خمس د څښتن په لار کې د غنیمت (هغه مال چې له کفارو څخه په جگړه کې ونیول شي) له مال څخه د پینځمې برخې ورکول دي، لکه څرنگه چې په سپېڅلي قرآن کې څښتن تعالی فرمایي: [۱] او همدا له هغو څو بډوالو (اختلافاتو) څخه یو دی، چې د شیعه او سنیانو ترمنځ شته. سنیان (اهل سنت او جماعت) لارویان پدې گروهه دی، چې ددې مال ورکړه یواځې د غنیمت په مال کې روا ده، مگر شیعه گان بیا وایي، چې دا ورکړه په ټولو اموالو کې اړینه ده.

د شیعه گانو نظر د خمس په اړه

د دولس اماي شیعه گنو په وړاندز خمس په شپږ برخو وېشل لاندینیو برخو وېشل کېږي: [۲]

  • د څښتن تعالی برخه، او دا برخه امام (د رسول ځایناستي) ته ځي.
  • د رسول برخه،او دا برخه هم د رسول ځایناستي ته ورځي.
  • د ذي القربى برخه، او دا برخه هم د رسول ځایناستي ته ورځي.
  • د یتیمانو برخه، او دا برخه یتیمانو آل محمد ته ورځي.
  • سهم للمساكين ، او دا برخه د آل محمد مسکینانو ته ورځي.
  • سهم لأبناء السبيل ، او دا برخه هم د آل محمد آل سبيل (مساپرو) ته ورځي.

خمس د اهل سنتو له نظره

الخمس من أين يأخذ وكيف يتم تقسيمه

  • د خمس یادښت دوه ځلې په قرآن کریم کې شوې، او د زکات مسله بیا له دې څخه بېله ده، او په قرآن کې بې شمېره آیاتونه دي، چې د زکات په ورکړه دلالت کوي.
  • د لومړي خمس په اړه سورت انفال کې د بدر د معرکې یادونه داسې راځي: (وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ) [۳].
  • څښتن تعالی فرمایی: (مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ)[۴].
  • نو دا دوه ایاتونه د جهاد او غنیمت په اړه دی.
  • څلور برخې د غنیمت ترلاسه کوونکو لپاره دي، او پینځمه یې د څښتن تعالی لپاره ده، او هغه دقرآن کریم پدې دلیل‏:‏ ‏{‏واعلموا أنما غنمتم من شيء فأن لله خمسه‏}‏ نو د غنیمت اضافت یې هغوی (مجاهدینو) ته وکړ، او پینځمه برخه یې ځانته [۵].
  • او د جهاد د مال اصل وېشنه پدې توگه ده:
  • مال په پینځه برخو وېشل کېږي.
  • څلور برخې هغو کسانو (مجاهدینو) ته ورکول کېږي، چې په غزا کې یې گډون کړې وي، (یانې د جهاد د مال ۸۰سلنه برخه)، ځکه چې د همدوي (مجاهدینو) له وجې دا مال لاس ته راغلې دی.
  • او پینځمه (خمس) برخه (او دا مال د جهادي مال ټولټال ۲۰ سلنه برخه جوړوي) یوځل بیا په پینځه برخو وېشل کېږي، او دا هغه وېشنه ده، چې په پورته دوه آیتونو کې یې یادونه وشوه.
  • خمس لله وللرسول ( یانې د مال څلور پر سل) او د نبي صلی الله علیه وسلم له مړینې څخه وروسته دا مسﺉله د مسلمانانو په عامه چارو کې ولگول شوه.
  • خمس (څلور پر سل) د ذوي القربى (د نبي علیه السلام خپل خپلوان) برخه، ځکه چې دوي ته زکات ورکړه حراهه ده.
  • خمس (څلور پر سل) د یتیمانو لپاره.
  • خمس (څلور پر سل) د مسکینانو لپاره.
  • خمس (څلور پر سل) دأبناء السبيل (مساپرو) لپاره.
  • او خمس (پینځمه برخه) د غنیمت له مال څخه اخستل کېږي، ځکه چې څښتن تعالی فرمايي: {وأعلموا أَنَّمَا غَنِمْتُم } غنیمت په جهاد کې وی، غنایم له کفارو څخه اخستل کېږي، نه چې له مسلمانانو څخه.
  • د لا روښانتیا لپاره یو مثال:
  • فرض کوو، چې د غنیمت مال ۱۰ زره افغانۍ دی.
  • نو دا غنیمت (۱۰زره افغانۍ) به په پینځه مساوي برخو وېشل کېږي، یانې (دوه زره + دوه زره + دوه زره + دوه زره + دوه زره).
  • بیا له پینځو برخو څخه څلور برخې هغو مجاهدینو ته ورکول کېږ، چې په غزا کې یې گډون کړې وي.
  • نو دوه زره پاتې شوې. دا بیا په پینځه برخو وېش کېږي:
  • لله والرسول لذوي القربى لليتامى للمساكين لأبن السبيل أربعمائة لكل سهم.
  • أي ذوي القربى سوف يحصلون على أربعمائة ، أي خمس الخمس وهو يساوي ما نسبته أربعة بالمائة.

سرچینې

  1. کينډۍ:آية.
  2. مجمع البيان في تفسير القرآن، لیکوال طبرسي ج 4 ص ، 543
  3. په سورت انفال کې د خمس آیت
  4. د دویم خمس آیت د حشر په سورت کې
  5. المغني- د فﺉ، غنیمت او صدقې د مال څپرکۍ