خرقه شريفه

د کندهار د تاریخ يو بيلګه

خرقه شريفه په کندهار افغانستان کې پرته ده، دا متبرکه خرقه چي د حضرت رسول اکرم (ص) او د ده مبارک د کهاله د اهل الاطهارو په مبارکو لاسونو گنډل سوې ده، د اوښ د پستو وړيو قاقمي چپنه ده . دواړه لستوڼي ئې تر لمني لنډ دي، رنگ ئې شين بخون دئ او تېزه ځلا لري . استر او د لمني حشه نه لري، تر عادي جگواله (قد) لنډه ده، د مخ دوه بره ئې څه ښوړېدلي او په وړين تار ئې گنډلي دي. دا سپېڅلې او مبارکه خرقه به ده مبارک (ص) د ژوند تر وروستيو کلو پوري، د حجت الوداع، رنځ او رحلت په نژدو ورځو او شپو کي پر اوږو کوله يا اغوستله . ده مبارک (ص) تر رحلت څه وړاندي حضرت عمر فاروق (رض) او حضرت علي (رض) ته دا وصيت وکئ، چي دا خرقه به ابي عمرو اويس بن العامر القرني ته وسپارئ ، چي ناليدلى پر ما مين سوى دئ .

د ده مبارک (ص) د وصيت سره سم حضرت عمر (رض) او حضرت علي (رض) دا متبرکه خرقه يمن ته يووړله اوسيدالتابعين ويس قرني صاحب ته يې وسپارله، ده د دې زېري په اورېدو سره د رب العالمين و دربار ته پر سجده سو، د شکرانې دوه رکعته لمونځ ئې اداء کړئ او دا مطهره خرقه مبارکه ئې واغوسته او د ژوند تر وروستي وختونو پوري ئې د ځانه سره گرځوله.

حضرت ويس قرني کله چي په ٣٧ هـ س کال کي د معاويه په وړاندي د حضرت علي (رض) په ملاتړ د صفينو په جنگ کي او په بل روايت په ٣٢ هـ س کال کي شهيد سو، دا مطهره خرقه د مکې معظمې په حرا غار کي خوندي کېدله، بيا د شيخ دوست محمد پر لاس بغداد ته يووړله سوه او د يلدام بايزيد بن سلطان مراد بن سلطان ارخان بن سلطان قرا عثمانلو تر پاچهۍ پوري په بغداد کي پرته وه او وروسته د گوډ تېمور په امر د بغداد څخه سمرقند ته ولېږله سوه.

په ١٠٢٤ هـ س کال کي د ختيځ ترکستان واکمن ابو سعيد اوغلان غوښته چي دا مطهره خرقه د شيخ محمد حبيب او شيخ محمد نياز په لاس د سمرقند څخه چيني ترکستان ته يوسي، خو پر دغه مهال شيخ اقامحمد او شيخ نظرمحمد دا متبرکه خرقه بلخ ته راورسول او تر ١١٠٩ هـ س کال پوري هلته پرته وه. خو د علامه رشاد څېړني بيا ښيي، چي بلخ ته تر راوړلو وړاندي دا مبارکه خرقه په بخارا کي پرته او د خپلي دې ادعا د استناد له پاره د امير البحر سيدعلي او خواجه بهاؤالدين حسن بخاري نثاري روايتونه راوړي.

امير البحر سيدعلي، چي په ٩٦٣ هـ س کال سمرقند ته تللئ دئ، وايي : هلته ده د هغه قران شريف زيارت وکړ، چي د حضرت علي (رض) په خط د حضرت عثمان (رض) په خلافت کي ليکل سوى وو. دغه راز يې هلته د صلى الله عليه وسلم مبارکه چوخه او کڼاوې هم ولېدلې . دا متبرکات په گورامير کي پراته ول . دغه راز خواجه بخاري نثاري په خپل کتاب مذکر احباب کي چي د ٩٧٤ هـ س کال تاليف دئ، دنبوي خرقې ستون (موجوديت) په بخارا کي ښيي او ميا فقير الله ننگرهاري ثم شکارپوري په خپل٧٤ مکتوب کي،چي د حاجي مولاداد کندهاري په نامه لېږل سوى دئ، کاږي : ((... ولي بغداد جاء بها اولاد شيخ دوست محمد واحفاده الى البلدة الفاخره بخارا...))

ارواښاد عزيزالدين وکيلي (د کندهار خرقې شريفي تاريخچه) نومي کتاب کي کاږي : په ١١٠٩ هـ.س کال کي دوو کسانو شيخ محمد ضيا او شيخ نياز غوښته، دا نبوي خرقه د بدخشان او چترال له لاري هندوستان ته يوسي، خو د بدخشان حاکم مير يار بېگ، کله چي له دې ناوړه نيت څخه خبرېږي، خپل سپاره گماري، څو داسپېڅلى امانت راوگرځوي او د گوزگون په کلا کي ئې خوندي کړي، او له دغي ورځي راهيسي د گوزگون د ښار نوم فيض آباد سو.

په ١١٨١ هـ.س کال د ستر ټولواک لوى احمد شاه بابا اشرف الوزرا شاه ولي خان له شپږو زرو سپرو سره له کندهاره بلخ او بدخشان ته واستول سو. څنگه چه د بخارا حکمران شاه مراد بې د افغانستان په شمالي سيمو کي ياغيان پارول، په دغه کال په خپله لوى احمد شاه بابا د هرات له لاري ميمنې او اندخوى ته ولاړئ او بلخ او شبرغان ئې د ياغيانو له شره پاک کړل . دغه راز په دې کال ستر ټولواک لوى احمد شاه بابا د نبوي متبرکي خرقې د لاښه خونديتوب له پاره حکم وکئ، څو دا مطهره خرقه د هېواد سياسي مرکز او پلازمېني اشرف البلاد کندهار ته راورسوي . د دې حکم د تطبيق له پاره شاه ولي خان بامېزى له خپلو سپرو سره بدخشان ته واستول سو .

د تاريخ سلطاني مؤلف سلطان محمد خان خالص په دې اړه کاږي : کله چي دا مطهره خرقه د کندهار خواته راوړل کېده، په وروستۍ شپه د دې متبرکي خرقې سوندخ د اوزبکو متوليانو له خوا پرانيستل سو او د خرقې داوږو تر منځ د صلى الله عليه وسلم د مبارک لمس پر محل د نبوت مُهر د نوموړو متوليانو له خوا اخيسته سوئ او بخارا ته وړل سوئ دئ . (تاريخ سلطاني ١٤٤ - ١٤٥ مخونه)

دا مطهره خرقه له فيض آباده څخه تر کندهاره پوري په څو مزلو کي ايښوول سوې ده، کله چي کابل ته راورسېدله، لومړى پلا د ده اوغانانو په مسجدي سراى کي او وروسته د کابل د اوسني ښار په لوېديزه کي پر يوه ډبره د غره په لمنه کي کښېښووله سوه، چيري چي اوس د سخي شاه مردان زيارت جوړ دئ . په ١١٨٧ هـ.س کال کي دې زيارت ته نژدې يو څا هم وکيندل سو او د توتو څو نهالان هم کښينول سول او د شاه مردان چمن ئې باله .

د ١١٨٢ هـ.س کال د لومړۍ خور پر نهمه د شنبې په ورځ دا مطهره او متبرکه خرقه اشرف البلاد کندهار ته راوړل سوه او د احمد شاهي ښار د لمر خاته خواته په زړه جامع کي امانت کښېښوول سوه. په ١١٨٣ هـ.س کال کي د دې واجب التعظيمي متبرکي خرقې د تولى له پاره ستر ټولواک لوى احمد شاه بابا د کندهار د يوې درنې کورنۍ څخه د حاجي ملا زلال لمسى، د حاجي ملا شکر زوى حاجي عبدالحق اخوندزاده الکوزى وټاکه، چي د شاه زمان سدوزي په زمانه کي لا ژوندى وو.

لوى احمد شاه بابا د دې مطهري او سپېڅلي خرقې د ايښوولو له پاره دوه پوړيزي ودانۍ ته خټگران او بنايان وگمارل او دا گمان ئې و، چي د دې ودانۍ په لومړي يا کښته پوړ کي به د ده مقبره وي او په لوړپوړ کي به دا نبوي خرقه ايښوول کېږي ، خو د ستر ټولواک تر مړيني وروسته د ځينو ځيرکو او مدبرو علماوو په مشوره تېمور شاه سدوزي دا پرېکړه وکړه، چي دا مطهره نبوي خرقه بايد د پاچهانو له نامه او زيارتونو سره تړلې ونه گڼل سي، ځکه بيا هر پاچا د دې خرقې وړلو او لېږلو ته زړه ښه کوي . نو په دې غرض د لوى احمد شاه بابا په حکم رغېدلې دوه پوړيزه ودانۍ د ده مقبرې ته ځانگړې سوه او د هغې ودانۍ لمر خاته خواته يوه بله ودانۍ د خرقې شريفي له پاره واچول سوه، چي په ١١٩٠ هـ.س کال دغي ودانۍ ته دا مطهره او متبرکه خرقه له زړې جامع څخه راوړل سوه او تر ننه پوري دلې پرته ده.

د خرقې شريفي له پاره د سپينو زرو پنجره د سردار نصرالله خان په امر د لوى ناب په وختو کي جوړه سوې ده. د علامه رشاد په ياداښتو کي يو ځاى د وکيل صاحب نورمحمد خان پوپلزي له خولې څخه دا روايت راوړل سوى، چي د خرقې شريفي د زيارت دروازه، پنجره او د سپينو زرو هگۍ غلام قادر زرگر جوړ کړي دي . د ده دوکان د حاجي لال جان تر مسجد لاندي په ښکاپر بازار کي و. امين سړى او په زرگري کي ماهر و. له افغانانپورو څخه و، په ١٣٣٤ هـ.س کال کي لا ژوندى و. په ١٠٢٤ هـ س کال کي د ختيځ ترکستان واکمن ابو سعيد او غلان وغوښته چه دا سپېڅلې خرقه د محمد حبيب او شيخ محمد نياز په لاس د ثمر قند څخه چيني ترکستان ته يوسي خو پر دغه مهال دا مبارکه خرقه د شيخ اقا محمد او شيخ نظر محمد په واسطه بلخ ته راوړل سوه .

خو ارواښاد علامه رشاد (رح) بيا وايي چه خرقه شريفه بلخ ته تر راوړو دمخه دا مبارکه خرقه په بخارا کي پرته وه او د خپلې دې ادعا د باره د امير البحر سيد علي او خواجه بهاوالدين حسن بخاري نثاري روايتونه رواړي .

ارواښاد عزيز الدين وکيلي دکندهار خرقې شريفي تاريخچه نومي اثر کي کاږي:

په ١١٠٩ هـ س کال کي دو کسانو شيخ محمد ضياء او شيخ نياز غوښتل چه دا مبارکه خرقه د بدخشان او چترال د لاري هندوستان ته يو سي خو کم وخت چه د بدخشان حاکم مير يار بېگ په دې طوطيه خبر سو ،نو پردې مبارکي خرقي باندي يي خپل سپاره (پهره داران)وگمارل تر څو دا سپېڅلى امانت راوگرځوي او د جوزگون(گوزگون)په کلا کي يې خوندي کړه ،پس ددغي ورځي راهيسي ددې کلا نوم فيض اباد سو چه اوس د فيض اباد د ښار په نامه ياديږي ،چه د بدخشان ولايت مرکز دى .

د تاريخ سلطاني مولف سلطان محمد خان خالص بيا وايي :کله چه دا مطهره خرقه کندهار ته راوړل کېده په وروستى شپه ددې مبارکي خرقې سوندخ داوزبکو متوليانو لخوا خلاص کړل سو،او د خرقي شريفي د اوږو تر منځ د نبي عليه السلام مهر د نوموړو متوليانو لخوا غلاء کړل سوو.(وگ:تاريخ سلطاني ١٤٤-١٤٥مخ))

څنگه چه د احمد شا بابا په دوران کي د بخارا حکمران شامراد بې د افغانستان په شمالي سيمو کي دخرقي شريفي په توسط د احمد شابابا پر ضد ياغيان پارول ،نو بالاخره لوي احمد شابابا په ١١٨١ هـ س کال خپل لوى وزير شاولي خان د شپږو زرو سپرو سره د کندهار څخه بلخ او بدخشان ته وليږل او لوى احمد شابابا حکم وکى څو دا مطهره خرقه د هېواد سياسي مرکز اشرالبلاد کندهار ته راوړي .

هغه ؤ چه خرقه شريفه په ١١٤٧ل کال په دوبي کي چهد ١١٨٢ هـ س سره سمون خوري د بدخشان څخه و کندهار ته راوړل سوه .

د خرقې شريفي راايستل

خلکه شريفه ټولټال ٣ وار را ايستل سوي ده
١- په هرات کې په ۱۳۱۸ د وبا ناروغي د خپرېدو د مخنيوي لپاره
٢- د ملا محمد عمر په واکمنى کي کله چې هغه د طالبانو اميرالمؤمنين وټاکل سو
٣- د امن او امان لپاره د اشرف غني لخوا په ١٣ جون ٢٠١٨ کي د رازق، او زلمی ویسا په ګډون.

د خرقي شريفي ودانى

دخرقي شريفي د سپينو زرو پنجره د سردار نصرالله خان په امر جوړه سوه او د علامه رشاد بابا (رح) په ياداښتونو کي يو ځاى د وکيل صاحب نور محمد خان پوپلزي له خولې څخه روايت راوړل سوى دى ،چه د خرقې شريفي د زيارت دروازه ،پنجره او دسپينو زرو هگى غلام قادر زرگر جوړ کړي دي ،چه دده دوکان د حاجي لعل جان تر مسجد لاندي په ښکار پر بازار کي دى .

کندهار او خرقه شريفه

د افغان محمود طرزي کلام

خوش اب و خوش هوا و لطافت نثار شد

شيرين بودکه نام خوشش قندهار شد

فخر رسول محمد مختار کزشرف

علم به نور اوشده از جهل بر طرف

يک خرقه مقدس از ثوب پاک خويش

بهر اويس کرده عطاءدر زمان پيش

آن خرقه مقدس پاک اين زمان کجاست

پرسي کجا بگويي که در قندهار ماست

اين است فضل باقي اين شهر بې نظير

قدسيتش قيتس کن اى ذات خوشضمير

دراين ولايتست اراضي پُرشرف

انهاربس بزرگ دران جاري هر طرف

اقوام پر سلاح اصيل دلاوري

در روى شان ستاره چوشيران غاوري

پورتني نظم د صوفي عبدالحميد خان په خط په ښکلي بڼه د خرقې شريفي د زيارت د دروازې په دالان کي په کال ١٣٢٧هـ س کي ليکل سوي دى .

کله چه علامه اقبال په ١٣١٢ هـ س کال د لړم په مياشت کي د کابل څخه و کندهار ته راغلى او د خرقي شريفي زيارت يي وکړ نو ددې ښار او زيارت په درناوي کي يې وويل :

قندهار آن کشور مينو سواد

اهل دل را خاک او خان مراد

کوى آن شهر است مارا کوى دوست

ساربان بربند محمل سوى دوست

خرقه آن برزخ لا يبخيان

ديدمش در نکته ((لي خرقتان))

دادمارانعرۀ الله هو

يادونه:لکه څنگه چه ځني خلگ په يوه ليکنه کي د متنيزو منابعو څخه استفاده کوي او ځني خلگ بيا خپل ليکني د ژونديو منابعو په خبرو پسولي ،خو ما په دې ليکنه کي ددواړو منابعو څخه کار اخيستي دى چه په ژونديو منابعو کيي زموږد ادبياتو خوږ استاد انجينير شېرشاه(رشاد) دى او په متنيزو منابعو کي يي دا لاندي منابع راځى .

په پښتني مينه

سيف الدين لودين

د کندهار پوهنتون

د ښووني او روزني پوهنځئ



كتلي كتابونه :

١ - د کندهار زيارتونه، علامه رشاد

٢ - کندهار ياداښتونه، علامه رشار

٣ - د افغانستان لنډ تاريخ، علامه حبيبي

٤ - د کندهار د خرقې شريفي تاريخچه، وکيلي پوپلزى

٥ - تاريخ سلطاني، سلطان محمد خان خالص

۶- د انجينير شېرشاه رشاد مقاله ١٧٧ گڼه

۷- د علامه رشاد بابا (رح) سره د صديق الله بدر متنيزه مرکه

۸-د عبد التواب بالاکرزي يوه ژباړه .

د خرقې معنی

١—خرقه: په پښتو سيند کي د خرقې معنى چپنه يا يو ډول پوښاک چه پر کالو سربېره اغوستل کيږي راغلى دى .
٢—چوخه: په اردو فيروز الغات نومي سيند کي د چوخې معنى‌ يو ډول پرانيستى کوټ دى چه لستوڼي نلري راغلي دي .
٣—جبه: په پښتو تشريحي سيند کي د يوډول پشمي يا وړينه چپنې په معنى راغلي ده.
۴—مرقع: غياث الغات وايي چه خرقه د زير په تلفظ او درلودلو سره څيري او گنډلي جامې ته وايي په فرهنگ البسه مسلمانان نومي اثر کي بيا راغلي دي چه مرقع يوډول جامې دي چه په ختيځ کي يې زياتره فقيران او صوفيان اغوندي .

سرچینې