جنسيت پالنه


جنسيت پالنه د يو چا د جنسيت يا جنډر پر بنسټ تعصب يا توپيري چلند دی. جنسيت پالنه هر څوک په ځانګړي ډول ښځې او نجونې اغېزمنوي. جنسيت پالنه له کليشو او جنسيت له اصولو سره تړلي دي او کېدای شي هغه باور شامل کړي، چې ‍يو جنسيت يا جنډر په طبيعي ډول له بل څخه پورته دی. پراخه جنسيت پالنه کېدای شي جنسي ځورونه، جنسي تېری او د جنسي تاوتريخوالي نورو بڼو ته وده ورکړي. جنسي توپير کېدای شي جنسيت پالنه راونغاړي. ياده اصطلاح د وګړو د جنسيت پېژندنې يا د جنسيتي توپيرونو پر بنسټ د هغوی پر وړاندې د توپير په توګه پېژندل شوې ده. جنسي توپير په ځانګړي ډول د کار ځای نابرابرۍ اصطلاحاتو کې راپېژندل کېږي. جنسيت پالنه کېدای شي له ټولنيزو يا کلتوروي دودونو او اصولو څخه راپورته شي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ريښه او پېژندنې سمول

د (Fred R. Shapiro) په اند د جنسيت پالنې اصطلاح د ډېر اټکل له مخې په (Franklin and Marshall College) کې د پوهنځي د زده کوونکو د ناستې پر مهال د Pauline M. Leet له خوا د ۱۹۶۵ نومبر په ۱۸ رامنځته شوې ده. په ځانګړي ډول جنسيت پالنه د «ښځې او لېسانس» تر سرليک لاندې د Leet د ناستې په ونډه کې راڅرګند شو او نوموړې يې توکم پالنې سره د پرتلنې له مخې راپېژني: «کله چې تاسې بحث کوئ چې د لږو ښځو له خوا شعر ليکل د دوی بشپړ بېلوالی يا بې برخېتوب څرګندوي، نو تاسې د توکم پالنې سره ورته دريځ غوره کوئ او د همدې له امله زه کېدای شي تاسې ته جنسيت پال ووايم. توکم پالونکی او جنسيت پالونکی دواړه داسې عمل کوي، چې کوم څه چې پېښ شوي دي؛ هيڅ نه دي پېښ شوي او دواړه د يو شخص د ارزښتونو په اړه هغو عواملو ته په ورګرځېدلو يا نسبت ورکولو سره پرېکړې کوي او پايلو ته رسېږي، چې په دواړو حالتونو کې نااړوند دي. [۹][۱۰]

د Shapiro په اند د جنسيت پالنې اصطلاح په لومړي ځل په چاپي بڼه د «ښځې په توګه زېږېدلې» تر سرليک لاندې د Caroline Bird په وينا کې څرګنده شوه، چې د ۱۹۶۸ د نومبر په ۱۵ د ورځې په بنسټيزو ويناوو (Vital Speeches of the Day) شپږمه پاڼه کې خپور شو. هغې د دې وينا په يوه برخه کې وويل: «له کوره د باندې موږ په بېلابېلو لارو د يو جنسيت پال هېواد په توګه پېژندل کېږو. جنسيت پالنه د وګړو د جنسيت له مخې د هغوی په اړه هغه وخت قضاوت کول دي، چې جنسيت پروا نه کوي (ستونزه نه رامنځته کوي). ټاکل شوې ده، چې جنسيت پالنه له توکم پالنې سره ورته يا هم قافيه ده.

جنسيت پالنه د هغې باور پر بنسټ نظريې په توګه پېژندل کېږي، چې يو جنس په کې له بل څخه غوره دی. دا د جنسيت پر بنسټ توپيري چلند، تبعيض يا تعصب او کليشه پالنه ده، چې زياتره د ښځو او نجونو پر وړاندې څرګندېږي. [۱۱][۱۲][۱۳]

ټولنپوهنې جنسيت پالنه په انفرادي او د بنسټونو په کچو کې د څرګندېدو په توګه ازمايلې يا څېړلې ده. د Richard Schaefer د نظر له مخې جنسيت پالنه د ټولو سترو ټولنيزو بنسټونو له خوا تل پاتې ګرځول شوې ده. ټولنپوهان د فشار يا ظلم د نورو نظرياتي سيستمونو تر منځ (لکه د نژاد پالنې) مدارونه يا موازې کرښې بيانوي، چې دوی هم پر انفرادي او د بنسټونو په کچو کې عمل کوي. لومړنۍ ښځينه ټولنپوهانې Charlotte Perkins Gilman، Ida B. Wells او Harriet Martineau د جنسيت د نابرابرۍ سيستمونه تشرېح کړل، مګر د جنسيت پالنې اصطلاح (Sexism) يې ونه کاروه، چې وروسته رامنځته شوه. لکه د Talcott Parsons غوندې هغه ټولنپوهان چې د دندې اصالت نمونې (Functionalist Paradigm) سره يې سمون کړی؛ د جنسيت نابرابري يې د جنسيت د يو ناورته موډل د طبيعي پايلې په توګه درک کړه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

روانپوهانې Mary Crawford او Rhoda Unger جنسيت پالنه د تبعيض په توګه راپېژني، چې د اشخاصو له خوا رامنځته کېږي او «د يوې ډلې په توګه د ښځو په اړه منفي چلند او ارزښتونه» رانغاړي. Glick او Susan Fiske د دوه اړخيز جنسيت پالنې (ambivalent sexism) اصطلاح د دې تشرېح کولو په موخه رامنځته کړه، چې د ښځو په اړه کليشې (يو اړخيزتوب) څه ډول مثبت او منفي دواړه کېدلای شي او دا چې اشخاص هغه کليشې (يو اړخيزتوبونه) سره بېلوي، چې دوی يې په دښمن جنسيت پالنې يا خير غوښتونکي جنسيت پالنې کې لري. [۱۸][۱۹]

د ښځو او نارينه وو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ پلوی ليکوال Bell Hooks جنسيت پالنه د ظلم يا فشار د يو نظام يا سيستم په توګه راپېژني، چې د ښځو لپاره د زيانونو لامل ګرځي. فيمينيسټ فيلسوفه Marilyn Frye جنسيت پالنه د نارينه د لوړوالي، نارينه چاونيزم او ناسمې رويې د چلندي، فکري، پېژندنې او د دريځ ټاکنې پېچلتيا په توګه راپېژني. [۲۰][۲۱]

فيلسوفه Kate Manne جنسيت پالنه د پلارواک نظم د يوې څانګې په توګه راپېژني. د نوموړې په تعريف کې جنسيت پالنه د بدمرغۍ په خلاف د پلارواکۍ اصول په دليل برابر او ريښتيا ثابتوي. Misogyny یا بدمرغي هغه څانګه ده، چې پلارواک اصول پلي کوي. Manne وايي چې جنسيت پالنه زياتره هڅه کوي چې پلارواک ټولنيز تنظيمونه طبيعي، غوره يا داسې حتمي څرګند کړي، چې پر وړاندې يې هيڅ مقاومت نه وي. [۲۲]

تاريخچه سمول

لرغونې نړۍ سمول

په لرغوني مصر کې د ښځو حالت د هغوی په مېړنو يا پلرونو پورې تړلی و، مګر دوی د شتمنيو حقونه لرل او د عرض کوونکو په توګه محکمې ته حاضرېدلی شوې. د Anglo Saxon دورې ښځې په عادي يا عام ډول ورته حالت درلود. که څه هم دليل يا ثبوت د هغې نظريې د ملاتړ په موخه لږ دي، چې له کرنې څخه مخکې ټولنو ښځو ته د نن ورځې ښځو په پرتله لوړ حالت يا مقام ورکړی. د کرنې او ځايي کلتورونو له سمون څخه وروسته دا نظريه رامنځته شوه، چې يو جنس پر بل هغې لوړوالی لري؛ چې زياتره وختونه پر ښځو او نجونو باندې نافذ يا تحميل شوې وه. په لرغونې نړۍ کې د جنسيت پالنې په بېلګو کې هغه ليکلي قوانين شاملېږي، چې ښخې يې په سياسي پروسو کې له ګډون څخه منع کولې. په لرغوني روم کې ښځو نه شول کولای چې رايه وکاروي يا سياسي دنده يا واک تر لاسه کړي. بله بېلګه يې علمي متنونه دي، چې ښځينه وروسته والي کې ماشومان روزي؟. په چين کې ښځو ته د کنفوسيوس اصول ورښودل شوي وو، چې له مخې يې يوه ښځه بايد په کوچنيوالي کې د خپل پلار، له واده وروسته د خبل خاوند او په کونډيتوب کې خپل زوی ته غاړه کېږدي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د جادوګرو ښځو نيول او ازمايښتونه سمول

جنسيت پالنه کېدای شي هغه انګېزه وي، چې د ۱۵ او ۱۸ پېړيو تر منځ يې د کوډګرۍ ازمايښتونه عملي کړي يا پر مخ وړي دي. د معاصرې اروپا په لومړيو او د شمالي امريکا په اروپايي مستعمرو کې ادعاوې شوې وې، چې جادوګرې ښځې مسيحي عالم (مسيحيانو) ته يو ګواښ و.  د هغې دورې بدمرغۍ د دې ښځو په ځورونه يا تعقيب کې ونډه ولوبوله. [۳۰][۳۱][۳۲]

د Heinrich Kramer له خوا د Malleus Malefic arum په نوم کتاب چې جادوګرو ښځو په نيولو او ازمايښتونو کې يې ستره ونډه ولوبوله، د کتاب ليکوال ليکي چې د اټکل له مخې ښځې د نارينه وو په پرتله زياته کوډګري کوي. نوموړی ليکي:

ټوله ناوړتيا يا بدي د يوې ښخې د بدې په پرتله لږه ده... ښځه يوازې د ملګرتيا دښمنه، يوه بېرته نه راګرځېدونکې سزا، يو اړين شيطان، يوه طبيعي فتنه، يو د غوښتنې وړ مصيبت، يو کورنی ګواښ، يو خوندور زيان او د طبيعت زيان ده، چې په مناسبو رنګونو سره رنګ کړل شوې ده.  [۳۳]

د سعودي عربستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د جادوګرۍ کسب ناروا دی، چې په عربستان کې يې سزا مرګ دی. په ۲۰۱۱ کې په ياد هېواد کې د جادوګرۍ او سحر کولو له امله د يوې ښځې سر پرې کړل شو. د نړۍ په ځينو هېوادونو کې په جادوګرۍ د تورنو ښځو قتلول تر اوسه عام دي. د بېلګې په ډول: په تانزانيا کې په کلني ډول نږدې ۵۰۰ ورته تورنې د زيات عمر لرونکې ښځې قتلېږي. [۳۴]

کله چې ښځې د جادوګرۍ په کسب او د هغې د پاېلې په تاوتريخوالي سره په نښه کېږی، دا زياتره وختونه هغه حالت دی چې د توپيري چلند ګڼې بڼې يې پر وړاندې عمل کوي. د بېلګې په ډول: د جنسيت پر بنسټ توپيري چلند او د ثروت، نسب يا ټولنيز دريځ پر بنسټ توپيري چلند لکه په نيپال او هندوستان کې؛ چې دا ډول جرمونو په کې په اړوند ډول عام دي. [۳۵][۳۶]

تر شلمې پېړۍ پورې امريکايي او انګريزي قانون د پناه سيستم په پام کې ونيو، چې «د واده په واسطه په کې مېرمن او خاوند په قانون کې يو شخص دی، چې له مخې يې د ښځې قانوني يا مشروع شتون د واده په جريان کې ځوړند يا معلق دی». امريکايي ښځې تر ۱۸۷۵ پورې (Minor v. Happersett, 88 U.S. 162) د «اشخاصو» په توګه په قانوني ډول نه وې راپېژندل شوې. دې ته ورته يوه نظريه چې مدني ځواک ورته وايي، تر رومي هالنډ قانون لاندې وه (او اوس هم په Eswatini کې د يوې برخې په توګه پلي کېږي). [۳۷][۳۸]

سرچینې سمول

  1. There is a clear and broad consensus among academic scholars in multiple fields that sexism refers primarily to discrimination against women, and primarily affects women. See, for example:
    • "Sexism". New Oxford American Dictionary (3). (2010). Oxford University Press. ISBN 9780199891535.  Defines sexism as "prejudice, stereotyping, or discrimination, typically against women, on the basis of sex".
    • "Sexism". Encyclopædia Britannica, Online Academic Edition. (2015).  Defines sexism as "prejudice or discrimination based on sex or gender, especially against women and girls". Notes that "sexism in a society is most commonly applied against women and girls. It functions to maintain patriarchy, or male domination, through ideological and material practices of individuals, collectives, and institutions that oppress women and girls on the basis of sex or gender."
    • "Sexism". A Companion to Applied Ethics. (2005). London: Blackwell.  Notes that کينډۍ:"'Sexism' refers to a historically and globally pervasive form of oppression against women."
    • Masequesmay, Gina (2008). "Sexism". Encyclopedia of Gender and Society. SAGE Publishing.  Notes that "sexism usually refers to prejudice or discrimination based on sex or gender, especially against women and girls". Also states that "sexism is an ideology or practices that maintain patriarchy or male domination."
    • Hornsby, Jennifer (2005). "Sexism". The Oxford Companion to Philosophy (2). Oxford University Press.  Defines sexism as "thought or practice which may permeate language and which assumes women's inferiority to men".
    • "Sexism". Collins Dictionary of Sociology. (2006). Harper Collins.  Defines sexism as "any devaluation or denigration of women or men, but particularly women, which is embodied in institutions and social relationships."
    • "Sexism". Palgrave MacMillan Dictionary of Political Thought. (2007). Palgrave MacMillan.  Notes that "either sex may be the object of sexist attitudes ... however, it is commonly held that, in developed societies, women have been the usual victims".
    • "Sexism". The Greenwood Encyclopedia of Love, Courtship, and Sexuality through History, Volume 6: The Modern World. (2007). Greenwood.  "Sexism is any act, attitude, or institutional configuration that systematically subordinates or devalues women. Built upon the belief that men and women are constitutionally different, sexism takes these differences as indications that men are inherently superior to women, which then is used to justify the nearly universal dominance of men in social and familial relationships, as well as politics, religion, language, law, and economics."
    • Foster, Carly Hayden (2011). "Sexism". The Encyclopedia of Political Science. CQ Press. ISBN 9781608712434.  Notes that "both men and women can experience sexism, but sexism against women is more pervasive".
    • Johnson, Allan G. (2000). "Sexism". The Blackwell Dictionary of Sociology. Blackwell.  Suggests that "the key test of whether something is sexist ... lies in its consequences: if it supports male privilege, then it is by definition sexist. I specify 'male privilege' because in every known society where gender inequality exists, males are privileged over females."
    • Lorber, Judith (2011). Gender Inequality: Feminist Theories and Politics. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Notes that "although we speak of gender inequality, it is usually women who are disadvantaged relative to similarly situated men".
    • Wortman, Camille B.; Loftus, Elizabeth S.; Weaver, Charles A (1999). Psychology. McGraw-Hill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "As throughout history, today women are the primary victims of sexism, prejudice directed at one sex, even in the United States."
  2. Matsumoto, David (2001). The Handbook of Culture and Psychology. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 197. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-513181-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Nakdimen, K. A. (1984). "The Physiognomic Basis of Sexual Stereotyping". American Journal of Psychiatry. 141 (4): 499–503. doi:10.1176/ajp.141.4.499. PMID 6703126. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Witt, Jon (2017). SOC 2018 (الطبعة 5th). New York: McGraw-Hill Education. OCLC 968304061. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781259702723. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  5. Forcible Rape Institutionalized Sexism in the Criminal Justice System| Gerald D. Robin Division of Criminal Justice, University of New Haven
  6. Macklem, Tony (2003). Beyond Comparison: Sex and Discrimination. New York: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-82682-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sharyn Ann Lenhart (2004). Clinical Aspects of Sexual Harassment and Gender Discrimination: Psychological Consequences and Treatment Interventions. Routledge. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1135941314. د لاسرسي‌نېټه April 20, 2018. Gender or Sex Discrimination: This term refers to the types of gender bias that have a negative impact. The term has legal, as well as theoretical and psychological, definitions. Psychological consequences can be more readily inferred from the latter, but both definitions are of significance. Theoretically, gender discrimination has been described as (1) the unequal rewards that men and women receive in the workplace or academic environment because of their gender or sex difference (DiThomaso, 1989); (2) a process occurring in work or educational settings in which an individual is overtly or covertly limited access to an opportunity or a resource because of a sex or is given the opportunity or the resource reluctantly and may face harassment for picking it (Roeske & Pleck, 1983); or (3) both. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Macfarlane, Christina; Coppack, Sean; Masters, James (September 12, 2019). "FIFA must act after death of Iran's 'Blue Girl,' says activist". edition.cnn.com. د لاسرسي‌نېټه June 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Feminism Friday: The origins of the word "sexism"". Finallyfeminism101.wordpress.com. October 19, 2007. د لاسرسي‌نېټه July 20, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Siegel, Daniel J. (February 16, 2015). The Wise Legacy: How One Professor Transformed the Nation. CreateSpace. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781507625590. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Schaefer, Richard T. (2009). Sociology: A Brief Introduction (الطبعة 8th). New York: McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 274–275. OCLC 243941681. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780073404264. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. T., Schaefer, Richard (2011). Sociology in modules. New York, NY: McGraw-Hill. د کتاب پاڼې 525. OCLC 663953971. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780078026775. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. J., Macionis, John (2010). Sociology (الطبعة 13th). Upper Saddle River, N.J.: Pearson Education. د کتاب پاڼې 330. OCLC 468109511. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780205749898. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Witt, Jon (2017). SOC 2018 (الطبعة 5th). New York: McGraw-Hill Education. د کتاب پاڼې 301. OCLC 968304061. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1259702723. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. D.), Hughes, Michael (Michael (2009). Sociology : the core. Kroehler, Carolyn J. (الطبعة 9th). Boston: McGraw Hill/Higher Education. د کتاب پاڼې 247. OCLC 276998849. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780073404257. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Schaefer, Richard T. (2009). Sociology: A Brief Introduction (الطبعة 8th). New York: McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 274–275. OCLC 243941681. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780073404264. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Schaefer, Richard T. (2009). Sociology: A Brief Introduction (الطبعة 8th). New York: McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 274–275. OCLC 243941681. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780073404264. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. E.), Crawford, Mary (Mary (2004). Women and gender : a feminist psychology. Unger, Rhoda Kesler. (الطبعة 4th). Boston: McGraw-Hill. د کتاب پاڼې 9. OCLC 52706293. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0072821079. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. E.), Crawford, Mary (Mary (2004). Women and gender : a feminist psychology. Unger, Rhoda Kesler. (الطبعة 4th). Boston: McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 59–60. OCLC 52706293. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0072821079. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hooks, Bell (2000). Feminist theory : from margin to center (الطبعة 2nd). London: Pluto. د کتاب پاڼې 48. OCLC 45502856. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0745316642. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Marilyn., Frye (1983). The Politics of Reality : Essays in Feminist Theory (الطبعة First). Trumansburg, New York: Crossing Press. د کتاب پاڼي 41. OCLC 9323470. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0895940995. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Manne, Kate (2019). Down Girl: The Logic of Misogyny. Ithaca, New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 78–79. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190604981. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. David P. Silverman (2003). Ancient Egypt. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 80–84. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195219524. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Stanford Lehmberg (2013). A History of the Peoples of the British Isles: From Prehistoric Times to 1688. Routledge. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1134415281. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Craig Lockard (2014). Societies, Networks, and Transitions: A Global History. Cengage Learning. د کتاب پاڼي 88–89. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1305177079. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Eller, Cynthia (2000). The Myth of Matriarchal Prehistory. Boston: Beacon Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8070-6793-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Peter N. Stearns (Narrator). A Brief History of the World Course No. 8080 [Audio CD]. The Teaching Company. ASIN B000W595CC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Frier, Bruce W.; McGinn, Thomas A. J. (2004). A Casebook on Roman Family Law. American Philological Association. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 31–32, 457, et passim. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-516185-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Wu 吴, Xiaohua 晓华 (2009). "周代男女角色定位及其对现代社会的影响" [Role orientation of men and women in the Zhou Dynasty and their effects on modern society]. Chang'An Daxue Xuebao (Shehui Kexue Ban) (په چينايي ژبه کي). 11 (3): 87. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Thurston 2001. p. 01.
  31. Barstow, Anne Llewellyn (1994) Witchcraze: A New History of the European Witch Hunts San Francisco: Pandora.
  32. Thurston 2001. pp. 42–45.
  33. Kramer and Sprenger. Malleus Maleficarum.
  34. World Health Organization. "World Report on Violence Chapter 5 – Abuse of the elderly" (PDF). who.int. د لاسرسي‌نېټه June 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په February 15, 2010 باندې). Witch-hunts of low-caste women in Nepal. The Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  36. (په July 22, 2014 باندې). Witch Hunting in India: Poor, Low Caste and Widows Main Targets. International Business Times.
  37. Blackstone, William. "Extracts from William Blackstone's Commentaries on the Laws of England 1765–1769". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Legacy '98: Detailed Timeline". Legacy98.org. 2001-09-19. د اصلي آرشيف څخه پر July 2, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 20, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)