جيبوتي

(له جیبوتی نه مخ گرځېدلی)

جیبوتي چې رسمي نوم یې د جېبوتي جمهوریت دی د افریقا په (ښکر) کې پروت یو هیواد دی چې پلازمینه یې د جیبوتی ښار ښار دی. مساحت یې ۲۰۰'۲۳ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۱۵۹'۸۱۸ نفره دی. جیبوتی په ۲۷ د جون ۱۹۷۷م کال له فرانسه نه خپلواکی ترلاسه کړه، د پیسو واحد یې د جیبوتی فرانک (DJT) او ولسمشر یې اسماعیل عمر غیله دی.

د جیبوتي هیواد ولسمشریزه
Republic of the Fiji Islands
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
جیبوتی
 -  ولسمشر اسماعیل عمر غیله  
 -  لومړی وزیر عبدالقادر کمال محمد  

جیبوتي، په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت، د افریقا د ښاخ په برخه کې یو هېواد دی. دا هېواد له سویل لوري له سومالیا، له سویل لوېدیځ لوري له ایتوپیا، له شمال لوري له اریتریا، او له ختیځ لوري د سرې سمندرګۍ او د عدن له خلیج سره ګډه پوله لري. د عدن خلیج په هغه غاړه کې یمن پروت دی. دا هېواد ټولټال ۲۳،۲۰۰ کیلومتر مربع (۸،۹۵۸ مایل مربع) مساحت لري.  

په لرغونې زمانه کې، دا هېواد د ایتوپیا، اریتریا او سومالیلنډ سره یوځای د پونټ د خاورې برخه وه. زیلا ته نږدې، چې اوس په سومالیلینډ کې ده، د منځنیو پیړیو عدل او عفت سلطنتونه وو. د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې، د سومالیلنډ فرانسوي مستعمره له فرانسويانو سره د واکمن دیر سومالي (Dir Somali) سلطانانو له لوري د لاسلیک شوو تړونونو وروسته رامنځ ته شوه او دایر داوا (Dire Dawa) (چې وروسته ادیس ابابا شوه) ته د دې مستعمرې ریل پټلۍ لاره هواره کړه چې په چټکۍ سره زیلا د سوېلي ایتوپیا او اوګاډن د بندر بدیل وټاکي. دا سیمه وروسته په ۱۹۶۷ کال کې د فرانسې د عفر او عیسی د سیمې په نوم و نومول شوه. د جیبوتي خلکو یوه لسیزه وروسته د خپلواکۍ په ګټه رایه ورکړه. دې کار په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت تاسیس را منځ ته کړ، چې د دې هېواد پلازمینې په نوم ونومول شو. نوی دولت په همدې کال کې د ۱۹۷۷ کال د سپتمبر په ۲۰ نېټه د ملګرو ملتونو غړی شو. د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې، د حکومت د استازیتوب پر سر تاوتریخوالی د وسله والې شخړې لامل شو، چې په ۲۰۰۰ کال کې د واکمن ګوند او اپوزیسیون ترمنځ د واک د وېش په تړون پای ته ورسېد. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

جیبوتي یو څو توکمیز هېواد دی چې له ۹۲۱،۸۰۴ څخه ډیر نفوس لري (چې په افریقا کې ترټولو کوچنی دی). فرانسوي او عربي ژبې د دې هېواد دوه رسمي ژبې دې او عفر او سومالي یې ملي ژبې دي. نږدې ۹۴٪ اوسیدونکي یې د اسلام لارویان دي چې د دې هېواد رسمي دین دی او له زرو کلونو څخه زیات په دې سیمه کې حاکم دی. سومالی او عفر دوه لویې توکمیزې ډلې جوړوي، چې عفر یې اکثریت دی. دواړه د افرو-آسیایي ژبو په کوشي ژبه خبرې کوي.

جیبوتي په ستراتیژیک ډول د نړۍ د کښتیو ترټولو بوختو لارو ته نږدې موقعیت لري،چې سره سمندر او د هند سمندر ته لاسرسی کنټرولوي. دا هېواد د تیلو د اچولو او د بار د بدلولو مهم مرکز ګڼل کېږي او د ګاونډي ایتوپیا څخه د وارداتو او صادراتو لپاره اصلي سمندري بندر دی. دا هېواد د یوه پراخیدونکي سوداګریز مرکز په توګه، د بېلابېلو بهرنیو پوځي اډو ځای دی. د پراختیا بین الدول ادارې (IGAD) سیمه ایزه څانګه هم د جیبوتي په ښار کې مرکزي دفتر لري.

نوم او د هغه ريښه

جیبوتي په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت په نوم پېژندل کېږي. په سیمه ایزو ژبو کې د Yibuuti  (په عفر ژبه کې) اوJabuuti  په (سومالي ژبه کې) په نوم پېژندل کېږي.

د دې هېواد نوم د هغه د پلازمینې په نوم نومول شوی، چې د جیبوتی ښار دی. د نوم په ریښه کې اختلاف موجود دی. د دې ریښې په اړه ډېرې تیورېګانې او افسانې شته، چې نظر هرتوکم ته توپیر لري. یوه تیوري د عفر ژبې له کلیمې ګابوتي (gabouti) څخه اخیستل شوې، چې معنی یې "پلیټ" یا ټوټه ده، چې ښایي د سیمې په جغرافیایي ځانګړتیاوو دلالت وکړي. بله یې دا نوم له ګابود (gabood) سره نښلوي، چې معنی یې "مرتفع ځمکه/ هواره" ده. جیبوتي د "تیحوتي خاورې" یا "د تحوت د خاورې معنې هم ورکوي (په مصري کې: Djehuti/ Djehuty) ده او د مصر د سپوږمۍ خدای له معنی څخه اخیستل شوی.  [۷][۸][۹][۱۰]

له ۱۸۶۲ کال څخه تر ۱۸۹۴ کال پورې، د تاجورا د خلیج شمال لور ته خاوره د "اوبوک" په نوم یادېده. دا سیمه چې تر فرانسوي ادارې لاندې وه، له ۱۸۳۳ کال څخه تر ۱۹۶۷ کال پورې د فرانسوي سومالیلنډ (په فرانسوي ژبه: Côte française des Somalis) په نوم یادېده او له ۱۹۶۷ کال څخه تر ۱۹۷۷ کال پورې د عفر او عیسی فرانسوي سیمه (په فرانسوي کې: Territoire français des Afars et des Issas) په نوم یادېده.   [۱۱][۱۲]

ایداري وېش

تاریخ

کلتور

اقتصاد

جغرافیه

اداري ویش

  1. Raph Uwechue, Africa year book and who's who, (Africa Journal Ltd.: 1977), p. 209 کينډۍ:ISBN.
  2. کينډۍ:Cite EB1911
  3. A Political Chronology of Africa, (Taylor & Francis: 2001), p. 132 کينډۍ:ISBN.
  4. کينډۍ:Cite EB1911
  5. "Today in Djibouti History". Historyorb.com. مؤرشف من الأصل في 16 مې 2011. د لاسرسي‌نېټه 27 اپریل 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "United Nations member states". United Nations. مؤرشف من الأصل في 30 دسمبر 2013. د لاسرسي‌نېټه 27 اپریل 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Everett-Heath, John (22 مې 2014). "Djibouti". The Concise Dictionary of World Place-Names (3 ed.). Oxford Reference. Oxford Reference. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-175139-4. مؤرشف من الأصل في 6 مارچ 2019. د لاسرسي‌نېټه 5 مارچ 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Boujrada, Zineb (2 مارچ 2018). "How Djibouti Got Its Unique Name". The Culture Trip. مؤرشف من الأصل في 6 مارچ 2019. د لاسرسي‌نېټه 4 مارچ 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Countries Of The World That Are Named After Legendary Figures". Worldatlas. 7 August 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. N.Y.), Metropolitan Museum of Art (New York (2008). Beyond Babylon: Art, Trade, and Diplomacy in the Second Millennium B.C. (په انګلیسي ژبه کي). Metropolitan Museum of Art. د کتاب پاڼې 361. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58839-295-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Zarins, Juris (1990), "Early Pastoral Nomadism and the Settlement of Lower Mesopotamia", (Bulletin of the American Schools of Oriental Research)
  12. Diamond J, Bellwood P (2003) Farmers and Their Languages: The First Expansions SCIENCE 300, doi:10.1126/science.1078208