جبري پوځي خدمت

جبري پوځي خدمت (چې په متحده ايالاتو کې په اجباري ډول د سرتېرو راټولول هم بلل کېږي) په يو ملي خدمت کې د دولت له خوا د خلکو لازمي استخدام دی چې عموماً په پوځي خدمت وي. د اجباري خدمت تاريخ تر لرغونو زمانو رسېږي او په ځينو هېوادونو کې تر بېلا بېلو نومونو لاندې تر اوسه روان دی. د ځوانانو د تقريباً نړيوال قومي استخدام نوي نظام تاريخ په ۱۷۹۰ز لسيزه کې د فرانسې تر انقلاب پورې رسېږي، چېرته چې دا چاره د يو ډېر ستر او ځواکمن پوځ بنسټ وګرځېده. ډېريو اروپايي هېوادونو وروسته د سولې پر مهال همدا نظام نقل کړ، تر څو د يو خاص عمر لرونکي نارينه له يو څخه تر اتو کلونو پورې په فعاله دنده کار وکړي او بيا احتياطي ځواک ته ولېږدول شي.[۱]

جبري استخدام يا ګومارنه د يو لړ لاملونو له امله د اختلافاتو ښکار موضوع ده چې په دا لاملونه پکې شامل دي: د مذهبي يا فلسفي بنسټونو پر اساس د نظامي نښتو په وړاندې وجداني مخالفت؛ سياسي مخالفت، د بېلګې په ډول د يو ناخوښه دولت يا نامنلې جګړې لپاره خدمت؛ جنسيت پالنه، په دې معنا چې له تاریخي اړخه يواځې نارينه د دې استخدام موخه وو او فکري اعتراض، د بېلګې په ډول له منل شويو فردي حقوقو څخه سرغړونه. شونې ده چې استخدام شوي خلک له خدمت څخه وتښتي، لکه د هېواد په پرېښودلو او په بل هېواد کې په پناه غوښتلو سره. ځينې اختياري نظامونه دا تګلارې د جنګي عملياتو له دندو څخه دباندې يا له پوځ څخه بهر د متبادلو خدماتو په مهيا کولو سره برابروي، لکه په فينلينډ کې « Siviilipalvelus» (متبادل مدني خدمت)، په استراليا، المان او سويټزرلينډ کې « Zivildienst» (د ټولنې اجباري خدمت). يو شمير هېوادونه نه يواځې د پوځ لپاره، بلکې د نيمه پوځي ادارو لپاره هم نارينه پوځيان استخداموي، کوم چې د پولیسو په څېر يواځې د داخلي خدماتو لپاره ځانګړي دي، لکه داخلي پوځيان، پوله ساتي ځواکونه او د ژغورنې غېر جنګي دندې، لکه مدني دفاع.[۲]

له ۲۰۲۲ز کال راهيسې، ډېری هېوادونه جبراً سرتيري نه استخداموي، د دې پر ځای د رضاکارانو تر څنګ په مسلکي پوځيانو تکيه کوي. خو په دې ډول نظم د باور کولو وړتيا، د جګړې د شرايطو او د دوښمنيو د پراختيا دواړو په اړوند، تر يو بریده د وړاندوينې اټکل کولای شي. په همدې بنسټ ډيری هغه هېوادونه چې جبري خدمت يې له منځه وړی، دا وړتيا لري چې د جګړې يا بحران پر مهال جبري استخدام بيا پيل کړي. په هغو هېوادونو کې د جبري استخدام شونتيا ډېره زياته ده، کوم چې په جګړو يا د دولتونو تر منځ په سيالیو کې ښکېل وي، په ورته توګه د مطلق العنانو (استبدادي) حکومتونو په پرتله په جمهوريتونو کې د جبري استخدام امکانات کم دي. د سينګاپور او مصر په څېر له څو استثنائاتو سره، پخوانۍ برتانوي مستعمرې د جبري استخدام کم احتمال لري، ځکه دا هېوادونه د برتانوي جبري استخدام ضد اصولو تر اغېز لاندې دي چې مخينه يې د انګلستان په کورنۍ جګړه کې موندل کېږي، انګلستان په ۱۹۶۰ز کال کې جبري استخدام لغوه کړ.[۳][۴]

تاريخ سمول

له مودرن پړاو مخکې سمول

ايلکم سمول

د حمورابي د حکومت په شا اوخوا وخت کې (۱۷۹۱-۱۷۵۰مخزېږديز)، بابيليوني سترواکۍ د جبري استخدام يو نظام کارولی و چې «ايلکم» يې باله. د دې نظام تر مخې له وړ کسانو غوښتنه کېده چې د جګړې پر مهال په شاهي پوځ کې خدمت وکړي. د سولې پر مهال دوی اړ وو چې د دولت د نورو کارونو لپاره د کار ځواک برابر کړي. د دې خدمت په بدل کې همدې خلکو کولای شول چې د ځمکې لرلو حق ولري. شونې ده چې دا حق په خپله د ځمکې د ملکيت حق نه، بلکې ځانګړې ځمکه وه چې د حکومت له خوا ورکول کېده. [۵]

د پوځي خدمت څخه د ځان ساتنې ډول ډول بڼې ثبت شوي دي. داسې برېښي چې د يو متبادل د خدماتو تر لاسه کولو چاره هم د دې قانون له جوړېدو مخکې او هم وروسته تر سره شوې، په داسې حال کې چې د حمورابي د قانون پر بنسټ دا چاره ناقانونه وه. وروستني تاريخونه ښيي چې د «ايلکم» د مسئوليتونو پر سر په منظم ډول سوداګري کېده. په نورو سيمو کې، خلکو په ساده ډول خپل ښارونه پرېښودل، څو د دوی د «ايلکم» له خدمت څخه ځان څنډې ته کړي. بله لاره دا وه چې «ايلکم» ځمکې او له دې ځمکو سره د هغوی د خدمت مسئوليت وپلوري. په داسې حال کې يو شمېر بښل شوې طبقې مستثنا وې، د حمورابي د قانون تر مخې دا چاره منع شوې وه.[۶]

د منځنيو پېړيو په عسکرۍ کې شموليت سمول

په اروپايي لويه وچه کې د ملوک الطوايفۍ د قوانينو تر مخې، په منځنيو پېړيو کې د ځمکو څښتنانو داسې يو نظام عملي کړی و، چېرته چې په کلیوالو سيمو يا ښاري مرکزونو کې اوسېدونکي ټول له ۱۵ څخه تر ۶۰ کاله عمر لرونکي کروندګر، عام خلک او اشراف، هغه مهال د پوځي دندې لپاره غوښتل کېدل، کله به چې هغوی پاچا يا سیمه ييز حاکم وغوښتل، دوی به د خپلې شتمنۍ په تناسب سره وسلې او زغرې له ځانه سره راوړلې. دې سرتېرو به د پاچا يا سیمه ييز حاکم لکه په فرانسه کې «ايريري-بان» له خوا د ټاکل شويو سيمه يیزو مشرانو تر حکم لاندې د پليو، ډلګۍ مشرانو يا وسله والو سرتېرو په څېر جګړه کوله. « Arrière-ban» د عمومي سرتېرو ښودنه کوي، چېرته چې د سلطنت (يا سيمه ييز افسر او لوړ رتبه افسرانو) له خوا په فرانسه کې اوسېدونکو له ۱۵ څخه تر ۶۰ کاله عمر لرونکي ټول له بدني اړخه وړ نارينه جګړې ته د تګ لپاره راغوښتل کېدل. نارينه د حاکم د مرستيال (کفيل) (يا په سويل کې د sénéchal له خوا) له خوا راغوښتل کېدل. د حاکم دا مرستيالان پوځي او سياسي مديران وو چې د پاچا له خوا ټاکل کېدل، تر څو د پاچا د امرونو او حکمونو په عملي کولو سره د ولايت په يوه ځانګړې سيمه حکومت او د هغې پالنه او څارنه وکړي. په دې ډول غوښتل شوي خلک بيا د پوځي افسر له خوا غوښتل کېدل، څوک به چې د پاچا استازی او د يو ټول ولايت پوځي والي و، په کومو کې چې ډيری «بيلی وکس، سينيشلټيز او کاسټيلينز» شامل وو (bailiwicks علاقدار، seneschalties ناظر يا وکيل، castellanies قلعه دار). تر ټولو شتمن شريف (ملک/خان/جاګيردار) څخه نيولې تر ټولو بې وزله عامو خلکو پورې ټول د « arrière-ban» لاندې راغوښتل کېدل او دوی بايد خپل ځانونه د پاچا يا د هغه د مسئولینو په مخ کې وړاندې کړی وای.[۷][۸][۹][۱۰]

د منځنیو پېړيو په سکنډينيويا کې « leiðangr» (لرغوني سکينډنيويايان)، « leidang» (نارويجنيان)، « leding» (ډنمارکيان)، « ledung» (سويډنيان)، « lichting» (هالنډيان)، « expeditio» (لاتينيان) او کله کله « leþing» (پخواني انګريزان)، د وړيا کروندګرو سرتيري (پوځ) وو، څوک چې په ساحلي سمندري ځواکونو کې استخدام شوي وو، څو موسمي ګزمې تر سره او د دولت له قلمرو څخه دفاع وکړي.

د انګلو-ساکسن انګريز پوځ ډېره برخه چې د «فريډ» په نوم يادېده، د هرې ولسوالۍ د ازادو خلکو څخه جوړه شوې د نيمه وخت انګريزي سرتېرو څخه جوړ شوی و. د ۶۹۰ز لسيزې د «ويسکس» د «Ine» (Ine د Wessex پاچا و) په قوانينو کې، په پوځي خدماتو کې پر غفلت کوونکو درې ټولنيزو طبقو جريمې تحميل شوې وې.[۱۱]

ځينې اوسني لیکوالان ادعا کوي چې په اروپا کې پوځي خدمت يواځې تر کوچنیو زميندارو اشرافو پورې محدود و. دا خانان (هغه څوک چې نېغ په نېغه يې له پاچا ځمکه تر لاسه کوله) د هغه مهال د ځمکې لرونکي اشراف وو او اړ وو چې هر کال د ټاکلو ورځو لپاره د خپلو وسلو او زغرو سره يو ځای خدمت وکړي. تاريخ پوه «ډايويډ سټرډي» د ټولنې د ټولو طبقو څخه جوړ يو نوي ملي پوځ د مقدمې په توګه د «فريډ» په اړه خبر ورکړی او هغه يې يو «احمقانه خيال» بللی دی.

دا پخوانی باور چې بزګران او کوچني دهقانان  د يو ملي پوځ يا «فريډ» د جوړولو لپاره سره راټول شوي وو، يو عجيبه وهم دی، کوم خوب چې لرغون پېژندونکو د اتلسمې پېړۍ په وروستيو يا د نولسمې پېړۍ په لمړيو کې ليدلی و، څو د نړیوال پوځي استخدام لپاره توجيه پيدا کړي.[۱۲]

په ملوک الطوايفي جاپان کې د ۱۳۹۳ «شوګن» رتبې (شوګن د جاپان تر ټولو لوړ پوړی پوځي قوماندان و) پور ورکونکي د يو کال ماليې په بدل کې له مذهبي يا پوځي عسکري خدمت څخه معاف کړي وو. د «Ōnin‎» جګړې «شوګن» کمزوری کړ او يو ځل بیا يې په پور ورکونکو عسکري تحميل کړه. دا ارباب پالنه (مشرتوب)، يو استبدادي عمل او د عامو خلکو لپاره د اټکل وړ نه و. په داسې حال کې چې د پيسو پور ورکونکي بې وزله نه وو، ډېرو ارباب پالو (مطلقو مشرانو) له دې څخه د عاید زياتولو لپاره ګټه واخسته. د ارباب پالنې د پايښت لپاره د جبري سرتېرو شتون اړین وګرځېد او مشر (خان/مشر/ملک) ته يې اجازه ورکوله چې په خپله خوښه ماليات وټاکي. په دې محصولاتو کې د رسمي لګښتونو لپاره پر کرنيزه ځمکه د «تانسين» ماليات شامل وو. د « Ise» د لوی مزار (په جاپان کې یو مزار يا روضه ده چې د لمر رب النوعې لپاره وقف شوی) د بيا ابادۍ لپاره په ټولو ځمکو د « Yakubu takumai» ماليات زيات کړای شول او په ټولو کورونو د « munabechisen» مالیات وضع کړای شول. دا مهال، عامو خلکو ځمکه د سود له لارې تر لاسه کړې وه او په ۱۴۲۲ کې «شوګن» د عامو خلکو د هغو ځمکو بېرته اخستلو ګواښ کړی و، کوم چې د خپلو مالياتو په تاديه کې ناکام شوي وو.[۱۳]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Cite dictionary
  2. . Seeking Sanctuary: Draft Dodgers.
  3. "World War II". The Canadian Encyclopedia. (15 July 2015). Toronto: Historica Canada. 
  4. Asal, Victor; Conrad, Justin; Toronto, Nathan (2017-08-01). "I Want You! The Determinants of Military Conscription". Journal of Conflict Resolution (په انګلیسي ژبه کي). 61 (7): 1456–1481. doi:10.1177/0022002715606217. ISSN 0022-0027. S2CID 9019768. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Postgate, J.N. (1992). Early Mesopotamia Society and Economy at the Dawn of History. Routledge. د کتاب پاڼې 242. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-11032-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Postgate, J.N. (1992). Early Mesopotamia Society and Economy at the Dawn of History. Routledge. د کتاب پاڼې 243. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-11032-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "arrière-ban". The Free Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Nicolle, D. (2000). French Armies of the Hundred Years' War (Vol. 337). Osprey Publishing.
  9. Nicolle, D. (2004). Poitiers 1356: The capture of a king (Vol. 138). Osprey Publishing.
  10. Curry, A. (2002). Essential Histories–The Hundred Years' War. Nova York, Osprey.
  11. Attenborough, F. L. (1922). Laws of the Earliest English Kings. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780404565459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sturdy, David Alfred the Great Constable (1995), p. 153
  13. Gay, Suzanne (2001). The Moneylenders of Late Medieval Kyoto. University of Hawaii Press. د کتاب پاڼې 111. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780824864880. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)