جېن اډمز
(انګلیسي: Jane Addams د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېن اډمز
جېن اډمز

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Laura Jane Addams)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۶ سپټمبر ۱۸۶۰[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 22 مې 1935 (75 کاله)[۲][۴][۵][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شیکاګو[۱۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سرطان[۱۳]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده خبريال
فیلسوف
ليکوال[۱۵][۱۶]
د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)
د بشري حقوقو فعال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک سوله غوښتنه
سوسیالیزم
د ښځو له خوا د رایو ورکولو حق
د ښځو حقونه  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جېن اډمز
جېن اډمز

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لورا جېن اډمز (د ۱۸۶۰ ز کال د سپټمبر ۶مه – د ۱۹۳۵ز  کال د مې ۲۱مه) یوه امریکايۍ ټولنیزه فعاله، اصلاح غوښتونکې، ټولن‌پوهه، دولتي مدیره او لیکواله وه. اغلې اډمز د ټولنیز کار او په متحدو ایالتونو کې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو په تاریخ کې تر ټولو مهمه رهبره او د نړیوالې سولې ملاتړې وه. دې په امریکا کې د یوه مشهور هستوګنیز کور «شیکاګو هال هوز» بنسټ کېښود. په ۱۹۱۰ ز کال کې «یېل پوهنتون» د هنرونو په برخه کې افتخاري ماسټري ورکړه او لومړنۍ ښځه شوه چې له دغه پوهنتون نه یې افتخاري سند ترلاسه کړ. اغلې اډمز په ۱۹۲۰ ز کال کې د امریکا د مدني آزادیو د اتحادیې (ACLU) له بنسټګرانو نه هم وه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

اډمز لومړنۍ امریکايۍ ښځه وه چې په ۱۹۳۱ ز کال کې یې «د سولې په برخه کې د نوبل نړیواله جایزه» وګټله. دا په متحدو ایالتونو کې د ټولنیزې همکارۍ د مسلک بنسټګره هم بلل کېږي. اډمز په متحدو ایالتونو کې یوه راډیکال پراګماسټیکه او لومړۍ «عمومي فیلسوفه» وه. دا په ۱۹۳۵ ز کال کې د مړینې پر مهال په متحدو ایالتونو کې یوه تر ټولو پېژندل شوې څېره وه. [۲۷][۲۸][۲۹]

کله چې د پرمختګ غوښتنې په دوره کې د «ټورډو روزوېلټ» او «ووډرو وېلسن» په څېر ولسمشرانو ځانونه اصلاح غوښتونکي او ټولنیز فعالان معرفي کول، اډمز له ډېرو مشهورو اصلاح غوښتونکو نه وه. دې له امریکا سره د هغو موضوعاتو په څېړنه او تمرکز کې مرسته وکړه، چې میندې اندېښمنوي؛ لکه: د ماشومانو اړتیاوې، ځايي عامه روغتیا او نړیواله سوله. اډمز په خپله مقاله کې چې عنوان یې «په ښاري حکومتولۍ کې د ښځو ګټه» ده، د دولت او کورنۍ تر منځ اړیکې ته اشاره کړې او وايي چې : د ماشومانو د ښوونځیو او روغتیا په څېر دولتي ادارې په خصوصي برخه کې د ښځو د دودیز رول د را ژوندي کولو فرصتونه دي. دا هغه موضوعات وو چې ښايي ښځې تر نرانو ډېرې پرې پوهېدې، ځکه نو ښځو د خپلو نظرونو د ښه بیان لپاره رایې ته اړتیا لرله. دې وویل چې که ښځې د خپلو ټولنو د پاکوالي او د ژوند لپاره د غوره ځایونو د رامنځته کولو مسؤلې وي، د دغه کار لپاره باید رایه ورکړي. اډمز د منځنۍ کچې ښځو لپاره پر یوه بېلګه بدله شوه او ښځو د خپلو ټولنو د پرمختګ لپاره داوطلب فعالیتونه پيل کړل. [۳۰][۳۱]

د ژوند لومړي وختونه سمول

جېن اډمز د «ایلینویز» ایالت په «سېډرویل» سیمه کې په انګریزي الاصله امریکايي کورنۍ کې د اتو بچیانو وروستۍ زیږېدلې بچۍ وه. کله چې اته کلنه وه، څلور خویندې او وروڼه یې مړه شوي وو. درې یې په کوچنيوالي کې او یو یې په ۱۶ کلنۍ کې. په ۱۸۶۳ ز کال کې چې هغه مهال دوه کلنه وه، مور یې «سارا اډمز» په داسې حال کې مړه شوه، چې پر نهم بچي امېندواره وه. د مور له مړینې وروسته یې مشرانو خویندو د دې پالنه کوله. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

اډمز د ماشومتوب دوره له کوره بهر په لوبو، په کور کې په مطالعه او د یکشنبې په ښوونځي [د عیسویانو له‌خوا د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ځانګړي روزنیز درسونه] کې تېره کړې ده. په څلور کلنۍ کې د ملا د تیر په توبرکلوز (چې د پاټس په ناروغۍ هم مشهوره ده) اخته شوه، له دې امله یې د ملا تیر کوږ شو او له دایمي روغتیايي ستونزو سره مخامخ شوه. دې ستونزې یې له نورو ماشومانو سره لوبې ستونزمنې کړې، ځکه دا به نګوښېده او منډه یې نه شوای وهلی. [۳۷][۳۸]

اډمز په ماشومتوب کې د نړۍ لپاره د ګټورو کارونو لویې هیلې لرلې. دا یوه لېواله لوستونکې وه او د چارلېز ډېکنز د کتاب په لوستلو یې له بېوزلو سره د مرستې لېوالتیا پیدا کړه. اډمز د ډېکنز له کارونو نه په الهام اخیستو او د سېډراویل سیمې له بېوزلو سره يې د مور مهربانۍ وهڅوله او پرېکړه یې وکړه چې ډاکتره شي، تر څو د بېوزلو په منځ کې ژوند او کار وکړي. [۳۹][۴۰]

پلار یې هم وهڅوله چې لوړې زده‌ کړې وکړي، خو کور ته باید نږدې وي. دا په ماساچوسېټ کې د ښځو په نوي کالج «سمېټ کالج» کې د زده‌ کړو لېواله وه، خو پلار یې غوښتنه ترې وکړه چې په راکفورډ اکاډمۍ کې (چې دا مهال راکفورډ پوهنتون نومېږي) درس ووايي. په ۱۸۸۱ کال کې له راکفورډ نه فارغه شوه او د «في بېټا کاپا» ټولنې غړیتوب یې واخیست. دا لا هم هیله ‌منده وه چې د مناسب لېسانس د اخیستو لپاره په سمېټ کې ګډون وکړي. د هماغه کال په اوړي کې یې پلار په ناڅاپي ډول د اپنډېسایټ له امله مړ شو. [۴۱]

د هماغه کال په مني کې «اډمز»، خور یې «الیس»، د الیس خاوند «هري» او میرنۍ مور یې «انا هالډمن اډمز» فیلاډلفیا ته ولاړل، تر څو دوی درې واړه طبي زده‌کړې وکړي. هري چې مخکې یې د طب په برخه کې زده‌کړې کړې وې، غوښتل یې نورې زده‌کړې په پنسلوانیا پوهنتون کې وکړي. جېن او الیس د طبي زده‌کړو لومړی کال د پنسلوانیا د ښځو په طبي کالج کې بشپړ کړ، خو جېن د روغتیايي ستونزو له امله چې د ملا د تیر عملیات او عصبي حمله وه، د طب له بشپړولو پاتې شوه. میرنۍ مور یې «انا» هم ناروغه وه، ځکه نو ټولې کورنۍ دلته د دوو کلونو د اوسېدو پلان لغوه کړ او بېرته سډرویل ته ولاړل. [۴۲][۴۳]

د بل کال په مني کې يې اوښي «هري» د اډمز د ملا عملیات وکړ. بیا یې ورته وویل چې زده‌کړې ونه‌کړي، بلکې په مقابل کې یې سفرونه وکړي. د ۱۸۸۳ کال په اګسټ میاشت کې اډمز له خپلې میرنۍ مور سره یوځای د دوه کلن چکر لپاره اروپا ته ولاړل. اډمز پرېکړه وکړه چې له بېوزلو سره د مرستې لپاره اړینه نه ده چې ډاکتره شي. [۴۴]

د ۱۸۸۷ ز کال په جون میاشت کې یې کور ته له را ګرځېدو وروسته په سېډراویل کې له خپلې میرنۍ مور سره څو کاله ژوند وکړ. اډمز چې لا هم له نامعلومولو هیلو ډکه وه، مړاوې توب او خواشیني یا ډیپرېشن ورته پیدا شو، له خپل راتلونکي ډاډه نه وه او د بې ګټې‌والي احساس یې کاوه، غوښتل یې داسې ژوند وکړي چې له یوې ځوانې ښځې یې تمه کېږي. دې په راکفورډ اکاډمۍ کې خپل ملګري «اېلن ګېټس سټار» ته اوږده لیکونه ولیکل چې ډېری یې د مسیحیت او کتابونو په اړه وو، خو ځينې یې د خپلې نهیلۍ په اړه هم وو. [۴۵][۴۶]

هال هوز سمول

په ۱۸۸۹ ز کال کې «اډمز» او د کالج ملګري یې «اېلن ګېټس سټار» په ګډه په شیکاګو کې د هال هوز په نامه یو هستوګنیز کور اجاره کړ. دا ویجاړ شوی کور، په ۱۸۵۶ ز کال کې «چارلېز هال» جوړ کړی و او بیارغونې ته یې اړتیا لرله. اډمز یې لومړی د بیا رغونې ټول لګښتونه (د چت د بیا رغولو، د کوټو د رنګولو او فرنیچر اخیستلو) او نور لګښتونه په خپله ورکړل. د دغه هستوګنځي د جوړېدو په لومړي کال، د نورو خلکو مرستو هم تکیه ورکړه، اډمز په دغه کار کې خپله ونډه راکمه کړه او کال په کال یې دغه بودیجه لوړېده. د «هلن کالور» په څېر ځینو شتمنو مېرمنو، چې د کاکا د مشر زوی «چارلېز هالن» د جایدادونو مدیریت یې کاوه، په پای کې مرسته کوونکو ته اجازه ورکړه چې له کورونو نه له اجارې پرته استفاده وکړي. په دې برخه کې نورمرسته کوونکي «لوون ډي کوون بوون»، «مري روزټ سمېټ»، «مري ویلمارټ» او نور وو. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

تدریس سمول

اډمز په ټول هېواد په ځانګړي ډول د کالج په ساحو کې د خپلو عمومي ویناوو پروګرام جاري وساته. د شیکاګو پوهنتون د پراختیايي برخې له لارې یې د کالج د ځینو کورسونو وړاندیز وکړ. اډمز د لېسانس دورې د استادۍ لپاره د ټولن‌پوهنې پوهنځي د مشر «البیون سمال» د وړاندیز په ګډون په پوهنتون پورې د مستقیم تړاو وړاندیزونه ونه‌منل. دې له پوهنتون نه بهر د خپل رول د خپلواک ساتلو لپاره دا کار ونه مانه. د دې موخه د هغو لویانو زده‌کړه وه چې د بېوزلۍ یا د سند نه لرلو له امله یې په رسمي اکاډمیکو مؤسسو کې نوم لیکنه نه وه کړې. دې غوښتل چې په پوهنتون کې يې پر سیاسي فعالیتونو هېڅ ډول کنترول موجود نه وي. [۵۱][۵۲]

اډمز د امریکا د ټولن‌پوهنې د ټولنې له مهمو غړو نه وه، دا ټولنه په ۱۹۰۵ ز کال کې جوړه شوې وه. اډمز په ۱۹۱۲، ۱۹۱۵ او ۱۹۱۹ ز کلونو کې دغې ټولنې ته مقالې ورکړې. دا د خپل ژوند په دوران کې د دې ټولنې مهمه غړې وه. [۵۳]

سیاست سمول

د سولې غورځنګ سمول

اډمز د ۱۹۱۵ ز کال په جنورۍ میاشت کې د ښځو د سولې په ګوند کې ګډون وکړ او د دغه ګوند ملي مشره وټاکل شوه. د ۱۹۱۵ ز کال د اپریل له ۲۸مې تر ۳۰مې نېټې پورې په اروپا کې د سولې د ښځینه فعالانو له‌خوا په هاګ کې د ښځو د نړیوال کانګریس د ریاست لپاره بلنه ورکړل شوه او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د کمیسیون مشره وټاکل شوه. په دغه سفر کې یې د منځګړیتوب لپاره د لسو بې پرې هېوادونو له مشرانو او هغو کسانو سره  وکتل، چې په جګړه کې وو. دا د جګړې پر وړاندې لومړنۍ مهمه هڅه وه.[۵۴]

اډمز د ۱۹۱۹ز کال په کنفرانس کې چې د سویزرلنډ په زوریخ ښار کې جوړ شوی و، د سولې لپاره د ښځو د نړیوالې کمېټې مشره وټاکل شوه. دا کمېټه د دې لپاره جوړه شوې وه، چې د هاګ د کنګرې کار دوام وکړي. دغه نړیواله کمېټه د سولې او آزادۍ لپاره د ښځو پر نړیواله اتحادیه (WILPF) بدله شوه. اډمز د مشرې په توګه خپل کار ته دوام ورکړ، هغه پوست چې باید اروپا او اسیا ته یې په کې پرله‌پسې سفرونه کړي وای.[۵۵][۵۶][۵۷]

سرچینې سمول

  1. https://www.nobelprize.org/prizes/peace/1931/addams/biographical/ — د نشر نېټه: ۱۸ اپرېل ۲۰۲۳ — خپرونکی: Nobel Foundation
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118643800  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12347170x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62b8xj8 — subject named as: Jane Addams — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10 — subject named as: Jane Addams — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/115239 — subject named as: Jane Adams — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/addams-jane — subject named as: Jane Addams — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0000688.xml — subject named as: Jane Addams — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=addamsj — subject named as: Jane Addams
  10. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/4196 — subject named as: Jane Addams — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  11. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/6836 — subject named as: Jane Addams — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  12. پیوستون : 118643800  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  13. دوتنه: Marilyn Bailey Ogilvie — سرليک: The Biographical Dictionary of Women in Science — پاڼه: 9-10 — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-135-96342-2
  14. https://libris.kb.se/katalogisering/1zcfjtrk1mh2b8p — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
  15. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  16. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سرليک: American Women Writers
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12347170x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. "Jane Addams". The Nobel Prize. The Norwegian Nobel Institute. د لاسرسي‌نېټه September 10, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Chambers, Clarke A. (March 1986). "Women in the Creation of the Profession of Social Work". Social Service Review. University of Chicago Press. 60 (1): 1–33. doi:10.1086/644347. JSTOR 30011832. S2CID 143895472. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Franklin, Donna L. (June 1986). "Mary Richmond and Jane Addams: From Moral Certainty to Rational Inquiry in Social Work Practice". Social Service Review. University of Chicago Press. 60 (4): 504–525. doi:10.1086/644396. JSTOR 30012363. S2CID 144585123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Deegan, M. J. (1988). Jane Addams and the Men of the Chicago School, 1892–1918. New Brunswick, NJ, USA: Transaction Books.
  22. Shields, Patricia M. (2017). Jane Addams: Pioneer in American Sociology, Social Work and Public Administration. In, P. Shields Editor, Jane Addams: Progressive Pioneer of Peace, Philosophy, Sociology, Social Work and Public Administration pp. 43–68.کينډۍ:ISBN
  23. Stivers, C. (2009). A Civic Machinery for Democratic Expression: Jane Addams on Public Administration. In M. Fischer, C. Nackenoff, & W. Chielewski, Jane Addams and the Practice of Democracy (pp. 87–97). Chicago, Illinois: University of Illinois Press.
  24. Shields, Patricia M. (2017). Jane Addams: Peace Activist and Peace Theorist In, P. Shields Editor, Jane Addams: Progressive Pioneer of Peace, Philosophy, Sociology, Social Work and Public Administration pp. 31-42. کينډۍ:ISBN
  25. "Women of Honor". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Celebrating Women's History Month: The Fight for Women's Rights and the American Civil Liberties Union, ACLU". ACLU Virginia. March 28, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Stuart, Paul H. (2013). "Encyclopedia of Social Work". SOCIAL WORK National Assoc. of Social Workers Press. Oxford University Press. doi:10.1093/acrefore/9780199975839.013.623. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-997583-9. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Maurice Hamington, "Jane Addams" in Stanford Encyclopedia of Philosophy (2010) portrays her as a radical pragmatist and the first woman "public philosopher" in United States history.
  29. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼې 8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. John M. Murrin, Paul E. Johnson, and James M. McPherson, Liberty, Equality, Power (2008) p. 538; Eyal J. Naveh, Crown of Thorns (1992) p 122
  31. Jane Addams, "Utilization of Women in City Government," Chapter 7 Newer Ideals of Peace (1907) pp. 180–208.
  32. Kathryn Cullen-DuPont (2000). Encyclopedia of women's history in America. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 4–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-4100-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Linn, James Weber. Jane Addams: A Biography, (Google Books), University of Illinois Press: 2000, p. 4, (کينډۍ:ISBN). Retrieved August 20, 2007.
  34. Linn, James Weber. Jane Addams: A Biography, (Google Books), University of Illinois Press: 2000, p. 4, (کينډۍ:ISBN). Retrieved August 20, 2007.
  35. Knight, Louise W. (2005). Citizen: Jane Addams and the Struggle for Democracy. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 32–33. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Fox, Richard Wrightman and Kloppenberg, James T. A Companion to American Thought, (Google Books), Blackwell Publishing: 1995, p. 14, (کينډۍ:ISBN). Retrieved August 20, 2007.
  37. "Jane Addams and Hull-House". Her childhood: DeVry University. 2001. د کتاب پاڼې 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Knight, Louise W. Citizen. د کتاب پاڼي 36–37. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Knight, Louise W. Citizen. د کتاب پاڼي 24, 45. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Knight, Louise W. Citizen. د کتاب پاڼي 30–32, 424n64. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Kathryn Cullen-DuPont (2000). Encyclopedia of women's history in America. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 4–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-4100-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Kathryn Cullen-DuPont (2000). Encyclopedia of women's history in America. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 4–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-4100-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Knight, Louise W. (November 15, 2005). Citizen. د کتاب پاڼي 77–79, 109, 119–120. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-44699-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Knight, Louise W. Citizen. د کتاب پاڼي 124–25, 130–31, 138–39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Knight, Louise W. Citizen. د کتاب پاڼي 139–142. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. 'Illinois Blue Book 1939–1940,' Biographical Sketch of James Weber Linn, p. 154-155
  47. Morrow, Deana F.; Lori Messinger (2005). Sexual Orientation and Gender Expression in Social Work Practice: Working with Gay, Lesbian, Bisexual, and Transgender People. New York, NY: Columbia University Press. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-231-12728-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Colquhoun, Alan. Modern Architecture. Oxford: University Press, 2002
  49. Brown, Victoria Bissell (February 2000). "Jane Addams". American National Biography online. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Knight, Louise W. Citizen. د کتاب پاڼي 195–96, 219, 224–25, 335, 378. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Davis, American Heroine, p. 125
  52. Addams is listed as lecturer in the Extension Division of the University of Chicago for several years (e.g. 1902, 1909, 1912). For a copy of the syllabus of one of her courses, see "Survivals and Intimations in Social Ethics," Ely Papers, Wisconsin State Historical Society, 1900. Farrell noted the syllabus of another course in his footnotes; see Beloved Lady, p.83. This was titled "A Syllabus of a Course of Twelve Lectures, Democracy and Social Ethics."
  53. Deegan, Jane Addams and the men of the Chicago school p. 28.
  54. Gustafson, Melanie (2001). Women and the Republican Party, 1854–1924. University of Illinois Press.
  55. Kathryn Cullen-DuPont (2000). Encyclopedia of women's history in America. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 4–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-4100-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "Woman's Peace Party". Spartacus-Educational.com. مؤرشف من الأصل في July 27, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. UI Press|Jane Addams, Emily G. Balch, and Alice Hamilton|Women at The Hague: The International Congress of Women and Its Results