ځمکسنجي

ځمکسنجي علم په هوا کې د هندسي شکلونو، بڼو او په فضاء او ځمکه کې پر هغې د ځمکې د جاذبې کشش باندې بحث کوي
(له جیودوزي (ځمک-سنجي) نه مخ گرځېدلی)

جیوډوزي د ځمکې د کرې اندازه کولو او د ځمکې د شکل (هندسي شکل او اندازې)، په فضا کې د ځمکې د جهت او جاذبې ساینس دی. په څانګه کې څېړنې لکه د وخت په تېرېدو سره دا ځانګړتیاوې څنګه بدلېږي او د نورو سیارو لپاره ورته سنجش (چې د سیاروي جیوډوزي په نوم یادېږي) هم راځي. جیوډینامیکل (د ځمکې تحرک) پدیدې، لکه قشري حرکت، مد  او جذر او قطبي خوځښت، د نړیوالو او ملي کنټرول کوونکو شبکې په را منځ ته کولو او د فضایي جیوډوزي او ځمکنیو جیودوزیکي تخنیکونو په کارولو او د سنجش او د مختصاتو د سیسټمونو پر مټ مطالعه کېږي. په دې برخه کې د دندې عنوان جیوډیسیسټ یا جیوډیټیک سروې کوونکی دی.[۱][۲][۳]

پېژند سمول

د جیودوزي کلیمه، د لرغوني γεωδαισία geodaisia  یوناني کلیمې څخه (چې تحت الفظي معنا یې "د ځمکې وېش" دی ) اخیستل شوې ده.  

دا پوهه په اساسي توګه د لنډمهاله بدلون په حال کې جاذبوي ساحه کې موقعیت ټاکنه تر پوښښ لاندې راولي. په آلماني ژبه نړۍ کې جیودوزي په "لوړ جیودوزي" (Erdmessung یا höhere Geodäsie) چې په نړیواله کچه د ځمکې سنجش تر پوښښ لاندې روالي او "عملي جیودوزي" یا "انجنیري جیودوزي" (Ingenieurgeodäsie)، چې د ځمکې د ځانګړو برخو یا سیمو سنجش تر پوښښ لاندې راولي او په هغه کې سروې ګډون لری، وېشل شوې ده. دا ډول جیودوزیکې کړنې په لمریز سیسټم کې د نورو سماوي اجسامو په برخه کې هم کارول کېږي. همدارنګه جیودوزي، د ځمکې د هندسي شکل، فضایي جهت او د جاذبې د ساحې د سنجش او پوهېدو ساینس دی.

تر ډېره حده، د ځمکې شکل د هغې د څرخېدو، چې د استوایی وتنې لامل کېږي او د جیولوژیکي پروسو د سیالي لکه د پلیټونو ټکر او د اور غورځونې پایله ده چې د ځمکې د جاذبوي ساحې له مقاومت سره مخامخ کېږي. دا په جامده سطحه، مایع سطحه (د سمندرونو د نقشې متحرکه سطحه) او د ځمکې په اتموسفیر باندې تطبیق کېږي. له همدې امله، د ځمکې د جاذبې د ساحې مطالعې ته فزیکي جیودوزي ویل کېږي.

جیود (کره ډوله جسم) او مبنا الیپسوید (بیضوي ډوله جسم) سمول

جیود په اصل کې د ځمکې هغه شکل دی چې د هغې د توپوګرافیکي ځانګړتیاوو څخه خلاصه شوی دی. دا د سمندر د اوبو یوه ایدیالي تعادلي سطحه ده، یعنې د جریانونو او د هوا د فشار د بدلونونو په نشتوالي کې د  سمندري سطحې منځنۍ کچه ده او د براعظمي کتلې پر بنسټ دوام کوي. جیود، د مبنا بیضوي برعکس، د محاسبوي سطحې په توګه، د هندسي ستونزو د حل لپاره، لکه د نقطې موقعیت ټاکل، غیر منظم او خورا پېچلی دی. د جیود او مبنا بیضوي تر منځ هندسي بېلتون د جیودي نوسان په نامه یادېږي. کله چې GRS 80 بیضوي ته مراجعه کېږي، دا په نړیواله کچه د ± ۱۰۰ m ترمنځ بدلون مومي.  

مبنا بیضوي، چې په دودیز ډول د جیود په څېر د ورته اندازې (حجم) لپاره غوره شوی، د نیم لوی محور (د استوایی وړانګې یا نیم قطر) چې په a ښودل کېږي، او اوارېدنه (flattening) چې په f ښودل کېږي، پر بنسټ تشرېح شوی. د f = a − b/a مقدار، چی په کې b نیم کوچنی محور دی (قطبي شعا یا نیم قطر)، په بشپړه توګه هندسي دی. د ځمکې میخانیکي بیضویتوب (متحرکه اوارېدنه، سمبول J2 ) سپوږمکۍ د مدار د نوسان د مشاهدې له لارې لوړ دقیقیت ته ټاکل کېدی شي. له هندسي اوارېدنې سره یې اړیکه غیر مستقیمه ده. اړیکه د داخلي کثافت په وېش پورې، یا په ساده توګه، د کتلې د مرکزي غلظت په کچې پورې اړه لري.

د ۱۹۸۰ ز کال  جیوډوزیک مبنا سیسټم (GRS 80) د۶،۳۷۸،۱۳۷ مترو نیم لوی محور او ۱:۲۹۱۸.۲۵۷ اوارېدنه فرض کړل. دا سیسټم د جیودوزي او جیو فزیک نړیوالې اتحادیې (IUGG) په نړیواله اولسمه عمومي غونډې کې تصویب شو. دا په اصل کې د نړیوال موقعیت موندنې سیسټم (GPS)  له خوا د جیوډوزیک موقعیت ټاکنې پر بنسټ دی او په دې توګه د جیوډوزیکې ټولنې څخه بهر په پراخه کچه کارول کېږي. له هغه وخت څخه چې هېوادونو په پر له پسې توګه د GRS 80 منبا بیضوي په کارولو سره نړیوال، جیو سینټریک مبنا سیسټمونو ته مخه کړې ده، زیاتره سیسټمونه چې هېوادونو د نقشو او چارټونو د رامینځ ته کولو لپاره کارولي دي ،زاړه دي. 

جیود د "د پوهېدو وړ یا حقیقي" دی، په دې معنا چې د فزیکي وسایلو، لکه د مد او جذر او سنج  د مناسب ساده سنجش پر مټ یې په کره توګه موقعیت د ځمکې پر مخ ټاکل کېدای شي. له همدې امله، جیوډ یوه حقیقي سطحه ګڼل کېدای شي. خو د مبنا بیضوي، ډېرې ممکنې بېلګې وړاندې کوې او په اسانۍ سره د پوهېدو وړ نه دي، نو ځکه دا غیر حقیقي سطحه ده. د جیوډزیکې لېوالتیا درېیمه لومړنۍ سطحه - یعنې د ځمکې توپوګرافیک سطحه ؛ حقیقي سطحه ده.

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  2. "What Is Geodesy". National Ocean Service. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Geodetic Surveyors". Occupational Information Network. 2020-11-26. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)