او يوه برخه يې د نسجونو لپاره په مغلقو غذائي موادو بدلوي. تجزيه کونکې (بکترياوي، فنګسونه او داسي نور. دا غذائي مواد په فضوله موادو تجزيه کوي. حل شوي انرژي + CO2 + Water + Minerals په عمومي توګه غذائي ځنځير مغلق دی چې ډيري نوبتي او يو بل سره اړيکې لرونکی دی

د غذا دوران سمول

په عمومي توګه منرالي غذائي مواد په اکثره ځنګلونو کې په کم مقدار سره عرضه کېږي . د ځنګل ټولني په دوراني شکل سره د دي موادو لپاره د استعمال لاندې دی.د دي عمومي دوران په لاندې شکل سره دی.

حيوانات حشرات

تجزيه کوونکي نباتات


هوا خاوره + فضوله مواد د غذائي موادو دوران په منظمه توګه غذائي مواد رسوي او د ځنګل توليد ساتي د دې لپاره چې توليد زيات شي نو غذائي دوران Nutrient cycle ته بايد چې تيزوالی ورکړل شي او د ودي د اندازي سره موافق او مناسب شي.کچېرته دا دوران cycle مات شي يا يه کراره شي نو د محصول (توليد) سيستم هم ښکته ځي چې دا هم د مغلق سازمان يو بل مثال دی چې په ځنګل کې موجود دی. ۱۳ــ د ځنګل د چاپيريال سيستم Forest ecosystem دا د نباتاتو د ټولو نوعو د ټولني د ودي په پراخه ژوند او ثبات پورې اړه لري او پدې کې د حيواناتو ټول ډولونه په يو وخت او يو ځای کې اوسيږي،چې په دې کې د لرګينو نباتاتو وده غالبه وي.پيوسته ايکو سيستم د يو بل تر منځ تغير راولی چې دا يو شان والی په اساس تر سره کېږي.

د يو منظم ايکو سيستم يو څو ډير مهم خاصيتونه سمول

a. د نباتاتو او حيواناتو د نوعو يو پراخه توپير موجود دی چې د خپلي ودي لپاره ټولی بدليدونکې منابع پکار اچوي. b. د دې سيستم د مختلفو اجزاؤ تر منځ دوه اړخيزه قوي مرستي موجودي وي چې د يو جز کمښت يا زياتوالی د بل فکتور (جز) پواسطه اصلاح کېږي.ټول ژوندي موجودات په بيلابيلو طبقو کې ځان ځای په ځای کوي او يوه مناسبه دنده اجرا کوي . دغه ژوندي موجودات د ځان لپاره ساحه جوړوي.ټولي طبعي منابع نه يواځی دوي ساتي؛ بلکې د خپلي متوسطي اندازي لپاره ئي استعمالوي. د پورته ذکر شويو خاصيتونو له وجې يو ايکو سيستم ثابت کېږي او هغه زيان چې د دې پواسطه رامنځته شوي بيرته د دې د جوړلو وړتيا لري .د دې لپاره چې د ځنګل د انکشاف او اصلاح (تنظيمولو) په اساساتو پوهه تر لاسه شي نو دا مهمه ګڼل کېږي چې د ځنګل د چاپيريال په سيستم (ecosystem)،د دې په مربوطه اجزاؤ، دندو او د حاصل د ورکړي په توان هم پوهه تر لاسه شي. ايکو سيستم يوې طبيعي نقطي ته راجع کېږي چې يوه خاصه سيمه احاطه شوي وي چې په هغې کې د حيواناتو او نباتاتو ټول ډولونه شامل وي.د ځنګل د چاپيريال سيستم (ecosystem) د (ecosystem) يو خاص ډول دی چې په هغې کې ونې او واښه موجود دي ؛کوم چې د چارتراشو،سون موادو او حيواناتو د څر لپاره مناسب وي. د ځنګل د ==چاپيريال سيستم اجزاؤی== 1. ساحه : (د لاس رسي وړ وي،لوړوالی ولري، ميلان (slope) اړخونه،محلي اقليم،رسوب، ويالي،ډنډونه،د ځمکې لاندې اوبه،د ځمکې د پاسه اوبه، د لاندنيو خاورو او اصلي موادو لرونکې وي). 2. د نباتاتو د ټولو نوعو وده:(د ونو ګڼوالی، تناسب او مضبوطوالی).علوفه جاتو واښه چې دا ټول د چارتراشو،سون موادو او د حيواناتو د څر لپاره مناسب دي. 3. حيوانات:د ټولو ښکارکونکو اوڅريدونکو حيواناتو شمير اوهم دموږکانو،مرغيو، خزندهګانو،حشراتو،او مايکرواورګانيزمونه شمير لري. د ځنګل د چاپيريال د اجزاؤ تر منځ متقابلي اړيکې پورته ذکر شوي د ځنګل د چاپيريال اجزاوي د وخت په تيريدو سره د نباتاتو په حاصل او د حيواناتو په محصولاتو کې په يو بل متقابلي اغيزي لري،چې د ځنګل سيمه (ساحه) د نباتاتو او حيواناتو لپازه ضروري فزيکې اساس او ميخانيکې مرسته برابروي،چې نباتات د خپل ژوند ضرورتونه د رڼا،اکسيجن،کاربن ډای اکسايد،اوبه،نايتروجن، فاسفورس،پوتاشيم،کلسيم،منګنيزيم او داسي نوري د ساحي څخه اخلي،چې د ساحي د حاصل د زياتولو مؤجب ګرځي. په مقابل کې نباتات نه يواځي ساحه اصلاح کوي؛بلکې د حيواناتو لپاره د اوسيدو ځای او خواړه هم برابروي،چې حيوانات بيا د نباتاتو عضوي مواد برابروي،د تخمونو په انتشار کې مرسته کوي،د تخم خارجي پوستکی نرموي، تخم په خاوره کې پټوي،خاوره رالوڅوي او عضوي مواد تجزيه کوي. نباتات لرګي د چارتراشو او سون موادو په شکل توليدوي.حيوانات خپل د نباتاتو په لمنځه تللو برخو کې تيروي او خپله کتله د غوښي، پوستکی،څرمني،وړۍ او هډوکې په توګه جوړوي،چې دا د ځنګل د چاپيريال يو اضافي توليد دی.د سائينس په پرمختګ سره انسانانو او اوس مهال په ساحه د نباتاتو او حيواناتو کې د ارزښت وړ تغيرات راوړي دي چې دوی کولی شي په آسانۍ سره د بيلابيلو طريقو پواسطه د چاپيريال د سيستم ارزښت وساتي.

سرچینې سمول

Reference 1-Maxwell 1991afforestition in Southern and White Come and toms London

2-http/www.FORESTECOLOGY.com

3راټولوونکی سېد محمد سمیر سېد جمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه