جرمنی سترواک، دویم ویلهلم

جرمنی سترواک، دویم ویلهلم
(الماني: Wilhelm II د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جرمنی سترواک، دویم ویلهلم
جرمنی سترواک، دویم ویلهلم

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ جنوري ۱۸۵۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 4 جون 1941 (82 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د زړه ناروغي  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمن سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار درېیم فریدریک، جرمنی سترواک[۱۳]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور سلطنتي شاهزادګۍ، ویکټوریا[۱۳]  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
دنده پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۱۴][۱۵]
انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې باکسر بغاوت
لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جرمنی سترواک، دویم ویلهلم
جرمنی سترواک، دویم ویلهلم

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دویم ویلهلم (فریدریش ویلهلم ویکټور البرټ؛ ۲۷ جنوري ۱۸۵۹ – ۴ جون ۱۹۴۱ زکال) په انګلیسي بڼه دویم ویلیام، وروستی جرمنی سترواک (په جرمني ژبه کې: قیصر) او د پروس پاچا و، چې د ۱۸۸۸ زکال د جون له ۱۵ نېټې څخه یې د ۱۹۱۸ زکال د نومبر تر ۹ مې نېټې پورې تر هغه مهاله چې له واکه ګوښه کړای شو؛ واکمني وکړه. د یو پیاوړي سمندریز ځواک په جوړولو سره د یو لوی ځواک په توګه د جرمني د سترواکۍ د څرګندولو په خوا کې د هغه د بې تدبیره عامه ویناوو او نامنظم بهرني سیاست له امله د نړیوالې ټولنې له شدیدو مخالفتونو سره مخامخ شو او آن د یو شمېر کسانو له نظره د لومړۍ نړیوالې جګړې لامل وګرځېد. په لویدیځه جبهه کې له ډېرو هڅو سره له یو لړ ماتو خوړولو وروسته بالاخره په ۱۹۱۸ زکال کې مات شو او اړ شو څو واک پرېږدي، همدا و چې د جرمني سترواکي او په پروس کې د هوهنزولرن کورنۍ ۳۰۰ کلنه واکمني پای ته ورسېده.

دویم ویلهلم د پروس د شاهزاده فریدریک ویلیام او د سلطنتي شاهزادګۍ ویکټوریا زوی و. د هغه پلار د جرمني سترواک لومړي ویلهلم زوی و او مور یې د بریتانیا د ملکې ویکټوریا او شهزاده آلبرت ساکس کوبورگ او گوتا لور وه. د ویلهلم نیکه لومړی ویلهلم د ۱۸۸۸ زکال په مارچ کې مړ شو. د هغه پلار دریم فریدریک سترواک شو، خو یوازې ۹۹ ورځې وروسته مړ شو. له همدې امله په هغه کال کې چې د دریو سترواکانو د کال په نامه یادېږي، دویم ویلهلم د ۱۸۸۸ زکال په جون میاشت کې د دویم رایش (جرمني سترواکۍ) په تخت کښېناست.

د ۱۸۹۰ زکال په مارچ میاشت کې دویم ویلهلم د جرمني سترواکۍ اوږد مهاله ځواکمن لومړی وزیر اوټو فون بسمارک له واکه ګوښه کړ او د هېواد سیاستونه یې په مستقیم ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستل او د یو نړیوال ځواک په توګه د خپل ځایګي د ثابتولو په موخه یې جګړه غوښتونکی نوی مسیر انتخاب کړ. د هغه د واکمنۍ پر مهال د جرمني استعماري سترواکۍ په چین او آرام سمندرګي کې نوي قلمرونه (لکه کیاتشاو خلیج، شمالي ماریانا ټاپوګان او کارولین ټاپوګان) خپل کړل او د اروپا په لوی تولیدونکي هېواد واوښت. له دې سره ویلهلم تر ډېره د یو شمېر بې تدبیره ویناوو او نورو هېوادونو ته د ګواښونو په کولو سره پرته له دې چې له خپلو وزیرانو سره مشوره وکړي؛ دغه پرمختګ کمزوری کاوه. هغه مهال چې قیصر په لویه کچه د جرمني د سمندریز ځواک پراخول پیل کړل، بریتانیا د جرمني یو له اصلي دښمنانو څخه شوه. تر ۱۹۱۰ زکال پورې جرمني دوه ملاتړي له ځان سره لرل: کمزوری اطریش- هنګري او مخ پر زوال عثماني سترواکي. [۱۶]

د ۱۹۱۴ زکال د جولای میاشتې په کړکېچ کې د ویلهلم د واکمنۍ له خوا د دې تضمین ورکول چې جرمني به د اطریش – هنګري پوځي ملاتړ کوي، د لومړۍ نړیوالې جګړې یو له فوري لاملونو و. دغه مهال ویلهلم د پرېکړې کولو نږدې ټول واک له لاسه ورکړی و. په واقعیت کې ټولو ملکي چارواکو د پوځ د لوی درستیز پر وړاندې خپل واک له لاسه ورکړی و. د ۱۹۱۶ زکال په اګست میاشت کې ډي فکټو پوځي دیکتاتورۍ د جګړې تر پایه ملي پالیسي وټاکله. سره له دې چې جرمني د شوروي پر وړاندې بریاوې لرلې او په ختیځه اروپا کې یې پریمانه ځمکني قلمرونه خپل کړل، خو د ۱۹۱۸ زکال په مني کې په لویدیځه جبهه کې له پرېکنده ماتې وروسته اړ شو، څو له خپلو فتوحاتو لاس پر سر شي. ویلهلم هم اړ شو د ۱۹۱۸-۱۹۱۹ زکال د جرمني د انقلاب له امله واک پرېږدي. انقلاب هم سلطنتي جرمني په یو بې ثباته دیموکراتیک جمهوري دولت بدل کړ چې د وایمار جمهوریت په نوم پېژندل کېده. ویلهلم هم د تبعید له امله هالنډ ته وتښتید او په ۱۹۴۰ زکال کې د نازي جرمني له خوا د هالنډ د نیولو پر مهال هم همالته استوګن و او په ۱۹۴۱ زکال کې همالته مړ هم شو.

بیوګرافي سمول

ویلهلم د ۱۸۵۹ زکال د جنوري په ۲۷ مه د برلین په سلطنتي ماڼۍ کې – د بریتانیا د ملکې د مشرې لور، شهزادګۍ ویکټوریا «ویکي» او د پروس د شهزاده فریدریک ویلیام («فریتز»- راتلونکی دریم فریدریک) په کورنۍ کې وزېږېد. د هغه د زیږون پر مهال د هغه مشر تره څلورم فریدریک ویلیام د پروس پاچا و. څلورم فریدریک ویلیام د مغزي سکتې له امله فعالیت نه شو کولای او د هغه ځوان ورور ویلهلم د نایب السلطنت په توګه دنده مخته وړه. ماشوم ویلهلم د خپلې مورنۍ نیا او نیکه (ملکې ویکټوریا او شاهزاده البرټ) مشر لمسی و، خو له دې مهمه دا چې هغه د پروس د ولیعد مشر زوی هم و. د ۱۸۶۱ زکال په جنوري میاشت کې د څلورم فریدریک ویلیام له مړینې وروسته د ویلهلم پلرنی نیکه (مشر ویلهلم) پاچا شو او دوه کلن ماشوم ویلهلم د پروس د پاچهۍ په نوبت کې دویم ځایګی درلود. له ۱۸۷۱ زکال وروسته ویلهلم همدارنګه د جرمني د نوې رامنځته شوې سترواکۍ لپاره هم په دویم نوبت کې و، ځکه چې د جرمني د سترواکۍ د اساسي قانون له مخې باید د پروس پاچا سترواک وي. د هغه د زیږون پر مهال، نوموړی همدارنګه د بریتانیا د پاچهۍ په نوبت کې د خپلو ماما ګانو او مور وروسته شپږم ځایګی درلود. [۱۷]

بهرنۍ چارې سمول

د دویم ویلهلم د واکمنۍ پر مهال د جرمني بهرنۍ پالیسي له پام وړ ستونزو سره مخامخ و. تر ټولو واضح لامل یې هم دا و چې ویلهلم یو بې حوصلې سړې و او په خپلو ذهني غبرګونونو کې تر ډېره د احساساتو او انګېزو تر اغېز لاندې و. هغه په شخصي ډول د جرمني د بهرنۍ پالیسي د مخته وړو لپاره کافي وړتیا نه لرله. اوس مهال په پراخ ډول دا منل شوې چې په نړیوال ډګر کې د ویلهلم له خوا ترسره شوې بېلابېلې چارې تر ډېره د جرمني د بهرني سیاست د یو شمېر مخکښانو له خوا ستایل کېدلې. په دې اړه ګڼ شمېر مثالونه شتون لري، د بېلګې په توګه په ۱۸۹۶ زکال کې کروګر ټلګرام چې په کې ویلهلم، ولسمشر پاول کروګر ته د دې مبارکي ورکړه چې مخه یې ونیوله په جیمسون برید کې بریتانوي سترواکي ترانسوال جمهوریت ځانته الحاق کړي.

د قیصر د واکمنۍ په لومړیو دولسو کلونو کې د بریتانویانو عامه افکار د هغه په ګټه و، خو د ۱۸۹۰ مې لسیزې په وروستیو کې یې بدلون وکړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال هغه د جرمنانو پر خلاف د بریتانوي پروپاګند اصلي موخه وه او ورته د کرکجن دښمن په سترګه کتل کېدل.[۱۸]

ویلهلم ژېړ ګواښ اختراع کړ او له هغو یې ویره خپروله؛ ده هڅه کوله څو نور اروپايي واکمنان له هغه ګواښ سره چې د چین د برید له امله بلل کېده لیوالتیا پیدا کړي؛ چې یوازې ډېرو کمو رهبرانو ورته پام وکړ. ویلهلم د روس- جاپان په جګړه کې د جاپان بریا ته په نغوتې کولو هڅه کوله چې لویدیځ د دغه زیړ ګواښ پر وړاندې چې د جاپان په ظهور سره رامنځته شوی و بیدار کړي، ویلهلم ادعا کوله چې هغه به له چین سره لاس یو کړي او پر لویدیځ به واک ترلاسه کړي. د ویلهلم تر مشرۍ لاندې جرمني په افریقا او آرام سمندر کې د خپلو مستعمراتو په پیاوړي کولو پانګونه وکړه، خو یوازې ډېرو کمو یې ورته ګټه وکړه او نورې یې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال له لاسه ووتې. په سویل لویدیځه افریقا (معاصره نامیبیا) کې د جرمني واکمن پر ضد بغاوت د هیریرو او ناماکوا عام وژنې لامل وګرځېد، په داسې حال کې چې بالاخره ویلهلم د هغو د درولو امر وکړ. [۱۹]

د هغه د شخصي دیپلوماسۍ یو له محدودو بریالو مواردو دا و چې په ۱۹۰۰ زکال کې نوموړي د اطریش د لومړي فرانس جوزف د تمې پر خلاف د اطریش د آرشیدوک فرانس فردیناند او سوفي خوتک له واده ملاتړ وکړ.[۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118632892  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nc6dhg — subject named as: Wilhelm II, German Emperor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6298 — subject named as: Wilhelm — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/William-II-emperor-of-Germany — subject named as: William II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/291921 — subject named as: Wilhelm II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/430924 — subject named as: Kaiser Wilhelm II. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10067.htm#i100668 — subject named as: Wilhelm II, Deutscher Kaiser, König von Preußen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/wilhelm-wilhelm-ii — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0031632.xml — subject named as: Guillem II de Prússia — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=64650 — subject named as: Vilim II. Hohenzollern — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ https://cs.isabart.org/person/61812 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001134 — subject named as: Wilhelm II. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ سرليک: Kindred Britain
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/149788003
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/300442723
  16. Jastrow 1917، ص. 97.
  17. Röhl 1998، صص. 1–2.
  18. Reinermann 2008، صص. 469–485.
  19. Röhl 1996، ص. 203.
  20. Cecil 1989، ص. 9.
  21. Cecil 1989، ص. 14.