توره ګوبلکه

توره ګوبلکه يا قارچ ‌په انګرېزي: (Black Fungus) د يوه ویروس نوم دی، توره ګوبلکه يا فنګس په خاوره کې د موکورمايکوزيس په نوم يوه راشنه کېدونکې ماده ده او په خاورو کې رشد يا وده کوي.

 

نښې سمول

تبه د سردرد، په خوله پزې او نور بدن کې ډېر نامنظمه ټپونه، اسهال، د نفس تنګون. د دې ناروغۍ يوه ترټولو لويه نښه په بدن کې يو ټپ يا زخم دی. دا زخم يا ټپ د بدن هر ځای کې ممکنه ده چې رامېنځ ته شي.

 

لامل سمول

دا ناروغي تر ډېره يو وېروس ګڼل شوی، خو تر ډېره بيا يوه ناروغي ده، چې د هوا ککړتيا, او نظافت، پاکوالي نه مراعاتولو له امله پېښېږي.

څومره دا ناروغي خطرناکه ده؟ سمول

د خواشينۍ خبره دا ده چې کله دا زخم پر کوم ځای را شين شي، بايد سمدلاسه هغه ځای پرې شي او له بدنه لېرې شي. نو د همدې امله کله چې پر خولې يا ژبې دا ټپ راڅرګند شي، ناروغ نه پاتې کېږي سله په سلو کې مړ کېږي.

درملنه سمول

دا ناروغي باید ژر ترژره څرګنده شي، ناروغ که په بدن کې پورته يادې شوي نښې ولري، ژر تر ژره بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي، ترڅو د فنګس ضد درمل ورکړي. او تر ډېره حده کابو شي.

سرچينه سمول

https://www.tolafghan.com/authors/266