دوكسيسايكلين
Doxycycline
د کیمیاوی فورمول C22H24N2O8
لاتینی نوم doxycyclinum

دوكسيسايكلين (په انگرېزي کی: Doxycycline) د تتراسايکلینو د انتی بیوتیکونو څخه دي چی د متیازو او جنسي رنځونو د علاج لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه درمل د خلامیډیا او ریکتسیا د باکتریاگانو پر ضد هم آغېزه لري.

تاریخ

دوكسيسايكلين د نیم مصنوعی د تتراسایکلینو څخه دي چی په ۶۰ کالو کی په امریکا کی د فایزر په شرکت کی جوړ شو او دغه انتی بیوتیک په نړۍ کی د ۱۹۶۷ کال څخه راهیسی کارېږي.

دوكسيسايكلين

دوكسيسايكلين یوه کریستالي ژړه ماده ده چی په تیزابونو او هیدروکسیدو کی ویلېږي. دغه توکه په گرام منفي او گرام مثبت باکترياو باندې آغېزه لري. دوكسيسايكلين په بېلابېلو انتاني ناروغيو کې چې مېکروب يې د تتراسايکلین په وړاندې حساس وي کارېږي. دا درمل باو (سيفيلس)، سوزاک، لایم، طاعون، آنتراکس او د پروسټاټايټس په ناروغيو کې کارېږي.