دویم سلطان بایزید

دویم سلطان بایزید چي دسلطان محمدفاتح زوی اود دویم مرادخان لمسئ دی په ۱۴۸۱زیږدیزکال کي د۳۵کلونو په عمر دعثماني ټواکمنۍ مشرتوب ته ورسېدی . دنوموړي دتخت ناستي سره سم یې ورور چي جم نومېدی ورباندي راپورته اودسلطنت دعوه یې وکړه چي په پایله کي یې سلطان بایزید ورباندي ځواکمن اوخپل ورور یې له عثماني واکمنۍ څخه پسي واخیست . سلطان بایزید دخپل ورور ترتیښتي وروسته دعثماني ټولواکمنۍ چاري په لاس کي واخیستې اوتر۱۵۱۲ زیږدیزکال پوري یې واک وچلاوه چي په دې موده کي نوموړي ستر فتوحات ترلاسه کړه اوددې ترڅنګ یې عثماني ټولواکمنۍ ته اقتصادي اوسیاسي پرمختګ هم ورکړ . سلطان بایزید له ساینس اوپوهي سره ځانګړې مینه درلوده اوپخپل دربار کي یې دهغه زمانې له نوموتو علماوو اوپوهانو سره راشه درشه ډېره کړې وه چي په دې سره عثماني ټولواکمنۍ ترخپلي مخکنۍ زمانې څه اندازه نور پرمختګ هم وکړ اوپه سیمه کي یې له ټولو اروپايي اوغیر اروپايي هیوادونوسره سفارتي اړیکي ټینګي کړې .

دویم سلطان بایزید
بە Ottoman Turkish: بايزيد ثانى
لەدایکبوون۳ی ډيسمبر ۱۴۴۷
ئاماسیا، تورکیا
مردنکينډۍ:ڕێکەوتی مەرگ و تەمەن
ئەستەمبوڵ، تورکیا
د خښولو ځایBayezid II Mosque
پلارمحمد فاتح
مورGülbahar Hatun
وروڼهجم سلطان، Gevherhan Hatun
کورنۍد عثمانیانو لړۍ
Native languageعثماني ترکي ژبه
Languages spoken, written or signedعثماني ترکي ژبه، عربي، پارسي، جغتایي ژبه، ایټالیایي ژبه
دندهسياستوال
واک درلودنهsultan of the Ottoman Empire
Religion or worldviewاسلام

فتوحات اوجګړې سمول

دسلطان بایزید په وخت کي عثماني فوځونه دبالکان په سیمه کي ترلیري ځایونو پوري ولاړل اوختیځه اروپاکي یې دمولداوي هیواد هم لاندي کړچي په دې سره عثماني ترکان دتورسمندر پرلویدیځه څنډه واکمن سول، همدارنګه په لویدیځ کي تر دالماچي، ډاینوب سمندر اوهنګریې پوري عثماني فوځونو ډیري ستري جګړې ترسره کړې چی په دې جګړوکي دفتوحاتو سربېره عثمانی فوځ له څه ناڅه تلفاتوسره هم مخ اویوشمېر مسلمانان شهیدان سول . دسلطان بایزید دواکمنۍ ترټولو ستره جګړه له وینس سره وه چي په پایله کي یې داروپا دغه سمندري دولت ماتي ته اړسو او دلپانټو په نوم مهمه ستراتیژیکه سیمه دعثماني ترکانو لاسونو ته ولوېدل، ددې په هاخوا عثماني ترکان دسلطان بایزید په وخت کي له ځواکمن سمندري لښکرڅخه برخمن سول اوداهغه زمانه وه چي په اسپانیا کي دمسلمانانو دولت مخ پر زوال وو، سلطان بایزیدچي دهغه ځای دمسلمانانو له حاله خبرسو غوښتل یې مرسته ورسره وکړي اودهمدې لپاره یې خپل مشهوره سمندري قومندان کمال رئیس ته ځیني عملیاتي چاري هم وسپارلې خوڅرنګه چي دنوموړي ورور جم داوخت داروپایانوپه لاس کي وو له همدې کبله عثماني سلطنت نسوای کولای ترڅوله خپلي خاروي لیري لښکر واستوي ځکه په دې سره شهزاده جم پرعثماني سلطنت یرغل او ښورښ کاوه .

دجم ښورښ سمول

جم دسلطان بایزیدکشر ورور ووچي دخپل پلار ترمرګ وروسته یې دسلطان بایزید سره دسلطنت پرسر شخړه راپورته سول اوله هغه څخه یې غوښتنه وکړه چي عثماني سلطنت ورسره ووېشي خوسلطان بایزیدچي داکار یې دسلطنت لپاره ګواښ ګاڼه دجم غوښتنه یې ردکړه اوپه پایله کي یې د دواړو ترمنځ اختلافات راپورته سول . څرنګه چي سلطان بایزید دعثماني فوځ له یوشمېر چارواکوله ملاتړ څخه برخمن ووله همدې کبله جم ونه توانېدی چي بریا ورباندي ترلاسه کړي اوپه پایله کي یې جم لمړئ مصر اوبیاله هغه ځایه اروپاته وتښتېدی څوچي هم هلته څوکاله وروسته پسي وفات سو .

دسلطان بایزید اصلاحات سمول

دعثماني تاریخ پوهانو په باور سلطان بایزید دعثماني سلطنت له هغه واکمنانوڅخه ووچي له پوهي اوساینسي علوموسره یې ډېره مینه درلوده اوله همدې کبله یې دعثماني سلطنت په شاوخوا کي دعلماوو اوپوهانو زیات زیات قدر کاوه . مشهور تاریخ پوه هامر پورګشتال وايي چي دسلطان بایزید دخپل سلطنت په هاخوا له بهرنیو علماوو سره هم اړیکي ساتلې اوپه دې سلسله کي یې د افغانستان مشهوره صوفي شاعر مولانا عبدالرحمان جامي ته هرکال څه اندازه پیسې لېږلې . سلطان بایزید دعثماني سلطنت لمړئ واکمن ګڼل کیږي چي له اروپايي اوغیراروپايي دولتونوسره یې دسفارت په کچه اړیکي نیولي دي اودروسيې هیواد چي دنوموړي په وخت کی تازه دځواک پولوته رسېدلی وو دعثماني سلطنت سره یې دخپل استازي مایکل پیلوشیف په مرسته اړیکي ورغولې .

کورنۍ او اولادونه سمول

دسلطان بایزید دټولو زامنو نومان په لاندي ډول دي :

شهزاده عبدالله چي په ۱۴۶۵زیږدیزکال کي پیدا اوپه ۱۴۸۳ زیږدیز کي وفات سو .

شهزاده احمدچي په ۱۴۶۸زیږدیز کال کي پیدا اوپه ۱۵۱۳ کي په قتل ورسېدی .

شهزاده قورقود چي په ۱۴۷۰ز کي پیدا اوپه ۱۵۱۳ز کي په قتل ورسېدی

شهزاده شهنشاه چي په ۱۴۷۴ز کي پیدا اوپه ۱۵۱۱ ز کي وفات سو .

شهزاده محمودچي په ۱۴۷۵ز کي پیدا اوپه ۱۵۰۷ز کي وفات سو .

شهزاده محمدچي په ۱۴۷۶ز کي پیدا اوپه ۱۵۰۴ز کي وفات سو .

شهزاده عالمشاه چي په ۱۴۷۸ز کي پیدا اوپه ۱۵۰۲ کي وفات سو .

شهزاده سلیم چي ترسلطان بایزید وروسته پرتخت کښېنستي په ۱۴۷۰ز کي پیدا اوپه ۱۵۲۰ز کي وفات سو .

دسلطان بایزید دمېرمنو نومان په دې ډول دي :

نګارخاتون چي په ۱۵۰۳زیږدیزکال کي وفات سول

شیرین خاتون چي په ۱۵۰۰ز کي وفات سول

بلبل خاتون چي په ۱۵۱۵ز کي وفات سول

ګلبهار خاتون چي په ۱۵۱۰ز کي وفات سول

ګلرخ خاتون چي په ۱۵۲۴ز کي وفات سول

حسني شاه خاتون چي په ۱۵۱۳ز کي وفات سول

فرح شاد خاتون چي په ۱۵۳۰ز کي وفات سول

دسلطان بایزید دلوڼو نومان په لاندي ډول دي :

 
دویم بایزید
 
(عثمانی ترک: بايزيد ثانى  
 
دویم سلطان بایزید

Kayser-i Rûm
دوره واکمن له ۱۴۸۱ زیږدیزڅخه تر ۱۵۱۲ زیږدیز پوري
د شخص معلومات
اصلي نوم سلطان بایزید دویم
پيدايښت ۳ ډيسمبر ۱۴۴۷
مړینه ۱۵۱۲ زیږدیزکال دمئ ۲۶ نېټه چي د۹۱۸هجري ق کال دربیع الاول له ۱۱ نېټې سره سمون خوري
استانبول    
مذهب مسلمان سني
اولاد سلیم یاووز    
پلار محمد فاتح    
مور ګلبهار خاتون (دمحمدفاتح مېرمن)
وروڼه او خوندې
کورنۍ عثماني کورنۍ
آخري معلومات
کار/مسلک سياستوال    
مورنۍ ژبه عثماني ترکي ژبه    
کاروونکي ژبه(ي) عثماني ترکي ژبه
عربي
پارسي
جغتایي ژبه
ایټالیایي ژبه    
لاسليک
 
دویم سلطان بایزید

دسلطان بایزید لوڼي عبارت وې له ګوهرملک، عایشه سلطان، خدیجه سلطان، هندي سلطان، فاطمه سلطان، سلجوقي سلطان، هماشاه سلطان، عیني شاه سلطان، قمرشاه سلطان، شهززادسلطان، سلطانزاده سلطان اوصفیه سلطان .

وفات سمول

سلطان بایزید د۱۵۱۲زیږدیزکال داپریل پر۲۴نېټه په داسي حال کی وفات سوکله چي دخپل سلطنت له مرکزڅخه ډیموتیکا سیمي ته پرلاره وو اوترمرګ وروسته داستانبول په بایزید مسجدکي خاوروته وسپارل سو .

سرچینې سمول

http://www.theottomans.org/english/family/beyazid2.asp

تاریخ عثماني/ چارشی لی/ دویم جلد