جان ډېفن بېکر

جان ډېفن بېکر
جان ډېفن بېکر
جان ډېفن بېکر

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: John George Diefenbaker د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۸ سپټمبر ۱۸۹۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 16 اگسټ 1979 (84 کاله)[۱][۲][۳][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آټاوا  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (13 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۱ جون ۱۹۵۷  – ۲۲ اپرېل ۱۹۶۳ 
لؤيس سېنټ لوران 
لېسټر بي. پېیرسون 
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام بريدمن  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جان ډېفن بېکر
جان ډېفن بېکر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان جورج ډېفن بېکر د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CH  نښان (د غوره لاسته راوړنو انعام)، اوQC  (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي)، د FRSC (د کاناډا د سلطنتي ټولنې غړی) او د FRSA (د هنر د سلطنتي ټولنې غړی) د نوم فونوتیکي سمبول یې  /ˈdiːfənˌbeɪkər/؛ د ۱۸۹۵ ز کال د سپټمبر په ۱۸ زېږېدلی او د ۱۹۷۹ ز کال د اګست په ۱۶ مه مړ شوی. له ۱۹۵۷ ز کال څخه تر ۱۹۶۳ز کال پورې يې د کاناډا د ۱۳م لومړۍ وزیر په توګه خدمت کړی. هغه د ۱۹۳۰ او ۱۹۷۹ ز کلونو تر منځ د پرمختللیو محافظه کارانو د ګوند یوازینی مشر و چې ګوند يې په ټاکنو کې بریا ته ورساوه او دا چاره يې درې ځلې ترسره کړه، چې ان یو ځلې په ولسي جرګه کې د چوکیو له لوی اکثریت سره مل و.

ډېفن بېکر په ۱۸۹۵ ز کال کې د سویل لویدیځې اونتاریو په کوچني ښارګوټي نیوسټټ (Neustadt ) کې زېږېدلی. په ۱۹۰۳ ز کال کې د هغه کورنۍ د لویديځ لور ته د شمال لوېدیځو سیمو یوې برخې ته کډواله شوه چې یاده سیمه ډېر ژر په ساسکېچوان ولایت بدل شو. هغه په ولایت کې لوی شو او له کوچنیوالي څخه يې له سیاست سره علاقه لرله. ډېفن بېکر په لومړۍ نړیواله جګړه کې تر خدمت کولو وروسته په یو مخکښ مدافع وکیل بدل شو. هغه د ۱۹۲۰مو او ۱۹۳۰مو لسیزو ترمنځ له لږ بریا سره په ټاکنو کې برخه واخیسته ،تر هغه چې په ۱۹۴۰ ز کال د ولسي جرګې لپاره وټاکل شو.  

ډېفن بېکر په مکرر ډول د ګوند مشرتابه ته نوماند و. هغه په ۱۹۵۶ ز کال کې په خپله درېیمه هڅه کې یاد موقف ترلاسه کړ. هغه په ۱۹۵۷ ز کال کې ګوند په تېرو ۲۷ کلونو کې خپلې لومړۍ بریا ته ورساوه. یو کال وروسته هغه ناڅاپي ټاکنې راوبللې او هغوی یې د یوې لویې بریا په لور هدایت کړل. ډېفن بېکر د کاناډا په تاریخ کې لومړۍ ښځينه وزیرې (اېلن فېیرکلاف) او همدارنګه د سنا په مجلس کې لومړني لرغوني اوسېدونکي غړي (جېمز ګلادستون) ته په خپله کابینه کې ځای ورکړ. د کاناډا دولت د هغه د لومړي وزیر‌توب په شپږ کلنه دوره کې د کاناډا د حقونو منشور تصویب کړ او لومړنيو اقوامو او د کاناډا لرغونو اوسېدونکو (انوېټ /Inuit ) ته يې د رایې حق ورکړ. د ډېفن بېکر دولت په ۱۹۶۲ ز کال کې د کډوالۍ په پالیسۍ کې نژادي تبعیضي(توپيریز) چلند له منځ یووړ. په بهرني سیاست کې د اپارټېد پر وړاندې د هغه دريځ د مشترک المنافع هېوداونو له ډلې څخه د سویلي افریقا په خارجولو کې مرسته وکړه، خو له متحده ایالتونو څخه د بومارک هستوي توغندیو په منلو کې د هغه زړه نازړه‌والی د هغه د دولت د نسکورېدو لامل شو. ډېفن بېکر په ۱۹۵۹ ز کال کې د اېورو اررو/ Avro Arrow (دلتا وزر لرونکې مداخله‌ کوونکې الوتکه) پروژې په لغوه کولو کې هم د خپل رول له امله یادیږي. 

د ۱۹۶۲ ز کال په فېدرال ټاکنو کې پرمختللي محافظه کاران مخکې له دې چې په ۱۹۶۳ ز کال کې واک په بشپړ ډول وبايلي، نږدې و چې د اقلیت دولت وګټي. ډېفن بېکر د ګوند د مشر په توګه پاتې شو او د اپوزيسیون مشر شو، خو په ټاکنو کې د هغه دویمې ماتې د ګوند د ننه مخالفان راوپارول، تر څو هغه په ۱۹۶۷ ز کال کې د مشرتابه  کنوانسیون ته اړ کړي. ډېفن بېکر د ګوند د مشر په توګه په وروستۍ شېبه کې د بیا ټاکنو لپاره ودرېد، خو یوازې لږ ملاتړ یې ترلاسه کړ او په شا شو.

لومړنی ژوند سمول

ډېفن بېکر د ۱۸۹۵ ز کال د سپټمبر په ۱۸ د اونتریو په نیوسټټ کې، د وېلیم توماس ډېفن بېکر او ماري فلورېنس ډېفن بېکر (کورنی نوم یې بېنرمن) په کور کې زېږېدلی. د هغه پلار د جرمني مهاجر زوی و چې په بډېن کې  د اډېرس‌بک (سېن‌شایم ته څېرمه) اصلي اوسېدونکی و. ماري ډېفن بېکر په قوم اسکاټلنډۍ وه او ډېفن بېکر باپتېست و. د جان د ژوندانه په لومړیو کلونو کې کورنۍ په اونتاریو کې بېبلابېلو سیمو ته کډه شوه. وېلیم ډېفن بېکر یو ښوونکی و او له تاریخ او سیاست سره یې ژوره مینه لرله او هڅه يې دا وه چې هغه خپلو زده‌کوونکو ته يې وروښيي. هغه د دې چارې په تر سره کولو کې د پام وړ بریالیتوب درلود، په ۱۹۰۳ ز کال کې ټورنټو ته څېرمه د هغه د ښوونځي له ۲۸ زده‌کوونکو څخه څلورو یې چې د هغه زوی جان هم په کې شامل و، د کاناډا په ۱۹م پارلمان کې چې له ۱۹۴۰ ز کال څخه پيل شو، د محافظه کارو پارلماني استازو په توګه خدمت وکړ.  [۹][۱۰]

د ډېفن بېکر کورنۍ په ۱۹۰۳ز کال کې لوېدیځ ته کډه شوه، تر څو هلته وېلیم ډېفن بېکر په فرانټ کارلټون کې او وروسته په شمال لویديځ (اوس‌مهال د ساسکېچوان ولایت) کې یو موقعیت خپل کړي. وېلیم ډېفن بېکر په ۱۹۰۶ ز کال کې د ساسکېچوان، بورډن ته څېرمه د نه پرمختللي ځمکې د يو پر څلورمې برخې، ۱۶۰ هکتاره (۰.۶۵ کیلو متر مربع) ځمکې ادعا وکړه. د ډېفن بېکر کورنۍ د ۱۹۱۰ ز کال په فبرورۍ کې  د ساسکېچوان د پوهنتون سیمې ساسکاتون ته کډه وکړه. وېلیم او ماري ډېفن بېکر ګمان کاوه چې جان او د هغه ورور اېلمر به په ساسکاتون کې غوره ښوونیزو موکو ته لاسرسی ولري.  [۱۱][۱۲][۱۳]

جان ډېفن بېکر له ماشومتوب څخه له سیاست سره مینه لرله او د اته یا نهه کلنۍ په عمر کې يې خپلې مور ته وویل چې: یوه ورځ به لومړی وزیر شي. مور یې هغه ته وویل چې: دا یوه غیر ممکنه غوښتنه ده، په ځانګړې ډول د هغه هلک لپاره چې په دښته کې ژوند کوي. هغه به ژوندۍ پاتې شي تر څو غلطه ثابته شي. جان ادعا وکړه چې له سیاست سره د هغه لومړۍ اړیکه په ۱۹۱۰ ز کال کې پېښه شوه، هغه مهال يې چې په ساسکاټون کې د پوهنتون د بنسټ ډبرې د اېښودلو پر مهال په لومړي وزیر ښاغلي وېلفرډ لوریر یوه ورځپاڼه وپلورله. اوسنیو او پخوانیو لومړیو وزیرانو خبرې وکړې او وېلفرډ هغه وخت تر غرمې وروسته د خپلې ويناوالۍ په بهیر کې په ورځپاڼه ليکونکي هلک تبصره وکړه او خپلې خبرې يې داسې پای ته ورسولې: «زه تاسو ته تر دې ډېر وخت نه شم درکولی، زه باید خپلو کارونو ته ورسېږم، لومړی وزیر.» د دغې غونډې کره‌والی په یووېشتمه پېړۍ کې تر پوښتنې لاندې لاړ او یوه ليکوال وويل چې: دا د يوه ټاکنیز کمپاین په بهیر کې ډېفن بېکر اختراع کړې ده.    [۱۲]

ډېفن بېکر په ۱۹۷۷ ز کال کې له CBC (د کاناډا نشراتي شرکت) سره مرکه کې وویل: هغه په نوې ځوانۍ کې د فرانسوي کاناډایانو، د لرغونو کاناډایانو او مېټیس پر وړاندې د بې عدالتۍ شاهد و. هغه وویل: "زه له ډېر کوچنیوالي د تبعیض په معنا پوه وم." ډېری کاناډایان د نوم او نژادي سرچینې له امله دویمه درجه ښاروندان بلل کېدل. په حقیقت کې د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه هغه کاناډایان چې فرانسوي یا انګلیسي اجداد یې لرل، لومړی لاس کاناډایان وو. ما د یو ځوان په توګه پرېکړه وکړه چې "ځان ډاډمن کړم چې زه د تبعیض قسم خوړلی دښمن یم او دې موخې ته کار کوم، چې ټول کاناډایان د دوی له نژادي سرچینې څخه پرته سره برابر دي."[۱۴][۱۵]

ډېفن بېکر په ۱۹۱۲ ز کال کې په ساسکاټون کې له عالي لېسې څخه تر فراغت وروسته د ساسکېچوان پوهنتون ته نوم لیکنه وکړه. هغه په ۱۹۱۵ ز کال کې د هنر له برخې څخه خپل د لېسانس سند تر لاسه کړ او په ورپسې کال کې يې په هنر کې د ماسترۍ درجه ترلاسه کړه.[۱۶][۱۷]

ډېفن بېکر د ۱۹۱۶ ز کال په مې میاشت کې د لویدیځو پوهنتونونو د ۱۹۶ کنډک په CEF (د کاناډا عملیاتي ځواک) کې د دویم بریدمل په توګه مامور شو. ډېفن بېکر په سپټمبر میاشت کې د نویو ځوانو افسرانو د یوې ۳۰۰ کسیزې ډلې برخه و، چې تر ګومارنې مخکې بریتانیا ته د زده‌کړو لپاره ولېږل شول. ډېفن بېکر په خپلو خاطراتو کې یادونه کوي چې هغه په بېلچې سره ګوزار خوړلی و او دا ټپ په پای کې د هغه د کاره لوېدلو لامل شو او نوموړی په کور پاتې شو. د ډيفن بېکر طبي ریکارډ د هغه له خاطراتو سره سمون نه لري او د داسې ټپ هېڅ معاصر راپور نه ښيي او د هغه د ژوندلیک لیکوال ډنیس سمېت ګمان کوي چې دا به کوم سایکو سوماتیک (یو ډول اروايي اختلال چې ناروغ له جسمي نښو سره ډاکتر ته ورځي، خو په معاینه کې هېڅ جسمي ستونزه نه تر سترګو کېږي) ټپ و. [۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gb22r2 — subject named as: John Diefenbaker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/John-G-Diefenbaker — subject named as: John G. Diefenbaker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2558 — subject named as: John George Diefenbaker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Dictionary of Canadian Biography ID: http://www.biographi.ca/en/bio/diefenbaker_john_george_20E.html — subject named as: JOHN GEORGE DIEFENBAKER — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: University of Toronto او Laval University — سمونګر: George Williams Brown، David Mackness Hayne، Francess Halpenny، George Ramsay Cook، John English، Marcel Trudel، André Vachon او Jean Hamelin — سرليک: Dictionary of Canadian Biography او Dictionnaire biographique du Canada — خپرونکی: University of Toronto Press او Presses de l'Université Laval
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: John George Diefenbaker — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=2369 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/diefenbaker-john-george — subject named as: John George Diefenbaker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=14996 — subject named as: John George Diefenbaker — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2015868922 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  9. Smith 1995، ص. 1.
  10. Diefenbaker 1975، صص. 17–18.
  11. Newman 1963، ص. 15.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Newman 1963، ص. 16.
  13. Smith 1995، صص. 5–6.
  14. "John Diefenbaker and the Canadian Bill of Rights". CBC. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Canadian Bill of Rights". Diefenbaker Canada Centre. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Smith 1995، صص. 19–20.
  17. Smith 1995، صص. 15–16.
  18. "Soldiers of the First World War – Item: DIEFENBAKER, JOHN GEORGE BANNERMAN". Library and Archives Canada. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Smith 1995، صص. 20–30.
  20. Smith 2016.