درمل چې (په ساده ډول ورته دوا يا درمل وايي) هغه درمل دي چې د ناروغۍ د تشخيص، درملنې، تداوۍ یا مخنيوي لپاره کارول کېږي. د درملو درملنه (pharmacotherapy) د طب د برخې يوه مهمه برخه ده او د متداوم پرمختګ لپاره د درملو په علم باندې تکيه کوي او د مناسب مديريت لپاره په درملتون باندې ډډه لګوي. [۱][۲][۳]

درمل په ګڼو طريقو سره ډلبندي شوي دي. يوه تر ټولو کليدي ډلبندې يې د ادارې يا کنترول د کچې په واسطه ده، چې توصيه شوي درمل (هغه چې يو درمل جوړوونکی يې يوازې د يوه عالم، د هغې د همکار يا وړ نرس د امر له مخې وېشي يا تطبيقوي) له د مېز د سر له درملو (هغه چې يو مصرفوونکی يې د ځان لپاره امر کولی شي) نه بېلوي. يو بل کليدي بېلوالی، د عنعنوي کوچني ماليکول لرونکو درملو چې په عادې ډول له کيمياوي ترکيب نه تر لاسه شوي وي او biopharmaceuticals تر منځ دی، چې ترکيبي پروټينونه، واکسينونه، د وينې توليدات، چې په معالجوي ډول، (لکه: IVIG)، د جين درملنې، (monoclonal antibodies) او (cell therapy) لکه: (stem-cell therapies) کې کارول کېږي. نورې طريقې چې درمل يې په واسطه ډلبندي کولی شو، د درملو د عمل حالت، د تطبيق لارې چارې، بيولوژيکي اغېزمن شوي سيستم يا د درملنې اغېزو له مخې وکړو.يو دقيق او پراخ استعمال شوی سيستم (Anatomical Therapeutic Chemical Classification System) دی. د روغتيا نړيوال سازمان د اړينو درملو يو لېست له ځان سره ساتي.

د درملو کشف او د درملو پرمختګ پېچلې او قيمتي هڅې دي، چې د درمل جوړوونې د کمپنيو، علمي پوهانو او حکومت په واسطه تر سره کېږي. له کشف نه تر سوداګريز کوونې پورې د دې پېچلې لارې د پايلې په توګه د پرمختللو نلونو يا تيوبونو په واسطه د درملو د نوماندانو لپاره ملګري يا شريکباڼي يو معياري عمل ګرځېدلی دی. حکومتونه په عمومي ډول قانوني کوي، چې کوم درمل بازار ته راوتلی شي، څنګه بازاري کېږي او په ځينو قانوني برخو کې د درملو بيې هم ټاکي. د درملو د بيې ټاکنې او د کارېدلو درملو د ترتيب په اړه مخالفتونه راپورته شوي دي.

پېژندنه سمول

په اروپا کې ورته د درملي توليد اصطلاح ويل کېږي او د اروپايي اتحاديې د قانون له مخې یې په دې ډول تعريف شوی دی:

  • هر هغه ماده يا د مادو ترکيب چې د انسان په بدن کې د درملنې يا د ناروغۍ د مخنيوي لپاره د خواصو د درلودلو په توګه وړاندې کېږي يا :
  • هر هغه ماده يا د مادو ترکيب چې کېدای شی، په انسانانو کې وکارول شي يا ورته د بېرته ترميم، سمونې، د يوه فامکالوژيکي دفاعي سيستم د پياوړي کولو يا ميتابوليک عمل د اجرا کولو په واسطه د فزيالوژيکي دندو د مشخص کولو يا د طبي تشخيص په موخه سپارښتنه وشي او تطبيق شي. [۴]

د امريکا په متحده ايالتونو کې درمل:

  • هغه ماده چې د يوې رسمي درمل جوړوونې يا ساختمان په واسطه تنظيم شوې وي.
  • هغه ماده چې په تشخيص، معالجې، لګوونې، درملنې يا د ناروغۍ د مخنيوي لپاره کارول کېږي.
  • هغه ماده (له خوړو پرته) چې د بدن د ودانۍ(جوړښت) يا هرې دندې د اغېزمنولو ميلان ولري.
  • هغه ماده چې د درملو د يوې برخې په توګه د کارولو ميلان ولري، نه د يوې وسيلې يا برخې يا هم د يوې وسيلي د شريکباڼي په توګه.
  • بيولوژيکي توليدات، په دې تعريف کې شاملېږي او په عمومي ډول د ورته قوانينو او قواعدو په واسطه پوښل کېږي، مګر د دوی د توليد د پړاوونو (کيمياوي پړاو د بيولوژيکي پړاو پر وړاندې) له مخې توپيرونه شته دي. [۵]

استعمال سمول

د یو څه زړو امريکايانو تر منځ د درمل کارونه څېړل شوې ده. يوه ۲۳۷۷ کسيزه ډله کې چې منځني عمرونه يې ۷۱ کلونه وو، د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ ز کلونو تر منځ سروې شوه. د دوی له ډلې ٪۸۴ يې لږ تر لږه يوه نسخه درمل خوړلي وو، ٪۴۴ يې لږ يو ځل د مېز د سر درمل (over-the-counter (OTC)) خوړلي وو او ٪۵۲ يې لږ تر لږه يو ځل پرهېزانه تقويه کوونکي درمل خوړلي وو. د ۷۱ کلونو منځني عمر لرونکو يوه ۲۲۴۵ کسيزه ډله د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ز تر منځ سروې شوه، چې د پورتني ترتيب له مخې يې سلنه ٪۸۸، ٪۳۸ او ٪۶۴ وه. [۶]

ډلبندي سمول

يوه کليدي ډلبندي، د عنعنوي کوچني ماليکول لرونکو درملو چې په عادې ډول له کيمياوي ترکيب نه تر لاسه شوي وي او biopharmaceuticals تر منځ ده، چې ترکيبي پروټينونه، واکسينونه، د وينې توليدات چې په معالجوي ډول (لکه IVIG)، د جين درملنې(gene therapy) او (cell therapy) لکه (stem cell therapies) کې کارول کېږي.

درمل يا دوا يا دارو د فامکالوژيکي ځانګړنو پر بنسټ (لکه د عمل حال او د دوی فارمکالوژيکي عمل يا فعاليت) د درملو د اصليت تر څنګ په بېلابېلو نورو ډلو کې هم وډلبندي شوي دي. لکه: کيمياوي ځانګړتياوې، د تطبيق د لارې حالت، بيولوژيکي اغېزمن شوي سيستم يا د درملنې اغېزو له مخې ډلبندي کولی شو. يو دقيق او پراخ استعمال شوی سيستم (Anatomical Therapeutic Chemical Classification System (ATC system)) دی. د روغتيا نړيوال سازمان د اړينو درملو يو لېست له ځان سره ساتي. [۷]

د درملو د ډلبندۍ په يوه نمونه کې لاندې برخې شاملېږي:

  1. Antipyretics: تبه کموي (pyrexia/pyresis).
  2. Analgesics: درد کموي (د درد له منځه وړونکي دي).
  3. Antimalarial drugs:د ملاريا درملنه کوي.
  4. Antibiotics: د ميکروب د ودې مخنيوی کوي.
  5. Antiseptics: د سوځېدلې، پرې شوې يا د بدن د يوې برخې د ټپونو شاوخوا د ميکروب د ودې مخنيوی کوي.
  6. Mood stabilizers: lithium  او valpromide
  7. Hormone replacements : Premarin
  8. Oral contraceptives : Enovid، “biphasic” ګولۍ او “triphasic”  ګولۍ
  9. Stimulants : methylphenidate, amphetamine

درمل کېدای شي، د «تخصص» په توګه له نورو ډلبنديو نه بېل (خپلواک) تشرېح شي، چې د درملو يو نيمګړی تعريف شوی تولګی دی او کېدای شي، اداره يې ستونزمنه وي، د اداره کولو پر مهال ځانګړي پر مخ وړنې يا سلوک ته اړتيا لري، د تطبيق پر مهال او تطبيق نه وروسته په بېړني ډول د ناروغ اداره کولو ته اړتيا لري، ځانګړې قانوني غوښتنې لري، چې ګټه اخېستنه ورنه محدودوي او په عمومي ډول د نورو درملو په پرتله قیمت بیه دي. [۸]

د درملو ډولونه سمول

د هاضمې سيستم لپاره سمول

  • د هاضمي سيستم پورتنۍ برخې لپاره: antacids, reflux suppressants, antiflatulents, antidopaminergics, proton pump inhibitors (PPIs), H2-receptor antagonists, cytoprotectants, prostaglandin analogues. درمل کارول کېږي.
  • د هاضمې سيستم د ښکتنۍ برخې لپاره: laxatives, antispasmodics, antidiarrhoeals, bile acid sequestrants, opioid درمل کارول کېږي.

د زړه او رګونو ناروغيو لپاره سمول

  • General: β-receptor blockers ("beta blockers"), calcium channel blockers, diuretics, cardiac glycosides, antiarrhythmics, nitrate, antianginals, vasoconstrictors, vasodilators.
  • Affecting blood pressure/(antihypertensive drugs): ACE inhibitors, angiotensin receptor blockers, beta-blockers, α blockers, calcium channel blockers, thiazide diuretics, loop diuretics, aldosterone inhibitors.
  • Coagulation: anticoagulants, heparin, antiplatelet drugs, fibrinolytics, anti-hemophilic factors, haemostatic drugs.
  • HMG-CoA reductase inhibitors (statins) for lowering LDL cholesterol inhibitors: hypolipidaemic agents.
  • عمومي درمل: β-receptor blockers ("beta blockers"), calcium channel blockers, diuretics, cardiac glycosides, antiarrhythmics, nitrate, antianginals, vasoconstrictors, vasodilators.
  • د وينې فشار اغېزمنوونکي درمل (antihypertensive drugs): ACE inhibitors, angiotensin receptor blockers, beta-blockers, α blockers, calcium channel blockers, thiazide diuretics, loop diuretics, aldosterone inhibitors.
  • د وينې د لخته کېدنې لپاره درمل: anticoagulants, heparin, antiplatelet drugs, fibrinolytics, anti-hemophilic factors, haemostatic drugs.
  • HMG-CoA reductase inhibitors (statins) for lowering LDL cholesterol inhibitors: hypolipidaemic agents.

د مرکزي عصبي سيستم لپاره سمول

هغه درمل چې مرکزي عصبي سيستم باندې اغېزه کوي، دا دي: psychedelics, hypnotics, anaesthetics, antipsychotics, eugeroics, antidepressants (including tricyclic antidepressants, monoamine oxidase inhibitors, lithium salts, and selective serotonin reuptake inhibitors (SSRIs)), antiemetics, Anticonvulsants/antiepileptics, anxiolytics, barbiturates, movement disorder (e.g., Parkinson's disease) drugs, nootropics, stimulants (including amphetamines), benzodiazepines, cyclopyrrolones, dopamine antagonists, antihistamines, cholinergics, anticholinergics, emetics, cannabinoids and 5-HT (serotonin) antagonists..

د درد لپاره سمول

د درد ضد درملو اصلي صنفونه (NSAIDs)، (opioids) او محلي بې هوښي يا (local anesthetics) دي.

د فهم لپاره (د درد ضد درمل) سمول

ځيني د درد ضد درملو کې (benzodiazepines) او (barbiturates) شاملېږي.

د عضلې او اسکلېټ د بې نظمۍ درمل سمول

د عضلي او هډوکو د جوړښت د بې نظمۍ درمل دا دي:د (COX-2 selective inhibitors) په ګډون (NSAIDs)، (muscle relaxants)، (neuromuscular) درمل، او (anticholinesterases).

د سترګې لپاره سمول

  • عمومي: adrenergic neurone blocker, astringent
  • تشخيصي: topical anesthetics, sympathomimetics, parasympatholytics, mydriatics او cycloplegics.
  • د بکتريا ضد: antibiotics, topical antibiotics, sulfa drugs, aminoglycosides او fluoroquinolones.
  • د ويروس ضد درمل
  • د فنجي ضد درمل: imidazoles, polyenes
  • د پړسوبونو(التهابونو) ضد درمل: NSAIDs او corticosteroids
  • د حساسيت ضد درمل: mast cell inhibitors.

د غوږ، پوزې او ستونې لپاره درمل سمول

Antibiotics, sympathomimetics, antihistamines, anticholinergics, NSAIDs, corticosteroids, antiseptics, local anesthetics, antifungals او cerumenolytic دي.

د تنفسي سيستم لپاره درمل سمول

Bronchodilators, antitussives, mucolytics, decongestants، تنفسي او منظم corticosteroids،beta2-adrenergic agonists, anticholinergics, mast cell stabilizers او leukotriene antagonists دي.

سرچينه سمول

  1. "Drug definition US FDA Drug approval process". Pharmacists Pharma Journal. 11 November 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. US Federal Food, Drug, and Cosmetic Act, SEC. 210., (g)(1)(B). Accessed 17 August 2008.
  3. Directive 2004/27/EC of the European Parliament and of the Council of 31 March 2004 amending Directive 2001/83/EC on the Community code relating to medicinal products for human use. Article 1. Published 31 March 2004. Accessed 17 August 2008.
  4. Directive 2004/27/EC Official Journal of the European Union. 30 April 2004 L136
  5. FDA Glossary
  6. Qato DM; Wilder J; Schumm L; Gillet V; Alexander G (1 April 2016). "Changes in prescription and over-the-counter medication and dietary supplement use among older adults in the united states, 2005 vs 2011". JAMA Internal Medicine. 176 (4): 473–482. doi:10.1001/jamainternmed.2015.8581. PMC 5024734. PMID 26998708. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. https://www.medthority.com database of prescription pharmaceutical products including drug classifications https://www.medthority.com/drugs/
  8. Spatz I, McGee N (25 November 2013). "Specialty Pharmaceuticals". Health Policy Briefs. Health Affairs. What's The Background?. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)