درملنه (په انگرېزي:Therapy له يوناني: θεραπεία نه راوتلی چې treatment هم ورته وايي) د روغتيايي ستونزو د سمولو او د ناروغۍ د پېژندلو وروسته د چلندلارو د غوره کولو يوه هڅه ده. په طبي ډگر کې درملنه او معالجه د يوه عمل دوه نومونه بلل کېږي. په ساپوهنه کې د خبرو اترو له لارې د ناروغ د رواني حالت د درملنې چاره سادرملنه نومېږي.