توبه د انسانانو د پښېمانۍ د څرگندولو کړنه ده چې د گناه، تېروتنې، ناسمې کړنې، قانوني جرم او بې لارۍ په وخت کې يې د معبود او يا هم د لوړو چارواکو او خپلو خپلوانو په وړاندې اظهاروي. الله رب العزت ته توبه ايستل داسي عمل دی چي هيڅ مسلمان ترې بې پرواه کېدای نشي،دهرمسلمان توبې ته اړتياشته،هره ورځ ورته اړدی.الله پاک هم انسانانوته په قرآن کريم کي په مختلفومقاماتوکي د توبې ترغيب ورکړی دی الله فرمايي:

﴿وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّکمْ تُفْلِحُونَ﴾(النور31){اې مؤمنانو!تاسوټول په گډه سره الله ته توبه وباسئ! هيله ده چي بری موپه برخه شي}

رسول الله صلی الله عليه وسلم هم امت امرکړی چي تاسوالله ته توبه وباسئ اوله هغه څخه بخښنه وغواړئ په يقني توگه زه هم په ورځ کي سل ځله توبه باسم(مسلم) په دې حديث کي دتوبې ډېراهميت ته اشاره شوې ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم چي له گناهونونه معصوم اوپاک دی،هغه سل ځله په ورځ کي توبه باسي،نوموږته خوپکارده چي تردې هم زياته توبه وباسو. دادالله رب العزت ډېرلوی فضل اواحسان دی چي له انسانانوتوبه قبلوي،گناهونه يې وربخښي بلکي داسي يې گرزوي لکه بالکل چي يې گناه نه وي کړې په حديث کي راغلي دي: ((الإسلام يهدم ما كکن قبله والتوبة تهدم ما كکن قبلها) {اسلام هغه(گناوي)ورانوي(له مينځه يې وړي) کومي چي ترې مخکي شوې وي، اوتوبه هغه گناوي ورانوي کومي چي ترې مخکي شوې وي } په بل حديث کي راغلي دي:التائب من الذنب کمن لاذنب له(مسلم) {له گناه څخه توبه ايستونکی دهغه چاپه څېردی چي گناه يې له سره کړې نه وي } د توبې په ايستلوکي بايدانسان له تلواره کارواخلي ځکه دمرگ وخت معلوم نه دی بل داچي علماووليکلي دي چي دتوبې ځنډول هم گناه ده. که څوک غواړي چي الله ته توبه وباسي،هغه بايدلومړی توبه وپېژني،هغه شرائط وپېژني ،له کوموپرته چي توبه ارزښت نه لري اوپه خپله توبه کي يې مراعت کړي: توبه په لغت کي رجوع اوگرزېدوته وايي. په شريعت کي يې مطلب دالله پاک له نافرمانۍ څخه دهغه دطاعت او عبادت په لوري گرزېدل دی . توبه درې مراتب لري،په هغوکي ترټولولويه مرتبه له کفرڅخه دايمان په لورگرزېدل دي .

  1. په دوهم مرتبه کي له کبائرو(لويو)گناهونوڅخه توبه کول دي .
  2. په دريمه مرتبه کي له وړوگناهونوڅخه توبه کول دي .دغه درې سره مرتبې بايدعملي کړل شي. دتوبې لپاره پنځه شرطونه دي،که په دغوشرائطوتوبه برابره وه، نوداسي توبه فائده منده اودقبول وړده،که دغه شرائط په کومه توبه کي نه وو،هغه دقبول وړنه ده .هغه شرائط دادي :
  3. اخلاص:په داسي توگه توبه کول چي مقصديې يوازي دالله تعالی ذات اودهغه رضاوي،هغه ته به توبه باسي. درياءاوځان ښودني مقصدبه يې نه وي،نه به خلگوته ځان په توبې سره نږدې کوي،نه به په توبې سره له ځانه دچا دتکليف د لري کولومقصدلري،لکه له حکومته ځان خلاصول،ياله بل چاځان خلاصول چي هغه ورته سزا ورکوي .
  4. له کومي گناه چي توبه باسي،دهغې په کولوبه پښېمانه کيږي ځکه دانسان پښېمانتيادتوبې رښتينولي کوي،په هغه کاربه دزړه له کومي پښېمانه کيږي، داسي به نه وي چي يوه گناه کوي وايي:بيابه توبه اوباسو،دداسي توبې قبلېدل هم بعيد وي ځکه په داسي توبه کي پښېمانتيانه وي،چي دتوبې دقبوليت لپاره شرط دي.
  5. له کومي گناه چي توبه باسي،هغه به پرېږدي،داسي به نه کوي چي په گناه کي لگياوي اودتوبې نعرې يې وهي،داسي توبه هم دقبلېدلوجوگه نه ده .

ديادوني وړده چي داشرط هم ډېرمهم شرط دی چي له دې پرته توبه هيڅ اعتبارنه لري . دگناه پرېښودل که دنارواکارپه پرېښودلوکېدل،هغه کاربه پرېږدي. که داسي گناه وه چي دفرض ياواجب دپرېښودوله کبله وه،نودهغې گناه پرېښودل داسي کيږي چي هغه فرض ياواجب به اداکوي لکه دبېلگي په توگه چادخپل مال زکات نه وي ورکړی،اوس غواړي چي توبه وباسي، نودده دتوبې دقبلېدولپاره داشرط ده چي دکوموکلونوزکاتونه يې نه وي ورکړي،هغه به اداکوي. که گناه داسي وه چي دبل چادحق سره يې تعلق وو، دچاحق ورباندي وو، قرض يې وي،يايې له چاڅه شی غلاکړی وي،يايې يوشی په زورله چااخيستی وي،نودده دتوبې دقبلېدو لپاره هغه ته خپل حق وررسول،يادهغه بخښنه ضروري ده . له دې پرته نه قبليږي .

  1. داسي عزم به کوي چي په راتلونکي کي به داکاربيا نه کوم . که څوک داسي توبه وباسي چي په راتلونکي کي يې داسي نيت وي،چي کله په دې کاروتوانيږم بيابه يې کوم،نوداتوبه هم صحيح نه ده.
  2. داسي وخت به وي چي توبه پکي قبليږي. که يې وخت نه وو،هم توبه فائده نه لري .لکه دغَرغَرې په وخت کي چي کله دانسان ساه دوتوپه حالت کي وي، اوترستوني پوري رسېدلې وي.په داسي وخت کي نه قبليږي لکه څنگه چي الله پاک فرمايي:

وَلَيسَت التَوبَةُ للَذينَ يَعمَلُونَ السَيئات حَتی اذَاحَضَرَاَحَدهمُ المَوتُ قَالَ اني تُبتُ الآنَ (النساء :18){دهغه خلگولپاره توبه نشته،چي پرلپسې بدکارونه کوي،تردې پوري چي کله له هغونه د يوه تن دمرگ نيټه راورسيږي نوپه هغه وخت کي وايي:اوس مي توبه وايسته} همدارازدمغرب له خوادلمرله راختومخکي به وي. له دې وروسته هم نه قبليږي لکه څنگه چي الله پاک فرمايي:

يَومَ يَاتي بَعضُ آيات رَبکَ لَايَنفَعُ نَفسًالَم تَکُن آمَنَت من قَبلُ اَوکَسَبَت في ايمَانهَاخَيرًا(الانعام :185)

کومه ورځ چي ستادرب کومي مخصوصي نښانې راڅرگندي شي،بيابه يوداسي چاته دهغه ايمان هيڅ گټه ونه رسوي چي مخکي يې ايمان نه وي راوړی،يايې په خپل ايمان کي نېکي نه وي کړې له دغونښانوڅخه مراددمغرب له لوري دلمرراختل دي لکه څنگه چي په حديث شريف کي راغلي دي. نوبياکه يوکافرايمان راوړي،ايمان يې دقبول وړنه دی،که مسلمان له گناهونوتوبه باسي،هم نه ترې قبليږي