جېنېټیکه درملنه

جېنېټیکه درملنه (انګلیسي: Gene therapy) یوه طبي برخه ده چې د حجرو پر جېنېټیک بدلون تمرکز کوي، ترڅو معالجوي اغېزې رامنځته کړي؛ یا هم د معیوبو جېنېټیک موادو د ترمیم یا بیارغونې له لارې د ناروغۍ درملنه ده. د انسان د DNA د تعدیل لومړنۍ هڅه په ۱۹۸۰ کال کې د مارټین کلین له لوري شوې وه، مګر په انسانانو کې د هستوي جېن د لېږد لومړنۍ بریالۍ هڅه، چې د روغتیا ملي انسټیټوټ تایید کړې، د ۱۹۸۹ کال په مې میاشت کې ترسره شوه. د جېن د لېږد لومړني درملنیز کارول او همدارنګه په هستوي یا اټومي جینوم کې د انسان د DNA لومړی مستقیم داخلول د فرینچ انډرسن له لوري د ۱۹۹۰ کال په سپټمبر کې پیل شوې یوه ازموینه کې ترسره شوي دي. داسې انګیرل کېږي چې دا د ګڼو جېنېټیکي اختلالاتو درملنه کولی شي یا یې د وخت په تېرېدو سره درملنه کوي.[۱][۲][۳]

د ۱۹۸۹ کال او د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر تر منځ، له ۲۹۰۰ څخه ډېرې کلینیکي آزموینې ترسره شوې، چې له نیمایي څخه ډېرې یې په لومړي کلینیکي پړاو (phase I) کې وې. تر ۲۰۱۷ کال پورې، د سپارک معالجې لوکسټورنا (RPE65 د القاء شوي بدلون ړوندوالی) او د نوارټیس کیمریا (کیمیریک انټيجن ریسیپټر ټي سېل درملنه) د FDA له لوري لومړنۍ تایید شوې جېنېټیکي درملنې دي چې بازار ته وړاندې شوې دي. له هغه وخت راهیسې، د نورو شرکتونو د جېنېټیکي درملنې پر درملو سربېره، د نوارټیس زولجینسما او النیلم پټیسیران په څېر درملو هم د FDA تایید ترلاسه کړی دی. په ډېری دغو طریقو کې په ترتیب سره په ان-ویوو (in vivo) او اېکس ویوو (ex vivo) کې د جېن داخلولو لپاره په اډینو پورې تړلي ویروسونه (AAVs) او لینټي ویروسونه کارېږي. د AAVs ویروسونه د ویروس د کیپسیډ د ثبات، ټیټ معافیت، د وېشل کېدونکو او نه وېشل کېدونکو حجرو د بدلون وړتیا، په مشخص ډول د سایټ د یوځای کولو وړتیا او د ان-ویوو په درملنه کې د اوږدې مودې څرګندېدو د لاسته راوړلو ځانګړنې لري. (ګورېل او همکاران یې. ۲۰۱۴) اې اېس او/کوچنۍ مداخله کوونکې آر اېن اې ASO/siRNA طریقې لکه د الینیلم او آیونیس درمل جوړوونکو طریقې غیر ویروسي لېږدوونکو سیسټمونو ته اړتیا لري، او د GalNAc لېږدوونکو له لارې د جگر حجرو ته د لېږد لپاره بدیل میکانیزمونه کاروي.[۴]

د جېنېټیکي درملنې مفهوم په اصلي سرچینه کې د جېنېټیکي ستونزې حل کول دي. د مثال په توګه، په یوه میراثي ناروغۍ کې که په یوه ځانګړي جېن کې بدلون د غیر فعال پروټین د تولید لامل کېږي (معمولا په مغلوب ډول)، جېنېټیکي درملنه د همدغه جېن د یوې کاپۍ د وړاندې کولو لپاره کارېدای شي، کوم چې زیان رسوونکي تغیرات نه لري او په دې توګه یو فعال پروټین تولیدوي. دې ستراتیژۍ ته د جېن بدلولو درملنه ویل کېږي او د میراثي ریټینل یا د سترګې د شاتنۍ پردې اړوند ناروغیو د درملنې لپاره کارېږي.[۵][۶]

په داسې حال کې چې د جېن د بدلون د درملنې مفهوم اکثرا د مغلوبو ناروغیو لپاره مناسب دی، داسې نوې ستراتیژۍ هم وړاندیز شوې دي چې کولی شي د میراث له یوې غالبې نمونې سره تړلو حالاتو درملنه وکړي.

  • د CRISPR جېن ترمیم معرفي کول په جېنېټیکي درملنه کې د هغه د کارولو او ګټه اخیستلو لپاره نوې دروازې پرانیستې، ځکه دا د جېن د سوچه ځای په ځای کولو پر ځای، د ځانګړې جېنېټیکې نیمګړتیا د اصلاح یا سمون شونتیا رامنځته کوي. د طبي خنډونو لپاره حل‌لارې، لکه د پټ انساني معافیتي نیمګړتیا ویروس (HIV) د ذخیرې له بېخه ایستل او د وراثتي بدلون (mutation) اصلاح چې د لور شکله حجرې (sickle cell) ناروغۍ لامل کېږي، ممکن په راتلونکي کې د درملنې د یوه انتخاب په توګه مطرح وي.[۷][۸][۹][۱۰]
  • د مصنوعي غړو د جېنېټیکي درملنې موخه دا ده چې د بدن حجرو ته دا وړتیا ورکړي چې هغه دندې ترسره کړي چې دوی یې په فزیولوژیکي توګه نه ترسره کوي. یوه بېلګه یې د لید د بیارغونې جېنېټیک درملنه ده، چې موخه یې په هغو ناروغانو کې د لید بیارغونه ده چې د وروستۍ مرحلې په ریټینل یا د سترګې د شاتنۍ پردې پر ناروغیو اخته وي. د وروستۍ مرحلې په ریټینا یا د سترګې د شبکیې په ناروغیو کې د نور ترلاسه کوونکي یا فوتو ریسیپټرونه، له رڼا سره د ریټینا د لومړنیو حساسو حجرو په توګه په نه بدلېدونکي توګه له لاسه ورکوي. د مصنوعي جېن درملنې په واسطه د رڼا حساس پروټینونه د ریټینا پاتې حجرو ته لېږدول کېږي، ترڅو دوی له رڼا سره حساس کړي او په دې توګه وکړای شي چې د دماغ په لور بصري معلومات ولېږدوي. په دې اړه لا هم کلینیکي ازموینې روانې دي. (NCT02556736، NCT03326336 په clinicaltrials.gov کې)[۱۱][۱۲]

ټول هغه طبي پروسیجرونه، چې د ناروغ په جېنېټیک جوړښت کې بدلونونه وړاندې کوي، جېنېټیکي درملنه نه ګڼل کېږي. د هډوکي د مغز پیوند (Bone marrow transplantation) او په ټوله کې د غړو پیوند ناروغانو ته بهرنۍ DNA داخلوي.[۱۳]

شالید سمول

جېنېټیکه درملنه په ۱۹۷۲ کې د هغو لیکوالانو لخوا تصور شوې وه، چې د انسان د جېن درملنې د څېړنو تر پیل وړاندې یې د احتیاط غوښتنه وکړه.

لومړنۍ هڅه، چې ناکامه هم وه، د جېن درملنې په برخه کې (همدارنګه انسانانو ته د بهرنیو جینونو د طبي لېږد لومړنۍ قضیه چې د غړو پیوند نه شمېرل کېږي) د مارټین کلین له لوري د ۱۹۸۰ کال د جولای په ۱۰مه وشوه. کلین ادعا وکړه چې د هغه په ناروغانو کې یو جېن شپږ میاشتې وروسته هم فعال و، که څه هم هغه دا معلومات نه خپاره کړي او نه تایید کړي او حتی که هغه په سمه هم وي، شونې نه ده چې د بیټا تلسیمیا په درملنه کې کومې پام وړ ګټورې اغېزې ولري.[۱۴][۱۵][۱۶]

د ۱۹۸۰مې لسیزې په اوږدو کې د څارویو په اړه له پراخو څېړنو او په ۱۹۸۹ کال کې پر انسانانو د باکتریايي جېن لګولو له ازموینو وروسته، لومړنۍ جېنېټیکي درملنه، چې په پراخه کچه د بریالۍ درملنې په توګه ومنل شوه، په هغه ازموینه کې وښودل شوه چې د ۱۹۹۰ کال د سپټمبر په ۱۴مه پیل شوه او د ADA-SCID لپاره د اشانتي ډي سېلوا درملنه وشوه.[۱۷]

لومړنۍ سوماتیک یا بدني درملنه چې دایمي جېنېټیک بدلون رامنځته کوي، په ۱۹۹۳ کال کې پیل شوه. هدف یې د بیا جوړوونکې DNA په کارولو سره د دماغي تومورونو درملنه وه، ترڅو یو داسې جېن انتقال کړي چې د تومور حجرې له هغو درملو سره حساسې کړي چې په پایله کې یې د تومور حجرې مړې شي.[۱۸][۱۹]

پولیمرونه، چې د پروټینونو په توګه هم ژباړل شوي، د موخه جېن له بیان سره تداخل کوي، یا ممکن جېنېټیک بدلون اصلاح کوي. تر ټولو عام شکل یې DNA کاروي، چې د بدل شوي جېن پر ځای د ځای پر ځای کولو لپاره فعال او معالج جېن ځای پر ځای کوي. پولیمر مالیکول په "ویکټور" کې بسته کېږي، چې مالیکول د حجرو داخل ته لېږدوي.

د انسان جېنېټیکه انجنیري سمول

جېنېټیکه انجینري په ټوله کې د ناروغیو د درملنې لپاره کارېدای شي، مګر د فزیکي ظاهري بڼې د بدلون، مېتابولېزم او حتی د فزیکي وړتیاوو او ذهني ځواکونو لکه حافظې او هوښیارۍ د ودې او ښه کولو لپاره هم کارېدای شي. د وراثتي یا جنسي حجرو د انجینرۍ (germline engineering) په اړه په اخلاقي ادعاګانو کې هغه باورونه شامل دي، چې هر جنین حق لري چې له جېنېټیکي پلوه نه بدلېدونکی پاتې شي، او دا چې مور او پلار حق لري خپل اولادونه له جېنېټیکي پلوه بدل کړي، او دا چې هر ماشوم حق لري چې د مخنیوي وړ ناروغیو څخه پاک وزیږېږي. د والدینو لپاره، جېنېټیکي انجنیرۍ ته د ماشوم د ودې او تقویې د یوه بل داسې تخنیک په سترګه کتل کېدای شي چې غذایي رژیم، ورزش، تعلیم، روزنه، ظاهري بڼه جوړول، او پلاستيکي جراحۍ په کې ورزیاتولی شي. یو بل تیوریست ادعا کوي، چې اخلاقي اندېښنې د وراثتي یا جنسي کرښې انجینري (germline engineering)  محدودوي مګر بشپړ مخنیوی یې نه کوي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې سمول

  1. Kaji, Eugene H. (7 February 2001). "Gene and Stem Cell Therapies". JAMA. 285 (5): 545–550. doi:10.1001/jama.285.5.545. ISSN 0098-7484. PMID 11176856. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ermak, Gennady (2015). Emerging Medical Technologies. World Scientific. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-4675-81-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rosenberg SA, Aebersold P, Cornetta K, Kasid A, Morgan RA, Moen R, et al. (August 1990). "Gene transfer into humans – immunotherapy of patients with advanced melanoma, using tumor-infiltrating lymphocytes modified by retroviral gene transduction". The New England Journal of Medicine. 323 (9): 570–578. doi:10.1056/NEJM199008303230904. PMID 2381442. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gene Therapy Clinical Trials Worldwide Database Archived 31 July 2020 at the Wayback Machine.. The Journal of Gene Medicine. Wiley (June 2016)
  5. Maguire AM, Simonelli F, Pierce EA, Pugh EN, Mingozzi F, Bennicelli J, et al. (May 2008). "Safety and efficacy of gene transfer for Leber's congenital amaurosis". The New England Journal of Medicine. 358 (21): 2240–2248. doi:10.1056/NEJMoa0802315. PMC 2829748. PMID 18441370. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. MacLaren RE, Groppe M, Barnard AR, Cottriall CL, Tolmachova T, Seymour L, Clark KR, During MJ, Cremers FP, Black GC, Lotery AJ, Downes SM, Webster AR, Seabra MC (March 2014). "Retinal gene therapy in patients with choroideremia: initial findings from a phase 1/2 clinical trial". Lancet. 383 (9923): 1129–1137. doi:10.1016/S0140-6736(13)62117-0. PMC 4171740. PMID 24439297. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bak RO, Gomez-Ospina N, Porteus MH (August 2018). "Gene Editing on Center Stage". Trends in Genetics. 34 (8): 600–611. doi:10.1016/j.tig.2018.05.004. PMID 29908711. S2CID 49269023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Dever DP, Bak RO, Reinisch A, Camarena J, Washington G, Nicolas CE, et al. (November 2016). "CRISPR/Cas9 β-globin gene targeting in human haematopoietic stem cells". Nature. 539 (7629): 384–389. Bibcode:2016Natur.539..384D. doi:10.1038/nature20134. PMC 5898607. PMID 27820943. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gupta RM, Musunuru K (October 2014). "Expanding the genetic editing tool kit: ZFNs, TALENs, and CRISPR-Cas9". The Journal of Clinical Investigation. 124 (10): 4154–61. doi:10.1172/JCI72992. PMC 4191047. PMID 25271723. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sanches-da-Silva GN, Medeiros LF, Lima FM (21 August 2019). "The Potential Use of the CRISPR-Cas System for HIV-1 Gene Therapy". International Journal of Genomics. 2019: 8458263. doi:10.1155/2019/8458263. PMC 6721108. PMID 31531340. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Patent: US7824869B2
  12. Bi A, Cui J, Ma YP, Olshevskaya E, Pu M, Dizhoor AM, Pan ZH (April 2006). "Ectopic expression of a microbial-type rhodopsin restores visual responses in mice with photoreceptor degeneration". Neuron. 50 (1): 23–33. doi:10.1016/j.neuron.2006.02.026. PMC 1459045. PMID 16600853. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 16 September 2013 باندې). DNA Double Take. The New York Times.
  14. U.S. Congress, Office of Technology Assessment (December 1984). Human gene therapy – A background paper. DIANE Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4289-2371-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sun M (October 1982). "Martin Cline loses appeal on NIH grant". Science. 218 (4567): 37. Bibcode:1982Sci...218...37S. doi:10.1126/science.7123214. PMID 7123214. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lowenstein, P.R. (2008). "Gene Therapy for Neurological Disorders: New Therapies or Human Experimentation?". In Burley, Justine; Harris, John (المحررون). A Companion to Genethics. John Wiley & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-75637-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sheridan C (February 2011). "Gene therapy finds its niche". Nature Biotechnology. 29 (2): 121–128. doi:10.1038/nbt.1769. PMID 21301435. S2CID 5063701. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. O'Malley BW, Ledley FD (October 1993). "Somatic gene therapy. Methods for the present and future". Arch Otolaryngol Head Neck Surg. 119 (10): 1100–7. doi:10.1001/archotol.1993.01880220044007. PMID 8398061. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Oldfield EH, Ram Z, Culver KW, Blaese RM, DeVroom HL, Anderson WF (February 1993). "Gene therapy for the treatment of brain tumors using intra-tumoral transduction with the thymidine kinase gene and intravenous ganciclovir". Human Gene Therapy. 4 (1): 39–69. doi:10.1089/hum.1993.4.1-39. PMID 8384892. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Powell R, Buchanan A (February 2011). "Breaking evolution's chains: the prospect of deliberate genetic modification in humans". The Journal of Medicine and Philosophy. 36 (1): 6–27. doi:10.1093/jmp/jhq057. PMID 21228084. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Baylis F, Robert JS (2004). "The inevitability of genetic enhancement technologies". Bioethics. 18 (1): 1–26. doi:10.1111/j.1467-8519.2004.00376.x. PMID 15168695. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Evans, John (2002). Playing God?: Human Genetic Engineering and the Rationalization of Public Bioethical Debate. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-22262-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "The Center for Health Ethics - University of Missouri School of Medicine - Gene Therapy and Genetic Engineering". ethics.missouri.edu. 3 December 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Roco MC, Bainbridge WS (2002). "Converging Technologies for Improving Human Performance: Integrating From the Nanoscale". Journal of Nanoparticle Research. 4 (4): 281–295. Bibcode:2002JNR.....4..281R. doi:10.1023/A:1021152023349. S2CID 136290217. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Allhoff F (March 2005). "Germ-line genetic enhancement and Rawlsian primary goods" (PDF). Kennedy Institute of Ethics Journal. 15 (1): 39–56. CiteSeerX = 10.1.1.566.171 10.1.1.566.171. doi:10.1353/ken.2005.0007. PMID 15881795. S2CID 14432440. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)