دفاکتو په انګريزي (de facto) چي معنی يي (اصلې) ټکي تشریح کوي. مطلب د دفاکتو ټکی د اصل په معنا دی.[۱] او دفاکتو د لاتینی ژبې يو ټکي دي.

ددي ټکي معنی سمول

د دفاکتو ټکي د لاندې ټولو ټکو لپاره يا د هغو ټولو په معنی کارول کېږي.

  • په اصل کې
  • په رښتیا کې
  • حقیقت کې
  • په عمومي توګه
  • په سمه توګه
  • اصلی واکمن

د دفاکتو ټکي مثالونه سمول

 
کیم جونګ اون؛ د شمالي کوريا دفاکتو واکمن

په لاندې لړليک کي د دفاکتو ټکي کارونه:

  1. رباني د افغانستان ولسمشر وو خو دفاکتو يعنې اصلي واکمن ولسمشر ملا محمد عمر وو.
  2. د روس لمړی وزير چي هرڅوک وي خو د روسیې دفاکتو واکمن ولادیمیر پوتین دي.
  3. په افغانستان کې وس مهال اشرف غني ولسمشر دی، خو دفاکتو واک د امریکايي ځواکونو او سياسيونو په لاس کې دی.
  4. د اسټرالیا ملکه وس هم اليزابت برطانوي ده، خو د هيواد دفاکتو واک ددي ځاي د لمړي وزير سره دي.
  5. په کندهار او د افغانستان په ټولو ولایتونو کي د اساسي قانون په چوکاټ کې والي ډير واک لري، خو په کندهار ولايت دفاکتو واکمن د ۲۰۰۵ څخه تر ۱۲ جولای ۲۰۱۱ پورې احمد ولي کرزی او د ٢٠١١ څخه تر اکتوبر ٢٠١٨ پورې جنرال عبدالرازق وو.
  6. په پاکستان کې د اساسي قانون په چوکاټ کې لومړی وزیر د هيواد واکمن دی، خو هر وخت دفاکتو واکمن پاکستانی پوځ وي او دی.
  7. شمالي کوریا د هغه ځای د قانون په چوکاټ کې ډیموکراټیک جمهوریت دی، خو دفاکتو (په اصل کې) يو د بشري ناورین سره مخ بشپړ ديکتاتور هيواد دی.

سرچینې سمول

  1. Random House Kernerman Webster’s College Dictionary. S.v. "de facto." Retrieved January 12 2018 from https://www.thefreedictionary.com/de+facto