تلپاتې وده

تلپاتې وده، د انساني ودې په موخه مدیریتي اصل او په ورته مهال د طبیعي سرچینو او اکوسیستمي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د طبیعي سیستم وړتیا ده، چې اقتصاد او ټولنه ورسره تړلې ده. مطلوبه پایله بیا د ټولنې هغه حالت دی، چېرې چې د ژوند کولو له شرایطو او سرچینو څخه د طبیعي سیستم بشپړتیا او ثبات ته له زیان اړولو پرته د انساني اړتیاوو د پوره کولو په موخه ګټه واخیستل شي. کولای شو، تلپاتې وده د هغې ودې په توګه تعریف کړو، چې کولای شي د اوسني وخت اړتیاوې پرته له دې چې د راتلونکو نسلونو وړتیاوې له ګواښ سره مخامخ کړي، پوره کړي. [۱]

د تلپاتیتوب موخې، د ملګرو ملتونو سازمان د تلپاتې او همېشنۍ پراختیا د موخو په څېر، د فقر، نابرابرۍ، اقلیمي بدلونونو، د ژوند چاپېریال د خرابېدو، سولې او عدالت په ګډون نړیوالو ننګونو سره مبارزه کوي. په داسې حال کې چې د تلپاتې ودې نوی مفهوم، د ۱۹۸۷ ز کال برونډټلنډ له راپور (Brundtland Report) نه اخیستل شوی دی، د ځنګلونو د

تلپاتي مدیریت په پخوانیو نظریاتو او د شلمې پېړۍ په چاپېریالي اندېښنو کې هم رېښه لري. د تلپاتې ودې د مفهوم په پراخېدو سره د راتلونکو نسلونو لپاره په اقتصادي ودې، ټولنیزې ودې او د ژوندانه په چاپېریال ساتنې تمرکز کېږي.

پېژند(تعریف) سمول

تلپاتې وده، د ژوندانه طبیعي سیستمونو (natural biotic systems) ته له ګواښ اړولو او یا د هغو د له منځه وړلو پرته د کارول شوو سرچینو پر ځای د مساوي یا له هغو د ارزښتمنو سرچینو د ځای پر ځای کولو د هڅو په توګه تعریف کولای شو. تلپاتې وده؛ د طبیعي سیستم د وړتیاوو د لېږد اندېښنې له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي ګواښونو سره چې بشریت ورسره مخامخ دی، یوځای کوي. د تلپاتې والي پوهه، د تلپاتې ودې او د ژوندانه د چاپېریال علم د اړوندو موضوعاتو لوستل دي. د تلپاتې ودې په بحث کې، د راتلونکو نسلونو لپاره د سیاروي سرچینو د لوڅاو( کشف)، ساتنې او ګټې اخیستنې په برخو کې د اوسني نسل پر مسئولیت ټینګار کېږي.[۲][۳]

د تلپاتې ودې اړتیاوې سمول

د تلپاتې ودې د بریالیتوب لپاره له یو بل سره تړلې شپږ وړتیاوې اړینې بلل کېږي. دا هغه وړتیاوې دي چې، د تلپاتې کېدو پر لور د پرمختګ کچه اخلي؛ په اوسني نسل کې دننه او د نسلونو ترمنځ مساواتو ته وده ورکول؛ له ټکانونو او حیرانتیاوو سره ځان جوړول؛ د تلپاتې کېدو پر لور د سیستم برابرول؛ د تلپاتې والي لپاره د پوهې او عمل نښلول او همدارنګه، د دولتونو له خوا د داسې ترتیباتو نیول دي، څو وګړي وکولای شي په ګډه سره د نورو وړتیاوو د کارولو هڅه وکړي.[۴]

د تلپاتې ودې موخې سمول

د تلپاتې ودې موخې (Sustainable Development Goals) یا نړیوالې موخې له یو بل سره تړلو هغو ۱۷ موخو ټولګه ده چې" د ټولو لپاره د غوره او تلپاتې راتلونکې د جوړولو په موخه د لارښود یا نقشې په توګه" کارول کېږي. دغه موخې (SDGs) په ۲۰۱۵ ز کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ((UN-GA له خوا ترتیب شوې او په پام کې ده چې، باید تر ۲۰۳۰ ز کال پورې ترلاسه شي. دغه موخې د ۲۰۳۰ ز کال د طرزالعمل په نامه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په پریکړه لیک کې راغلې او په لنډ ډول د ۲۰۳۰ ز د اجنډا په نوم پېژندل کېږي. د وروستۍ زرېزې پراختیايي موخو (Millennium Development Goals) ته د رسېدو لپاره، چې په ۲۰۱۵ ز کال کې په نښه شوې، د تلپاتې ودې دغه موخې د ۲۰۱۵ ز کال له پراختیایي اجنډا وروسته، د راتلونکې نړیوالې ودې د کاري چوکاټ په توګه ټاکل شوې دي.

د تلپاتې ودې ۱۷ موخې دا دي: (۱) د فقر له منځه وړل، (۲) د لوږې صفر ته رسول، (۳) ښه روغتیا او سوکاله ژوند، (۴) کیفیت لرونکې زده کړې، (۵) جنسیتي مساوات، (۶) پاکې اوبه او حفظ الصحه، (۷) ارزانه او پاکه انرژي، (۸) مناسب کار او اقتصادي وده، (۹) صنعت، نوښت او زیربنا، (۱۰) د نابرابرۍ کمول، (۱۱) تلپاتې ښارونه او ټولنې، (۱۲) مسئولانه تولید او لګښت، (۱۳) اقلیمي ګامونه، (۱۴) د اوبو لاندې ژوند، (۱۵) په وچه ځمکه کې ژوند، (۱۶) سوله، عدالت او پیاوړي بنسټونه، (۱۷) موخو ته د رسېدو په لار کې مرسته.

له دې سره چې دغه موخې پراخې او له یوبل سره تړلې دي، دوه کاله وروسته (۲۰۱۷ ز کال، د جولای ۶ مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په پریکړه لیک کې د تلپاتې پراختیا موخې تر ډېره د "پلي کېدو وړ" وګرځېدې. په دغه پریکړه لیک کې د هرې موخې لپاره ځانګړي هدفونه او هغه شاخصونه چې د دغو موخو په برخه کې د پرمختګ کچه معلوموي روښانه شول. دغو موخو ته د رسېدو لپاره وخت یې هم، له ۲۰۲۰ ز کال څخه تر ۲۰۳۰ ز کال پورې ټاکلی دی، خو د یو شمېر موخو لپاره یې د پای نېټه نه ده معلومه.

موخو ته د رسېدو په برخه کې د پرمختګ د کچې د معلومولو او اسانه څار په موخه بېلابېل وسایل برابر شوي دي. د ټولو هوډ دا دی چې، معلوماتو ته لاسرسی اسانه او د پوهېدو وړ وي، د بېلګې په توګه: د تلپاتې پراختیا د موخو اړوند SDG Tracker کې چې د ۲۰۱۸ ز کال په جون میاشت کې جوړ شو، په انلاین ډول معلومات خپرېږي او د هرې ځانګړنې لپاره جلا معلومات وړاندې کوي. د تلپاتې ودې په ټولو موخو کې متقاطع مواردو، لکه : جنسیتي مساوات، زده کړو او کلتوریزو توپیرونو ته پام کېږي. په ۲۰۲۰ ز کال کې د کوېډ -۱۹ وبا د تلپاتې ودې په ټولو ۱۷ موخو د پام وړ اغېزکړی دی.

زده کړې سمول

د تلپاتې ودې لپاره زده کړې (Education for sustainable development) هغو زده کړو ته ویل کېږي، چې په زده کړو، وړتیاوو، ارزښتونو او لیدلورو کې بدلونونه راوړل هڅوي، څو د ټولو لپاره تلپاتې عادلانه چاپېریال (ټولنه) جوړ کړي. د تلپاتې ودې لپاره زده کړو موخه دا ده چې، اوسني او راتلونکي نسلونه، په داسې وړتیاوو سمبال او وروزي  چې، د تلپاتې ودې په اقتصادي، ټولنیزو او محیطي ډګرونو کې خپلې اړتیاوې د معتدله چلند په کولو سره پوره کړي. د تلپاتې ودې لپاره زده کړې (ESD) هغه اصطلاح ده، چې تر ډېره په نړیواله کچه او د ملګرو ملتونو سازمان له خوا کارول کېږي.

د تلپاتې ودې لپاره د زده کړو اصطلاح یا (ESD) د ژوانه د چاپېریال پر وړاندې د مخ پر ودې ګواښونو له رامنځته کېدو راپیدا شوه. دغه زده کړې باید په ټولو پروګرامونو او هغو چارو کې چې تلپاتې وده ترویج کوي، پیاوړې شي. تلپاتې وده باید په زده کړو او زده کړې باید په تلپاتې وده کې شاملې شي. د تلپاتې ودې لپاره زده کړې، په سیمه ییزه او نړیواله کچه د تلپاتیتوب دغه جدي مسایل په درسي نصاب کې ور ګډوي، څو زده کوونکي د نړۍ د بدلون په اړه پوه او ورته یې چمتو کړي. د ESD موخه د زده کړو د پایلو تولید دی، چې د انتقادي او سیستماتیک فکر کولو، په مشارکتي ډول د پريکړو کولو او د اوسنيو او راتلونکو نسلونو د مسئولیت منلو په څېر وړتیاوې تولید کړي. په داسې حال کې چې د دودیزو زده کړو زده کوونکو ته د دې الهام ورکولو په برخه کې چې د یو مسئول وګړي په توګه ګام واخلي، بسنه نه کوي، ESD د زده کړو په فزیکي او مجازي چاپېریال کې بیا کتنې ته اړتیا لري. د زده کړو چاپېریال باید په خپله د تلپاتې ودې فلسفې ته د ځای ورکولو په موخه د یوې بشپړې ادارې له تګلارې پیروي وکړي. د ښوونکو د ظرفیت لوړول او له دغې پالیسۍ په نړیواله، سیمه ییزه، ملي او سیمه ییزه کچه ملاتړ کولای شي، په ښوونیزو مؤسسو کې بدلونونه رامنځته کړي. پیاوړي ځوانان او سیمه ییزې ټولنې له ښوونیزو مؤسسو سره په مرسته کولای شي، د تلپاتې ودې د پراختیا په برخه کې د کلیدي لوبغاړو په توګه رول ولوبوي.

د تلپاتې ودې پر وړاندې غبرګونونه سمول

د تلپاتې ودې مفهوم په دې پوښتنې سره چې په تلپاتې وده کې باید څه شی تلپاتې وي، له نیوکو سره مخامخ شوی او اوس هم ورباندې نیوکې کېږي. د دغه مفهوم منتقدین استدلال کوي چې د غیر تجدید وړ سرچینو څخه د تلپاتې استفادې په نوم څه شی نشته، ځکه چې د استخراج په مثبتې کچې سره د ځمکې محدودې زېرمې تشېږي. په ټولیز ډول، دغه لیدلوری صنعتي انقلاب د پایښت وړ نه بولي.[۵][۶]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. "Sustainable Development". UNESCO (په انګلیسي ژبه کي). 2015-08-03. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lynn R. Kahle, Eda Gurel-Atay, Eds (2014). Communicating Sustainability for the Green Economy. New York: M.E. Sharpe. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7656-3680-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. Finn, Donovan (2009). Our Uncertain Future: Can Good Planning Create Sustainable Communities?. Champaign-Urbana: University of Illinois. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Clark, William; Harley, Alicia (2020). "Sustainability Science: Toward a Synthesis". Annual Review of Environment and Resources. 45 (1): 331–86. doi:10.1146/annurev-environ-012420-043621. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:CC-notice
  5. Turner, R. Kerry (1988). "Sustainability, Resource Conservation and Pollution Control: An Overview". In Turner, R. Kerry (المحرر). Sustainable Environmental Management. London: Belhaven Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Georgescu-Roegen, Nicholas (1971). The Entropy Law and the Economic Process (Full book accessible at Scribd). Cambridge: Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674257801. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)