دوهمه ملکه الیزابت

دویمه الیزابېت (الیزابېت السکاندر ماري؛ د ۱۹۲۶ کال د اپرېل په ۲۱مه نېټه زیږېدلې) د بریتانیا او ۱۵ نورو هم‌ګټو  قلمروونو ملکه ده.

مری
الیزابت الیکساندرا
(انګلیسي: Elizabeth II د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دوهمه ملکه الیزابت
دوهمه ملکه الیزابت

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Elizabeth Alexandra Mary Windsor)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اصلي نوم الیکساندرا
پيدايښت ۲۱ افریل ۱۹۲۶
مړینه 8 سپټمبر 2022 (96 کاله)[۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت بریتانیا
قد 64 اينچ[۴]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب د انګلستان کليسا[۵][۶]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت کویډ–19[۷][۸]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه شهزاده فیلیپ (۲۰ نومبر ۱۹۴۷–۹ اپرېل ۲۰۲۱)[۹][۱۰][۱۱]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد چارلېس، د ويلز شهزاده[۱۲]
سلطنتي شهزادګۍ، آن[۱۲]
شاهزاده اندرو، د یورک دوک[۱۲]
شهزاده اډوارډ، د اډینبورګ دوک[۱۲]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار شپږم جورج[۱۳][۱۰]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور ملکه الېزابېت، د ملکه مور[۱۴][۱۰]  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروڼه او خوندې
عملي ژوند
کار/مسلک د بریتانیا او همګټو هیوادونو دوهمه ملکه الیزابت
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶]
فرانسوي[۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
دوهمه ملکه الیزابت
دوهمه ملکه الیزابت

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الیزابېت د ډوک او ډچېس یورک لومړۍ لور ده او د لندن په مې‌فېر کې زیږېدلې ده. پلار یې په ۱۹۳۶ کال کې د ورور اتم پاچا «اډوارډ» له لرې کېدو وروسته د پاچاهۍ پر تخت کېناست او الیزابېت یې احتمالي وارثه کړه. دې په خصوصي ډول په کور کې زده‌کړې وکړې. د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې یې د عمومي دندو پر اجرا کولو پیل وکړ او د خپلې خاورې د مرستندوی پوځ په خدماتو کې یې کار وکړ. د ۱۹۴۷ کال په نومبر میاشت کې یې د یونان او ډنمارک له پخواني شاهزاده فیلیپ مونټ‌باټن سره واده وکړ چې له هغه نه یې څلور اولادونه وشول: چارلېز، د ولېز شاهزاده؛ آن، پرنس رویال؛ شاهزاده انډریو، ډوک یورک او شاهزاده اېډوارډ، ارل وېسېکس.

د ۱۹۵۲ کال په فېبرورۍ کې یې چې کله پلار مړ شو، الیزابېت هغه مهال ۲۵ کلنه وه او د اوو خپلواکو هم‌ګټو هېوادونو ملکه شوه. دا هېوادونه بریتانیا، کاناډا، استرالیا، نیوزلنډ، سوېلي افریقا، پاکستان او سیلان وو،‎ همدا راز د دغو هم‌ګټو هېوادونو مشره هم شوه. د مشروطه ملکې په توګه د دې په دوره کې لوی سیاسي بدلونونه پېښ شول؛ لکه په شمالي ایرلنډ کې ګډوډۍ، په بریتانیا کې د واک سپارل، له اروپايي ټولنو سره د بریتانیا یوځای کېدل، له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا وتل، کاناډا ته د بشپړ حاکمیت لېږدېدل او د ۱۹۵۶ او ۱۹۹۲ کلونو تر منځ د دې تر واک لاندې ځينې قلمروونه لکه سوېلي افریقا، پاکستان او سیلان (چې نوم یې سریلانکا ته بدل شو) پر جمهوریتونو بدل شول. د دې په تاریخي لیدنو او ملاقاتونو کې جمهوري ایرلنډ ته دولتي سفر او د پنځو پاپانو لیدنه شاملېږي. خاوند یې «شاهزاده فلیپ» د ۲۰۲۱ د اپرېل په ۹مه تر ۷۳ کلن واده وروسته د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو.

الیزابېت د بریتانیا د واکمنانو تر منځ یوازنۍ واکمنه ده چې ډېر عمر لري او د ډېرې مودې لپاره ملکه ده؛ په تاریخ کې د دولت تر ټولو اوږدمهالې ښځینه مشره ده؛ د عمر له لحاظه دا مهال تر ټولو مشره ژوندۍ ملکه ده؛ او همدا راز د اوسني دولت تر ټولو زړه او تر ټولو ډېره پاتې شوې رئیسه ده. الیزابېت د خپل سلطنت په جریان کې د جمهوري غوښتونکو له خوځښتونو او پر شاهي کورنۍ له نیوکو سره مخ ده. سره له دې، په بریتانیا کې د سلطنتي نظام او په‌خپله د الیزابېت محبوبیت معمولاً لوړ دی.

د ژوند لومړي کلونه سمول

الیزابېت الکساندر مري وېنډسور د ۱۹۲۶ کال د اپرېل په ۲۱مه نېټه د ګرینوېچ پر ګړۍ په ۲ بجو او ۴۰ دقیقو د خپل پلرني نیکه، پاچا پنځم جورج د سلطنت په وخت کې وزیږېده. پلار یې ډوک یورک (وروسته بیا شپږم پاچا و)، د پاچا دویم زوی و. مور یې ډوچېس یورک (وروسته ملکه الیزابېت، د ملکې مور)، د سکاټلند د کلوډ بووز – لیون د استراثمور او کینګهورن څوارلسم ارل له اشرافي کورنۍ څخه وه. دا په لندن کې د خپل مورني نیکه په کور کې د عملیات له لارې وزیږېده. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د الیزابېت یوازنۍ خور «شهزادګۍ مارګرېټ» په ۱۹۳۰ کال کې وزیږېده. دغو دوو شهزادګیو په کور کې د خپلې مور او کورنۍ روزونکې «ماریون کراوفورډ» تر څارنې لاندې زده‌کړې وکړې. درسونه یې پر تاریخ، ژبو، ادبیاتو او موسیقۍ متمرکز وو. کرافورډ په ۱۹۵۰ کال کې د «کوچنیو شهزا‌دګیو» په نامه د الیزابېت او مارګرېټ د کوچني‌والي د وخت بیوګرافي خپره کړه چې د شاهي کورنۍ د خواشینۍ لامل شوه. دغه کتاب له اسونو او سپیو سره د الیزابېت مینه، د هغې منظم‌والی او د مسؤلیت منل بیان کړي دي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

احتمالي وراثت سمول

الیزابېت د خپل نیکه د پاچاهۍ په دوره کې د بریتانیا د پاچاهۍ پر تخت د کېناستو لپاره تر خپل کاکا «اډوارډ» او پلار وروسته په نوملړ کې درېیمه وه. که څه هم زیږېدنې یې د ټولو پام جلب کړ او دا تمه نه کېده چې دا به ملکه شي، ځکه اډوارډ لا ځوان و او ښايي واده یې کړی وای چې اولادونه یې بیا د ځای‌ناستو په توګه تر الیزابېت وړاندې کېدل. کله یې چې په ۱۹۳۶ کال کې نیکه مړ شو او کاکا یې د اتم اډوارډ په توګه ځای ناستی شو، الیزابېت یې تر پلار وروسته د ځای‌ناستي کېدو لپاره دویمه شوه. وروسته بیا په هماغه کال کې اډوارډ له پاچاهۍ استعفا وکړه، ځکه والیس سیمپسون ته یې د واده وړاندیز وکړ او هغه یوه طلاقه شوې ښځه وه، دا موضوع د اساسي قانون د کړکېچ لامل شوه. په پایله کې د الیزابېت پلار پاچا شو او د شپږم جورج سلطنتي نوم یې خپل کړ. دا چې الیزابېت ورور نه درلود، نو احتمالي وارثه دا شوه. که مور او پلار یې زوی درلودای، هغه به تر دې مخکې وارث او ځای ناستی وای، ځکه هغه وخت د ځای ناستي په توګه لومړیتوب د لومړي زوی و. [۳۱][۳۲][۳۳]

الیزابېت له هنري مارټن څخه چې د ایټون پوهنتون مرستیال ښوونکی و، د مشروطه تاریخ خصوصي زده‌کړې وکړې او فرانسوي ژبه یې له څو داسې روزونکو څخه زده کړه چې فرانسوي یې مورنۍ ژبه وه.

په ۱۹۳۹ کال کې د الیزابېت مور او پلار کاناډا او امریکا ته په سفر لاړل. الیزابېت په بریتانیا کې پاتې شوه، ځکه پلار یې فکر کاوه چې دا د عمومي سفرونو لپاره ډېره ځوانه ده. کله یې چې مور او پلار تلل، د دې «سترګې له اوښکو ډکې ښکارېدې». هغوی د لیکونو له لارې ورسره په اړیکه کې وو. همدا راز له مور او پلار سره یې لومړنۍ ټرانس اتلانتیک سلطتني ټېلېفوني اړیکه د مې پر اتلسمه ټینګه کړه. [۳۴][۳۵][۳۶]

دویمه نړیواله جګړه سمول

د ۱۹۳۹ کال په سپټمبر کې بریتانیا دویمې نړیوالې جګړې ته د ننه شوه. لرډ هیلشام وړاندیز وکړ چې په لندن کې له تکراري بمبارۍ د خوندي پاتې کېدو لپاره دواړې شهزادګیانې «الیزابېت او مارګارټ» باید کاناډا ته ولېږدل شي. مور یې دا وړاندیز ونه مانه او ویې ویل: «اولادونه مې له ما پرته نه ځي او زه له پاچا پرته نه ځم، نو پاچا هېڅکله نه ځي.» دواړې شهزادګیانې د ۱۹۳۹ کال تر کرېسمېس پورې د سکاټلنډ په بالمورال کلا کې پاتې شوې او بیا په نورفولک کې د سانډرینګهام ماڼۍ ته لاړې. د ۱۹۴۰ کال له فېبروۍ تر مې پورې د وینزر په رویال لژ کې پاتې شوې او بیا وروسته ویندروز کلا ته لاړې او هلته یې څه باندې پنځه کاله ژوند وکړ. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

واکمني او تاج‌اېښودنه سمول

په ۱۹۵۱ کال کې د شپږم جورج روغتیايي حالت مخ پر خرابېدو و او تر ډېره به په عمومي پېښو کې الیزابېت څرګندېده. کله چې هغې د ۱۹۵۱ کال په اکتوبر کې کاناډا ته سفر وکړ، له هغه ځایه امریکا ته لاړه او له ولسمشر هري اېس ټرومن سره یې په واشنګټن ډي سي کې وکتل. د ۱۹۵۲ کال په لومړیو کې الیزابېت او فیلیپ د کینیا له لارې استرالیا او نیوزلنډ ته په سفر لاړل. د ۱۹۵۲ کال د فېبرورۍ په شپږمه هغې ته د پاچا د مړینې خبر ورغی. فیلیپ دغه خبر نوې ملکې ته ورکړ. د هغې ځانګړي سکرتر مارټین چارټریس له هغې وغوښتل چې د سلطنت لپاره ځانته نوم غوره کړي. هغې وغوښتل چې الیزابېت پاتې کېدل مناسب دي. دویمه الیزابېت په ټولو مملکتونو کې ملکه اعلان شوه او دوی په چټکۍ سره بریتانیا ته وګرځېدل او ملکه او فیلیپ د باکینګهام ماڼۍ ته لاړل.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

ګالري سمول

د بریتانیا سلطنتي کورنۍ سمول

د ملکې مقام سمول

  1. Queen's birthday: Queen Elizabeth II's life in 92 facts. BBC — د نشر نېټه: ۶ مارچ ۲۰۱۹ — د خپرولو نیټه: ۸ جون ۲۰۱۸ — ارزښت: Her full name is Elizabeth Alexandra Mary Windsor
  2. Queen Elizabeth II has died, Buckingham Palace announces — د نشر نېټه: ۸ سپټمبر ۲۰۲۲ — خپرونکی: بي بي سي — نشرونه لخوا د: BBC News Online — د خپرولو نیټه: ۸ سپټمبر ۲۰۲۲
  3. Queen's cause of death given as 'old age' on death certificate — د نشر نېټه: ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۲ — خپرونکی: بي بي سي — نشرونه لخوا د: BBC News Online — د خپرولو نیټه: ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۲
  4. Queen's birthday: Queen Elizabeth II's life in 92 facts — د نشر نېټه: ۶ مارچ ۲۰۱۹ — د خپرولو نیټه: ۷ جون ۲۰۱۸ — ارزښت: The Queen is about 5ft 4ins tall
  5. Encyclopædia Universalis ID: https://www.universalis.fr/encyclopedie/elisabeth-ii/ — د نشر نېټه: ۷ سپټمبر ۲۰۲۲ — سرليک: ELISABETH II (1926- ) reine du Royaume-Uni de Grande-Bretagne et d'Irlande du Nord (1952- ) — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
  6. Great Russian Encyclopedia Online ID (old version): https://old.bigenc.ru/text/1977043 — د نشر نېټه: ۷ سپټمبر ۲۰۲۲ — سرليک: ЕЛИЗАВЕТА II — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia — منښتلیک: works protected by copyrights
  7. Queen Elizabeth II tests positive for COVID-19 — د نشر نېټه: ۲۰ فبروري ۲۰۲۲ — د خپرولو نیټه: ۲۰ فبروري ۲۰۲۲
  8. The Queen tests positive for Covid — د نشر نېټه: ۲۰ فبروري ۲۰۲۲ — د خپرولو نیټه: ۲۰ فبروري ۲۰۲۲
  9. Queen's birthday: Queen Elizabeth II's life in 92 facts. BBC — د نشر نېټه: ۶ مارچ ۲۰۱۹ — د خپرولو نیټه: ۸ جون ۲۰۱۸ — ارزښت: Once Elizabeth turned 21, her engagement to the Duke of Edinburgh was officially announced and they got married on November 20 1947 in Westminster Abbey
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ Queen's birthday: Queen Elizabeth II's life in 92 facts. BBC — سرليک: Kindred Britain
  11. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10070.htm#i100699 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  12. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Elizabeth_2. — د نشر نېټه: ۷ سپټمبر ۲۰۲۲ — سرليک: Elizabeth 2.
  13. Queen's birthday: Queen Elizabeth II's life in 92 facts. BBC — د نشر نېټه: ۶ مارچ ۲۰۱۹ — د خپرولو نیټه: ۸ جون ۲۰۱۸
  14. Queen's birthday: Queen Elizabeth II's life in 92 facts. BBC — د نشر نېټه: ۶ مارچ ۲۰۱۹ — د خپرولو نیټه: ۸ جون ۲۰۱۸ — ارزښت: Her parents were... Lady Elizabeth Bowes-Lyon
  15. Queen's birthday: Queen Elizabeth II's life in 92 facts. BBC — د نشر نېټه: ۶ مارچ ۲۰۱۹ — خپرونکی: بي بي سي — د خپرولو نیټه: ۸ جون ۲۰۱۸ — ارزښت: In 1930, her little sister was born – Princess Margaret Rose
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/237686371
  17. http://www.royal.gov.uk/LatestNewsandDiary/Factfiles/80factsaboutTheQueen.aspx
  18. Bradford, p. 22; Brandreth, p. 103; Marr, p. 76; Pimlott, pp. 2–3; Lacey, pp. 75–76; Roberts, p. 74
  19. Hoey, p. 40
  20. Brandreth, p. 103
  21. Pimlott, p. 12
  22. Williamson, p. 205
  23. Pimlott, p. 15
  24. Lacey, p. 56; Nicolson, p. 433; Pimlott, pp. 14–16
  25. Crawford, p. 26; Pimlott, p. 20; Shawcross, p. 21
  26. Brandreth, p. 124; Lacey, pp. 62–63; Pimlott, pp. 24, 69
  27. Brandreth, pp. 108–110; Lacey, pp. 159–161; Pimlott, pp. 20, 163
  28. Brandreth, pp. 108–110
  29. Brandreth, p. 105; Lacey, p. 81; Shawcross, pp. 21–22
  30. Brandreth, pp. 105–106
  31. Bond, p. 8; Lacey, p. 76; Pimlott, p. 3
  32. Lacey, pp. 97–98
  33. Marr, pp. 78, 85; Pimlott, pp. 71–73
  34. Brandreth, p. 124; Crawford, p. 85; Lacey, p. 112; Marr, p. 88; Pimlott, p. 51; Shawcross, p. 25
  35. Her Majesty The Queen: Early life and education, Royal Household, 29 December 2015, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Marr, p. 84; Pimlott, p. 47
  37. Warwick, Christopher (2002), Princess Margaret: A Life of Contrasts, London: Carlton Publishing Group, د کتاب پاڼې 102, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-233-05106-2 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Queen Elizabeth the Queen Mother, Royal Household, 21 December 2015, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Crawford, pp. 104–114; Pimlott, pp. 56–57
  40. Crawford, pp. 114–119; Pimlott, p. 57
  41. Crawford, pp. 137–141
  42. Children's Hour: Princess Elizabeth, BBC, 13 October 1940, مؤرشف من الأصل في ۲۷ نومبر ۲۰۱۹, د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Pimlott, pp. 186–187
  44. Pimlott, pp. 178–179
  45. Mitchell, James (2003), "Scotland: Cultural Base and Economic Catalysts", in Hollowell, Jonathan (المحرر), Britain Since 1945, د کتاب پاڼې 113, doi:10.1002/9780470758328.ch5, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470758328 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Bousfield and Toffoli, p. 72; Charteris quoted in Pimlott, p. 179 and Shawcross, p. 17
  47. Brandreth, pp. 240–241; Lacey, p. 166; Pimlott, pp. 169–172
  48. Brandreth, pp. 245–247; Lacey, p. 166; Pimlott, pp. 173–176; Shawcross, p. 16