ديجوکسين (په انگرېزی کی:Digoxin) د گلیکوزیډونو څخه یو درمل دی چی د زړه د والونو د ناروغۍ ، اذینی فبریلیشن او اذینی فلوتر د علاج لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دیجوکسین یوه طبیعی توکه ده چی د دیجیټالیس پورپورېا څخه لاس ته راځی. دیجوکسین ډېر زهرلرونکی توکه ده او د دی لپاره خلکو په پخوانیو زمانو کی ديجوکسين د زهر ور کولو لپاره کارول.

د دیجوکسین فرمول




تاریخ

دیجوکسین په ۱۷۹۹ کال کی د جون فریار (John Ferriar) لخوا کشف شو. په ۱۸۴۱ کال کی دیجوکسین د ډیجیټالیس د نبات څخه لاس ته راغی. په ۱۹۲۸ کال کې ډاکتر ویندوس (Doctor Windaus) د دیجوکسین فرمول توصیف کړ او د ۱۹۳۰ کال څخه دیجوکسین په صنعتی ډول کی جوړېږی.

دیجیټالیس پورپورېا

 
د دیجیټالیس نبات

دیجیټالیس پورپورېا د دوه کلن زينتي نباتاتونو څخه دی چی په اروپا، آسیا او افریقا کې شنه کېږی. دغه نبات کولای سی زیړ، سپین، بنفشی یا سور گل ولری. په نړۍ کی تقریبًا ۲۰ د دیجیټالیس ډولونه شته. هر نبات تقریبًا ۰،۱ ٪ د دجوکسین محتوی درلودلای سی.

د دیجوکسین تسمم

د دیجوکسین د درمل اندازه په وينه کي د ۰،۲ څخه تر ۲ نانوگرام / ملیلیتر ده. د تسمم اغېزه ددرملوداندازي دنه پوهيدو،دالكتروليتونو د بی تنظمی،اويا د دغه درمل داثراتودشدت په نتيجه کی رامنځ ته کېږی. د دیجوکسین ۷۰ فیصده په وجود کی جذبیږی او ۲۵ فیصده د البومیت (Albumin) د پروتین سره لگېږی دغه درمل تر دوه ساعته پوری اغېزه خرگندېږی او تر شپږو ساعتو پورې اوج ته رسېږی. دیجوکسین د بډوډو څخه د دوو ورځو په ترڅ کی خارجېږی.


سرچینې