ديوبند هند د اترا پردېش ايالت د سهارنپور ولسوالي يو ښار دى، ديوبند له دهلي نه ١۵۰ کيلو متره لري پروت ده. 

تاريخ  سمول

له بريتانيا نه د ازادي لمړنۍ مفکوره له ديوبنده پيل شوه،دغه نظريه خپره شوه تر څو چي د ۱۸۵۷ ميلادي کال د انقلاب لامل شوه.د هند د ۱۸۵۷ کال د بغاوت نه وروسته ،دارالعلوم ديوبند د زده کړي مرکز د مولانا محمد قاسم نانتوي په واسطه د مۍ په ٢١ په ١٨۶۶ کال کي تاسيس شو،ديوبندي اسلامي حرکت له دارالعلوم ديوبند نه سرچينه اخلي .

جغرافيه  سمول

ديوبند شريف په ۲۹°۴۲′شمال ۷۷°۴۱′ختیځ / 29.7°شمال 77.68°ختيځ / 29.7; 77.68.[۱] کي موقعيت لري. په اوسط ډول سره 256متره (۴۸۰ فوټه) ارتفاع لري.

نفوس سمول

ديوبند شريف  د ۲۰۱۱ د راپور له مخي  ۹۷۰۳۴ نفوس لري چي ۵۳۵۳۸ تنه يې نارينه او ۴۳۴۹۹ تنه يې ښځينه نفوس تشکيلوي. د هغو ماشومانو نفوس چي عمر يې د ۰-۶ کالو پوري وي ۱۲۲۰۰ ده، چي د ټول نفوس  ۱۲،۵۷٪ سلنه تشکيلوي. د سواد سلنه يې ۷۵،۲۳٪ ده د نارينه وو د سواد کچه يې ۷۹،۵۹٪ ده او دښځينه وو د سواد کچه يې ۶۹،۷۷٪ ده د ټول نفوس له جملې نه يې ۲۴۵۵۹ تنه په کار او تجارت بوخت دي.

سر چينه سمول

  1. "Deoband Shareef". Falling Rain Genomics, Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)