داسو میراژ- ۲۰۰۰

داسو میراژ- ۲۰۰۰
Dassault Mirage 2000
هېواد فرانسه
د الوتکې ډول ښکاری الوتکه
د الوتکې تولیدونکی Dassault Aviation
لمړی الوتنه ۱۰.۳. ۱۹۷۸
د الوتکې استعمالونکی فرانسوي هوایی ځواک
د الوتکې قیمت ۲۳ میلیونه ډالار

داسو میراژ-۲۰۰۰ (په فرانسوي کې:Dassault Mirage 2000) د جټ برید کونکی فرانسوي ښکاري الوتکه ده چی د هوایی او منځنی اهدافو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه الوتکه کولای سی په شپه کې او د باران په وخت کې جگړه وکړی او تر ټولو فرانسوی رهبری شوی راکټونه او بمونه کارولای سی.

تاریخ

داسو میراژ- ۲۰۰۰ په ۷۰ کلو کې په فرانسې کی طرح او جوړ شو. تر ۱۹۷۸ کال پورې ۵الوتکې جوړې شوې او د میراژ- ۲۰۰۰ لمړي الوتنه د ۱۰ مارچ په ۱۹۷۸ کال کې تر سره شوه. فرانسوي هوایی ځواک دغه ښکاري الوتکه د ۱۹۸۴ کال څخه راهسی کاروي. داسو میراژ – ۲۰۰۰ د ۱۹۸۶ کال څخه د ډوپلېر نوی راډار کاروی. دغه راډار کولای سی ۸ هدفونه وڅاري او پر ۴ هدفونو یوځل برید وکړی.

سرچینه