خر

اهلی حیوان

خر چي په حیواناتوکي داسانوله ذاته ګڼل کیږي خودخپل کوچني قد له امله په پوره ډول آس نه دی بلکي دخره نوم ورته کارول کیږي . خرته په انګلیسي ژبه کي د (Donkey) په نامه وايي .

Khar
خر
مملکه ژوی

د خر په اړه سمول

په عمومي توګه خرکه څه هم چي داسانو له ذاته دی خودخپل رنګ، شکل اولویو غوږونو له کبله خلک له آس سره ډېر توپیر ورکوي اودویمه خبره داچي خرپه تېزتګ کي هیڅکله دآس ځای ته نسي رسېدلای بلکي ترهغه کرار دی . انسانانو دځمکي پرمخ ډېر کلونه پخوا له خرونوڅخه دبار وړلو او نورو کارونولپاره کاراخیست خود خوراک لپاره یې چنداني نه استعمالاوه بلکي یوازي یې درانه کارونه ورباندي ترسره کول . دخر نوم یوازي دنارینه لپاره استعمالیږي خودنوموړي مقابل ښځينه لوري ته قچر وايي چي په عربي کي دبغل اوپه انګلیسي کي د (Mule) په نامه یادیږي .

دخر عمر اوتاریخ سمول

په تاریخ کي له خرونو څخه دکورني حیوان په توګه کار اخیستل له میلادڅخه ۵۰۰۰ یا ۶۰۰۰ کاله مخکي پیل سوي وه اودغه پيل یې لمړئ په لویدیځ آسیا او مصرکي رامنځ ته سو . دخره ټول عمرپه منځنۍ توګه له هغه زمانې راهیسي له ۲۵ کلونوڅخه نیولې بیا تر۳۳کلونو پوري اټکل سوی دی .

دخر ښېګڼي سمول

خر ډیري ښېکڼې لري چي له هغوی څخه یوشمېر په دې ډول دي :

لمړئ : خر هغه بارونه وړي چي دانسانانو تروس لوړ وي

دویم : خرله ځمکه څخه دځینو اسبابو په مټ کولای سي اوبه راوکاږي (البته دغه اسباب باید انسانان ورته برابر کړي)

دریم : خرکولای سي چي خپل خاوند (انسان) پسله ډېرو کلونو هم وپېژني

څلورم : له اهلي حیوانانو څخه دی او ژر اموخت نیسي

سرچینې سمول

https://www.animals-wd.com/%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%AA-%D8%B9%D9%86-%D8%A7%D9%84%D8%AD%D9%85%D8%A7%D8%B1/