په قانون کې یو حقوقي شخص هغه شخص يا «هغه شی» دی (په ډېر روښانه دول هره حقوقي هسته)، کوم چې کولای شي هغه کارونه وکړي چې یو انساني شخص يې عموماً د قانون تر مخې د کولو وړ وي – لکه يو تړون کې داخلېدل، د چا په خلاف دعوا کول يا د ده په خلاف دعوا کېدل، شتمني درلودل او همداسې نور. د «حقوقي شخص» اصطلاح لپاره دليل دا دی چې ځينې حقوقي اشخاص انسانان نه وي: له حقوقي اړخه شرکتونه او مؤسسې «اشخاص» دي، (په قانوني ډول دوی ډېری هغه شيان کولای شي چې یو عادي شخص يې د کولو وړتيا لري)، خو دوی په صحيح ډول انسانان نه دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

په همدې بنسټ دوه ډوله حقوقي شخصيتونه شته: بشري او غېر بشري. د قانون تر مخې، بشري شخص ته طبيعي شخص ويل کېږي (کله کله فزيکي شخص هم بلل کېږي) او غېربشري شخص ته قانوني شخص ويل کېږي (کله کله د حقوقي، قانوني، مصنوعي، حقوقي يا فرضي شخص هم بلل کېږي، په لاتيني کې: persona ficta، بلل کېږي).

حقوقي شخصيتونه د مؤسسو، شرکتونو (په ځينو حقوقي حوزو کې) او ډېرې دولتي ادارې. له دوی سره په قانون کې داسې چلند کېږي، لکه دوی چې اشخاص وي.[۶][۷]

په داسې حال کې چې طبيعي اشخاص حقوقي شخصيت په «طبيعي» ډول تر لاسه کوي، په ساده ډول داسې چې زېږېدلي وي (يا په ځينو قضايي حوزو کې له هغې مخکې)، په حقوقي اشخاصو بايد حقوقي شخصيت  په «غېرطبيعي»، حقوقي پروسې له لارې لورول شوی وي، همدا لامل دی چې دوی ته کله کله «مصنوعی» اشخاص ويل کېږي. په ډېرو عامو حالاتو کې (د سوداګرۍ او کاروبار په ګډون)، عموماً حقوقي شخصيت له يوې دولتي ادارې سره د ثبت او راجستر له لارې تر لاسه کېږي چې د همدې موخې لپاره جوړه شوې وی. په ځينو نورو حالاتو کې کېدای شي چې دا چاره په بنسټيز ډول د قانون جوړولو له لارې تر سره شي: په انګلستان کې د خېرښېګڼې کميسيون د دې ډول يوه بېلګه ده. د ملګرو ملتونو د دايمي ودې موخه ۱۶، د ۲۰۳۰ د انډا د برخې په توګه تر ۲۰۳۰ز کال پورې د زېږېدنې د ثبت په ګډون، د ټولو لپاره د قانوني پېژندګلو د مهيا کولو ملاتړ کوي.[۸][۹]

په داسې حال کې چې قانوني شخصيت د قانوني ظرفيت لپاره يو شرط دی (د هر ډول قانوني شخص د تعديل وړتيا – دا معنا چې په يو څه کې داخلېدل يا انتقال کول، او داسې نور. – حقوق او مسئولیتونه)، د نړيوال سازمان لپاره دا يو شرط دی چې وکولای شي نړيوال تړونونه په خپل نوم لاسليک کړي.

شونې ده چې د «حقوقي شخص» اصطلاح مبهمه وي، ځکه دا ډېر ځله د هغو اصطلاحاتو د بديل په توګه کارول کېږي، کوم چې يوازې غېر انساني حقوقي هستو ته اشاره کوي، په ځانګړي ډول د «طبيعي شخص» سره په تضاد کې.[۱۰][۱۱]

حقوقي اشخاص سمول

مصنوعي شخصيت، فقهي شخصيت يا اعتباري شخصيت، د يوې غېر ژوندۍ هستې ځانګړتيا ده، کومه چې قانون يې د يو شخص د حيثيت لرونکې په توګه مني.

يو حقوقي يا مصنوعي شخص (په لاتيني کې يې: persona ficta بولي او همدا راز د فقهي شخص په توګه هم بلل کېږي)، د قانون تر مخې يو حقوقي نوم، ټاکلي حقوق، خونديتوبونه، امتيازات، مسئولیتونه او ذمه وارۍ لري، کټ مټ د يو طبيعي شخص په توګه.د يو حقوقي شخص تصور يو بنسټيز حقوقي خيال دی. دا د قانون له فلسفې سره اړيکه لري، ځکه چې دا پر مؤسسو (د مؤسسو قانون) اغېز غورځونکو قوانینو لپاره اړين دی.

حقوقي تشخص يو يا ډېرو طبيعي اشخاصو (universitas personarum) ته د قانوني موخو لپاره د يوې واحدې هستې (اعتباري پلاوی/خاص سهامي شرکت) په توګه د کار کولو لپاره اجازه ورکوي. په ډېرو قضايي حوزو کې، مصنوعي شخصيت دې هستې ته د قانون تر مخې د هغې د انفرادي غړيو څخه د جلا منل کېدو اجازه ورکوي (د بېګلې په ډول په هغه شرکت چې د اسهامو، د هغې د ونډه والو په مټ محدوده شوې وي). دوی کولای شي د چا پر ضد په محکمه کې قضيه ثبت کړي يا يو څوک د دوی پر ضد قضيه ثبت کړي، تړونونه کولای شي، پور اخستلای شي او شتمني درلودلای شي. شونې ده چې د حقوقي شخصيت لرونکې هستې د ټاکلو حقوقي مسئولیتونو موخه وګرځي، لکه د مالياتو تاديه کول. د يو حقوقي تشخص لرونکې هسته کولای شي خپل غړي له شخصي مسئوليتونو څخه خوندي کړي.

د عام قانون په ځینو قضايي حوزو کې، د شرکتونو د ټولګې (لکه هغه شرکت چې د ډېرو غړيو څخه جوړ شوی وي)، او د انفرادي يا يوازې شرکت تر منځ توپير کوي، کوم چې د حقوقي شخصيت يو عام دفتر دی او له هغه فرد سره توپير لري چې د دې دفتر ملکيت ورسره دی (دا هستې جلا حقوقي شخصيت لري). له تاریخي اړخه ډېرې انفرادي شرکتونه کليسايي نوعيت درلود (د بېلګې په ډول، د کينټربري د راهبانو د مشر دفتر یو واحد شرکت دی)، خو اوسمهال یو شمېر نور عام دفترونه مه واحد شرکتونه دي.[۱۲]

د حقوقي شخصیت مفهوم مطلق نه دی. «د شرکتي پردې شکول» څخه موخه انفرادي طبيعي افرادو ته کتل دي، څوک چې د يو شرکت په کار يا پرېکړو کې د يو استازي په توګه عمل کوي؛ د دې په پايله کې يوه قانوني پرېکړه کېدای شي، په کومه کې چې د يو شرکت يا عام محدود المسئوليت شرکت حقوق يا دندې د همدې مړسسې د غړيو يا مديريانو د حقوقو يا دندو په توګه پېژندل کېږي.

د يو حقوقي شخص مفهوم اوسمهال د عام قانون او مدني قانون لرونکو هېوادونو کې په لويديځ قانون کې مرکزي حيثيت لري، خو په عملي توګه په ټولو نورو قانوني نظامونو کې هم موندل کېږي.[۱۳]

بېلګې سمول

د حقوقي اشخاصو په ځېنو بېلګو کې لاندې موارد شامل دي:

  • اشتراکي/تعاوني (co-ops)، هغه سوداګريز سازمان دی چې په ديموکراتيکه طريقه د يوه ډله خلکو له خوا د دوی د شریکو ګټو لپاره پر مخ وړل کېږي او د دوی ملکيت وي.
  • شرکتونه هغه اعتباري هستې دي چې د قانون يا منشور په مټ منځ ته راوړل شوي وي. یو انفرادي شرکت هغه شرکت دی چې د يو غړي له خوا په ځانګړې برخه کې او د همدې شخص د ځای ناستو له خوا په همدې ظرفيت لرلو سره جوړ شوی وي، په دې موخه چې دوی حقوقي ګټې يا فايدې ورکړي، په ځانګړي ډول داسې د هميشنی امتياز، کوم چې يو طبيعي شخص نه شو تر لاسه کولای. په همدې حيثيت کې يو مذهبي مشر، د ټولګټو په قلمرو کې يو ولي عهد يې بېلګې دي. یو مجموعي شرکت هغه دی چې ل هيو څخه د زياتو غړيو له خوا جوړ شو وي.
    • ښاروالي شرکتونه (ښاروالۍ) د «قانون څخه منځ ته راغلي وي». نور سازمانونه هم د قانون تر مخې د حقوقي شخصيتونو په توګه منځ ته راتللای شي، د اروپايي اقتصادي ګټې ډلې (EEIGs) په دې کې شامل دی.
  • غېر شرکتي ټولنې، دا هغه دي چې د دوه يا ډېرو اشخاصو مجموعه وی، په ځينو قضايي حوزو کې ورسره د حقوقي اشخاصو په توګه چلند کېږی، خو په ځينو نورو کې حقوقي اشخاص نه بلل کېږي.
  • شراکت (ګډون)، د دوه يا زياتو افرادو ټولګه ده، کوم چې د ګټې په موخه شريکه سوداګري پر مخ يوسي او د توړن په پايله کې منځ ته راغلی وي. په دوديز ډول، شراکت دوامدار حقوقي تشخص نه لري، خو اوسمهال ډېرې قضايي حوزې له هغوی سره د یو خپلواک حقوقي شخصيت درلودلو په توګه چلند کوي.
  • کمپنيانې (شرکتونه) هغه شرکتونه دي –دا اصطلاح عموماً هغو ټولنو ته کارول کېږي، کومې چې يوه صنعتي داره پر مخ وړي، که څه هم کمپنيانې نورې بڼې خپلولای شي، لکه سوداګريزې اتحاديې، نامحدودې کمپنيانې، اتحاديې او وجهي صندقونه: محمدود المسئولیت کمپنيانې – که هغه په تضمين سره محدودې شخصي کمپنۍ وي، په اسهامو سره محدوده شخصي کمپنۍ وي، يا عامه محدود المسئولیت کمپنۍ وي – هغه هستې دي، کومې چې د شرکت او اسهامو (شراکت/ګډون) دواړو ځانګړي خصوصيات لري. د بېلا بېلو اقسامو د ګټو او زيانونو يو  پېچلی قسم و. [۱۴]
  • خپلواک دولتونه حقوقي شخصیتونه دي.[۱۵]
  • په نړیوال حقوقي نظام کې، بېلا بېل سازمانونه قانوني تشخص لري. په دوی کې بین الحکومتي سازمانونه (ملګري ملتونه، اروپايي شورا) او ځينې نور نړيوال سازمانونه (د مالټا د خپلواک پوځي نظم، يو مذهبي نظم په ګډون) شامل دي. [۱۶]

سرچينې سمول

  1. "What is LEGAL ENTITY? definition of LEGAL ENTITY (Black's Law Dictionary)". The Law Dictionary. 19 October 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Anonymous (19 August 2010). "Entity". LII / Legal Information Institute. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lewis A. Kornhauser and W. Bentley MacLeod (June 2010). "Contracts between Legal Persons". National Bureau of Economic Research. doi:10.3386/w16049. S2CID 35849538. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  4. Elizabeth A. Martin (2003). Oxford Dictionary of Law (الطبعة 7th). Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0198607563. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Smith, Bryant (January 1928). "Legal Personality". Yale Law Journal. 37 (3): 283–299. doi:10.2307/789740. JSTOR 789740. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Deiser, George F. (December 1908). "The Juristic Person. I". University of Pennsylvania Law Review and American Law Register. 48 New Series (3): 131–142. doi:10.2307/3313312. JSTOR 3313312. [...] men in law and philosophy are natural persons. This might be taken to imply there are persons of another sort. And that is a fact. They are artificial persons or corporations [...] الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Frederic William (1911). "Moral Personality and Legal Personality 1". In H.A.L. Fisher (المحرر). The Collected Papers of Frederic William Maitland. Cambridge University Press. Besides men or "natural persons," law knows persons of another kind. In particular it knows the corporation, and for a multitude of purposes it treats the corporation very much as it treats the man. Like the man, the corporation is (forgive this compound adjective) a right-and-duty-bearing unit. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Charities Act 2006, s. 6". legislation.gov.uk. 8 November 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Doss, Eric. "Sustainable Development Goal 16". United Nations and the Rule of Law (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "What is JURIDICAL PERSON? definition of JURIDICAL PERSON (Black's Law Dictionary)". The Law Dictionary. 19 October 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ash, Elliott T. (4 May 2010). "legal person". LII / Legal Information Institute. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ministry of Justice (21 October 2008). "S.I. 2008/1957: extract from the explanatory memorandum prepared by the Ministry of Justice". publications.parliament.uk. If each separate office that person held had been a "corporation sole" (i.e. recognised in law as a separate legal entity)... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. The Juristic Person. I, George F. Deiser, University of Pennsylvania Law Review and American Law Register, Vol. 57, No. 3, Volume 48 New Series. (Dec., 1908), pp. 131–142.
  14. Frisch D. (2011). Commercial Law's Complexity Archived February 3, 2014, at the Wayback Machine.. George Mason Law Review.
  15. Thorpe, Chris P.; Bailey, John C. L. (1999). Commercial Contracts: A Practical Guide to Deals, Contracts, Agreements and Promises. Kogan Page. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780749428426. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Opinion 2/13 [2014], nyr [۱]