جېمز واټ (د ۱۷۳۶ کال د جنورۍ ۱۹مه - د ۱۸۱۹ ز د اګست ۲۵مه) سکاټلنډی مخترع، میخانیک، انجنیر او کیمیاګر و. ده د «توماس نیوکامن» د ۱۷۱۲ ز کال د «نیوکامن بخار ماشین» په خپل «واټ بخار ماشین» سره لا بشپړ کړ او دغه کار، په هغو بدلونونو کې بنسټیز اغېز درلود، چې صنعتي انقلاب د ده په ټاټوبي لویه برېتانیا او نوره نړۍ کې رامنځته کړل.

جېمز واټ
(انګلیسي: James Watt د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېمز واټ
جېمز واټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ جنوري ۱۷۳۶[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 25 اگسټ 1819 (83 کاله)[۱][۶][۷][۸][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای ګلاسګو   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سکاټلينډ   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فزيک پوه [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د بړاس ماشين
اختراع   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جېمز واټ
جېمز واټ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ده چې کله په ګلاسکو پوهنتون کې د وسایلو د جوړوونکي په توګه کار کاوه، د بخار د ماشینونو له تکنالوژۍ سره یې مینه پیدا شوه. ده ولیدل چې، د ماشین شته ډولونه، د سلنډر په بیا بیا سړولو او ګرمولو سره ډېره انرژي لګوي. ده یوه پرمختللې طراحي، چې جلا کانډنسر و وړاندې کړه، دغه کار د انرژۍ د بې ځایه لګښت مخنیوی وکړ او د بخار د ماشینونو له ځواک، اغېزناک‌توب او لګښت کمېدو سره یې ډېره مرسته وکړه. په پای کې، ده خپل جوړ کړی ماشین، داسې برابر کړ چې، چورلېدونکی حرکت وکړای شي او د اوبو تر پمپولو ور هاخوا، په نورو برخو کې هم وکارول شي.

واټ هڅه وکړه، چې خپله اختراع سوداګریزه(تجارتي) کړي، خو تر څو چې په ۱۷۷۵ ز کال کې له متیو بولټون سره شریکېده، له ډېرو مالي ستونزو سره مخامخ شو. د بولټون او واټ نوی شرکت، ډېر بریالی و او واټ یې پر شتمن کس بدل کړ. واټ د تقاعد په دوره کې هم، د نوو اختراعاتو پراختیا ته دوام ورکړ، که څه هم هېڅ یو کار یې هم ‎د بخار د ماشین په څېر مهم نه و.

ده د هارس‌پاور (horsepower) مفهوم پراخ کړ او د واحدونو په نړیوال سیستم (SI) کې د قدرت واحد «واټ» د ده په نامه ونومول شو.[۱۰]

د ژوند لومړي وختونه او زده‌کړې سمول

جېمز واټ د ۱۷۳۶ ز کال د جنورۍ په ۱۹مه، د «رنفروشایر» په «ګرینوک» سیمه کې زېږېدلی. مور یې اګنس مویرهډ (۱۷۰۳-۱۷۵۵ز) او پلار یې جېمز واټ (۱۶۹۸-۱۷۸۲ ز) و، چې دی یې د پنځو بچیانو مشر زوی و. مور یې له یوې اشرافي کورنۍ څخه وه او لوړې زده‌کړې یې کړې وې. ویل کېږي چې، پیاوړې ښځه وه. پلار یې بېړۍ جوړوونکی، د بېړۍ مالک او قراردادي و، چې په ۱۷۵۱ ز کال کې یې، د «ګرینوک» د سرپرست بیلي په توګه خدمت کاوه. د واټ مور او پلار کلک پرسبېټريان وو [یوه عیسوي فرقه ده]، خو له مذهبي روزنې سره سره واټ یو ډئېسټ [خدای‌پال] شو. د واټ نیکه توماس واټ (۱۶۴۲-۱۷۳۴ز) په ریاضي، سروې او بېړۍ چلولو کې استاد و او د «کارڅبورن» د والي یا واکمن استازی هم و. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

واټ په لومړیو کې په کور کې له خپلې مورڅخه زده‌کړې وکړې، وروسته بیا «ګرینوک ګرامر ښوونځي» ته ولاړ. هلته يې ریاضياتو ته ډېره لېوالتیا وښوده، خو لاتیني او یوناني ژبو یې علاقه ور جلب نه‌کړای شوه.

ویل کېږي چې، دی په کوچنیوالي کې په یوه اوږده ناروغۍ اخته و او وروسته بیا ټول عمر له پرله‌پسې سر دردۍ څخه ځورېده.[۱۷][۱۸]

واټ د ښوونځي تر پرېښودو وروسته، د خپل پلارپه سوداګریزو کارځایونو کې کار وکړ او د انجنیرۍ د موډلونو په جوړولو کې یې د پام وړ پوهه او مهارت وښودل. دا چې پلار یې د ځینو ناکامو سوداګریزو پانګونو له امله خپه و، واټ له ګرینوک څخه ولاړ او په ګلاسکو کې د ریاضي د وسایلو جوړوونکي په توګه د کار په لټه کې شو. [۱۷]

ژوندلیک سمول

کله چې هغه  ۱۸ کلن و، مور یې مړه شوه او د پلار روغتیا یې مخ پر خرابېدو شوه. واټ لندن ته ولاړ او د یوه کال په موده کې یې د وسایلو جوړوولو د روزنې یوه دوره بشپړه کړای شوه، بیا بېرته سکاټلنډ ته راوګرځېد، په لوی سوداګریز ښار ګلاسکو کې مېشت شو او غوښتل یې، د ‎وسایلو د جوړوولو خپل کاروبار پيل کړي. تر دې دمه، هغه ډېر ځوان و او پوره مسلکي زده‌کړې یې نه لرلې، له کوم پخواني استاد سره یې هم داسې معمولي اړیکې نه وې، چې د هغه له لارې ځان یو ماهر وسایل جوړوونکی ثابت کړي.

واټ له دغه سرخوږي څخه هغه وخت خلاص شو، چې له جامایکا څخه نجومي وسایل را ورسېدل. دا وسایل الکساندر مک فارلن «ګلاسکو پوهنتون» ته ځانګړي کړي وو او اړتیا وه چې، یو متخصص یې څارنه وکړي. واټ دغه وسایل د کارکولو حالت ته واړول او خپله حق‌الزحمه یې ترلاسه کړه. دغه وسایل بیا په مک فارلن رصد خانه کې نصب شول. وروسته بیا درېیو استادانو ده ته موکه(موقع) ورکړه چې ،په پوهنتون کې یو کوچنی ورکشاپ جوړ کړي. دغه ورکشاپ په ۱۷۵۷ ز کال کې پیل شو او دوه کسه استادان فزیک‌پوه او کیمیاپوه جوزف بلک او مشهور اقتصادپوه اډم سمیت د واټ ملګري شول.[۱۹][۲۰]

ده په لومړيو کې د پوهنتون د علمي وسایلو په ساتلو او ترمیم کې کار وکړ، په نندارو کې یې مرسته وکړه او د ستورو د واټن معلوموونکو وسایلو د تولید پر پراخوالي یې کار وکړ. ده د ژیړو [یو ډول فلز دی ،چې په ترکیب کې یې مس او جست دي) منعکسوونکې آلې (د ستورو د واټن معلومولو آلې)، موازي خط‌کشونه، تلې، د تېلېسکوپونو برخې، فشار معلوموونکی او نور شیان جوړ او ترمیم کړل.

واټ په ۱۷۵۹ ز کال کې له سوداګر او معمار «جان کریګ» سره د موسیقۍ او لوبو د وسایلو په څېر د ځینو محصولاتو په تولید او پلورلو کې شریک شو. دغه شراکت شپږ کاله دوام وکړ او شپاړسو کارکوونکو کار ورسره کاوه. کریګ په ۱۷۶۵ ز کال کې مړ شو. په پای کې، د هغوی یوه کارکوونکي «الېکس ګارډنر» دغه کاروبار خپل کړ، چې تر شلمې پېړۍ پورې یې دوام وکړ.[۲۱][۲۲]

واټ په ۱۷۶۴ ز کال کې، د خپل تره له لور مارګارټ (پګي) مېلر سره واده وکړ، دوی پنځه بچیان لرل، چې «جېمز جونیور (۱۷۶۹-۱۸۴۸ز) او «مارګارټ (۱۷۶۷-۱۷۹۶ ز) یې تر پاخه عمر پورې ژوندي پاتې شول. مېرمن یې په ۱۷۷۲ ز کال کې د زېږون پر مهال مړه شوه. ده دویم ځل، په ۱۷۷۷ ز کال کې د ګلاسکو د یوه رنګ‌جوړوونکي له لور «ان مک ګریګور» سره واده وکړ، چې دوه بچیان یې ترې وشول: ګریګوري (۱۷۷۷-۱۸۰۴ز) ځمک‌پوه او کان پوه شو او جانټ (۱۷۷۹-۱۷۹۴ ز). د واټ دغه مېرمن هم، په ۱۸۳۲ ز کال کې مړه شوه. ده د ۱۷۷۷ ز او ۱۷۹۰ ز کلونو تر منځ د بیرمنګم په ریجنټ پلېس کې ژوند کاوه. [۲۳][۲۴]

واټ او جای‌جوش سمول

یوه مشهوره کیسه شته چې وايي:  واټ د یوې ایشېدونکې چای‌جوشې په لیدو سره د بخار د ماشین اختراع کولو نه الهام واخیست، له همدې امله د بخار قدرت په واټ سره وښودل شو. دغه کیسه په بېلابېلو ډولونو بیان شوې ده؛ په ځینو کې یې واټ ځوان ښودل شوی، په ځینو کې مشر، په ځینو کې یې دا چای‌جوش د مور ښودل شوی او په ځینو کې یې د ترور. لکه څرنګه چې له کیسې ښکاري، په واقعیت کې واټ، د بخار ماشین نه دی اختراع کړی، خو د یوه جلا کانډنسر په زیاتولو سره یې د نیوکامن د شته ماشین اغېزمنتوب په پام وړډول ډېر کړ. هغو کسانو ته د دې موضوع تشرېح ستونزمنه ده چې، د ګرمۍ او حرارت د ماغېزمنتوب له مفهومونو سره بلد نه دي. داسې ښکاري چې، دا کیسه د واټ زوی جېمز واټ جونیور جوړه کړې، ځکه چې ماشومان اسانه پرې پوهېدای شي او حافظې ته یې سپارلی شي، ځکه نو دا هم د اسحاق نیوټن او د مڼې د را لوېدلو کیسې ته ورته ګڼلی شو، چې په مرسته یې د جاذبې قوه کشف شوه.[۲۵]

که څه هم دغه کیسه ترډېره د یوې افسانې په توګه ردېږي، خو د واټ او چای‌جوش کیسه، په واقعیت کې هم رېښې لري. جېمز واټ، د ګرمۍ او بخار د ترموډینامیک د درک لپاره په هڅو کې ډېر لابراتواري ازمېښتونه وکړل او د خپلو یادښتونو په کتاب کې یې ثبت شول، چې د دغو ازمېښتونو په کولو کې یې یو چای‌جوش د بخار دیګ په توګه، د بخار د تولید لپاره وکاروله.[۲۶]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118629484  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118629484  — دوتنه: Frederick Bramwell — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, 1885–1900
  3. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0071896.xml — subject named as: James Watt — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  4. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=65885 — subject named as: James Watt — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ https://cs.isabart.org/person/146474 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  6. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-Watt — subject named as: James Watt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  7. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6474h8s — subject named as: James Watt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p23640.htm#i236395 — subject named as: James Watt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12846832x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. Lira, Carl (2001). "Biography of James Watt". egr.msu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Cite ODNB
  12. Muirhead, James Patrick (1859). The life of James Watt: with selections from his correspondence (الطبعة 2). John Murray. د کتاب پاڼې 10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Klooster, John W. (2009). Icons of invention: the makers of the modern world from Gutenberg to Gates. 1. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-34743-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Dickinson, Henry Winram; Jenkins, Rhys; Committee of the Watt Centenary Commemoration (1927). James Watt and the steam engine: the memorial volume prepared for the Committee of the Watt centenary commemoration at Birmingham 1919. Clarendon press. د کتاب پاڼې 78. It is difficult to say anything as to Watt's religious belief, further than that he was a Deist. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. McCabe, Joseph (1945). "A Biographical Dictionary of Ancient, Medieval, and Modern Freethinkers". Haldeman-Julius Publications. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۲. He made such improvement in the crude steam-engine that had been invented before his time that he is usually described as the inventor. "His many and most valuable inventions must always place him among the leading benefactors of mankind," says the account of him in the Dictionary of National Biography. He was an accomplished man. He knew Greek, Latin, French, German and Italian and was very friendly with the great freethinking French scientists. Andrew Carnegie has written a life of him and describes him as a deist who never went to church. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Muirhead, James Patrick (1859). The life of James Watt: with selections from his correspondence (الطبعة 2). John Murray. د کتاب پاڼې 4, 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ کينډۍ:Cite ODNB
  18. Smiles, Samuel (1904). Lives of the Engineers (الطبعة Popular). London: John Murray. د کتاب پاڼې 12. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Marshall (1925) Chapter 3
  20. Robinson, Eric; McKie, Doublas (1970). Partners in Science: Letters of James Watt and Joseph Black. Cambridge, Massachusetts. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lumsden, Harry (1912). History of the Hammermen of Glasgow; a study typical of Scottish craft life and organisation. Paisley: A. Gardner. د کتاب پاڼي 394–404. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Hills, vol. 1, pp. 103–15
  23. Torrens, H. S. (2006). "The geological work of Gregory Watt, his travels with William Maclure in Italy (1801–1802), and Watt's "proto-geological" map of Italy (1804)". The Origins of Geology in Italy. 411. د کتاب پاڼي 179–197. doi:10.1130/2006.2411(11). د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8137-2411-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Uglow, Jenny (2011). The Lunar Men: The Inventors of the Modern World 1730–1810 (په انګلیسي ژبه کي). Faber & Faber. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-571-26667-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Miller, D. P. (2004). "True Myths: James Watt's Kettle, His Condenser, and His Chemistry". History of Science. 42 (3): 333–360 [p. 334]. Bibcode:2004HisSc..42..333M. doi:10.1177/007327530404200304. S2CID 161722497. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Musson, A. E.; Robinson, Eric (1969). Science and Technology in the Industrial Revolution. Manchester University Press. د کتاب پاڼې 80. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)