تودوخه بدلونکی

 که یو لاس تود وي او بل سوړ او لاسونه سره ونښلو نو د تاوده څخه به تودوخه ساړه ته تېره شي. دغه عمل ته په فزیک کې د تودوخې بدلونه (تبادل) وایي. دغې کړنلارې څخه په تخنیک کې هم کار اخلي او د تودوخې بدلونکي په مرسته تر سره کېږي. 

تودوخه بدلونکی او یا ټړمه بدلونکی هغه دستگاه ده چې تودوخه یې د تودې برخې څخه سړې ته لېږدول کېږي او سړه په تودېږي. د دغو دوو برخو توکونه کېدای شي اوبړن او یا غاز وي.


د تودوخې بدلونکي نه یوازې د ودانیو د تودولو خو په صنعت کې هم کار ترې اخیستل کېږي. 

د تودوخې بدلونکي ډولونه سمول

بدلونکي په دوه ډوله دي:
  • تودول او سړول
  • د تودوخې بدلونه.
په بله مانا هغه تودوخه چې د همدغې بهیر به ترڅ کې تر لاسه کېږي د بدلونکي په یوه برخه کې ټولېږي او یا د هغې برخې څخه لېږدول کېږي د هغې د تودوخې څخه بله برخه تودېږي. ښه بېلگه به یې د لمبلځي اوبه وي. د کارو شویو اوبو د تودوخې څخه تاندې او پاکې اوبه تودېږي او کار ترې اخیستل کېږي. کله ناکله د پاکو اوبو تودوخه لږ وي نو بیا په تودنۍ کې د وړ تودوخي ته تودېږي. 

سرچينې سمول

  • ښيښه په ودانۍ کې
  • د ښونې او روزنې فزیک
  • د ویکيپېدی پاڼې